نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اي افغانانو را ويښ سی ؟!
Anonymous
25.02.2006
دوستم وايې ماته واک راکړی زه به يا طالبان له مينځه وړم يا به ځان !
دا خبره څه مانا لري ؟
په عراق کې يې څنګه شيعه او سني کرد او عربي په خپلو کې سره واچول او پخپله د خير پر غونډی ورته ناست دي او سيل يې کوي ؟
ای افغانانو د خداې په لحاظ راويښ شی ! نه به هغه وي او نه به دغه په خپلو کې مو سره اچوي !
ددې خبري تر شا ډېرکثيف نيتونه پراته دي موږ په خپلو کې سره اچوي او دوی به زموږ د وطنه ګټي پورته کوي !
اي افغانانو د خداې او رسول په لحاظ ددښمن و نخشو ته ښه پام وکړی ؟ هغوی په دوستي کې زموږ د بربادی خوبونه ويني ، را ويښ شی ، د خداې په لحاظ !
امريکايان زموږ د هستی دښمنان دي او په خپلو ګټو پسې روان دي . د وضعي نبض درک کړی خداي مکړه چې دواړي مو خطا سي !
په درناوي
ستاسو افغان رور
Anonymous
25.02.2006
ددې لوی شيطان او خبيث شيطان په نيت باندي پوهول په کاردي !
داډېره شيطاني لوبه ده ځان ور باندي پوهېدل په کاردي !
اې زما وړونو وطن مو غواړي چې د خاورو خاکه يې کړي .
دا نړی ددې خبيثو په خيالونو که سمبله شي نو نه به زه يم او نه به ته!
اې زما وړونو د خداې په لحاظ را ويښ شی!
دخداې او رسول په لحاظ !
په درناوي
ګل
Anonymous
25.02.2006
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2006/02/060223_dustam-alqida.shtml
بي بي سي وايې :
حنان حبيبزى
له مزار شبرغان څخه
دافغانستان په شمال كې د پخوانيو مليشو وتلي قومندان جنرال عبدالرشيد دوستم ويلي دي چې كه ده ته د دولت ضد اورپكو په وړاندې د جګړې لپاره پوځي دنده وركړل شي ،ډير ژر به له افغانستان څخه د طالب پاتې شونو او القاعدې جنګيالي له منځه يوسي .
ده د القاعدې په وړاندې د يو ځانګړي ځواك د رامنځته كېدو غوښتنه يو ځل بيا تكرار كړه .
جنرال رشيد دوستم چې اوس د پوځي چارو په برخه كې د افغان ولسمشر حامد كرزي د درستيز وال دنده په غاړه لري وويل چې كه دولت د طالبانو او القاعدې په وړاندې د جګړې مشري وركړي ، يا به طالبان او القاعده ورك كړي او يا به ځان .
ده دغه خبرې د دولت د ناقانونه وسلو د راټولونې كميسيون ته د نژدې ٤٠٠سپكې او درنې وسلې د سپارنې پر وخت كولې .
جنرال دوستم وويل چې دغه وسلې يې د دوه ورځو په موده كې له سيمه ييزو ټيټ پوړو پخوانيو قومندانانو څخه راغونډې كړي دي .
د وسلو زياتره برخه ډول ډول راكټونو او كلاشينكوف ډوله ماشينګڼو جوړوله .
ښاغلي دوستم وويل چې دغه وسلې د سياسي فشار له كبله نه سپاري بلكې په هيواد كې د سولې د راګرځولو لپاره په دې كار لاس پورې كوي .
ده زياته كړه چې په سيمه كې د نورو وسلو شتون نه ردوي .
ده د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې پر سيسټم نيوكې وكړې او ټينګار يې وكړ چې دولتي ځواكونه بايد د هغوى مورچلونه ولټوي .
((موږ بايد تل د دښمن د بريد لپاره انتظار ونه كړو .موږ بايد د دښمن مورچل ولټوو . موږ لاړ شو وګورو چې دښمن چيرته دى .مخكې له دې چې دښمن په يو ورانكاري خوځښت لاس پورې كړي .موږ بايد لاړ شو او وګورو چې مركز يې چيرته دى او د قانون منګلو ته يې وسپارو . په دې اړه زما وړانديز شوى دى . كار پرې روان دى .او ولسمشر هم د دې كار مخالف نه دى .موږ القاعده پيدا كړو . موږ له هغوى سره لاس او ګريوان جګړه كړې ده . ما ډيرې خبرې وكړې خو دا درته ووايم چې زما له وسه دغه كار پوره دى .))
ده د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل چې كه د كورنيو چارو وزارت ته ځان كانديد كړي ، ډاډه دى چې پارلمان به د اعتماد رايه وركړي .
دافغانستان د دفاع وزارت مرستيال ډاكټر محمد يوسف نورستاني ټينګار وكړ چې دا به په سيمه كې وروستۍ وسلې نه وي او هيله يې وښوده چې نور قومندانان هم خپلې پاتې وسلې وسپاري .
ده په ټولنه كې د ناقانونه وسلو شتون د افغانانو د ځورولو او امنيت د له منځه وړلو لامل وګاڼه او زياته يې كړه چې په ټولنه كې د ناقانونه وسلو شتون د قانون پلي كولو په وړاندې خنډونه راولاړوي .
ښاغلي نورستاني په همدې ترڅ كې خوښي وښوده چې ددغو وسلو له تر لاسه كولو سره يې هيلې زياتې شوي دي .
pattang
25.02.2006
دوستم جنګي جنايتکاره چې په افغانستان کې يې ډيرځله خپل سياسي لوري
( له ک٠ ج ،ب نه تر ستميانو او امريکايانو پورې ) تغير اوتبديل کړل اوپه زرګونوانسانان يې نه يواځې ووژل بلکې دامريکايانو سره يوځای يې ژوندي
تر خاورو لاندې کړل .
دوستم غواړې چې دخپلواجدادو، لکه چنګېز ، تيمور لنګ اونور٠٠٠ نومو
نه بيرته ژوندي کړې او خلقو ته يې واضح کړې چې دی دچنګيز خان له نسله
او جنګي اتل دی ٠
د کرزې د ګو ډاګي حکومت دا وظيفه ده چې دغه جنګي جنايتکاره دکابل دورانولو
او د ١٣٠٠٠ زرو طا لبانو د وزلو په اساس محاکمه کړي ٠ دا چې دوستم دامريکايانو
سړی او د هغوی سره قرار داد لري نو دغه ګوډاګی دولت دوستم ته لا نورناز هم ورکوي .
دوستم سياسي جنايتکاره ددې جرعت هم نلري چې بيله ډيرو باډيګار دانو څخه
په شمالي ولايتو کې ازاد وګرزي .
طالبان داسې وايې :
دوستم د نر شي بيله خپلو اشغالګرو بادارانو دې زمونږ خواته راشي او مونږ به
دوستم ته ډيره ښه خوږه شوروا دنوموړي دورنو له غښو تياره کړو او زمونږ
ددوستم سره نور ډيرزاړه حسابونه او کتابونه هم پاته دي٠
نالت دې وي دکرزي په ګوډاګي حکومت او غله کابينه
دپښتنولي په مينه پتنګ