نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د تجاوز نسبي مفهوم
Anonymous
04.03.2006
..................................................[color=red:05e6fe4a41] د تجاوز نسبي مفهوم[/color:05e6fe4a41]..............................
ما تر اوسه داسې ګڼله چې تجاوز، خپلواکۍ،او أزادی د هغو مفاهېمو له ډلې څخه دي چې بدلون او تغېر نه مومي يعنې که متجاوز او اشغالګر هر نوم ولري اشغالګر دي او که د چا خپلواکۍ او آزادي ترېنه واخيستل شې نو هغه اسېر ، بندي او غلام دی.
د شوروي يرغل او ناتارهر چا د خپلې پوهې په کچه تحليل او ارزيابي کړاو ورسره وړ کړه يې وکړه،چا توپک ته لاس کړ ،چا قلم ته،او چا هم خپله کوڅه بدله کړه.
په دې لړ کې د وطنپالنې د ملي لوړ احساس لرونکو يو شمېرپوهانو د يرغل او تجاوز د بربنډولو، شنډولو او طرد له پاره داسې مټې را بډوهلې او دومره څه ئې پری وليکل چې ځانونه ئې پری بنديان کړل او په دی سنګر کې ئې د علمبردارانو لوړ لقب تر لاسه کړ چې په دې لړ کې د پوهاند محمد حسن کاکړ،پوهندوی دکتور محمد عثمان روستار تره کې ، شکرالله کهګدای..... نومونه په غټو تورو د تارېخ په پاڼوکې کښل شوي دي. خو اوس ماته دا سوال تل سترګو ته دريږی چې د شوروی وهغه وخت او د امريکې د روان عمل توپيرپه څه کې دی؟ آيا دا تجاوز نه دی؟آيا اوس زمونږ آزادی او خپلواکی له منځه نه ده تللې؟ نو د پوهې او قلم د خاوندانو او په تېره له ياد شوو استادانو نه چې موضوع يې په مسلکي لحاظ هم اختصاصي رشته ده زما پوښتنه داده چې ولې ئې دا موضوع د تاريخ او حقوقو د علومو له نظره تر او سه ونه څيړله ؟چا او څه شي ئې د قلم ستونی ور ټېنګ کړی؟ او ولی خپل پرونی ګټلی ثواب د اوسنی سکوت په ګناه له منځه وړي؟
غښتلی افغان
Anonymous
04.03.2006
كوشان صيب داتا چى را خلاصه كړداد امريكا دحكومت دليل يا بهانه ده
اونورى هم ډيرى خبرى شته دغلامى طوق دومره په اسانه كله له غاړى ايستل
كيدلى شى ؟؟؟
دلته بايد خبرى نورى هم سره وغځوو داسى ژر نشى خلاصيدلى او كه داسى اسانه وى
نوبيا راځئ چى دتركى ،امين ، کرمل او...او...له پاره هم يوه دخټو پوزه جوړه كړو ..................
Anonymous
05.03.2006
اول خود دې پاڼې سر لیک« له درناوۍ ډک،آزاد ،علمي او منطقي بحٍثونه» ده
دوهم دا چې ما د علم او قلم له خاوندانو نه او په مشخصه توګه له دریو یاد شوو استادانو نه ددی موضوع د څیړنې او توضیح هیله کړی ده نو زما خواهش له هغو درنو عزیزانو څخه چې په دی هکله څه لیکل غِواړی داده چې د پاڼې نوم او زما غوښتنې ته لطفآ پام وساتئ او په موضوع له ملنډو وهلو نه دی ډډه وکړي په ډير درنښت غښتلی افغان
Anonymous
05.03.2006
[color=darkblue:ef93874a80]
شاغلى غشتلى وروره له موضوع سره دى پوره دلچسپى لرم او په دى اړه به ډيرڅه درسره وليكم
زما په ليكنه كى خو كومه بى ادبه يا دملنډو خبر هم نشته نه پو هيږم ته ولى غصه شوى يي ؟!
اوتا چى دعلم او دقلم دخاوندانو خبره كړى ده نو ګواكى
نا اشنا او دابل دكولنګ او بيلچى خاوندان بولى ؟؟؟
او كه داسى وى نو بياخو دى په خپله د بحث په تقدس باړونه چلولى دى
او درنا وى دى له پښو لاندى كړى دى او ........
