نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د شېطاني ځواکونو بله ګستاخي
Anonymous
26.02.2006
د شېطاني ځواکونو بله ګستاخي
د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کې له ګستاخۍ او سپکاوی نه پس سترې شېطانې امريکې او د هغې صهيونسټی انډيوالانو يو ځل بيا د مسلمانانو تر مينځ د تفرقې اچولو، د اسلامی نړۍ د زړونو دردولو، په عراق کې د خپل شتون د جواز پېدا کولو، او په آئنده کې د مسلمانانو د لا زياتو مقدساتو د ويجاړولو او سپکاوی کولو په هدف د خپلو اېجنټانو او تالی سټو په ذريعه زمونږ د خوږ نبی حضرت محمد مصطفی (ص) د دوو پاکو اهلبېتو امام علی نقی او امام حسن عسکری عليهم السلام روضې مبارکې په بمونو سره شهيدانې کړې.
زمونږ په مسلمانو فرقو او مسلکونو کې چې نړيوال کفر کومه تفرقه اچولې ده او کومې غلط فهمۍ يې راپېدا کړی دی نو د هغې له مخې مونږ په نا پوهۍ کې د بل مسلک حقې خبرې ته هم ناحق وايو يا هغه ځينې عقائد چې پکار دی مونږ ټول مسلمانان يې خپل کړو د فرقه پالنې په وجه يې يواځې له بل مسلک سره تړو چې په دغو کې يوه د خدای د ګران رسول (ص) پاک اهلبېت منل او ورسره مينه او عقيدت لرل دی او اکثر په ورځپاڼو او خبرونو کې اورېدل کيږی چې د شيعه مسلمانانو مقدس ځايونه په بمونو سره وچاولې شول
حال دا چې د خدای د ګران رسول (ص) پاک اهلبېت (ع) د شيعه او سنی مذهبونو نه بالاتر د ټول انسانيت او په تېره بيا ټولې اسلامی نړۍ لپاره دی او د ټولو مسلمانانو لپاره سپېڅلتيا لری او مونږ د ټولو مسلکونو مسلمانان پرې په هر نمونځ کې درود شريف وائی
او په قران مجيد کې خدای پاک له هغوی سره مينه په ټول امت باندې لازمی کړې ده لکه فرمائی:
قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (( يعنې ای رسوله (ص) دې امت ته دې ووايه چې زۀ تاسونه د رسالت په دې کار هيڅ مزدوری او اجر غواړم بس دا غواړم چې زما له نزديو خپلوانو سره مينه وکړئ)) چې تفصيل يې په تفسيرونو او خديثونو کې راغلی دی او د خدای ګران رسول (ص) په بې شمېره موقعو فرمائيلی دی چې زما له اهلبېتو سره مينه وکړئ او د هغوی اطاعت وکړئ.
او همدا رنګ خدای پاک په قران مجيد کې د اهلبېتو د پاکۍ او معصوم توب اعلان کړی دی
او فرمائی:
إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (( يعنې خدای پاک غواړی چې ای اهلبېتو له تاسو نه رجس (د هر ډول ګناه او پليدی) لرې وساتی او تاسو داسې پاک او صاف ولری چې څنګه د پاکۍ حق دی))
اوس دا کتل پکار دی چې دا اهلبېت دی څوک چې خدای پاک له ګناه نه معصوم او پاک ګرځولی دی نو د خدای پاک د ګران رسول (ص) د احاديثو په رڼا کې چې کوم افراد په معصومو اهلبېتو کې شاملېږی هغه څوارلس تنه دی چې يو خپله دخدای ګران رسول (ص) دی يوه د جنت مېرمن حضرت بی بی فاطمه (ع) ده او دولس امامان دی چې خدای پاک دوی له هر ډول ګناهونو او پلېدو څخه ژغورلی دی او ورسره مينه يې په ټولو مسلمانانو باندې واجب کړې ده لکه د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا (رح) هم وائی
د خــــوشحــــال خټک دې حشر لــــــه هــغو شی
چې دوستدار د پنجتن پاک چهاره معصوم دی
د خوشحال بابا (رح) په دې شعر کې له پنجتن پاک نه مراد د خدای ګران رسول (ص) بی بی فاطمه اميرالمومنين حضرت علی، امام حسن او امام حسېن عليهم السلام دی چې د چا په موجودګۍ کې پاس بيان شوی د تطهيرايت نازل شوی دی او چهارده معصوم يعنې څوارلس معصومينو نه مراد دغه پنځه تنه او د امام حسېن (ع) له اولاد څخه نهۀ (٩) نور امامان دی.
