نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دبندیانو له حقونو نه ملاتړ
اينځرګل
27.02.2006
دبندیانو له حقونو نه ملاتړ:
دبندیانو له حقونو نه ملاتړنه یوازې انسانی بلکې اخلاقی دنده هم ده .
که نن ډېر بیګناه اوبېوزلی خلک په بندیخانوکې دغمه ډکې شپې او
ورځې تیروی او مونږ بې تفاؤته دخیر په غونډې کښېنواو ننداره يې
وکړو، ښه به نه وی .
ښه به ځکه نه وی چې کېدلۍ شی چې سبا همدا بدمرغی زما اوستا
غاړې ته هم راولوېږی .
مونږ يې پخپلو سترګو وینوچې یوموټۍ ډالر + زور اوقدرت چې هرڅه
وغواړی، کولۍ شی .کولۍ شی چې بېوزلی اوبېګناه کسان په ناحقه
تورن اوبندیخانو کې واچوی او مختوری جرم کوونکی دعدالت له
منګولونه وژغوری . ښه بېلګه يې هغه میرمن دې چې دکابل په هوايي
ډګر کې د نیشه یی توکیوپه قاچاق وړلو کې نیول شوی وه اوګواښونه يې کول چې
هیڅوک هم پدې باندې څه نشی کولۍ . دکابل پوهنتون د یوه بیګناه محصل
وژونکۍ بدماش تر ننه پورې آزادګرځی اوداسې نور.....
زه باور لرم چې دهېواد په بندیخانو کې به دجرم لرونکوترڅنګ دبېګناه کسانو
شمېر هم کم نه وی .
خدای خبر چې څومره بیګناه هېوادوال به د بګرام په زړه بوګنوونکی زندان
کې پراته وی . شخصی دښمنیوخلک ان تر ګوانتامو پورې ورسول .
تاسو پخپله پکر اوسوچ وکړۍ ، په څارنوالیواومحکموکې چې رشوت
عام شی او په ناندریزه توګه لوړې کچې ته پورته شی نو هلته به قضاوت
چېرې وی او عدالت به څه کوی ؟
پداسې حال کې چې د ټولوبندیانوانسانی او قانونی حقونوته د چارواکو
اوهمدارنګه د بشرد حقونودسازمان پام را آړوم ، غواړم له درنو
کتونکو څخه وپوښتم چې بېطرفه ژورنالستان ، حقوق پوهان او
همدارنګه ټولنه له داسې کسانو سره چې د شخصی دښمنیوښکارشوی
او په ناحقه په بندیخانو کې آچول
شوی دی ، څه ډول مرستې کولۍ شی ؟
په درناوی
خاوری اینځرګل