د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کوم ښه دي...؟

Ahmad
02.06.2003

ټولو لوستونکو ته سلام
د روس او دامريکا په تعرضونو کې چې زمونږ په وطن يې کړی دی څه فرق دی؟او څه
عکس اﻻعمل غواړي؟
د مجاهد او کمونست تر منځ به افغان ملت ته څه فرق وشي چې دواړو وطن خرڅ کړي
او په راتلونکې کې کوم يو ددوي نه بايد دمحاکمي ميز ته وړاندې شي ؟ او که دواړه
وبخښل شي ښه دی؟
په دوی کې کوم ښه دی ؟او ولی؟ هيله ده په دې هکله خپل نظريات د دتاريخ علم په رڼا او
پوره بې طرفۍ په چوکاټ کې وړاندې کړي٠مننه


Re: کوم ښه دي...؟

نقاد
06.06.2003

[quote:72e2ac637e="Ahmad"]
ټولو لوستونکو ته سلام
د روس او دامريکا په تعرضونو کې چې زمونږ په وطن يې کړی دی څه فرق دی؟او څه
عکس اﻻعمل غواړي؟
د مجاهد او کمونست تر منځ به افغان ملت ته څه فرق وشي چې دواړو وطن خرڅ کړي
او په راتلونکې کې کوم يو ددوي نه بايد دمحاکمي ميز ته وړاندې شي ؟ او که دواړه
وبخښل شي ښه دی؟
په دوی کې کوم ښه دی ؟او ولی؟ هيله ده په دې هکله خپل نظريات د دتاريخ علم په رڼا او
پوره بې طرفۍ په چوکاټ کې وړاندې کړي٠مننه
[/quote:72e2ac637e]
تر اوسه پورې ښه او بد په سياسي برخه کې په چپ اوښي اړخ بيل بيل يو د بل په مقايسه ټاکل کېدل !
په چپ اړخ کې خلقيان بد، پرچميان بد تر او روسان بدترين شمير ل کيږي . خو په ښي ﻻسي اړخ کې رباني بد ، ګلبدين بدتر او طالبان بدترېن واکمنان و و د امريکا او ايساف شته والی يوه بيله کاتيګوري ده چې ور سته بله ورځ به پرې بيا خبرې اترې وکړو .



طالب جان
08.06.2003

احمد وروره اوپاڅون صيب سلا مونه او نيکي هيلي مي ومنۍ :
په ګران هيواد باندي د روس او امرېکی په برېدونو کي هيڅ فرق نه ليدل کيږي لکه څنګه چي دروس په مقابل کي جهاد دعکس العمل په ډول شروع شو هم په دي ډول دامرېکا په مقابل کي هم عملا جهاد شروع شوی دی ځکه روزانه مونږاوتاسي اورو چي په امرېکا يانو اودهغوې په لاس پوڅو برېدونه کيږي چی واضح مثال يې په کابل کي په جرمن پوځېانو وژونکی بريد دی چي دمجا هدينو له خوا ترسره شو :
دوطن پلورونکي چي په هرنامه وې بايددمحاکمي ميز ته را کش کړل شي اوسزا با يد ورکړل شي که څه هم الله تعالي عفوه خوښوي مګر تجربي دا ښودلي ده چي دخائنانو عفوه کول په اصل کي تا ريخي تيروتنه وي
دپاڅون صيب دنظر من حېث نظر احترام کوم خو دي انصاف ته حيران يم چي طالبان او روسان يې په يوه تله کي اچولي ځکه دوا ړوته يې د بدترين لقبونه ورکړي دي . وروره له چا سره نظري اختلاف بايد څوک نا انصافي ته اړ نه باسي :


