د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

DA SHEER WRANADAK

Anonymous
06.03.2006

وطنمل او ګلااغا وردګ صاحبانو
دا شعر مو ولې خراب کړی دی که مو دومره ښه شعر ليکلی شو خو بيا به مو ورسره خواکې ليکلی وو کنه هسې مو د پردی شعر خراب کړی دی چې ټوله ليکنه مو پې بې خونده کړې ده
اصلي شعر مو له منځه وړی دۍ
اصلي شعر داسې دی او په وړانګه کې همداسې ليکل شوې ده

اشنا راشه انټرنېټ کې رنګينې شوې
پاڼې د ټول افغان چې راخپرې شوې

پاڼې د پښتو ټولې په زړۀ پورې
بي بي سي امريکا غږ او که دا نورې
پاڼه هېواد او خېبر واچ د بېنوا کره مېلمنې شوې
پاڼې د ټول افغان چې راخپرې شوې

د ليک لوست راته جوړه يوه پلمه ده
پکې زړۀ پورې د هر چا تبصره ده
د قام خدمت کې کامه وال تېرې ورځې شپې شوې
پاڼې د ټول افغان چې راخپرې شوې

ملګرو خاندئ خوشحالېږئ
خېبر او ټول افغان کې مشغولېږئ
اردو ، او پاړسي ، لاړې اوس نو ټولې پښتنې شوې
پاڼې د ټول افغان چې راخپرې شوې

يو شېرزاد کامه وال او بل فردوس جمال
نړۍ ته يې ښکاره کړو خپل کمال
د دئ د علم او هنر پښتون ته بلې نن ډيوې شوې
پاڼې د ټول افغان چې راخپرې شوې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هو د(( المعنا ؤُ في بطن ِشّاعرِ )) سره سم ستاسو هيله هم ومنل او پلې شوه، په راتليزه کې مو ﻻ په زړه پورې شعرونو ته سترګې په ﻻره يو. په درنښت او سلامونو . وطنمل .


Anonymous
06.03.2006

وطنمل وروه سلام ته مو وعليکم وايم
هيله مې ده چې زما په ليکنه به مو خوابده سوي نه ياست
دا شعر زما نه دۍ خو ستاسو په شان د يو ورور مې دی چې څوورځې مخکې مې دلته وليد يو شان و خو نن بيا بل شان و نو ځکه مې ويل چې يو څو څنګه ليکنه وکړي او همغه شان پاتې شي نو ښه وي او دغه شعر ښه وي که بد خو زمونږ په کې څه کار نشته خو ستاسو نه مننه چې زما وړانديز مو عملي کړو
ستاسو خور مرغلره د 11Gټولګي زده کونکې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more