د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملالۍ جويا پېژنئ؟

Anonymous
26.02.2006

ملالۍ جوياڅوک ده،دکومې ډلې سره تړاو لري او څه ډول سياسي نظريه لري؟ ترکومې چې زه خبريم هغه د راوا چې دستم ملي ډلې دښځو څانګه ده يوه مخکښه او فعاله غړې ده او داهغه خلک دي چې نه يوازې داسلام بلکې دپښتنو ترټولوستر دښمنان دي؛خو له بده مرغه زمونږ ځينې درانه ليکوال او ژورناليستان يې په ډېرو درنو نومونو يادوي. دخالد هادي په خبرکې مې چې دهغې په اړه څه ولوستل زړه مې په درد شو.
ښاغلي خالدهادي له دې لامله چې ولې دپرلي صاحب او رښادصاحب په شعرونو په ټول افغان کې بحث شوی له ټول افغان سره په مخه ښه وکړه او ترننه يې بحث فورم ته راونه کتل خو نه پوهېږم چې نن به څه وجه دخپل ولس ددښمن صفتونه کوي او هغې ته دملالۍ ثاني لقب ورکوي


ملالۍ دافغان شمله!

Anonymous
26.02.2006

که دملالۍ جويا خبرې اوغوښتنې د روا خبرې او غوښتنې وي نو پدې حساب دافغانستان په سلوکې٪ ٩٥ اوسيدونکي دروا غړيتوب لري . ګرانه وروره لږ سوچ وګړه په هيواد کې په دا دريو لسيزو کې څه تير شول ؟ دچپيانو او تش په نامه دجهادي ډلو ټپلو له لاسه دکومو بې عزتيو ،بې عفتيو ،دربدريو او سلهاوو کړاونو سره مخامخ نشولو؟ جنايتکار جنايتکار دی ! دا که زما پلار وي او که زوی !
دا که مسعود وي يا ګلبدين ، دا که مزاري وي يا دوستم ، دا که کارمل وي يا تره کي
دا که اسلام په نامه سره وي يا دکمونيست.
په اسلام کې تر ټولو غټ جهاد دادی چې ظالم پادشاه ، واکدار ، حاکم او رهبر ته پرته له ډار نيغ په نيغه ووايې چې ظالم يې !ملالۍ خو دا کار وکړه او کوي يې . اوس نوبت زما اوستا ده چې په اصطلاح شمله مو په سر ده او ځانونه غيرتمن بولو!
[color=orange:2172b236da]که په ميوند کې ٍشهيد نه شوي÷÷ خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دساتينه![/color:2172b236da]


ملالۍ دافغان شمله!

Anonymous
26.02.2006

که دملالۍ جويا خبرې اوغوښتنې د روا خبرې او غوښتنې وي نو پدې حساب دافغانستان په سلوکې٪ ٩٥ اوسيدونکي دروا غړيتوب لري . ګرانه وروره لږ سوچ وګړه په هيواد کې په دا دريو لسيزو کې څه تير شول ؟ دچپيانو او تش په نامه دجهادي ډلو ټپلو له لاسه دکومو بې عزتيو ،بې عفتيو ،دربدريو او سلهاوو کړاونو سره مخامخ نشولو؟ جنايتکار جنايتکار دی ! دا که زما پلار وي او که زوی !
دا که مسعود وي يا ګلبدين ، دا که مزاري وي يا دوستم ، دا که کارمل وي يا تره کي
دا که اسلام په نامه سره وي يا دکمونيست.
په اسلام کې تر ټولو غټ جهاد دادی چې ظالم پادشاه ، واکدار ، حاکم او رهبر ته پرته له ډار نيغ په نيغه ووايې چې ظالم يې !ملالۍ خو دا کار وکړه او کوي يې . اوس نوبت زما اوستا ده چې په اصطلاح شمله مو په سر ده او ځانونه غيرتمن بولو!
[color=red:1a50ebc1c2]که په ميوند کې ٍشهيد نه شوي÷÷ خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دساتينه[/color:1a50ebc1c2]!