نا اشنا ستا له اندسره اشنايي لرى خو ګومان كوى
په غشتلى روش اوچلن پسى دى ګام نشى رسولى
نو په مخه ښه [/color:ef93874a80]
Anonymous
06.03.2006
[quote:8d92423bd9="نا اشنا"]كوشان صيب داتا چى را خلاصه كړداد امريكا دحكومت دليل يا بهانه ده
اونورى هم ډيرى خبرى شته دغلامى طوق دومره په اسانه كله له غاړى ايستل
كيدلى شى ؟؟؟
دلته بايد خبرى نورى هم سره وغځوو داسى ژر نشى خلاصيدلى او كه داسى اسانه وى
نوبيا راځئ چى دتركى ،امين او کارغل..او...له پاره هم يوه دخټو پوزه جوړه كړو ..................[/quote:8d92423bd9]
Anonymous
06.03.2006
نا اشنا اشنا له درناوی ډک سلامونه می لطفا ومنی ؛ تاسی په ناحقه راته په غوسه شوی یاست ؛ زما مقصد تاسی ځکه نه وی چې تاسې په خپله لیکنه کې عین زما غوښتنه او پوښتنه پیاوړی کړی وه ما غوښتل چې دا خبره په تیر ه لیکنه کې ولیکم خو وویریدم چې که ستاسی نوم یاد کړم محترم کوشان ورور به رانه خفه شې او داسې به وانګیری چې خیر نو زما هدف دی ده،ستاسو د احساس د ناا رامه کولو له کبله زما معذرت ومنۍ؛ یو ځل تاکید کوم چې زما هدف نه ته وی اونه هم دروند ورور کوشان صاحب بلکه زما موخه ددی مسئلې عمومې طرح وه،ځکه لکه څنګه چې مې نور بحثونه لوستې ویریږم چې دا موضوع هم په شخړو او یو دبل په سپکولو بدله شې .په طرح شوی موضوع کې د ټولو درنو قلم بدستانو د فعال او هر اړخیز ګډون په هیله
Anonymous
08.03.2006
[color=darkblue:95bee321fd]
محترم ورور غشتلى صيب اونورو وروڼو سلامونه مى ومنئ
محترم غشتلى صيب ستا داپوشتنه
[quote:95bee321fd]خو اوس ماته دا سوال تل سترګو ته دريږی چې د شوروی وهغه وخت او د امريکې د روان عمل توپيرپه څه کې دی؟ آيا دا تجاوز نه دی؟آيا اوس زمونږ آزادی او خپلواکی له منځه نه ده تللې؟ [/quote:95bee321fd]
زما خوږه وروره تاپه دى پوښتنه سره يو داسى تريخ حقيقت راپورته كړى دى
چى دډيرو زياتو روڼ اندو په خولو يي دسكوت ټاپى وهلى دى
او دډيرو زياتو قلموالو قلمونو ته يي زيندى اچولى دى
نن چى سړى دى له ګناه ډك سكوت ته ځير شى نو دخپلو پوهانو او روڼ اندو په
تيرو هڅو او هاند باندى پوره شكمن شى چى ايا هماغه هڅى خو ددى يوه لورى
په تحريك نه وى او ايا رشتيا دوى دملت په وير ژړل او كه نه نور نيتونه يي لرل ؟
محترم غشتلى صيب لوى څښتن دى نور هم دايمان په نور غشتلى لره اوسترخداى دى قلم تاند اوڅپاند لره تاسو يوه داسى حقيقت ته نغوته كړى ده چى هغه دڅوارلسم دسپوږمۍ په څير روشانه او ځلانده ده خو زموږ له توره بخته اوسپيره شامته چى نن اجيرو قلمونو او تورو اندونوپه هغه تورى ايرى اړولى دى دا ځلانده حقيقت يي معكوس او سرچپه كړى دى او يوه سارى نه لرنكى غلامى په ازادى او ديموكراسى سره تعبيره وى !!!!!!!!!!!!!!!!!
او دايوه خبره دى نا ويلى نه وى پاتى چى زموږ هيواد او هيواد وال
نن دجګړو او ډول ډول فتنو له لاسه تر دوو سپوږمو رارسيدلى دى
زښت زيات لالهانده او ستومانه دى او دوچى ډوډۍ او له جګړو په
امن هيوادپه ارمان كى يي تقريبا درى لسيزى پوره كيږى خودا ارمان
لا په اسمان كى دى نو ديوه داسى ولس هررغيدونكى اواز ته سترګى
وى او هغه متل دى وايي اوبو اخيستى ځګ ته هم لا س اچوى
نو په داډول شرائطو كى يواځى يوڅه چالاكى تور په سپين او سپين په
تور بدلولى شى او دډيرو ځليدونكو حقائقومخ پټولى شى او ان چى
معكوس اوسرچپه كولى يي شى
اوكه نه په دى هرڅوك ښه پوهيږى چى غوا توره اوپۍ يي سپينى دى
خو يوه خبره بله هم بايد پټه پاتى نشى هغه داچى وايي اوبه چى له سره
پورته شى بيا يوه او دوه نيزى توپير نه لرى
په دى كى شك نشته چى دپرديو غلامى منل اسانه كار ندى او بيا ديوه
افغان له پاره خو بيخى سخته خبره ده خو ايا دازموږ هيواد چى له كومو
ستونزوسره لاس اوګريوان و ددى زغمل به ستونزمن كاروى او كه د
غلامى زغمل ؟؟؟؟
خبره مى چى پسته كړه نو دلته بله پوښتنه سر راپورته كوى او هغه دا چى
ايا په دى تور او ملعون طوق(دغلامى طوق)كى زموږددرنځونو درمل شته
او كه هسى دهندوستړى خداى ناراض كيسه ده ؟
په مينه
[/color:95bee321fd]