همدا وجه ده چې سترو سترو صحابه کرامو (رض) به هم د رسول الله (ص) د اهلبېتو (ع) په غلامۍ وياړ کولو لکه د دويم خليفه حضرت عمر (رض) واقعه مشهوره ده چې دلته به يې زۀ د يوې واقعې په ترڅ کې بيان کړم
يوه ورځ د پېښور په پرل كانټى نېنټل هوټل كې د مسلمانانو د وحدت د اونۍ ( د وړومبۍ خور د مياشتې له ١٢ نه تر ١٧ نېټې پورې هر کال کيږی كيږی) يو سيمينار جوړ شوی ؤ چې ما بنده ته هم پکې بلنه راکړې شوې وه په دغه غونډو کې ډېرو شيعه او سنى عالمانو. پوهانو او خلكو ګډون كړی ؤ او پخوانی صوبانى وزير ښاغلی مولانا روح الله پكې مشر ميلمه ؤ نو په دغه موقع هغه په خپله وينا كې خلكو ته په صفا پښتو كې وويل چې وروڼو د شيعه او سنى د اختلاف خبره چې اهلبېت (ع) افضل دی يا اصحابان؟ له نن نه څوارلس سوه كاله مخكې اواره شوې ده او هغه دا چې په يو روايت كې راڅى چې يوه ورځ امام حسن (ع) او عبدالله بن عمر چې ماشومان وو په كوڅه كې لوبې كولې نو په دې كې په څه خبره وران شو نو امام حسن (ع) ورته وويل چې تاسو خو زمونږ غلامان يې. هغه په ژړا پلار حضرت عمر (رض) ته راغی او ورته يې ګيله وكړه چې امام حسن (ع) راته داسې وويل نو پلار ورته وويل بچی خبره يې بالكل صحيح كړې ده ځكه چې ستا نيكۀ د هغۀ نيكۀ رسول الله (ص) ته نه شى رسسېدې. ستا نيا د هغهْ نيا خديجې بی بی (رض) ته نه شى رسيدې. ستا پلار د هغۀ پلار حضرت علی کرم الله وجهه ته نه شى رسېدې. ستا مور د هغۀ مور بی بی فاطمې (ع) ته نه شى رسېدې او نو لاړ شه او له امام حسن (ع) نه دغه خبره ليکلې راوړه چې مونږ د هغوی غلامان يو.
د مولانا روح الله صېب دا خبره مې ډېره زياته خوښه شوه او زړۀ کې مې وويل چې که هر يو مولانا د مسلمانانو تر مينځ د اختلافاتو د اواری لپاره داسې رغنده روش اختيار کړی او وېناګانې وکړې نو څومره به ښه وو.
همدا رنګ وړومبی خليفه يوه ورځ له بی بی عائشې (رض) سره خبرې کولې او د حضرت علی (ک) مخ ته يې کتل نو بی بی ترې تپوس وکړو چې ولې ورته داسې ګورې چرته دې نه دې ليدلی څه حضرت ابوبکر (رض) ورته وويل چې ما له رسول الله (ص) نه اورېدلی دی چې د علی (ک) مخ ته کتل عبادت دی.
همدا رنګ يوه ورځ امام ابوحنفه (رح) ته يو شاګرد راغی او ورته يې وويل چې ولې د قتل په مقدمه کې دوه ګواهونو ته ضرورت وی او د زنا په مقدمه کې څلورو ګواهانو ته ضرورت وی امام ابوحنيفه (رح) ورته وويل چې لاړ شه له هغه چا نه پوښتنه وکړه چې قران د چا په کور کې نازل شوی دی او هغه يې د اهلبېتو امام، امام جعفر صادق (ع) ته ولېږۀ او دا پوښتنه يې ترې وکړه: امام جعفر ورته وويل چې ځکه چې په قتل کې يو (فاعل) کس مجرم وی او په زنا کې فاعل او مفعول دواړه مجرمان وی نو د هر يو لپاره د ددو دوو ګواهانو ضرورت وی نو ځکه اسلام څلور ګواهان غواړی..