نقاد
09.06.2003

ګرانه طالب جانه وروره له سلام او درناوي نه وروسته مو پام دېته راګرځوم چې :
1 ــ مقايسه د ښي ډلو په خپلو منځو او د چپو په خپلو منځو کې شوې ، يعنې چپ د چپو او ښي د ښي ډولو په نسبت پر تله شوي دي . که نه دښي اړخ بد ترين طالبان د الحادي اړخ له بهترينو خلقيانو څخه ځکه ښه وو چې شکر الحمد ل الله مسلمانان افغانان خو وو کنه ! د اسلام سپيڅلی دين زمونږ په ملي کلتور هم اووښتی دی،نو سياسي سازمانونه چې اسلام يې نقضولو ، زمونږ د ملي کلتور لهپولو څخه هم وتل او مجبوريدل چې د خارجي مرکزونو پورې ځانونه ونښلوي او شوروي ته ما ما او کا کا ووايې .
2 ــ د افغانستان غريب او مظلوم اولس هر چا د قدرت نيولولپاره راپاڅولی، جنګولی ، وژلی او تباه کړی دی ، خو د هغوی حق چې په خپله ازادانه ريه خپل زعامت وټاکي ، هيچانه دی ورکړی او خودکامه رژيم يې پرې يا د يوې ملحدې ايديالوژۍ له مخې او يا د مذهبي ديکتاتورۍ په زور تحميل کړی دی او خلک يې تعذيب کړي دي . طالبان هم له دې (( قاعدې ) ) څخه استثنا نه وو: د شپږو کالو په اوږده دوره کې يې يو ځل هم مسلمان اولس دا چانس ورنه کړ چې
په عامه ازاده او سري توګه خپل مشر وټاکي او ښکاره کړي چې اولس طالبان خوښوي او که بل څوک ددولت مشر ټاکي . څوک چې د خلکو ته د حکومت د ټاکلو حق او چانس نه ورکوي ، په هر نامه چې وي ، د ملت د ازادۍ ،و طن د ابادۍ ، او مسلمان اولس د ارامۍ دوښمنان دي . که څوک ځان د وطن او ملت خيرخواه بولي ، مهرباني دې وکړي لومړی دې له خپل مرام ، کړنلارې ، هدف ، ميتود څخه خبر او باوري کړي که د اکثريت ملاتړ يې و ګاټه نوبيادي همغه هدف او ﻻر راونيسي ، او که نهلکه چې وليدل شول د جهادي ډلو هدف هم جهاد نه و، بلکې
دقدرت لوټول او په خپله زورواکۍ کې د مسلمان اولس ښکيلول وو. خو په دې وروستي هدف کې يواځې طالبان بر يالي شول او بي له کوم حريف څخه يې مسلمانان په خپله و لکه کې ښکيل کړل .دوی ونشو کړای چې
د مشروعيت لپاره اولس په رايه ا خيستلو کې د ايران د اسلامي حکومت سيوري ته هم ځان ورسوي او اقلأ د هغوی پيښې خو وکړي . دوی نړيوالې اړيکي پر ځان پخپله قطع وساتلې او بيايې د بن ﻻدن او القاعده د ترهګرې شبکې سره د ښکاره ملاتړ ا و پلوي له کبله افغانستان د نړۍ په يوه ګوښه جزيره بدل او د سپتمبر د 11 په ناوړه ګوزار او وحشت سره يې د نړيوالو د کرکې او نفرت مورد وګر ځاوه . پرچميانو د ځان د ساتنې لپاره شوروي ته د راتلو لاره هواره کړه ، چې پ افغانانو يې تيری وکړ ، نو ځکه ټوله نړۍ د مظلوم افغانستان سره دروسانو پر ضد ودريده او شورويان يې وويستل ، خو طالبانو د نړيوالو د راپارولي نفرت او سختې کرکې له امله امريکايان په افغانستان کې د لټول شوي او موندل شوي وحشت د استازو يعنې طالبانو په يو ځای کيدو سره دغسې يو شرميدلی کار تر سره شو چې د پښتنو نوم نښان تاريخ او تاريخي واکمني يې له دوه نيم سوهﻻکالو ځخه يې زيات دوام کړی و، په يو دم له منځه ويوړه . دوی د امريکايانو او ټولو نړيوالو دومره دوښمنان نه و لکه
څومره چې د پښتنو دوښمنان پاتې شوي دي. که په جهاد کې ټوله نړۍ د مظلومو افغانانو ملګرې اود ظالم شوروي پر ضد وﻻړه وه، ، نو اوس ټوله نړۍ د ظالمو طالبانو دوښمنه او د چا خبره د (( مظلومې )) امريکا سره وﻻړه ده ـــ د طا لبانو د حامي پاکستانه پورې (!!) . همدا د شوروي او اريکا تر منځ فرق دی .هو ، طالبانو په دې دنيا د جنت مزه و چئشئله،چې هغه د قدرت يا واکمنۍ خوند ؤ، اوس چي يې پرې دا پاتې غريب او ددوی د ﻻسه در په در او خاورې په سر پښتانه هم وژلي نه وي ، د قدرت له جنتي خوند څخه به څنګه ﻻس واخلي ؟. خو :
[color=blue:e783b95ded]
د ادم شوه روزي ختمه په اسمان کې ::::::: نو په ځمکه پاتې نشو بي روزګاره

