د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

رښتیا

Anonymous
11.03.2006

په افغانستان کې د بشر د حقوقو مسئله

د بشر د حقوقو مسئله نه یوازې زموږ په هېواد چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یوه له هغو مسئلو څخه وه او ده چې تل مطرح وه خو هېڅکله هم دغه مسئله هغه شان چې په نړېوالو میثاقونو او زموږ د هېواد په قوانینو او تړونونو کې یاده شوې په پام کې نه ده نیول شوې .کله چې اعلحضرت محمد ظاهر شاه د ارګ په ماڼۍ کې په خپلو چړچو اخته وو او کله به د خپل پام د بدلولو لپاره د پغمان ښکلې درې ،یا کاریزمیر ته تلو او دلته اوهلته به یې د خپلو سګرټو او چرسو په لوګیو کې د خپل برم او پرتم ننداره کوله یوه شېبه یې هم د هغه خوار ملت پرحقوقو سوچ نه کاوه چې پالنه ،روزنه او بسیاینه یې ده ته وردغاړې وه ،کله چې د دهمزنګ به بندیخانو کې په زنځیرونو او زولنو تړل شویو د بشر د حقوقو مدافعانو ساه ورکوله او یا د دموکراسۍ پلویانو چې د صدارت په کوټه قلفیو کې په پرله پسې توګه تر ټولو ناوړه شکنجې او برقي ډنډې زغملې ، او یا کله چې د افغانستان بې وزلو خلکو د وچکالۍ له دردونو خپل اولادونه خرڅول او بې شمېرو یې په ولږه کې ساه ورکړه هغه وخت نه د ملت دغه بابا او نه د هغه لومړیو وزیرانو د بشر د حقوقو څه پروا کوله خو چې مرکو او رپوټونو ته به برابر شو او یا کله چې د خپل د تره ځوی د کودتاه نه وروسته په ایټالیا کې په خپلو چړچو لګیا و په خپلو کلنیو پیغامونو کې به یې په درواغو د ملت پر حقوقو د تیریو غندنه کوله او هېڅ داسې نر پیدا نه شو چې له ده او د هغه له لومړیو وزیرانو پوښتنه وکړي چې دغه متمدنه او مستعده ملت ولې تاسو ان له خپلو ډېرو کوچنیو حقوقو د بېلګې په توګه د بیان د آزادۍ نه محروم ساتلي و؟ او یا کله به چې سردار محمد داود خان د صدارت او وزارت په ماڼیو کې د راتلونکي ولسمشرۍ خوبونه لیدل او امریکایی سکرټ به یې په روسي ګوګړو لګول ، او کله چې به ښار ته راووت نو خلک به یې په سره تنور کې اچول او په بندیخانو کې یې د هېوادپالونکو نوکان ایستل هغه وخت نه ده خپله او نه دهغه لومړي وزیرانو ان د یوې شېبې لپاره هم د بشر پر حقوقو غور و نه کړ او تر ټولو ناوړه دا چې د چنګاښ د کرغېړنې کودتاه نه وروسته یې خپلواکه او ملي مطبوعات بند کړل او همدغه داود خان وو چې په افغانستان کې یې د یو ګوندي سیستم دود او لړۍ مروجه کړه او د بل هر مخالف غږ ستونی ته یې زندۍ ورواچولې .مګر دا د بشر د حقوقو تر پښو لاندې کول نه وو چې ظاهر بابا او داود کاکا د افغانستان د یو ډېرکي اولس ( پښتنو ) د مورنۍ ژبې حق د هغوی په ستونو کې وچ کړ او په داسې حال کې یې چې ځانونه محمد زايي پښتانه معرفي کول د پښتو ژبې جرړې یې له دفترونو او رسمیاتو ووېستلې او په ناحقه د یو دوه مزخرفه او بې ګټو (( پښتو کورسونو )) په ایجاد سره یې نا پښتانه د پښتو سره په دښمنۍ کې ودرول ،دااو دې ته ورته په سلګونو نور مثالونه شته چې په هغه وخت او هغه نه په وړاندې دورو کې په افغانستان کې د بشر د حقوقو څرګنده سرغړونه ښه په ښکاره توګه ښيي او ښایی همدغه بشري ضد اعمال د دې لامل ګرځیدلي وي چې د افغانستان خلک د سیاسی غوښتنو او د خپلو بشري روا حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د یو شمېر سیاسی ګوندونو په تاسیس لاس پورې کړي . .وروسته بیا چې دثور سیاسی بدلون په افغانستان کې د یوې پوځي کودتاه له لارې رامنځته شو له هغه ځایه چې د دغه بدلون عاملین د یوې سیاسی ډلې او د یو واحد سیاسی توافق لارویان نه وو نو ځکه خو په خپلو سیاسی سیالیو کې یې د بشر د حقوقو مسئله څه چې د هېواد د خپلواکۍ پام هم و نه ساته او له روسانو سره په اتحاد کې یې د افغانستان خپلواکي د یو زبر ځواک له تیري کوونکو او ښکېلاګرو نیتو څخه قربان کړه .په دې کې هېڅ شک نشته چې د غه حاکمیت پیل ډېر غوره او د ملت له تود هرکلي سره سم و خو کله چې د قدرت لپاره پټې او بربنډې دسیسې راپیل شوې ملت خو لا پرېږده چې همدغه ګوند خپل موسس او مشر پرته له کوم جرم او اثبات څخه د ارګ په کوټو کې بندي او وروسته یې خپکۍ کړ.چا د دغه راز جنایاتو پوښتنه وکړه ؟.