بلکې امام ابوحنيفه (رح) چې کله د خپل ژوند اخيری دوه کاله د امام جعفر صادق (ع) شاګردی وکړه او د بيعت يې وکړ نو ډېر زيات د اهلبېتو معتقد شوی ؤ ان تر دې چې کله ورته عباسی خليفه چې د اهلبېتو سخت مخالف ؤ وويل چې د دربار قاضی جوړ شه او د امام جعفر صادق (ع) په مقابل کې فقه مرتب کړه نو امام ابو حنيفه ترې انکار وکړ چې په دې انکار باندې عباسی خليفه هغه قيد کړو او په جېل کې يې پرې دومره تشدد وکړ چې هم هلته شهيد شو. چې خليفه بيا وروسته همدا شرائط د امام ابوحنيفه )رح) شاګرد امام ابو يوسف ته کېښودل او هغۀ د مصلحت او د وخت د نزاکت په وجه مجبوراًً ومنل.
دغه شان يوه ورځ د امام احمد بن حنبل (رح) زوی عبدالله بن احمد له پلار نه تپوس وکړ چې بابا دا خلک د اصحابانو په فضيلت کې اختلاف لری ځينې يو اصحابی اوچت ګڼی او ځينې بل ما ته لږ د اصحابانو ترتيب وښيه امام احمد بن حنبل ورته د خپلې عقېدې مطابق وويل: اول حضرت ابوبکر (رض) بيا حضرت عمر (رض) بيا حضرت عثمان (رض) بيا داسې نور او نور........ خو د حضرت علی (ک) نوم يې پکې وانه خېست زوی ورته وويل بابا تا خو پکې د حضرت علی (ک) نوم وانه خېست. هغۀ ورته وويل بچی تا له ما نه د اصحابانو تپوس کړی ؤ او حضرت علی (ک) خو اهلبېتو کې شامل دی. زوی ترې تپوس وکړ بابا اهلبېت څوک دی ؟ وې ويل اهلبېت له نبوت نه لاندې او له صحابيت نه بره درجه ده.
همدارنګ امام مالک (رح) فرمائی: چې ما له امام جعفر صادق (ع) نه زيات لوی فقيه بل و نه ليد
دغه شان د اهلبېتو امامانو په باره کې امام شافعی (رح) فرمائی:
يا اهـل بيـت رسول الله حبکم
فرض مـن الله في القران انزله
کفاکم من عظيم الفضل انکم
من لم يصل عليکم لا صلاة له
(( يعني ای د رسول (ص) اهلبيتو (ع) ستا سو محبت خدای پاک په خپل نازل کړی قران کې فرض ښودلی دی. ستا سو د بزرګۍ، لوړتيا د فضل او شرف لپاره هم دا کافی دی چې څوک په مونځ کې په تاسو درود ونۀ وائی نو د هغوی نمونځ، نمونځ نۀ دی.))
اهلبېت هغه څوک دی چې د چا په وسيله حضرت خواجه معين الدين چشتی (رح) له خدای پاک نه دعا غواړی او د خدای په درګاه کې د خدای د ګران رسول (ص) او بی بی فاطمې (ع) له وسيلې کولو نه پس د دولسو امامانو واسطه خدای پاک ته وړاندې کوی چې پکې بالاخره د دغو امامانو نومونه اخلی چې روضې مبارکې يې شهيدې کړې شوې
يــا رب بـحــرمت تــقـی و حـــرمــت نــقـی
يا رب بــحـق عـسـکری آن شــاه و پېشوا
(( يعنې ای څښتنه! د امام محمد تقی (ع) په حرمت او د امام علی نقی (ع) په حرمت او ای ربه د امام حسن عسکری (ع) واسطه درته درکوم چې زمونږ بادشاه او پېشوا دی چې زما دعا قبوله کړې))
د همدې اهلېبتو په وسيله حضرت محی الدين شېح عبدالقادر جېلانی (رح) هم له خدای پاک سره مناجات کوی او وائی:
ز غېر آل نبـــی حـــــاجتی اګـــــر طلبم
روا مــــــدار يکــــی از هـــزار حاجــاتم
دلم ز حب محمد پر است و آل مجيد
ګواه حال من است اين همه حکاياتم
(( يعنې ای خدايه که زۀ د آل نبی (ص) له وسيلې نه بغېر څه حاجت وغواړم نو په زرو حاجتونو کې مې يو هم قبول نه کړې او زما زړۀ د حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغوی د پاکو اهلبېتو (ع) له عشق او مينې نه ډک دی او زما دا حال زما د دې خبرې ثبوت دی))