په جهاد باندې نن هــره لــو به کــيږي :::::::: فــــرق يې نـــشته د ســرونو له قماره

امريکه، دوستم ، کرزی دي چا راوستي::: شوه راپېښه دطالب صيب له کرداره

د هوښياره سره ناست وای په زندان کي::::: د کــم عــقـله ســره نــه تــللی پـــه ﻻره .
[/color:e783b95ded]



طالب جان
09.06.2003

ګرانه وروره پاڅون صيب السلام عليکم :
وروره مونږ په خپلو کړو وړو کي مکلف يو چي بايد دحق پلوي وکړو که ټوله نړۍ په يوه پلو وي اوحق په بل پلو کي وي بيا به هم موږ دحق پلوي کوو که دحقپه ويلو کي دسړی سروﻻړشي هم هيڅ خبره نه ده وروره موږ په نړۍ نه يو مکلف هوپخپل ځان مکلف يو په ګران هيوادکي امرېکا له طالبانو څخه داسي څه غوښتل لکه اوس چي يې له کرزي څخه غواړي خو طالبانو دانه ورسره منل ځکه يې طالبان په زورله حکومت څخه ګوښه کړل بل طالبانو اسلام نافذ کړی وو دا کارهم په امريکا ښه ونه لګيدځکه يې دوهم ببرک کرزي راوست اوطالبانو دامريکا خبر ځکه نشواي منلاي چي هغوي شرعا ددي کارونو په کولو مکلف وو :
تاسي ليکلي چي دوستم اوکرزي طالبانو راوستل وروره زه بيا وايم چي طالبان ددي کسانو دبدو اعمالو نتيجه وه دا کسان به هغه وخت طالبانو را وستلي وو چي دطالبانو وجود مقدم واي او ددي کسانو وجودمؤخر واي حال داچي دا کسان دطالبانو دراتګ څخه مخکي هم موجودوو نو ځکه ددي مجرمانو نسبت بايد سپيڅلو او پاک طينته طالبا نوته ونه شي :


نقاد
09.06.2003

ګرانه او قدرمنه وروره طالب جانه له جواب نه مو ډيره مننه !
هو حقيقت غوښتنه او حقيقت پالنه بايد زمونږ د اند ، ليکنې، او شننې ، کړو او قضاوت يواځينی معيار اوسي . دابه د ايمان نخښه هم وي او وطناو وطنوالو ته د سوچه خدمت ﻻر هم . څه چې د طالبانو ورونو په اړه ويل غواړم دادي چې طالبان زما مسلمانان، افغانان او پښتانه ورونه دي او که څوک ورپسې زياته ووايې پرې زوريږم . ددوی سره هم ډېر ظلم شوی او ﻻکيږي . ما له طالبانو څخه هيله درلودله چې د پښتنو د ستر قوم په توګه د مشر ورور حيثيت وساتي او د هيواد ټولو سياسي ډلو او نورو قامونو ته په حکومت کې د اتلاف په شکل د خپل سازماني استقلاليت سره برخه ورکړي او ټول ورونه قومونه په ځان راټول کړي . همدغسې ټول قشرونه ، په تيره بياداندويانو (روشنفکرانو) قشر له پښتنونه نيولې تر تاچک ، ترکمن هزاره او بلوڅوپورې بلا استثنا خپل مل او ملګري کړي . زه ددوی ناکامي د پښتنو ناکامي خو ددوی سويه سهوې او تير وتنې ، ظلمونه ، جنايات او ناوړه سياست ددوی حپل کار او مسووليت بولم . دوی له هر چانه زيات پښتون قام نورو ته او دنيا والو ته پړ ، خجالت او راټيټ کړ اوددوی د راتلونکي اواوسني سرنوشت سره يې په ډيره ناپوهۍ سره لوبې وکړې . اوس چې دوی د جهاد غږ پورته کوي بايد اول خلکوته تضمين کاندي چې د واکمنۍ څخه به لري او د چماعتونو سره نژدي پاتې کيږې او په ملي شورا کې به تر هغه په اپوزيسيون کې وي چې تر څو مطلق اکثريت تر ﻻسه او په قانوني السواکه توګه واکمنۍ ته ورسيږي . دا به د هر جهادي ګروپ څخه غوښتل کيږي. که نه ، ښه به داوې چې نورد خلکو د کړاو او غميزو سبب نشي .
په مينه درنښت او سلامونو.