دهمدغو کمونستانو د کورنیو چارو په وزارت ، په صدارت او د څرخي پله په زندان کې په زرګونو مبارزین ووژل شول ،د روسانو په امر او د هغوی د ټانکونو او شوبلو او راکټونو په مرمیو او مردکیو په زرګونه افغانان تباه شول ،کورونه یې وران او کلي یې وسوځول شول ، چا په هماغه وخت کې د دوي غږ واورېد او کوم هېواد او نړېوال مرکز د هغوي مرستې ته ورودانګل ؟ هلته په پېښور او د پاکستان په نورو سیمو ،دغه راز د هندوستان او ایران په بېلا بېلو سیمو کې افغاني کډوال د مجاهدینو د مشرانو په لومو کې را ایثار شول او د جهاد همدغو اتلانو ( چې په اصل کې د لویدیځ د پیاده عسکرو او د سوخت د لرګیو حیثیت یې درلود ) د افغان مهاجرینو پر کورنیو د مرچو مېچنې وګرځولې او د ترور او وحشت بازار یې غوړولی و چا په څومره صداقت د هغوی پوښتنه وکړه؟په هغو شپو ورځو کې به چې د رباني ،مسعود ،سیاف ،حکمتیار ،مزاري ،خلیلی او نورو نورو ړانده راکټونه د کابل ښار او د ټول افغانستان د خلکو په کورونو راپرېوتل او د لکهاوو بېګناه انسانانو وینې به یې جاري کړي چا د بشر له حقوقو دغه څرګنده وحشیانه سرغړونه وغندله او هغه یې جنایت وباله ؟روسانو سره مقابله لویدیځوالو د خپلو ګټو لپاره کړې نه د افغانستان د خلکو د بسیاینې لپاره او دغه سور تنور همدغو زبرځواکونو موږ ته جوړ کړ خو تر ننه چا یې غندنه و نه کړه .روسانو هم د دوستۍ او مرستې چغې وهلی او هماغه عنوانونه کټ مټ اوس لویدیځوال بیانوی اوس نو افغان اولس پوه نشو چې زما دوست څوک دی او دښمن مې کوم دی ؟ ان همدا نن هم روسان او د هغو تالي څټي دا خبره دا نه مني چې دلته په افغانستان کې د بشر د حقوقو د تیریو عاملین وو.هغه ورځ چې کمونست جنرال دوستم ،دکا ګې بې جاسوس مسعود او د ایران او تاجکستان په پیسو روزل شوي ربانی او نورو له هېوادپلورونکو فرید مزدک،کاویانی ،نبي عظیمي ،وکیل او محمود بریالي سره لاسونه یو کړل او د ملګرو ملتو پلان یې سبوتاژ کړ او په پایله کې یې په پاکستان کې جوړ شوی غیر افغاني واک افغانستان ته صادر کړ او د افغانستان د خلکو د وینو بهولو لړۍ راپیل او د افغانستان د بیخي ورانولو تکلونه سره یو ځای شول چا د بشر له حقوقو دغه ښکاره او بربنډه سرغړونه او تیری وغنده؟هغه ورځ چې د کابل ښار لوټ شو او د دوستم له تمدن نه لرې ملیشو،د شورای نظار دستمال لرونکو جنایتکارانو،د سیاف او حکمتیار وحشي ډلو ،دمحسني ،مزاري ،خلیلي ،رباني ،محمدي او نورو د خلکو په سرونو میخونوټکول ،د مړو نڅا یې ننداره کوله ،د پېغلو او ځوانو ښځو په عزت او شرف یې تېری کاوه هغه د چا هېر شوي؟او چا یې پوښتنه وکړه ؟همدا رباني او مسعود وو چې فرمان یې ورکړ چې ښځې کار نشي کولی او که که کار ته هم راځي سر تر پایه به پوښلې وی او له نارینو سره به لاس نه ورکوي ،نارینه او ښځې به یو بل ته نه ګوري ،دفترونه به یې بېل وي ،په تلویزیون کې به نه راوځي ،سندرې ، موسیقي او نور هنرونو حرام دي او داسې نور نور ....هغوي د هر چا ښځه او لور چې یووړه ،یووړه .د هر چا ځمکې ،جایدادونه او کورونو یې چې واخیستل داسې څوک تر ننه پیدا نشو چې ترې پوښتنه وکړي.همدا سړي وژونکي وو چې ټول هېواد یې لوټه لوټه کړ او په ټول هېواد کې یې نارینه دې ته اړ یوستل چې ټول ږیرې پرېږدي ،او که لري یې که نه دوي ته په ډوډۍ ورکوي ،د دغه راز مظالمو چا پوښتنه وکړه ؟هغه قتل عام چې دغو سړي خورو په ټول افغانستان کې تر سره کړ ساری یې نه د سودان په دارفور کې ،نه د فلسطین په غزه کې ،نه دلبنان په بېروت ،نه په پخوانۍ یوګوسلاویا او نه هم په چیچین کې ترسره شوی..او وروسته چې بیا د طالبانو په نوم کومه معجون المرکبه د منځنیو پېړیو پدیده د همدغو ظالمانو له بطن نه را وزېږېده او د هېواد او خلکو هر څه یې د فنا له باد سره نابود کړل چا د هغوي مخه ونیوله ؟هغه ورځ چې طالبانو د هېواد سره خوله او تنکي ظلمیان له مسعود سره جګړې ته استول او په یوه ورځ له دولسو زرو نه زیات تنکي ځلمیان په دشت لیلي کې د دوستم او ملک او مسعود سړی وژونکو قتل عام کړل چا یې پوښتنه وکړه ؟ دلته هر چا دا حقوق تر پښو لاندې کړي او تر اوسه لا کومه منصفه څانګه نشته چې دا ټول بېطرفانه وڅېړی .
انجینر حقجو – هالند


