د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جنرال پرويز مشرف د ليونتوپ په لور

Anonymous
07.03.2006

جنرال پرويز مشرف د ليونتوپ په لور

ځلمي مومند

داسي ښكاري چي جنرال پرويز مشرف يو ښه پوځي جنرال ندي اوډير ژر خپله حوصله بايلي او خپل اعصاب له لاسه وركوي. دا يو جنرال لپاره ډيره بده خبره ده چي په كړكيچنو حالاتو كي ونشي كولاي پخپلو اعصابو كنترول ولري. كوم جنرالان چي نشي كولاي خپل اعصاب كنترول كړي، د هغوي لښكري ماتي خوري، اوس مشرف هم همداسي يو سرنوشت سره مخ دي.
البته دا يواځي د مشرف ستونزه نده بلكي د پاكستان تقريباً ټول جنرالان په دي ستونزي اخته دي. پاكستاني جنرالان تراوسه دري واره دهند سره په جګړي اوښتي او دري واړه يي ډيره، ډيره بده او شرموونكي ماته موندلي. په ۱۹۷۱ كال كي جنرال نيازي نن ماښام د ژورنالستانو مخكي لوړه وكړه چي دخپلي ويني تراخري څاڅكي به جنګيږي خو په صبا ورځي هماغه ژورنالستانو هندوستاني جنرال ته د نيازي د تسلميدو مراسم وليدل، دنړي پوځي تاريخ كي دا يو بي ساري پيښه وه، نيازۍ نه يواځي خپله هند ته تسليم شو بلكي د پاكستان ۹۰۰۰۰ پوځ يي هم هند ته وسپاره چي څو كاله د هند د زندانو په جارو كولو بوخت وو.
مشرف اوس سره لدي چي كومي ګرمي جګړي كي بوخت ندي خو په سياسي ډګر كي د څو سختو ننګونو سره مخ دي، چي همدي ننګونو دمشرف اعصاب له كاره غورځولي. يو خو دپاكستان سياسي ګوندنو هڅي پيل كړي تر څو د مشرف پوځي ديكتاتوري ته پاي وركړي، هلته د خلكو هغه خوځښتونه چي د كارتون پرخلاف پيل شوي وو اوس يي د مشرف د حكومت دپرځولو د غورځنګ بڼه غوره كړي، له بلي خوا په بلوچستان كي د بلوچو آزادي غوښتونكو غورځنګ هم ورځ په ورځ پياوړي كيږي اولري نده چي اغيزي يي پښتونخواه، سند اوكشمير ته هم ورسيږي او د پنجابي استعمار په وړاندي له كشمير نه تربلوچستان اوسنده پوري په يو سرتاسري پاڅون واوړي.
خو سيمي ته د بش سفر د مشرف په اعصابو تر ټولو كلك او مرګوني ګذار وو. بش لمړي افغانستان ته راغي بيا هند او ترټولو ورسته پاكستان ته ولاړ. سره لدي چي سيمي ته د بش دسفر موخه هند سره د اتومي همكاريو په هكله تړون لاسليك كول وو، خود خپل لومړي منزل په توګه دافغانستان غوره كول امريكا ته په سيمه كي دافغانستان داهميت نښه ده. بش په افغانستان كي وويل چي دي به دمشرف سره د پاكستان نه افغانستان ته د ترهګرو د راتګ په هكله وغږيږي، په دي توګه بش د افغانستان هغه دريځ تائيد كړ چي پاكستان د ترهګرو د روزني او پالني مركز دي. بش دا خبره د خپل سفر په پاي كي يو ځل بيا تائيد كړه ، هغه په كراچي كي د امريكا د كونسلګري په خوا كي د چاودني په هكله وويل چي دا پيښه ښيي چي اوس هم په پاكستان كي ترهګري شته.
خو پاكستان ته د بش په دي سفر كي ترټولو ستره صدمه، د هند اوامريكا ترمنځ د اتومي همكاريو د تړون لاسليك كول وو.امريكا ويلي دي چي هند د امريكا طبيعي ملګري ( Natural Strategic partner ) دي، دا يو ډير ستر امتياز دي چي د امريكا له لوري هند ته وركړل شوي، په داسي حال كي چي پاكستان د خپلي بدمرغي زيږيدني نه نيولي تردي دمه فكركاوه چي په سيمه كي دا يواځي پاكستان دي چي د امريكا دستراتيژيكي ملګرتيا وړتيا لري، خواوس هند ورنه دا مقام ګټلي دي. بايد په ياد ولرو چي داخبره د پاكستان لپاره ډيره مهمه ده، پاكستان يو طبيعي جوړښت ندي هغه بيلا بيل خلك چي دپاكستان په نوم كومي جغرافيا كي اوسيږي هغه يوملت ندي. پاكستان د يوسياسي حادثي چي د مذهبي كركي اونفرت زيږنده وه په سيمه كي د استعمار دګټو دخوندي كولو په خاطرمنځ ته راغلي، او ډيره ممكنه ده چي همداسي يوه بله سياسي حادثه يي له منځه يوسي او د پاكستان عمر ته دپاي ټكي كيږدي، او له همدي امله پاكستان تل بهرني ملاتړ ته ضرورت لري.