کټوازی
26.02.2006

ګرانو وروڼو ، او پتمنو خوږو خوېندو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
د ملالۍ جويا پۀ هکله د ښاغلي خالد هادي ليکنه ما هم ولوستله ،
ښاغلي خالد هادي چې د ملالۍ جويا پۀ هکله څۀ ليکلي ، بې ځايه يي نۀ دي ليکلي ،
رښتيا هم ملالۍ جويا پۀ لويه فرمايشي جرګه کې يوازينۍ مېرمن وه ، پۀ داسې حال کې يي چې تر بشپړ تهديد لاندې وه ، او پر مرګ ګواښېدله ، د وطن او ملت د دښمنا نو او د پرديو د مزدورانو پر ضد، له واقعي او رښتيني ملي دريځ څخه پۀ ډېر زړورتوب سره ، خبرې وکړې او له واقعيتونو څخه يي پر ده پورته ،
دا چې دملالۍ جانې جويا ، سياسي اود يني عقيده څۀ شی ده ، زموږ ورسره کار نشته ، ځکه چې دا يي ځاني مسايل دي ، او زموږ پۀ ملي مسايلو کې ګډون نه لري ، يوازې او يوازې ددې له امله چې د جنګي مجرمانو او ملي جنايتکارانو پر وړاندې يي واقعي افغاني سنګر ټينګ کړی ، پر ملي او بين المللي ډګر يې ناولې او ملت ته شرمېدلې څېرې رسوا کوي ، موږ نه يوازې داچې مبارزې ته يي د قدر پۀ سترګه ګورو ، بلکې پرې وياړو هم ، او له لوی اوتوانا څښتن څخه ورته اوږد او سوکاله ژوند غواړو ،
خو داچې دښاغلي مېلمه ، چې خپل نوم يې هم نه دی ليکلی ، زړۀ يوازې پر دې خبره درد کوي ، د خالد هادي له خلې ملالۍ جانې جويا ته د مېوند د ملالۍ نوم اوري ، نو دومره به ووايم ، ښايي د لويي فرمايشي او نمايشي جرګې چې د ستر او تاريخي پښتون ملت پۀ يوۀ دروند دود او عنعنې پورې يي له خندا پرته بله مانا نه لرله ،شرايط او محيط د مېوند د جګړې پر تله خورا ډېر له خطر ه ډک ،اوګواښونکي وو، نو ځکه د ملالۍ جانې جويا ږغ ،د مېوند د ملالۍ تر ږغ کم نۀ سو بللای ،
زما پۀ اند که سره پرتله شي ، ښايي د نننۍ ملالۍ ږغ د پرونۍ ملالۍ تر ږغ لا ډېر ارزښتمن وي ، ځکه چې نننۍ ملالۍ لۀ يوۀ ملي او بين المللي ډګر څخه، چې د پرونۍ ملالۍ تر جګړه ايز ډګر ډېر ارزښتمن او اغېزمن دی، د جنګي مجرمانو او ملي جنايتکارانو پر ضد پر مبارزې لاس پورې کړ ،او پر نړيوال ډګر يې ، نه يوازې چې ، رسوا کړل ،بلکې د محاکمې غوښتنه يي هم وکړه ، چې د افغاني ټولنې پۀ نننيو شرايطو کې يي له يوې داسې مېرمنې څخه چې تر شا يي هيڅ ډول باندينۍ پشتباني او ملاتړ نه ليدل کېږي ، بېخي تمه نۀ شي کېدای ،
او بس ،


Anonymous
26.02.2006

ملالی جويا که هر څوک وې د نر بچۍ ده . د هغې شهامت او جرأت دې يې د مور شيدې شي. پر ډېرو بې ايمانه، خداې ناترسه او د خلګو قاتلانووکيلانو دې بلا وګرځي . پر ډېرو ږېرورو د انګريزانو ګوډاګيانو دې بلا وګرځي . پر ډېرو اخوانيانو قاچاقبره اوبې ناموسه مجاهدينو دي بلا وګرځې . ملالی جويا پر هر ﻻره چې روانه وي دا دهغې حق دی خو کومه چيغه چې هغې را پورته کړېده نارينه و وکيلانو ته په کار ده چې د شرمه پوړنی پر سر کړي او وشرمېږي . دهغې خبره دټول افغان ددردونو خبره ده. تر څو چې په شورا کې دغه شاني جنګي جنايت کاران وي د ملالی جويا غوندی با شهامته ميرمنوو شهامت او زړور تياته بايد ډېر درناوی وسي اود مجيب الرحمن انګار په ګډون ټوله بايد دودسته سلامي ورته وکړي .
کبلی[color=darkblue:f4084fab7c][/color:f4084fab7c]