Anonymous
11.03.2006

ګران انجينير صاحب اوزما افغان وروره سلامونه !

ستاسوپه ليکنه کې داسې څه نه وينم چې لږ غوندې ورته د نفې اشاره هم وکړم خوستاسوددې خبرې چې ګنې دا سې څوک نه وو چې دوګړنيزو( بشر ) دحقوقوپه دفاع اود بشرپرخلاف دجنايتونوپر خلاف يې دخپل توان په کچه څه نه وي کړي ٠
زه چې تراوسه ځان لاپه کومه سړه لېټۍ کی هم نه شمېرم ، د خپل وس په اندازه دخلقيانو ، پرچميانو، مجاهدينو ، طالبانو اواوسني حکومت د غلطيو او بې عدالتيو پر ضد درېدلې يم ، ولاړ يم او انشاالله داقيام به مې تر هغه دمه چې ساه اخيستلای شم ، دوام ولري ٠
زه وياړم چې په دې دريځ راسره يوڅو افغانان ملاتړ هم کوي ٠ باوروکړۍ چې ((بد)) ته په بدو ويلو او ((ښه)) ته په ښو ويلو په نه جبران کېدونکی توګه زيانمن شوې هم يم ٠ همدااوس په امريکا کی او سېږم اودا چې درواغ نه وايم ، دافغان بې وزله اولس ( تجاران نه ) د حقوقو نه په دې هېواد کی تر خپلی وسې په نره دفاع کووم ، پوهيږم چې تاو يې څه شې دې ٠
نو ، که تاسو مې ناهيلی کړۍ چې هيڅ چا تراوسه د بشر حقونه نه دي پېژندلي او د بې عدالتيو او ظلمونو په مقابل کی پاڅون نه کوي ، بې مناسبه به وي ٠
دبشري حقوقو مدافعين د خپلوغوښتنود جائزوتاثيراتوله زور څخه کار اخلي خو له وسلې هيڅکله کارنه شي اخيستلای ځکه چې وسله دبشري حقونو څخه ددفاع وسيله نه ده ٠
زماپه اندداسې څوک چې په يو سياسي سازمان پورې تعلق ولري ، نشي کولای د خپل تړاو په مفکوره بېطرفه قضاوت وکړي نو ځکه د بشر حقوق د سياست ، مذهب ، تړاو ، ګټو ، ستراتيژي او ايديالوژي له کړکۍ ګوري ٠ همدا سبب دې چې د بشرد حقوقو بې ريا مدافعينو ته څه ځلانده موقع په لاس نه ورځي ٠
ماته خو اوس دبشر حقوق ، انسانيت ، عدالت اوديموکراسي هم په پوهه او تعليم پورې تړلی نه ښکاري بلکه دسرګرمۍ اومارکيټ تبليغي اسطلاحات دي ٠
داچې زما غوندی خلک د هيڅ مارکيټ د سويې سره برابر نه وي نو واضح ده چې خريدار هم نه لري خو که ستاسو غوندی يو څو انجينران ، ژورنالستان ، ډاکټران ، استاذان ، مشران او کشران رامخ ته شي او زماسره تعهد وکړي چې صرف دخپلی خاوری اولس خدمت به کوو نو بياګورۍ چې شغريب او مغريب مو خبره اوري که نه ٠

زه په دې هکله درسره جدي بحث کول غواړم

درناوې

کندز-ارچي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more