او دغه شان حضرت خواجه قطب الدين بختيار کاکی (رح) د خدای پاک په درګاه کې دعا غواړی نو د خدای د ګران رسول (ص) او د جنت د مېرمنې بی بی فاطمې نه پس د دولسو امامانو وسيله خدای پاک ته وړاندې کوی چې په دغو دولسو امامانو کې د لسم او يولسم امام ذکر په شعر کې داسې کوی:
بحــــق آن امــــام دين تـــــقی وهـــم نقی رهبر
برای عسکری هادی که در دم اوست درمانم
(( يعنې ای پاکه ربه! د امام محمد تقی (ع) او امام علی نقی (ع) په وسيلې سره چې د دين امامان او لارښود دی او دامام حسن عسکر (ع) په خاطر چې د چا په دم کې چې زما د دردونو علاج موجود دی زما دعا قبوله کړې))
او داسې ټولو لويو لويو اولياء کرامو د دوی په وسيلې سره له پاک ربه سوالونه کړی دی،
او په تېره بيا خو زمونږ د پښتنو په رګ رګ کې د رسول الله (ص) د اهلبېتو مينه موجوده ده او څومره پښتانۀ دانشوران او پوهان چې تېر شوی دی هغوی له اهلبېتو سره مينه کړې ده او نورو پښتنو ته يې هم د هغې سپارښتنه کړې ده لکه د تورې او قلم خاوند خوشحال خان بابا (رح) د ټول جهان دولس امامان منی او په لسم او يولسم نوبت کې دغه دوه امامان ياد کړی دی او ورسره د عشق لرلو تلقين او سپارښتنه يې کړې ده او وائی:
د جـــــهـــــان دولس امـــــــام دی
پــــه حـــــديث کې نام په نام دی
يـــــو عــــلــــی دويـــم حسن دی
بـــــــل حسېن پـــاکــــيزه تن دی
چهـــــارم زېن الـــــعـــابـدين دی
بـــــــل بــــاقــــــر ستنه د دين دی
بــــــل جــــــعفر ورپسې هـــم دی
بــــــــل امـــــام موسی کاظم دی
بـــــــل امــــــام علـــی رضــــا دی
محــــــمــــد تــــقــــــی بل بيا دی
بـــــــــل امـــــــام علــــی نـــقی دی
بــــــــل حـــسن عســـــــکــــری دی
بــــل امــــــام، امـــــام مهـدی دی
چــــې د درست جهان هادی دی
د بـــــی بـــــــی زهـــــــرا اولاد دی
پشت په پشت دا هسې ياد دی
پـــــــاک سنـــــــــی هـــــغه آدم دی
چـــې د آل پــــه عشق محکم دی
او همدا رنګ حضرت مولانا رکن الدين هم په خپل کلام کې د خوشحال خان بابا په شان د دولسو امامانو ذکر په نومونو سره کړی دی او د دغو دوو امامانو چې روضې مبارکې يې شهيدې کړې شوې نومونه په خپل کلام کې داسې ياد کړی دی:
يو منظور امام نقی دی
بــل حسن عسکری دی
او همدا رنګ د حمزه بابا خو د عشق او ولا مرکز همدغه د خدای ګران رسول (ص) او دهغوی پاک اهلبېت دی او چې له خدای پاک سره راز و نياز کوی نو ورته عرض کوی چې:
وسيلـــه مـــــې محمـــــد او اهــلبېت دی
شته اميد چې عاقبت مې شی محمود
د هغـــوی د مينې اور مې دې تازه وی
د لــــوګی پـــه څېر مې ته نکړې مفقود
محـــبت د اهـــلبېتو مــــې روزی کړې
دې جـــنت دې زمـــــا وشـــــــی خلــــــود
له دې نه علاوه هم د خدای د ګران رسول (ص) د اهلبېتو په مينه کې او د هغوی په فضائلو او مناقبو باندې مشتمل کتابونه زمونږ پښتنو مشرانو او ليکوالانو ليکلی دی او په تېره په پښتو کې د کربلا د غمېزې په هکله يو لړ جنګنامې موجودی دی چې پښتانۀ يې د امامانو په مياشت کې په کورونو او حجرو کې وائی او نور خلک ورته ناست وی او د رسول اکرم (ص) د اهلبېتو په مصيبتونو باندې ژړاګانې کوی په دغو ورځو کې خوشحالۍ نه کوی او دا له ټولو مسلکونو او مذهبونو نه بالاتر د پښتنو ځانګړتيا ده.که څه هم نړيوال استکبار په اسلام کې د نوو نوو مذهبونو په جوړولو سره په نړيوال کچ د دغو کارونو مخنيوی کړی او کوی يې خو بيا هم په بنيادی توګه د اهلبېتو مينه د خلکو له زړونو نه نۀ وځی.