پاكستان چي تراوسه يي په امريكا اوغرب اتكا درلوده، اوس هند سره د امريكا د اتومي همكاريو تړون اود افغانستان په هكله د ترهګري پرضد په جګړه كي د پاكستان د دوه مخي پاليسي له امله پرپاكستان ورځ په ورځ مخ پرزياتيدونكي بي باوري، پاكستان دخپل راتلونكي او خپل پايښت په هكله د ډيرو سختو انديښنو سره مخ كړي.
د بش د راتګ نه لا د مخه پاكستان په دي پوهيده چي نور نشي كولاي خپلي اوسني لاري ته ادامه وركړي او دامريكا او نوري غربي نړي باورځان سره وساتي او له همدي امله سيمي ته د بش د راتګ نه دمخه پرويز مشرف چين ته لاړ ترڅو په راتلونكي كي د شونو پيښو په وړاندي د چين ملاتړ او ډاډ لاس ته راوړي، پاكستان په دي سفر كي د چين سره دا تومي همكاريو د تړون په هكله يو تفاهم هم ترلاسه كړ او په دي توګه پاكستان اوس عملاً د شنګهاي كانفرانس په څنګ كي ودريد. خودا تړون هيڅكله د هغه تړون سره چي هند له امريكا سره لاسليك كړي سيالي نشي كولاي. بله دا چي كه چيري امريكا په بشپړه توګه د پاكستان د ملاتړ نه لاس واخلي نو د امريكا لخوا د تشي ځاي په هيڅ توګه چين نشي ډكولاي. پاكستان لا په دي هم پوره ډادمن ندي چي چين د خپلي محتاطي بهرني كړنلاري له امله څومره كولاي شي پاكستان د راتلونكو ورځو د ننګونو په وړاندي خوندي كړي.آيا چين به وغواړي نيغ په نيغه په سيمه كي د امريكا ګټي وننګوي، او ترټولو مهمه دا چي كه پاكستان په بشپړه توګه امريكا ته خداي په اماني ووايي د پاكستان ټول پوځي، استخباراتي، سياسي، اقتصادي او ټولنيزي موسسي به د پاليسي دا ۱۸۰ درجي بدلون وزغملاي شي ؟او د پاليسي ۱۸۰ درجي بدليدل به دپاكستان ټولي موسسي ديوي سختي ګډوډي او ښكته پورته كيدو سره مخ نكړي؟
دا ټول هغه سوالونه دي چي لكه څټك د مشرف ماغزه ټكوي خو مشرف يوته هم ډاډمن ځواب نلري، له همدي امله ده چي په خپلو ناسمو څرګندونو د يو ډول ذهني فرار هڅه كوي، دمشرف د اعصابو د لاسه وركولو وروستي نښي هغه څرګندوني دي چي ده د ( CNN) تلويزيوني شبكي سره په يوه مركه كي يي كړي، مشرف بي لدي چي ديپوماتيك آداب مراعات كړي د افغانستان ولس مشر په دي تورن كړي چي په اصطلاح د خپل دفاع وزارت او استخباراتو له كړنو خبر نه لري، مشرف ويلي دي چي د افغانستان استخبارات او ددفاع وزارت دپاكستان پرضد پر توطئو بوخت دي.
د مشرف دا خبره دومره احمقانه اوبي مانا ده چي هيڅ ځواب ويلو ته ضرورت نلري، مشرف لدي امله چي اعصاب يي لاسه وركړي په خپلو خبروكي پخپله اعتراف كوي چي د افغانستان پيښوكي لاس لري د مثال په توګه هغه په دي مركي كي دعوي كړي د افغانستان ټولټاكني دهغه په مرسته په ښه توګه سرته ورسيدي اوكومه لويه امنيتي ستونزه په كي پيدا نشوه، همدا رنګه دي وايي چي كوم مالومات كرزي ماته راكړي هغه زاړه دي. په دي توګه مشرف وايي د ترهګرو دفعاليتونو واګي دده په لاس كي دي كله چي دي يي راكاږي نو افغانستان كي سوله شي اوكله چي دي يي نه غواړي نود ترهګري پيښي دلته مخ په زياتيدو شي، بالكل لكه همدا اوس چي دافغانستان اوپاكستان ترمنځ كوم تبليغاتي جنګ راوان دي، دي سره سم د ترهګرو فعاليتونه هم ډير شوي، لدي نه ښكاري چي دا هرڅه د پاكستان په اشاره كيږي، نو چي داسي ده اوس دي پاكستان دخپلي دي احمقانه پاليسيو پايلو ته هم ټينګ شي. پرپاكستان د خپلو احمقانه پالسيو له امله چي څه كيږي، هغه به كيږي خو ويريږم لدي چي مشرف د زيات ذهني فشار له امله د جمهوري رياست د ماڼي نه چيري د راولپنډي دارلمجانين ته منتقل نشي.