Anonymous
26.02.2006

[color=cyan:670e7c6fbb]ما لېدلې پۀ رڼا ورځې تالا سوې
----------------د وطن دا پاکي خاوري دلې دورې
لۀ ځوانانو نه بېقدره سوې وطنه
----------------خدای دې وکړي چې دې پېغلي سي غمخورې [/color:670e7c6fbb]


Anonymous
26.02.2006

ملالۍ جويا به خبری کوي خوبی طرفه نه دي ٠ هغې تراوسه کمونيستي جنايتکاران نه دي غندلي ٠ دهغې د پارلمان وينا ټول خپل صفت و٠
څوک چې د ټولو مجاهدينو بد وايي او د کمونستانو په جنايتونو سترګې پټوي همدغه يې طرف دې ٠ حقيقت دادې چې هم په مجاهدينو اوهم په کمونستانو کی نه بخښونکي جنايت کاران شته او همدغه راز ښه خلک لري ٠ هغې کله په دومره لوړ اواز ويلي چه کمونيستي جنايتکاران دی هم محاکمه شي ؟

داټول فسادونه کمونستانو نه دي راپيدا کړي ؟

يوڅوک


Anonymous
26.02.2006

دا به سمه نه وی چې هر څوک د حق او حقيقت وينا وکړی، تاسې ورباندی د کمونست او يا د هغو د طرفدارانو ټاپه ووهئ. او که داسی وی لا تر اوسه هم په افغانستان کی د کمونستانو او د هغوی د پلويانو شمير کم نه دی!!


Anonymous
26.02.2006

داټاپه نه ده بلکه دليل دې او چې تاسود حقيقت په منلو کی مشکل لرۍ مونږ به څه مرسته درسره وکړو ؟ دابله خبره درسره منم چې متاسفانه کمونستان کم نه دي بلکه دافغانانو په وينو سره لاسونه په پارلمان کی ناست دي ٠

يوڅوک


Anonymous
27.02.2006

يو څوکه خداې ته وګوره، ماحول ته دي وګوره، حالاتو ته وګوره دا ته څه وایې او چیری روان یې . ملالی جویا څه وايې ته څه وايې ؟ حق حق دی او حقيقت چې هر څوک ووایې هغه باید و منل سي و لو که ستاسو په قول دا په اصطلاح کمونيستان هم وي . نو که دا هغه سو دا دغه سو بیا نو تاسوحق پر کوم معيار باندي سنجوی . ها دزړګي سره ها يو څوکه وروره يا خوري وپراخی نړۍ ته را ووزه !
یو څوکه وام سړی شه او د سړو غوندی نر شه او د سړو غوندی په سړه سينه سوچ وکړه .
په درناوی


Anonymous
27.02.2006

ملالۍ جويا زه پيژنم
څوک ده ؟
دڅه لپاره پارلمانه ته کاميابه؟؟؟ کړاى شوي ؟
ايا دوهمه ملاله ده او که دغيرتي ملالي نوم بدلولپاره ګومارل شوې ؟
دا به درته ددلايلو سره ووايم خو کوشانه وروره لږه ګوزاره راسره کوه چې حقايق څرګندوم تباه مي نه کړى


Anonymous
28.02.2006

که ښاغلي هادي داستاد پسرلي او لوی پوهاند رښاد په هکله ستا جناب دليکنو په اعتراض کې له ټول افغان ويب پاڼې سره مقاطعه کړې وي ، زه يې هم کوم٠ خو باور مې نه کېږي ٠ تمه لرم چې يو لغمانی يا يو ننګرهاری د ټولو مشرقي والو استای ونه ګڼل شي او ټول مشرقي وال سکتريستان ونه بلل شي٠ مننه