نو بس مقصد مې دا ؤ چې د خدای د ګران رسول (ص) اهلبېت له يو مسلک سره نه دی تړل پکار بلکې دغه پاک اهلبېت يو نړيوال مقام او حېثيت لری. خو له بلې خوا د اسلام او مسلمانانو ازلی دښمنان چې اوس په ډاګه مقابلې او مبارزې ته راوتلی دی د مسلمانانو يو والی او پېوستون نه شی زغملې او په مختلفو طريقو د مسلمانانو په منځ کې اختلاف او تفرقه اچوی چې له دې لارې خپلو موخو او هدفونو ته ورسيږی
او په اوس حال کې چې کله امريکې او د هغې انډيوالانو وکتل چې د دنيا په ګوټ ګوټ کې په تېره بيا په عراق کې ټولو سنی او شيعه مسلمانانو په يو هيړ او يو اواز سره د خدای د ګران رسول (ص) په شان کې د سپکاوی اقدام کوونکو په خلاف احتجاجونه وکړل او په خپلو کې يې ټول فروعی اختلافات هېر کړل او دغو احتجاجونو کې شيعه او سنی مسلمانانو د دغو سپکاويو اصلی عاملان امريکی او صهيونی طاقتونه دنيا ته وښودل نو د دغو دوو مقدسو زيارتونو په شهيدلو او ورپسې سمدستی په ځينو سنی جوماتونو وسله والې حملې او د ځينو شيعه سنی کسانو په قتلولو سره وغوښتل چې په عراق کې چې د شيعه او سنی کوم وحدت او ورورولی جوړه ده او حتی په حکومتی سويه هم يو موټی دی دا ريښې ريښې کړی او په خپلو کې د مسلمانانو په نښلولو سره خپل شتون او پښې په عراق کې نورې مضبوطې کړی.
خو اوس دا د مسلمانانو او په تېره بيا په اسلام باندې د زړۀ سواندو عالمانو او مشرانو ذمه واری ده چې خپل پېروکار له دې سازشونو او دسيسو نه خبر او اګاه کړی لکه څنګه چې د ايران د اسلامی انقلاب رهبر ايت الله خامنه ای صېب د نړۍ په تېره بيا د عراق شيعه ؤ ته په خپل خصوصی پېغام کې وويل چې د امامانو د زيارتونو د شهيدولو د اقدام په عراق باندې د تېری کوونکو په سازش شوی دی او د دې اقدام نسبت سنی وروڼو ته ورکول يا د سنی وروڼو مقدس ځايونو او عبادت خانو ته نقصان ورکول حرام دی او په دې کار سره به د امريکې او صهيونسټانو موخو او هدفونو ته لا تقويت ورسيږی. او همدا رجه ده چې د دې پېغام په اورېدو سره په عراق کې شيعه وسله والو ځوانانو د سنی وروڼو د عبادت خانو او مقدسو ځايونو د حفاظت کار په خپلو لاسو کې واخېستو په دې خاطر چې امريکائی او صهيونسټی ايجنټان چې د القاعدې او نورو نومونو سره کار کوی د سنيانو په ځايونو باندې په يرغل سره دا کارونه د شيعه ؤ په کاته کې وانه چوی او په عراق کې په ځای د دې چې تېری ګر ځواکونه له خپل وطن نه وباسی خانه جنګی شروع نه شی.
زما په خيال چې هر قوم ته دې خدای پاک داسې پوهه او په وخت فېصله کوونکی مشران ورکړی چې خپل پېروکار له راتلونکو خطرو او د دښمنانو له چالونو څخه خبر کړی.
