د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خطرى اطلاعيه

Anonymous
09.03.2006

[color=indigo:b35f4c2569]خطري اطلاعيه : بيا ديو خونړي پيمان د نوې کېدو ژمنه کيږي

ن. اکيس، کابل

دهېواد تيرې درې لسيزې دبيلا بيلو خونړيو پېښوکيسې په ياد کې ساتي .
ددغو خونړيو پېښو عاملان اوس هم څه ژوندي او د ځينو هم يواځې نومونه پاتې دي ، د خواشيني خبره خوداده چې ددغو ناوړو پېښو عاملان او پلويان يې دواک پر ګدۍ ناست دي او دخپلو مړو کسانو د يادونو په تازه کولو د کړېدلو خلکو په ټپونو مالګې شيندي .
يو هم له دغو کسانو څخه چې په سرونو کې دپولادي ميخونو ټکوهلو ، د سينو د پرېکولو ، رقص مرده او نورو بې شرمه کارونه يې په ياد ګار پرېښي هغه هم عبدالعلي مزاري دي .
مزاري ، چې لا اوس يې هم دنوم په اوريدلو پورتنۍ کارنامې سترګو ته دريږي له نن څخه ١١ کاله وړاندې د طالبانو له خوا دخپلو ناوړه عملونو په سزا ورسېد .
د طالبانو دغه کار ټول ملت ته يو شهکار او د نيکۍ پله يې ددوى په وړاندې درنده کړه .
د مزاري ياد هر کال لکه ديو شمېر نورو مزاريانو په څېر تازه کيږي او په پټو سترګو دهغه صفتونه په کې کېږي .
سږکال هم دغه غونډه دشت برچي کې جوړه شوه او ډېرو کسانو په کې په پټو سترګو ځانونه وشرمول .
په دغه غونډه کې ولسمشر حامد کرزي پيغام هم ولوستل شو او صبغت الله مجددي په کې هم دعادت له مخې په خپل وجدان پښې کېښودې او د هغه نوم يې په عجيبه الفاظو ياد کړ.
کرزي په پيغام کې مزاري ته داستاد خطاب کړى او ويلي يې دي : (( نظريات و انديشه هاى استاد براى حل قضايا افغانستان وزنه خاص داشت .... ))
دغه راز مجددي چې په خپله واکمنۍ کې يې د سلګونو کسانو قاتل جنرال دوستم ته د پسر خطاب کړى و يو ځل بيايې دخپل عادت له مخې مزاري ته هم غوړه ماړي وکړه .
هغه وويل : (( شهيد مزارى شهيد راه حق بود و در راه حق به شهادت رسيد . ))
ددغه شان الفاظو په کارولو نه يوازې داچې حق تر پښو لاندې کيږي بلکه ددوى له څيرو هم د خلکو کرکه پيداکوي .
دکابل هغه ښاريان چې دمزاري دظلمونو شاهدان و ، او دده د مليشو د لاسه يې د خپلو کورنيو غړو په سرونو کې ميخونه خښ شوي ، ناموس يې بې عفته شوى او ... نو خامخا به ددغه شان خبرو په اوريدو ويلې ويلې شوي وي .
خير په هر صورت ، دکابل ښآريانو د ټپونو په دومره مالګه شيندلو بيا هم بسنه ونه شوه .
او س هوډ نيول شوى چې ، دغه سپيره نوم، دغه دسلګونو جرمونو د عامل ياد يو ځل بيا په خطر ناک ډول تازه شي .
خطرناک مې ځکه ووې چې دانيس دولتي ورځپاڼې لکه ددولت دبې همته واکدارنو په څېر د دکب د ١٧ مې ګڼې په اووم مخ کې يو ه اطلاعيه د مزاري له غټ عکس سره خپره کړې ده .
په عکس کې مزاري خاندي او په خپله خندا په ډاګه کوي چې داڅنګه اسلامي جمهوريت او څنګه مجدديان دي چې ماغوندې ( مزاري ) قاتل ته دشهيد او استاد لقب ورکوي .
له اطلاعيې لاندې ليکل شوي :
خواهر وبرادر !
بياييد بار ديگر با ارمانهاى رهبر شهيد استاد عبدالعلى مزارى تجديد پيمان نماييم !
اوس انديښنه داده چې که په دغه ورځ ( دکب ١٩ ) رښتيا هم دغه پيمان وتړل شي نو معنايې داده چې بيا به هماغه ياد شوي ظلمونه تکراريږي او بيا به دنه کولو کارونه دود شي . [/color:b35f4c2569]

[color=white:b35f4c2569]دمحترم ن _ اكيس ليكنه مى خوښه شوه او دلته مى رانقل كړه
راځئ موږ اوتا سو دا پيمانونه يوڅه را وسپړواوايا مزارى
رشتياشهيد ملت دى ؟؟؟
كه نه وى نو داكرزى او مجددى كومه اړتيا لرى چى په دى اپلتو
او چټياتو اخته دى ؟؟؟[/color:b35f4c2569]


pattang
09.03.2006

وروره دواړه اجنټان دي :
کرزی چې اوس يې خلک قزلباش بولي د cai اجنټ او صبغت الله حضرت خو له پلار او نيکه د انګليس مذدوران اواجڼټان وو٠
وروره دوی هيڅکله دملت نمايندګان نشي کيدی ،که اشغالګر ورک شي بايد دچوک په سر وځړول شي .
دپښتنولي په مينه پتنګ ٠


Anonymous
14.03.2006

يو خو د دې بې فكره، بې مشره،بې شعوره، موخې، بې عقلو،بې تګلارې، بې احساسه او بې حيا پښتنو خبرو ليونى كړم.
دوى اوس له كرزي او مجددي ګيلې كوي؟؟؟؟؟
آيا تاسو كرزى ليدلى و چې د كوم ګوند پورې اړه لري؟
ايا د ده په هكله مو څومره معلومات درلودل؟
نو چې نه مو پېژندو، نه يې كومه سياسي او ملي څېره درمعلومه وه او نه يې د كوم روښانه ګوند سره تړاو درلود نو تاسو په ډنګ حيرانه پښتنو څنګه داسې په جوش او جذبه ښځو او نرو رايه وركړه؟
تاسو كې ولې دومره همت نيشته چې ځانله يو ملي مشر ولرئ او ټول ورپسې ودرېږئ؟
تاسو كې ولې دومره شعور نيشته چې د سوچ او فكر پر ځاى هر وخت له احساساتو كار اخلئ او بيا ډېر ژر بېرته پرې پښيمانه كېږئ؟

وروڼو واورئ !!
كرزى خان ستاسو له خوا او ستاسو په رايو ټاكل شوى ولسمشر دى چې څه كوي او څه وايي بايد ويې منئ !
او كه نه يې منئ نو بيا لږ عقل پيدا كړئ، ځانله مشر پيدا كړئ چې ستاسو مشر وي او ستاسو له پاره كار وكړي، اوتې بوتې ونه وايي چې پرې ونه ځورېږئ!
كه نه نو د پېړلو پېړيو راهيسې همداسې احساساتي او جذباتي يئ ، همداسې به وئ او تل به كړېږئ!
اوس كرزى غواړي په كابل كې د مزاري په نوم لويه څلور لارې ونوموي او د يو غټ پټ مېخ په څېر يې سمبوليكه جوړه كړي چې بې احساسه پښتانه هر وخت ورته وګوري اود خپل پښتون سر ورپه زړه شي چې مېخ يې پرې وهلى دى!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more