Anonymous
28.02.2006

که ښاغلي هادي داستاد پسرلي او لوی پوهاند رشاد په هکله ستا جناب دليکنو په اعتراض کې له ټول افغان ويب پاڼې سره مقاطعه کړې وي ، زه يې هم کوم٠ خو باور مې نه کېږي ٠ تمه لرم چې يو لغمانی يا يو ننګرهاری د ټولو مشرقي والو استای ونه ګڼل شي او ټول مشرقي وال سکتريستان ونه بلل شي٠ مننه


Anonymous
08.03.2006


Anonymous
10.03.2006

يووخت خوبه واده کوي کنه ، چه برته تللی وي کلک چادر به يی پر سر وي کنه


د څه لپاره؟

Anonymous
14.03.2006

مړه، ملالۍ نجلۍ ده، چې ټول يې په ستاينو نه مړېږئ. زموږ د افغانانو دا پست عادت دى چې يوه راپکې پيدا شي ټول پسې لاسونه ونيسي. خو، د يوې نجلۍ ملاتړ د څه لپاره؟ ولې د يوې کيڼ لاسې او کمونيستې ښځې پلوي وکړو. کېداى شي تاسي يوه هم له ملالۍ سره له نږدې نه وي ليدلي، کتلي. زه له هغې سره کېنستى يم او ورسره خبرې مې کړې دي او پېژنم يې چې څوک ده. هغه يوه ناولې نجلۍ ده.


شیوانی
14.03.2006

ګرانو او زړه ته راتیرو وروڼو!

ډیر ښه موضوع مو په نغته کړي او خالد جان ورور خو مي ډیر ډیر ښه لیکلي او زه ور سره همغږی یم.
خو میلمه وروره! ملالی جویا د افغانستان یوروڼ اندي،دحق آوازپورته کوونکې او حق غوښتونکې افغانه ښځه ده او هغه کسان چي ملالی جویا د پښتنو ضد او مخالفی ښځي په توګه پیژني، په هیواد کي دقومونو او ملیتونو پرضد لمسون را پاروي چي پایله ئي زمونږ کړیدلي ولس او هیواد ته نوره خطره زیږوي، اومظلوم خلک او هیواد مو یو ځل بیا د اور لمبو ته راکاږي . په کار ده چي کمونیست،اخوانی، مجاهد،راوا او داسی نوروتخریبی او پاروونکو کلمو چه د افغانستان دخلکو زخمونو ته درملنه لاڅه، چي زیاته مالګه پر دوړه وي، پرځای دسیاسی حوصلی او زغم څخه کارواخستل شی اودیوبل نظریاتوته په درنه سترګه وکتل شی ترڅو دافغانستان په بیا رغونه کي یو موټی شو.

که د زلمونه پوره نشوي
افغانستاته جنکی به دې ګټينه


ورک لاري افغانان

Anonymous
14.03.2006

آخر، دا دومره ښځپالنه د څه لپاره؟
يو ځل کمونيزم وارن کړئ، بيا اسلاميزم دا ځلې به مو که خير و ښځپالنه له منځه وړي. ملالۍ اتله ده!!! ته هغه نه پېژنې چې دا وايې، که نه راشه يوه شېبه د هغې اندونو ته غوږ شه.


Anonymous
14.03.2006

وروسته له سلامه٠
ښاغلۍ لونګ صيب٠
که ملالۍ هر څوک ده، خوپه ډيره ميړانه يی غلو اوقاطلينوته،مخامخ غله ،قاطلين او مجرمين وويل٠ هغی دپښتون يابل اوبل توپير نه دۍ کړۍ او ټول يی غندلی٠
ته دا کار نه شی کولۍ،ته حتا دخپل اصلی نوم له ښکاره کولو هريږی ٠
نو ته چی کوم تورونه په هغی لګوی او داسی ريښتيا ګوی يی ځان ښکاره کړه،
چی مونږ دی ومنو،که نه وايه اوليکه څه چی دی خوښه وی٠ خلک اوس خپله
قضاوت کولۍ شی٠
په درنښت٠
عارف ميوند٠