اوس د نړۍ د ټولو مسلکونو د مسلمانانو دا دنده ده چې مخکې له دې چې سبا دغه امريکائی او صهيونسټی طاقتونه په مکه معظمه او مدينه منوره کې داسې اقدامات ترسره کړی له اوس نه يې په خپل يووالی او پېوستون سره لاسونه لنډ کړې شی.
انورشاهين خانخېل
ع کريم حليمي
28.02.2006
ډېر محترم انورشاهين خان صاحب ، درنو او مکرمو لوستنکو
السلام عليکم !
زړه او بې زړه يم !
پرما باندي واجبه ده د انورشاهين خان صاحب توجه دې ته راګرځوم ٠
چه ليکنه ئې د قرانی نص سره په ټکر کښي ده ٠
انورشاهين خان صاحب ليکلي
[quote:a2f8a5a782]اوس دا کتل پکار دی چې دا اهلبېت دی څوک چې خدای پاک له ګناه نه معصوم او پاک ګرځولی دی نو د خدای پاک د ګران رسول (ص) د احاديثو په رڼا کې چې کوم افراد په [color=white:a2f8a5a782]معصومو اهلبېتو کې شاملېږی هغه څوارلس تنه دی[/color:a2f8a5a782] چې يو خپله دخدای ګران رسول (ص) دی يوه د جنت مېرمن حضرت بی بی فاطمه (ع) ده او دولس امامان دی چې خدای پاک دوی له هر ډول ګناهونو او پلېدو څخه ژغورلی دی او ورسره مينه يې په ټولو مسلمانانو باندې واجب کړې ده لکه د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا (رح) هم وائی
د خــــوشحــــال خټک دې حشر لــــــه هــغو شی
چې دوستدار د پنجتن پاک چهاره معصوم دی [/quote:a2f8a5a782]
خوشحال خان (رح ) د قلم او توري خاوند او خارق العاده توانا داليکلي چه ځلور معصوم او پنځه يي بيا پاک بللي ٠
يعني يوازي او يوازي اهل بيت د مبارک معصوم وه ٠
الله ج فرمايي چه :
بسمه تعالي : وَقَرْنَ فِي بُيُوتِکُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَي وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّکَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنکُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَکُمْ تَطْهِيراً ﴿ 33 ﴾
په پورته ايات شريف کښي اشاره خاصه د مبارک و ښځومبارکانو ته شوې ده
او حکم ئې عام دی ٠ (وَقَرْنَ فِي بُيُوتِکُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ )
او بل بيا اهل بيت ياد شوي دي إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنکُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَکُمْ تَطْهِيراً
بېشکه چه اراده لري الله د دې چه لري کړي له تاسو ګناه اې اهل البيت او چه
پاک کړي تاسي (له ګناه ) په پاکوالي ٠ يعني اهل بيت ټوله معصوم وه ٠
معنا داچه ازواجي د مبارک له ګناه پاکي وې وليچه اهل بيت ئې دي
وفي ذكر البيت معنى آخر، لأن مرجع أهل بيت النبي صلى الله عليه وسلم إليها، لما ثبت في تفسير قوله تعالى: (إنما يريد الله ليذهب عنكم الرجس أهل البيت) قالت أم سلمة " لما نزلت دعا النبي صلى الله عليه وسلم فاطمة وعليا والحسن والحسين فجللهم بكساء فقال: اللهم هؤلاء أهل بيتي "
أم سلمة واي کله چه دعا د نبي صلى الله عليه وسلم قوبله سو ٠ نو مبارک
بي بي فاطمه ، علی ، اوالحسن اوالحسين په خپل بكساء (څادر ) ونيول يا
ځای ور کړي او د دوی په نسبت کښي ئې وويل چه اللهم هؤلاء أهل بيتي
که څوک ازواجي د مبارک معصوي ونه بولي معنا داچه د قران ايات شريف
نه مني ٠ نوکفر دي
او د محترم انورشاهين خان صاحب په ليکنه کښي د ازواج مطهرات
نوم هم نسته چه دا د قران په نص کښي تصروف کول دي
او بل په مسلم شريف کښي د دولس خلفا ياد شوي
" لاَ يَزَالُ الدِّينُ قَائِمًا حَتَّى تَقُومَ السَّاعَةُ اَوْ يَكُونَ عَلَيْكُمُ اثْنَا عَشَرَ خَلِيفَةً كُلُّهُمْ مِنْ قُرَيْشٍ "
ژباړه : د اسلام دين به ادامه لري د قيامت تر ورځي او پر تاسو به ممکن دولس خلفا
(حکمرانان)حکومت وکړي ټوله به قريش وي
The Islamic religion will continue until the Hour has been established, or you have been ruled by twelve Caliphs, all of them being from the Quraysh.
