نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ټول افغان پاڼې پاڼې
Anonymous
03.03.2006
http://www.wranga.com/pnuke/modules.php?name=Forums&file=viewtopic&t=205
له وړانګه ډاټ کام څخه
يو وخت و چې د امريکا په يو ښار کې جګې ودانۍ د الوتکو په ورغورځولو سره لوړي بوړي شوې چې په دغه هېواد کې شور ماشور جوړ شو او ورسته ترې بيا شر جوړ شو او د شر دغه سر تر زموږ راورسېدۀ د پېښې ورسته يو څوورځو غورځو پرځو نه امريکا او ملګرو يې د افغانانو سره د خبرو لپاره رو ګودر لټولو او په هېواد يې د وردنګلو لپاره پېنڅې رابډوهلې وې نو د نورو افغانانو په څېر زۀ هم ډېر سرګردانه وم او غوښتل به مې چې د هېواد د حالاتو څخه ځان خبر کړم نو هره ورځ به مې پېښور ته د ټلېفون ټلۍ (زنګ ) ټنګوله او دلته په ګاونډ کې مې يو کتابتون هم وو چې پکې د هر هېواد ورځپاڼې مجلې او وګړي ليدل کېدل خو زموږ د هېواد پکې يوازې وګړي ليدل کېدل
نور کله خو به زۀ په اونۍ کې يو کرت ورتلم خوپدغه شپو ورځو کې مې د هغه چا خبره بېخي کټ اچولی وو او پدغه شپو ورځوکې به مې د امريکا ، برتانيه ، او د ګاونډيانو اشنايانو ورځپاڼې او مجلې د انټرنېټ له لارې کتلې که څه هم پښتو خوارکۍ هم وه په انټرنېټ کې خو په انګريزي به يې ليک وو خوا کې ناست ګاونډيانو به مې په خپله ژبه ليک لوست او پېغامونه استول خو ما به د انګريزي نه کار اخستلو چې مزه به يې راله نه راکوله د ليک لوست نه چې به راخلاص شوم نو په کتابتون کې به مې افغان کتلو چې کوم کونج کې کوم يو ناست دی که نه ؟ خو د خدای فضل وو هره ورځ به دوه درې ناست وو او د هېواد په حالاتوبه يې تبصره کوله او په کتابتو ن کې يو لوی ټلويزون هم پروت وو چې دم په دم به يې د افغانستان خبر تېرولو چې موږ ناستو افغانانو به هم ورته کتل او د افغانانو خبرې به هم پکې اورېدلې خو يوه ورځ په ټلويزون کې ناڅاپه غږ شو
Pashton yes Taliban no
چې پدې خبر يو څو افغانانو تندي تريو کړل او چې هر څه به يې په خولې راتلل هغه به يې ويل ما به ورسره پښتو ويله او دوئ به هم زما سره کله يوه نيمه خبره په پښتو کوله خو د دغه غږ نه پس يې مينه په کمېدو شوه په ظاهره خو افغانان وو خو خوي او خاصيت يې د بل چا خپل کړی وو پدې خبرو اترو کې وخت ډېر تېر شو او د هېواد سياسي حالات يو څه ښۀ شوی وو خو د
Pashton yes Taliban no
څخه ورسته د دئ زهني حالات ډېر خراب وو کله چې به مې کوم بل ملګري افغان ته چې په خټه او وينه به راسره شريک وو د پښتو ژبې په کمپيوټر کې نشتوالی او يا نور څه ووېل چې د پښتنو سره به يې تړاو وو د هغه به هم لکه زما د خولې خوند خرابېدۀ.
شپې ورځې تېرېدې او ما هم د کتابتون په لور ګامونه يو څه ورو ورو اخستل لنډه دا چې په مياشت کې به ايله ورورسېدم هغه به هم يوه ګړۍ نيمه به مې پکې تېره کړه وجه يې د پښتو کتابونه او او په انټرنېټ کې د پښتو نشتوالی وو او د ګاونډيانو او د ګاونډيانو په څېر افغانانو نه نور تر پوزې راغلی وم خو يوه ورځ رانه په انټرنېټ کې لاره ورکه شوه او ګرځېدم پکې پردی وطن وو او پردي خلک پکې ډېر وو خو زما مخې ته يو افغان راغی چې ټول د پښتو پوهنتون يې را پشا کړی وو ژر مې ترېنه د نوم پوښتنه وکړه دۀ وويل اشنا نوم مې ټول افغان دی ما هم ژر هغه بل ملګري ته غږ کړو چې هغه يې هم وويني خو هغه يو څه شاعر ګوټی هم وو او د مخې سره يې وويل
هسکا مو شمله شوه په جهان
دا پاڼې پاڼې د ټول افغان
دهغه ورځې نه همدا پاڼې په ډېرېدو شوې او ما چې يو څه موده دا پاڼې اړولې راړولې او پکې د يوبل افغان چې خېبر نوم يې و خبر مې هم ولوستو او تر دې دمه دا لړۍ يانې د پښتو د چټک پرمختګ لړۍ روانه ده خو په هغه وخت کې ما د ټول افغان او د خېبر په وياړ يوازې دومره ووېل :
اشنا راشه انټرنېټ کې رنګينې شوې
پاڼې د ټول افغان چې راخپرې شوې
پاڼې د پښتو ټولې په زړۀ پورې
بي بي سي امريکا غږ او که دا نورې
پاڼه هېواد او خېبر واچ د بېنوا کره مېلمنې شوې
پاڼې د ټول افغان چې راخپرې شوې
د ليک لوست راته جوړه يوه پلمه ده
پکې زړۀ پورې د هر چا تبصره ده
د قام خدمت کې کامه وال تېرې ورځې شپې شوې
پاڼې د ټول افغان چې راخپرې شوې
ملګرو خاندئ خوشحالېږئ
خېبر او ټول افغان کې مشغولېږئ
اردو ، او پاړسي ، لاړې اوس نو ټولې پښتنې شوې
