د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانۀ ولې لاریون نه کوي؟؟؟

Anonymous
07.03.2006

ګرانو سلامونه!
دا چې پۀ افغانستان کې پۀ پرله پسې ډؤل دمهمو دفترونو او ان دقبا يلو دوزارت او شارولي نومونه پاړسي ته اړول کېزي ،پښتانه ولې سر نه ورباندې خوږوي ،دلته مې لۀ پښتنو څخه مطلب هغه ټول پښتانۀ دي څوک چې پۀ کابل کې ژوند لي چې ګڼ شمېر ماورین او محصلین دي،او هغه چې پۀ کلیولو سیمو کې ژوند کوي او دوئ ټول ددې ډرامې خاموشه ننداچیان دي . وائي چې ماشوم ونه ژاړي مور يې نه وراخلي ،تر څو موږ (پښتانۀ)لاریون ونۀ کړو نو غوښتنې به مو تر مشرتابۀ ونه رسي او که داسې ونشي نو ليري نده چې [color=green:48b9647500]افغ[/color:48b9647500][color=red:48b9647500]انس[/color:48b9647500]تان مو هم پۀ خراسان بدل سي

ستاسي یو پردېس ورور


Anonymous
07.03.2006

[color=indigo:cf94fa45f8]ګرانه وروره زما په اند خو ستاددې پوښتنې ځواب دادی چې پښتانه دخپلوملي ګټوساتلو لپاره نه کوم مشر ، نه کوم ګوند ياسازمان اونه هم کومه اداره لري . ځکه نوپه واقعيت کې موږ پښتانه عملأ اقليت شوي يو، حتې تردې بدتر موږ په اشخاصو ويشل شوي يو . او اوس نو دغه اشخاص هريو بيل بيل په خپل زړه کې کړيږو او ورستيږو . نن سبا موږ ترازبکو او هزارو څخه هم په بد حالت کې يو ځکه چې هزارګان دخپلو ګټوساتلو لپاره دوحدت حزب اودمحقق اوبل اوبل په شان مشران لري او ازبکان دخپلو ګټوساتلو لپاره جنبش ملي او په سرکې دوستم لري ، تاجکان خوبيا جميعيت ،کنګره ملي ...کې درباني ، پدرام ،يونس قانوني او نورو غوندې مشران لري ، ځکه نودهغوي په اتفاق اوادارو سره دهغوي خپل حقوق خوخوندي خوندي دي بلکه څنګه چې ګوري چې پښتانه نه کومه اداره لري او نه پکې څوک شته چې دحق چغه يې پورته کړي ځکه نو هرڅه چې غواړي کوي يي .ترڅوچې موږ دملي ګټوپه چوکاټ کې دپښتنو دګټوساتلو لپاره يوه اداره ،ګوند او مشرتابه ونلرو نو زموږ حالت تر دې لا ډېر بد کيدلی شي .[/color:cf94fa45f8]


Anonymous
09.03.2006

بصیر جانه پۀ سلامونو دې لمنځم !
[quote:b6e9275149]ترڅوچې موږ دملي ګټوپه چوکاټ کې دپښتنو دګټوساتلو لپاره يوه اداره ،ګوند او مشرتابه ونلرو نو زموږ حالت تر دې لا ډېر بد کيدلی شي [/quote:b6e9275149]
ولې دا پۀ پارلمان کې چې زموږ(پښتنو) پۀ استازیتوب ناست دي او پۀ ټاکنو کې پۀ زرهاوو روپۍ خرڅولې پۀ پارلمان کې دڅۀ لپارۀ ناست دي ؟؟
هغه دی شکر پۀ کابل کې افغان ادبي بهیر هم شته ایا دوئ ته پۀ کار نۀ و چې یوه پرامنه مظاهره خو يي کړې وای؟؟
ګڼ شمېر پښتو وېبپاڼې هم شته چې تر اوسه يې پدې هکله دافغانستان لۀ مشر سره یوه مرکه هم ونکړه .