او بل
محترم انورشاهين خان صاحب
لاندي ١٢ امامان له ګناه څخه پاک (معصوم ) بللي ٠ په داسي حال کښي چه
يوازي ئې څلور اهل بيت دي ٠ ٧ نور ئې نه دي اهل بيت
هو ! ال د محمد دي ٠ او ټوله مسلمانان ال د محمد ص دي
1. علي بن أبي طالب .
2. الحسن بن علي .
3. الحسين بن علي .
4. علي بن الحسين .
5. محمد بن علي بن الحسين ( الباقر ) .
6. جعفر بن محمد ( الصادق ) .
7. موسى بن جعفر ( الكاظم ) .
8. علي بن موسى ( الرضا ) .
9. محمد بن علي ( الجواد ) .
10.علي بن محمد ( الهادي ) .
11. الحسن بن محمد العسكري .
12. محمد بن الحسن وهو المهدي .
نوټ ! د ټول افغان له مدير صاحب (استاد وطنمل ) څخه په ډير احترام خواهش کوم
چه د محترم انورشاهين خان صاحب ليکنه ړنګه کړي ٠ ولي چه د قران د احکامو
سره ټکر ده ٠ ولي چه هيڅ انسان له ګناه معصوم نه دی بيله اهل البيت
هو اوليا اعلی به وي او ال د محمد دي ٠ اما معصوم له ګناه نه دي
او پښتنو ، سني شاعرانو دانه دي ليکلي چه ټوله امامان معصوم دي
Anonymous
28.02.2006
ددغی ليکنې په ديني بيلګه کې حليمي صاب خپل علمي نظر وږاندی کږی، خو سياسي اږخ ته ئی هم توجه پکار ده، زما په فکر شاهين خان پدی سم وائي
چی د شيعه او سني ترمنځ دی د تحريکاتو مخه بايد ونيول شي، که دا په عراق
، کوته، کراچئ او يا هم په هيرات کی وي (لکه ځه موده دمخه)، دا سي وينی تويونی چی د مذهبي کرکی پر اساس ولاږی وي ديره لوه ګناه او جهل محض دی، لکه تروريسم چی په اسلام کی قطعا ځای نلري٠
والسلام
داود فايز
28.02.2006
محترمو وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،
خبرة به لنډه كوو
اصل اختلاف داده چي شيعګان نور صحابه نه مني لكه عمر او ابوبكر او عثمان خو سنيان ټول إمامان مني خو معصوميت يي نه مني څکه چي معصوميت صرف او صرف د پيغمبرانو لپاره ثابت شوي دي نور دهيچا لپاره نه دي ثابت شوي
شيعګان بي بي عائشة باندي تهمت لګوي چي دقران صريح انكار دي
شيعګان صيغة حلاله بولي چي دأحاديثو خلاف خبره دي أو ټولنيزي ستونزي رامنځ ته كوي ،
شيګان غير له څو صحابه چي شمير يي دولسو ته رسيږي نور ټول له دينه وتلي بولي سنيان ټول صحابه د أمت بهتره خلك بولي او اطاعت يي په ځان واجب ګڼي.