پاڼې د ټول افغان چې راخپرې شوې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډيره په زړه پورې کيسه او بيا ښه شعر مو وړاندې کړی دی. د شعر متن مو ډير ښه ، خو په لږ بدلون سره يو څه نور هم پاوړی کېدای شي ، که ستاسو اجازه وي لکه دا :
[color=blue:7f9b36b208]اشنا راشه انټرنېټ کې رنګينۍ شوې
..................................................چې د ټول افغان ويبپاڼې خپرنۍ شوې
د پښتو دي ټولې پاڼې په زړۀ پورې
......................................................بي بي سي امريکا غږ او که دا نورې
هېواد پاڼه ، خيبر واچ که بينوا ده
......................................................د پښتو خدمت ته ټولې مړنۍ شوې
د ليک لوست راته اوس جوړه ښه پلمه ده
...........................................................پکې زړۀ پورې د هر چا تبصره ده
کامه وال شيرزاده زيرې مې درباندې
................................................. د ملي خدمت وړۍ دې هم شړۍ شوې :
پښتنو ملګرو خاندئ خوشحالېږئ
..................................................په.خېبر او ټول افغان کې مشغولېږئ
اردو ﻻړه ، پاړسي لاړه بلبلانو
..................................................پرانيستلې د پښتو د بڼ غوټۍ شوې
کامه وال دی که زمونږ فردوس جمال دی
..................................................دې نړۍ ته يې ښودلی خپل کمال دی
د پښتو يون کې ددوی له برکته
..............................................مړزګې پښې د پښتنو هم ګړندۍ شوې
[/color:7f9b36b208]
یادونه او ویاړونه
Anonymous
04.03.2006
له سلام نه به یې راپیل کړو ، سلام چې د سلامتۍ او اخوت کلام دی ، سلام چې د ورورۍ او مینې کلام دی .
او دلته ، د پښتنو په دغه جونګړه کې سلام لومړی پر تا دی ، پر تا اید انترنیت پر جال د پښتنو د نړېوال پېژندګلو مخکښ او باني ، پر تا دی ای د پښتنو د تاریخي هیلو وارثه ، پر تا دی ای دې یما بچیه ، ای د تامیروس ( زرینې ) لمسیه ، ای د کروړ ، ای د بیټ نیکه وارثه ، دا سلام پر تا دی ای د محمد هوتک ملګریه ، ای د غرساپ له نسله ، ای د ( اپګان ) د ویاړلي نوم پالواله ، پر تا دی زموږ سلام .
ای دزردښت د هیلو انځورګره ، تاوده سلامونه دي پر تا، ای د میرویس نیکه بچیه ، ای د ۱۰۰۰۰کلن ( اوګان ) او ( پښتیانا ) او ( بخت ) او ( بخدي )او ( پښت ) او
( پکښت) او( پکتیانا ) او (پکتیکا ) د تاریخونو راوي ، زموږ له خوا تاوده سلامونه پر تا، ای د ستر احمدشاه بابا د هیلو انځورګره ، د شاه محمود ملګریه د شاه اشرف پلوویه ، د بایزید روښان د لارې څراغه ،د خوشال بابا او اشرف خان هجري د ارمانونو هندارې ، دا ټول سلامونه اودرناوی تاته دی .تا پښتو نړېواله کړه .تا د انترنیت پر جال د لومړي ځل لپاره پښتو او پښتنو ته دا تاریخي امکان برابر کړ . تا یادوو ، هوکې همدا تایادوو ګرانه شېرزاد کامه واله ، د ټول افغان د انترنیتي یا په بله وینا د اینترنیټ پر نړېوال جال د افغانانو د لاس بري بنسټ ایښودونکیه ، دا ټول تا ته سلامونه کوو ، او تا ته د هوسا ، بسیا او سرلوړي ژوند هیله کوو.
پریږده چې د نړې د ټولو علمي او تخنیکي پرمختګونو سره یو ځای د ګران او زیارکښ شېرزاد کامه وال نوم هم د پښتو انترنیت په تاریخ کې تلپاتې وي او موږ ټول د هغه د مرستو او لارښوونو منونکي و اوسو .
انترنیت یوه لویه نړۍ ده ، یوه بې پایه او د علومو او پوهې ستره چینه .انترنیت به نړۍ لا هم سره نږدې کړي ، په پښتو کې به هم دغه لړۍ لا پرمختګ وکړي ، خو ویاړ دې وي ، تل پاتې ویاړ دې وي د پښتو پر لومړني انترنیت کار .
شېرزاد یادوو . ګران شېرزاد کامه وال .
په اخلاص او مسلکي مینه
د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز مشر
یوسف هېواددوست
کوپنهاګن
Anonymous
06.03.2006
وطنمل وروه سلام ته مو وعليکم وايم
هيله مې ده چې زما په ليکنه به مو خوابده سوي نه ياست
دا شعر زما نه دۍ خو ستاسو په شان د يو ورور مې دی چې څوورځې مخکې مې دلته وليد يو شان و خو نن بيا بل شان و نو ځکه مې ويل چې يو څو څنګه ليکنه وکړي او همغه شان پاتې شي نو ښه وي او دغه شعر ښه وي که بد خو زمونږ په کې څه کار نشته خو ستاسو نه مننه چې زما وړانديز مو عملي کړو
ستاسو خور مرغلره د 11Gټولګي زده کونکې
لندن