( بېنوا خپرنيزه څانګه)

(د بېنوا ويبپاڼې څخه په مننه)


Anonymous
08.03.2006

كرزى هم ښه وايي او مشرف هم بد نه وايي !
كه د مشرف دعووته ځير شو نو بېخي پر ځاى دي ځكه چې كرزى صيب په ريښتيا هم په خداى كه د دفاع وزارت او استخباراتو څخه خبر وي.
كرزى صيب غواړي يوه ملي پاليسي ولري خو د كابينې نيم غړي هم د ده په خوله نه دي او نه ورسره همغږي او هم نظره دي.
كه تاسو دښاغلي كرزي نږدې مشاور وزير ډاكټر سپانتا تر وزارت دمخه خبرې واورئ چې د پښتونستان يا ډيورنډ لاين په اړه يې كړي دي نو د كرزي صيب له نظرسره بېخي توپير لري.
همدا راز اوس د استخباراتو ځينې رئيسان داسې خلك دي چې په خپلو كتابونو كې يې د پښتو ځينې ټكي لكه: ډګروال، غونډمشر، څارنوال، او نور نه پرېښودل يوازې نوم به يې ليكلو.
نو تاسو ووايئ چې كرزى صيب څنګه له خپلو استخباراتو خبر دى.
بله دا چې د بهرنيوچارو وزارت په اكثرو هيوادونو كې متعصب پاړسي ژبي سفيران ټاكلي چې هغوى هيڅكله د هيواد ملي پاليسۍته وفادار نه دي نو بيا هم ويلى شو چې كرزى صيب ناخبره دى.
په پلازمېنه كابل كې ځينې داسې خپرونې هم شته چې په ښكاره د هيواد اساسي قانون جعلي بولي او پر ضد يې خپرونې كوي خو كرزى صيب ناخبره دى يا يې ځان ناخبره كړى چې هغوى ته هيڅ نه وايي.
ښاغلى شيرزى د ننګرهار والي او ښاغلى دين محمد د ننګرهار والي په كندهاراو ننگرهار كې دواړه په دې تورن وو چې د پاكستان جاسوسان دي خو ده د دې پر ځاى چې له دندو يې ګوښۀ كړي ځايونه يې ورته بدل كړل.

په پاى كې دا چې د ښاغلي مومند ورور خبرې بېخي سمه ده چې مشرف ليونى شوى ځكه ترې ريښتيا ريښتيا خبرې كېږي
_ په ما دې وكړه په تا وشه
_ په كور دې راشه بې بارانه سيلابونه


Anonymous
08.03.2006

[quote:f707f39b2b]_ په ما دې وكړه په تا وشه
_ په كور دې راشه بې بارانه سيلابونه[/quote:f707f39b2b]
که خدای کول دسيلاب لومړی څپه پی راغلی٠ 
او نور يی ګوره٠ 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more