طالب جان
11.06.2003

ګرانه وروره پا څون صيب سلامونه مي ومنه :
دطالبانو تحريك دانسانانو د تجمع په شكل كي منځ ته راغلي وونو دانساني ټولني په بنياد ريښتيا هم له هغوي څخه بعضي لغزشونه شويدي مګر زه پوره يقين لرم چي طالبان به اوسنو حالاتو لا هم هوښيار كړي وي او كه څوك ددوي له مشرانو سره وويني نو يقينا هغه به ددي لغزشونو دبيا نه تكرارولو پوره پوره تضمين وركړي :
ستاسي له دي خبري سره سل په سل كي موافق يم چي حكومت بايد هغه څوك وكړي چي مطلق اكثريت يي وټاكي خو كه دغه مطلق اكثريت دنياوالو په رسميت نه پيژ انده نو بيا به دا دنړۍ والو نا انصافي وي نه د مطلق اكثريت غلطي .


نقاد
11.06.2003

[quote:7a2589e919="طالب جان"]ګرانه وروره پا څون صيب سلامونه مي ومنه :
دطالبانو تحريك دانسانانو د تجمع په شكل كي منځ ته راغلي وونو دانساني ټولني په بنياد ريښتيا هم له هغوي څخه بعضي لغزشونه شويدي مګر زه پوره يقين لرم چي طالبان به اوسنو حالاتو لا هم هوښيار كړي وي او كه څوك ددوي له مشرانو سره وويني نو يقينا هغه به ددي لغزشونو دبيا نه تكرارولو پوره پوره تضمين وركړي :
ستاسي له دي خبري سره سل په سل كي موافق يم چي حكومت بايد هغه څوك وكړي چي مطلق اكثريت يي وټاكي خو كه دغه مطلق اكثريت دنياوالو په رسميت نه پيژ انده نو بيا به دا دنړۍ والو نا انصافي وي نه د مطلق اكثريت غلطي .[/quote:7a2589e919]

دروند ورور طالب جانه ، خدای دې سر لوړی لره، سلامونه مې ومنئ . ستاسې له نظر ځرګندونې څخه ډيره مننه !
هو کوﻻی شوپه ګډه دا خبره تکرار کړو(( چي حكومت بايد هغه څوك وكړي چي په عامو ازادو ، سري او ديموکراتيکو انتخاباتو کې يې مطلق اكثريت وټاكي )). که د انتخابتو څلور پورتني معيارونه مراعات شي ، بيا يو نسبي اکثريت هم د حکومت د جوړولو حق او مشروعيت خوندی کوي . او که نه ، مراعت نشي نو بيا هر ډول اکثريت مردود او دتشې غولونې معنی به ولري اوبس په درنښت


نقاد
11.06.2003

[quote:0a9a9ab29f="طالب جان"]ګرانه وروره پا څون صيب سلامونه مي ومنه :
دطالبانو تحريك دانسانانو د تجمع په شكل كي منځ ته راغلي وونو دانساني ټولني په بنياد ريښتيا هم له هغوي څخه بعضي لغزشونه شويدي مګر زه پوره يقين لرم چي طالبان به اوسنو حالاتو لا هم هوښيار كړي وي او كه څوك ددوي له مشرانو سره وويني نو يقينا هغه به ددي لغزشونو دبيا نه تكرارولو پوره پوره تضمين وركړي :
ستاسي له دي خبري سره سل په سل كي موافق يم چي حكومت بايد هغه څوك وكړي چي مطلق اكثريت يي وټاكي خو كه دغه مطلق اكثريت دنياوالو په رسميت نه پيژ انده نو بيا به دا دنړۍ والو نا انصافي وي نه د مطلق اكثريت غلطي .[/quote:0a9a9ab29f]

دروند ورور طالب جانه ، خدای دې سر لوړی لره، سلامونه مې ومنئ . ستاسې له نظر ځرګندونې څخه ډيره مننه !
هو کوﻻی شوپه ګډه دا خبره تکرار کړو(( چي حكومت بايد هغه څوك وكړي چي په عامو ازادو ، سري او ديموکراتيکو انتخاباتو کې يې مطلق اكثريت وټاكي )). که د انتخابتو څلور پورتني معيارونه مراعات شي ، بيا يو نسبي اکثريت هم د حکومت د جوړولو حق او مشروعيت خوندی کوي ، خو که مرعات نشي نو بيا هيڅډول اکثريت ګټه نلري او مردود شميرل کيږي . په درنښت