شيعګان وايي چي قران ناقص دي مونږ وايو چي چا دا خبره وكړه كافر دي
شيګان وايي جي جبريل به غلطه شوي دي موز وايو جي معاذ الله
نور نو تاسو مقايسه وكړي وروڼو
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،
Anonymous
28.02.2006
نور قومونه اسمانو ته وختل ، ستوري يې تسخير کړل، او د پښتنو ملاګانو لا تر ووسه په دې جګړه د چي په لمانځه ولاړ سړۍ بايد خپل پرتوګ څومره پورته کړي، په استنجا کي دوې ګوتي وه کاروي که پنځه، د شيه ملا تر شا د سني طالب لمونځ روا ده که ناروا، له استنجا وروسته بايد سړۍ خپل خښتک وه وينځي که نه،
ټولي نړۍ ته مالومه د چي د شيه ګانو زيارتونه په عراق کي بل چا نه،سني اسلامي بنسټپالو ړنګ کړل ٠ په لاهور او کراچۍ کي دغه غوبل له کلونو دوام لري٠ او دا څه پټه خبره هم نه ده، ډېر په وياړ يې په ډاکه کړي٠ او ووس دلته يو خړمخۍ پښتون ملا پښتانه په دې غوله وي چي ګوا دغه کار نو کاپرانو، د اسلام دښمنانو کړۍ ده چي بسلمانان په خپل مينځ کي سره وجنګي او سره تخسيم يي کړي٠
خداي دي په تاسي دروغجنو داسي اپت نازل کړي چي د پښتنو په وطن کي مو نوم او نشن پاته نه شي٠
مړوند
Anonymous
28.02.2006
[color=indigo:8b310680e2]
زما محترمو سنيانو شيعه ګانو او دديموكراسى پلويانو وروڼو سلااااااام
دشاغلى انورشاهين ورور ليكنه مى ولوستله اوپه لاندى بيلا بيلو نظرياتو هم
ځغلنده راتير شوم لو مړى خو محترم حليمى صيب سينه لويه كړه (وسع صدرك)
داخو دبحثونو او نظرياتو دتبادلى ډګردى دلته (زما په اند)بايد احكام صادر نشى او كه وى هم يايدخپل نظر وبلل شى اوبل زما په فكردانور شاهين دليكنى دړنګولو په ځاى بايدله هغه سره بحث وغځوو
دانور شاهين له ليكنى سره زه بلكل يو غږى نه يم خو زړه مى غواړى چى بحث ورسره وكړم ځكه دهغه دليكنى دړنګولو په ځاى بايد دهغه دلايل مات كړل شى چى بيا به دى په خپله په وتلى كى دځان له پاره عافيت ووينى
او شاغلى مړوندصيب دافغانانو ملايان که په ځمكه ګرځى ګرځى به خوخدايګو كه به يي دانورهم له خپلو بامونو پورته ختلى وى هغوى هم يواځى له پرتاګه پښى وه ايستلى اوپه پتلانه يي ومنډلى او ملا صاحبانو ته خويواځى دا ور پاته ده چى كه څوك داسى وكړى او بياهاسى وكړى نو هغه كافرشو بيدينه شو او....او .....
اونور مى هم په زړه كى ډيرڅه شته خوپاته دى وى
په مينه[/color:8b310680e2]
Anonymous
28.02.2006
ته خو ولا کلک cia يې دلته څه کوې ، لږ خو له خپله قومه ،مور او پلاره وشرميږه
دالرونه پرېږده انساني لاره ونيسه.
پړوند کمونست مخ کې دروسانو او اوس د امريکې ځيره خور
[quote:76dfa4e151="مړوند"]نور قومونه اسمانو ته وختل ، ستوري يې تسخير کړل، او د پښتنو ملاګانو لا تر ووسه په دې جګړه د چي په لمانځه ولاړ سړۍ بايد خپل پرتوګ څومره پورته کړي، په استنجا کي دوې ګوتي وه کاروي که پنځه، د شيه ملا تر شا د سني طالب لمونځ روا ده که ناروا، له استنجا وروسته بايد سړۍ خپل خښتک وه وينځي که نه،
ټولي نړۍ ته مالومه د چي د شيه ګانو زيارتونه په عراق کي بل چا نه،سني اسلامي بنسټپالو ړنګ کړل ٠ په لاهور او کراچۍ کي دغه غوبل له کلونو دوام لري٠ او دا څه پټه خبره هم نه ده، ډېر په وياړ يې په ډاکه کړي٠ او ووس دلته يو خړمخۍ پښتون ملا پښتانه په دې غوله وي چي ګوا دغه کار نو کاپرانو، د اسلام دښمنانو کړۍ ده چي بسلمانان په خپل مينځ کي سره وجنګي او سره تخسيم يي کړي٠
خداي دي په تاسي دروغجنو داسي اپت نازل کړي چي د پښتنو په وطن کي مو نوم او نشن پاته نه شي٠
مړوند[/quote:76dfa4e151]