د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په هيواد کی د ايران کلتوري استعمار

Anonymous
02.03.2006

درنو ورونو، سلامونه می ومنئ،

ګومان کوم چی داسی يو افغان به پيدا نشي چی په هيواد کی د ايران د کلتوري استعماراو شديد پشتون ستيزه ژبني تهاجم د شتون نه دی انکار
وکږای شي٠ ايرانيان به خپله پان ايرانيستي سياست مخ کی بيائي، خو مونړ افغانان يو ، که سه هم تول پشتو نه او يا دری نه وايو مګر يو د بل سره
ګد ژوند لرو، نو ځکه مو پشتو او دري ګدی منل شويی پولي لري تر سو د پشتون او غير پشتون ترمنځ دی کړکيچ نه وي او تفاهم موجود وي، او له بلی
خوا دی د هغو سياسي يوالي د لا تينګولو دپاره ديرخاص پشتو او يا هم دري، نه ايراني اصطلاحات په اداری، نظامي، مطبوعاتي سانګو کی د منل شويو ژبني نورمونو په صفت رامنځ ته سوي٠ ژبی وده کوي دا سمه ده، خو زمونږ د دري ژبی ايراني کيدل نه يواڅي افغاني هويت ته ګوزار دی چی زموږ يانی پشتنو او غير پشتنو ګده لاسته راورنه او ګد بټست دي، بلکه د يو ګاوندي هيواد له خوا شکاره او سپين سترګی کلتوري، ژبنيز، دوديز او سياسي تيری
او استعمار دی، چی که همداسي پاتی او مخه ئی و نه نيولی شي، نو عواقب
به ئی په نيږدی راتلونکي کی زمونړ هيواد او دهغه خلکو ته دير خطرناکه تمام
شي٠ د موضوع سره په ارتباط می لاندی نظريات د يو بل سايت نه راکاپي کرل - تاسو په کی سه وائی؟؟؟
په مينه، خوارکئ

(( [color=blue:0eb4fd89a1]محمدولي مينه ناك كابل افغانستان
ګرانو ميلمنو او دبي بي سي ګرانو كاركوونكو زمونږ نيكې هيلي اوسلامونه ومنې
وروسته له سلامه زما پوښتنه داده چې په افغانستان كې دګونډيو لاس وهنې ډيري شوي زموږ دولتي چارواكې هروخت يوازي دپاكستان نوم اخلي خو ولې هيچا هم دايران اوكوم بل هيواد نوم وانه خيست دا څه وجه ده؟ اوبل داچې په نړۍ تر ټولو بد استعمار فرهنګې استعمار دي . افعانستان تر فرهنګې استمعار لاندې دى چې موږ په داخل ورسره لاس اوګريوان يوو كه مخه ونه نيول شي نو ډيري بدي پايلي به ولري.

مامون چخانسوري ، فرانکفورت جرمني
په ايران کې اوسيدولي افغانان بايد اوس ايراني اصطلاحات هير کړي او د خپل هيواد ترمينالوژي ومني .

نجيب الله جبارخيل ، لاس انجلس امريکا
دواړه گاونډيان په افغانستان کې سوله اوثبات نه غواړي ، د همدې لپاره هر څه ته چمتو دي .

غفور همدرد ، پېښور
افغان دولت ډير بې غوره عمل کوي ، دوى اجازه ورکړې ده چې پردي اصطلاحات ، دودونه بې له کوم مشکله په افغانستانکې عام شي .

زاهد جهانگيروال ، کوټه
د افغانستان په پوهنتونونو کې د يوۀ گاونډي هيواد کتابونه تدريسيږي ، د هغوى اصطلاحات او هر څه پکې ښکاره دي ، دا به پر راتلونکي څومره اغيز ولري ؟[/color:0eb4fd89a1] ))


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more