طالب جان
16.06.2003

ګرانه وروره پاڅون صيب : له سلام او درناوي نه ورسته بايد عرض کړم چي په افغانستان کي دحکومت دجوړولولپاره ټولي ذکرشوي طريقي په څوڅو واره ازمويل شوي مګرهغه ټولي له ناکامي سره مخامخ شويدي نوځکه اوس عام افغانان دهغو طريقو بيا تکرارنه خوښوي افغانان چونکه مسلمانان دي نوځکه اسلامي اصولوته احترام لري خو سوال دادې چي که په ګران هيوادکي څوک په شرعي ډول او په مطلق اکثريت سره منتخب شي ( که هغه هر څوک وي ) خو نړۍ وال بيا هم هغه په رسميت نه پيژني نو ايا دابه دنړۍوالو نا انصافي نه وي ???


نقاد
17.06.2003

((ګرانه وروره پاڅون صيب : له سلام او درناوي نه ورسته بايد عرض کړم چي په افغانستان کي دحکومت دجوړولولپاره ټولي ذکرشوي طريقي په څوڅو واره ازمويل شوي مګرهغه ټولي له ناکامي سره مخامخ شويدي نوځکه اوس عام افغانان دهغو طريقو بيا تکرارنه خوښوي افغانان چونکه مسلمانان دي نوځکه اسلامي اصولوته احترام لري خو سوال دادې چي که په ګران هيوادکي څوک په شرعي ډول او په مطلق اکثريت سره منتخب شي ( که هغه هر څوک وي ) خو نړۍ وال بيا هم هغه په رسميت نه پيژني نو ايا دابه دنړۍوالو نا انصافي نه وي))

نه ، قدرمنه وره طالب جانه ، داسې بيخي نه ده اوداقضاوت دومره اسانه هم نه دی چې په يوه تشه جمله يا محض ادعا سره يې څوک وکړای شي ٠ مخکې له دې چې تاسې د غسې يوې نتيجې ته رسېږ ئ ،بايد دهرې مرحلې يو اوږود، ژور او هراړخيزه تحليل مو دخپل ځان سره کړی وي ٠
لومړی داچې ديموکراسي پخپله نه ،بلکې د داود خان له ﻵسه ناکامه شوه ، چې نه مذهبي اونه ديموکرات ؤ ،
بلکې يو ديکتاتور ؤ ، چې ملي اومترقي ځانګړتيا وې يې درلودلې ٠داؤد خان له ظاهرخان څخه نه يواځې مشر ؤ، بلکې په شاهي کورنۍ کې دلوړې اتوريتي خاوند اوپر باچا زورور ؤ ٠ د شوروي په لمسونه او مرسته داؤد خان ځکه دديموکراسۍ پر ضد کودتا وکړه چې افغانستان نور د شوروي له اقتصادي وابستګۍ څخه د خلاصيدو لار موندلې او خپله کړې وه ،په کومه چې دکمونستانو د تبلغ او اغېز بړستن هم ټولېدله . اقتصادي اړيکوپراختيا په برياليتوب سره د ګاونډيو ، اسلامي اوعربي هيوادونو او سترو صنعتي لويديزوالو هيوادنوسره مطرح او ګڼ شميرتړونونه ﻻسليک شوي ؤ ، داسلامي کنفراس دهيوادونو ملاتړ د پښتونستان
د خودااراديت په اړه تر لاسه شوی او ترﻻسه کيدلو ، پاکستان په نړيوال ديپلوماتيک فشار، د سياسي معقوليت اوښه ګاونډيتوب دفشارﻻندې د پښتونستادمسئلې حل ته مجبوريد ه، دفسق او فساد ترمخنيوي پورې په هره برخه کې دځوان صدر اعظم فقيد شهيد محمد موسی شفيق برياو ، پلانونو او پروګرامونو شورويانواو دهغوی پرچمي بړيڅي وارخطا کړل او حتی دادخان يې هم په غوسه کړ چې له ه پرته شفيق لمړنی صدراعظم ؤچې دهيواد ټولېستونزې ډېرې ښې حلولایشوې ٠ پرچميانو د ده پر ضد د شوروي په دستور تبليغ پيل کړ ، چې په دې هم کارونشو ،شوروي په داؤدخان ﻻس وواهه او په کودتا يې له د ه او افغاني د يموکراسۍ څخه ځان خلاص کړ ٠ داؤدخان سهوه همدا وه٠ چې په شوروي يې اعتمادوکړ اوهغوی يې پر ضد خلقيان هم راپاڅول او دی يې شهيد کړ ٠ والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more