malalay jya da ner loor da

Anonymous
14.03.2006

سلامونه ټولو له ،
ګورۍ خلقو دا ملالۍ جويا چې څوک هم ده د نر لور ، اسيله مجاهده ده ، غيرتمنده ښځه ده٠ په ټول افغانستان کې دومره نر توب او که نه او خو ريښتيا چې دې دتېرې قهرمانې شهيدې ملالۍ چې دافغانستان دغيرت پارولو اوو صلحې سمبل دی حقيقت سره دهغې ياد تازه کړو اوو دهغې دتګلارې شتون سابته کړو٠
اوس چې که مونږ ځانله نر اوېوو او دا لکه يومتل دی چې غر په ټره پټول اوکړو او ځان ګواکې اوستايو نو دا اسې د ميا مټو کار به يي او بل څه نه٠
زه خو اوس ټول هاغه کسان چې ميا مټو ګان دي او په قهرمانې مجاهدې خور ملالۍ پسې بې سبوته اوبې بنسټه خبرې کوي او دشها مت نه ې سوزي اورله وايم چې شرم دی او پړونئ پسر کړۍ ، اوس دنن نه پس به زه د بې غيرتۍ مسال په ښځو اړخه نه دمېلمه لؤنګ له خوا يادوم٠
لکه دمسال په ډول، ، ياره داجنکۍ خو لکه مېلمه لونګ داسې جېلس شوه ٠
يو شئ پکار دې ټول ې اومني چې دناپلتو بې غېرته پښتنو چې تعليم هم نشي سرته رسولئ او په کوڅو کې به ئ وينۍ ناست به يي غټ سړئ کله د پلانکي خبره کړي ، کله د ډينګړي ، او بس لکه بې شعوره ځناور خپل ځان نه پېژني ، او اپلتې وايي او خپلې لوڼې ، خوېندې له کوره باهر سبق ته نه پرېږدي، اوددې وجه دا هوم ده چې دا کس پخپله په ځان باوري نه وي دنورو ښځوله ګوري نو بيا واي که دده ښځه يا کوروالا زنانه باهر اوځي نو اسې نه چې دده ښځو له يو شوم پټخ تش پاڼئ اونه ګوري٠بس ددې خلقو له وجې ټول پښتون کهول بدنام شي، او افغان قام شاته پاتې شي٠ مړه دوستانو لږ خدائ ته اوګورۍ غيبت به دبوډيو ښځو کارو ځکه له کور نه بئ باهر څه ليدلي نه او، تاسو چې ليکل په کمپيوټر کړۍ او انټر نټ پېژنۍ پکار ده چې اجوکېټډ ، پوهنيز ليکل اوکړۍ ، چې بيا يې نکړۍ خپل ښه غواړې او خپل خپل باتوره ورونه او خوېندې ښه يادوۍ٠
الله دې مونږه افغانانو له توفيق راکړي
زما ليکنه د نفرت بڼه نلري هيله ده چې زما غږ واورۍۍ٠
مننه


Anonymous
14.03.2006

مونږ نه وايو چې ملالۍ جويا ګنی بدکار کړۍ خو کوم ابتکار يې هم نه دی کړې ٠ هغې دغه جرات د ISAF او امريکايي قواو په ډاډ وکړ مګر ترهغې پخوا خلکودغه اواز پورته کړې وو ٠ دافغانانو په غوښتنو اوفريادونو اخبارونه مجلې فلمونه او کتابونه ډک دي ٠
افغانان په ستاينه کی هم افراط کوي اوپه دوښمنۍ کی هم خوحقيقت ويلو او حقيقت قبلولو ته يې ملا ماته وي ٠
داملالۍ هيڅکله نشي کيدای له هغې تاريخي او زړوری ملالۍ سره برابره شي چې په خپل عالي تفکر اوخدايي خلاقيت يی نوم ګټلی
داځوانه جلکۍ دجرګې د خبرو نه پخوا کوم شهرت درلود ؟
ترهغه ځايه چې د هيواد په ګټه کار وکړي او دعدل او انصاف د مبارزينو په صف کی ودريږي مونږ يې قدر کوومګر په دې نونه ارزي چې په يوه معلومه اود هر وطنپرست افغان دغوښتنو څرګنده خبره دهغې په نووښت پوری وتړو او مبالغوي اسمان تری جوړ کړو٠