[color=blue:b6e9275149]څه بی پته شوو جنګونه ، څه بی هوډه شوو ننګونه
..........................................................تو لعنت په دی شملو شه، لا دی جګی نه شرميږی
دا د چر ګ لکۍ ته ورته شملی واچوی په ځمک
...........................................................دا د شرم او ماتی نښی ، پښتنو ته نه ښا ييږی
شمله هغلته شمله وی، چی په نر باندی وی لکه
........................................................اوس په هر کدو جګيږی ، اوس په هر" اجړا" خوريږی
خدايه دا دی څه راوکړه ;چی يو نر دی راپری نه ښود
........................................................هر کمر ته چی تکيه شو، لکه شګه را شړيږی
يو" ميرويس " په موږکی نشته ،چی ګر ګين لاری ته سم کړی
.......................................................يو" شير شاه "راپورته نه شو، چی " مغل" ته ودريږی
[/color:b6e9275149]


Anonymous
09.03.2006

وروڼو پښتانه خداى هغه بدمرغه قوم پيدا كړى چې د تل له پاره بايد يوازې مبارزه وكړي، جګړه وكړي او بس.
نه يې څوك نوښت ته پرېږدي، نه اختراع ته ، نه تفكر اونه خپل ژوند كولو ته.
تاسو سوچ وكړئ په پېړيو، پېړيو مونږ يا د پرديو پر وړاندې مقابلې او مبارزې كړي او يا مو په خپلو كې سره خوړلي دي.
نن سبا د كرزي خان د كمزوري ادارې له كبله ټول غټ اوواړه قومونه پر پښتنو بېچاره ګانو تاختونه كوي، حملې او يرغلونه پرې كوي او پښتانه بايد د زده كړې، تحصيل او خپل ژوند پر ځاى يو او بل ته ځواب ووايي.
دا ځكه چې دلته قانون نشته، اداره نيشته، حكومت نشته او حتى انسانيت نشته.
كه چا لچري او لنډغري وكړه څه به ترلاسه كړي او كه د پښتنو غوندې درانه كېنستل نو خاورې به تر لاسه كړي.
په كابل كې زماغوندې بې وزلي پښتانه غريبان ايله بيله ټوله ورځ زړه خوري اووايي : هله د اطلاعاتو او كلتور وزير خيانت كوي او پښتو لوحې نه پرېږدي.
هله د ټلويزيون رييس خيانت كوي او پښتو نه پرېږدي.هله د روغتيا وزارت خيانت كوي د ټولو روغتونونو نومونه يې له پښتو په پاړسي واړول.
هله د دفاع وزارت خيانت كوي د كلونو كلونو پښتونومونه لكه وسله تون او نور يې په پاړسي واړول.
هله د كورنيو چارو وزارت خيانت كوي چې د ټولو حوزو نومونه يې په پاړسي دي.
هله د بهرنيو چارو وزير په ستراتيژيكه مجله او وزارت كې پښتو نه پرېږدي.
هله پلانى وزارت، هله د بشر حقوق او هله پلانۍ مؤسسه پښتو نه پرېږدي.
او بالاخره كرزى ټولې خبرې په پاړسي كوي يوازې خداى مو راوله په پښتو وايي.
هله پارلمان كې ټول وكيلان په پاړسي خبرې كوي او د ملي شورا رسمي ژبه پاړسي ده.
چې دا ټولې نيمګړتياوې او خيانتونه د هغو پښتنو دي چې په دولتي كړيو كې كار كوي او همدا يې دنده ده.
ولې ضيا مسعود يوه خبره هم په پښتو نه كوي، ولې كريم خليلي يوه خبره هم په پښتو نه كوي، ولې ډاكټر سپانتا يوه خبره هم په پښتونه كوي آيا دوى د ټول هيواد وزيران نه دي.
كه دوى بيا دا وايي چې ډيموكراسي ده هر څوك كولى شي چې كومه ژبه ورته اسانه وي په هغې وغږېږي نو كرزى، هيوادمل، احدي، امين ارسلا، پشتون، رحيم وردګ، فاروق وردګ، او نور غوړه مالان بيا ولې ټوله ورځ په پاړسي لګياوي.
دا به هم ورسره ومنو چې خبرې يې خپل كار دى كه په پښتو يې كوي او كه په پاړسي يې كوي خو دكابينې په غونډه كې ولې يو بل ته نه وايي چې ژبنى تعصب پرېږدۍ ملي وحدت مراعت كړئ او دا ومنئ چې دا وطن يوازې د پاړسيوانو نه دى بلكې پښتانه هم دلته شته.


Anonymous
11.03.2006

زموږ يو پرديسي وروره بي طبيبه رنځور دي ناروي څخه ګدي سلامونه در شيندي!