پرده


Anonymous
14.03.2006

[quote:80da236dd3]که ملالۍ هر څوک ده، خوپه ډيره ميړانه يی غلو اوقاطلينوته،مخامخ غله ،قاطلين او مجرمين وويل٠ هغی دپښتون يابل اوبل توپير نه دۍ کړۍ او ټول يی غندلی٠ [/quote:80da236dd3]

 که [color=red:80da236dd3]لارابوش [/color:80da236dd3]داخبرې کړي وی  ايا هغه به هم ميړانۍ اوملالۍ ثاني وی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ 


Anonymous
14.03.2006

تاله هوم سلامونه ،
ګورې خانيه خبره واوره
زه به لګ غونتکی داستا دال ولړم چې لوګې يې اوکو:

==په ټول افغانستان کې دومره نر توب == زونګ پا کابليانو کی خو داسی ملالې ډيری شتې خو تاسو سينګه پا دې ملالې دمره ټينګ يې ؟
اوو صلحې سمبل اورته وايۍ
اوس چې که مونږ ځانله نر اوېوو

زه خو اوس ټول هاغه کسان چې ميا مټو ګان دي
يو شئ پکار دې ټول ې اومني چې دناپلتو بې غېرته پښتنو چې تعليم هم نشي سرته رسولئ او په کوڅو کې به ئ وينۍ ناست به يي غټ سړئ کله د پلانکي خبره کړي ، کله د ډينګړي ، او بس لکه بې شعوره ځناور خپل ځان نه پېژني ، او اپلتې وايي

زما ليکنه د نفرت بڼه نلري هيله ده چې زما غږ واورۍۍ٠

خوېزې


برېښنايي ستر محكمه !!!

Anonymous
17.03.2006

زه دا ډير وخت فورم ته نه وم راغلي او نن مې بيا سر راښكاره كړ ما ويل اوس به يو څه بدلنونه راغلي وي خو نه همغه ډيګ لا په ور باندې دي او اور ترې لاندې دي او دودونه يې لا همغسي پورته اسمان ته خيژي .
زه يو وړانديز لرم دوستانو او هغه دا چې راځي دا فورم د برېښنايي محكمې په نوم ونموو او په هر يو سياستوال به دلته محكمه دايره كړو . څنګه مو خوښه ده ؟ او د چا به يې اول شروع كړو ؟
كه تاسو كې څوك قاضي او يا وكيل مدافع وي هيله ده چې اول د ټول افغان پاڼې لوستونكو ته ځان ور وپيژني وروسته به د بحثونو تاسو هر يو ته خپل دنده وسپارل شي او په كار به شروع وكړو. سمه ده . زه وايم سمه ده


zor ger
18.03.2006

ملالۍ جويا پيژنی ؟
سلامونه په هغه چا چه دهدايت تابعداري کوي
ديو څوک خبره سهي ځکه ده چه ملالۍ جويا دپرنګيانو تر امنيت لاندي غږيږي او موندۍ ملالۍ ورکوي ميوندۍ ده توري پيغله وه او جويا رناندرو چه کوم غټ صفت نه دي په هره ښځه کي په پريمانه اندازه داصفت موجود وي که جويا سياف يامجديدي په سر ويشتي وي بيا تري دانه غوښتل کيدل چه ده چه اوس دي دکمونستانو سره هم وډزيږي جوياڅرنګه حق وايي چه ته يي په چغو وايي اوبل ته پس پسک هم نه کوي خوميوندۍ به ترهغه ژوندۍ وي ترڅو چه ميوند دزمکي په سر وي که خالد خوله هم وشکوي جويابه ملالۍ نه کړي دجويااوميوندۍ ترمنځ دځمکي او اسمان فرق دي او کرزي خو په دي نه دي داکبر خان امان الله خان نومونه اومډالونه يي پرنګيانو ته ورکړه بله ورځ به دايوب خان هم کوم پرنګي ته ورکړي نودميوندۍ يوي ناپيژندل شوي ښځي ته ورکول ستاجمهور ريس ته کومه غټه خبر نه ده
ستاګونتناموزلفوښکي کړه القاعدي ځوانان
سرپه تلي ځکه وړي پايي په همدي ځوانان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more