ستا د پوښتنه ځواب ځماپه نظر دا د تولو پښتنو خطااوعلطي ده٠ ځکه لکه څنکه چه زموږ بل ورور هم يادونه کړي چه دوي  (ازبکان،هزارګان،تاجکان او داسي نور) د خپلوګټو د ساتلو لپاره باتوران (!!؟) (دستم،محقق،قانوني! رباني ) لري ٠ موږ خوار پښتانه سوک لرو؟ موږ هم داسي دير مشران درلودل او لورو يي خو له بده مرغه چي په قدر ئي نه پوهيزو٠ که زمونږ (پښتانو) په مشرانو پسي څوک بد رد واېي نه يوازي چه موږ ئي تائيدو بلکه همکاري هم ورسره کو چه ښه تخريب شي ،که د پښتانو کوم مشر ديره وړه غلطي کړي وي نو دهغه نه به غر جور کړي او ددوي دغره غونده غلطي په هڅ شمارده  ځکه چه دوي خو "ملتهاي ستمديده و رنجديده(!!!؟) دي٠که څه هم دوي مشرانو تول وطن په ويولمبوه په زرهاو تور سرئ ئي کونده کړه بيشماره ماشومان ئي يتيمان  کړل په ميلياردو دالر ئي صرف دوطن د تباهي په لار که      
مصرف کړه٠ په سرددې هم دهر سقاوي په کور کي دوي ته دمنل شوي باتور !! تصوير ځوړند وي٠
او موږ پښتانه تراوسه د تصوير  ٠٠٠٠٠ نلرو!

پام کوه!دکفرپه فتوی چې ونه نمانځې زه خو ميخانه خدايږو سکه د جومات خور ګڼم

را خوبه شي خو وخت به تير وي په ما به جور وي تورو خاورو انبارونه


لاريون

Anonymous
11.03.2006

تاسو د عادي پښتنو نه ګيله مه كوئ چې د پښتو دپاره لاريون او مظاهره نه كوي. په مونږ كې هغه كسان چې د پښتو ادب لپاره په اصطلاح خدمت كوي او ټټر ټپوي چې د پښتو مينې كابل ته بوتللو او افغان ادبي بهير ته يي وروستلو نو د دغې بهير په خدمتګارانو پسې يې وويشتي . په ټول كابل كې د پښتو خلاف په ټولو ناانصافيو يې سترګې ړندې شوې او په دغو څو تنو پسې يې چې په محقر او خواركي افغان ادبي بهير كې راټوليږي او د څو ساعتونو دپاره پكې پښتو وايي او په پښتو ادب خبرې كوي په همدغې ټول افغان سايټ كې سپكې سپورې وليكلې .نور نو په ټول كابل كې چېرته پښتو ويلى شي؟بس همدغه يو بهير دى چې څه نا څه خو كوي.هغه هم نور نه بلكه مونږ په خپله ورانوو .


laaruoon

Anonymous
11.03.2006

نجيب وروره خبره خو دې په ځاى ده ليكن مه مايوسه كېږه په هر ځاى كې نتلي او ناولي موندل كېږي.


pashtoons

Anonymous
11.03.2006

نجيب او ناشاد وروڼو سلامونه،
زه خو وايم د هغه ناكس خبره مه چېړئ چې دافغان ادبي بهير غړي يې توهين كړي دي، زه هم ستاسو په شان د نوموړي په څرګندونوسخت خواشينى شوم. خير د پښتو او پښتنو د دوستۍ په جامه كې داسې كسان كم نه دي يو يې هم كه مو ياد وي هغه ناكس و چې دافغان كلمه يې د بحث لپاره وړاندې كړې وه او په دې نامه يې چې ګواكي پښتون او پېښورى دى هڅه كړې وه چې د افغان كلمه متنازع وښيي، دا هم همداسي درواخله. پاتې شوه د لاريون خبره پښتانه دې لومړى د طلوع پر ضد لاريون وكړي. دغه چاينل ورځ په ورځ پراخيږي او پښتني سيمو ته غځيږي اول خو پكار ده چې د دغه تلويزيون پر خلاف پښتانه راپاڅي او ورته ووايي چې يا د پښتو ونډه رعايت كړي يا دې په پښتني سيمو كې نه وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more