د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

National hero

samander
24.02.2006

ايا مسعود دملې اتل او ظاهرشاه د ملت دبابا د لقب وړتيا لری؟ستاسې غبرګون ته سترګې په لار سمندر


Anonymous
24.02.2006

مسعود د لاجورو او د هيواد د نورو شتمنيو غل، د پرديو د لاس آله او ملی خاين دی.
ظاهر شاه د انګليس لاسپوڅئ، په افغانانو تپل شوی، عياش او خاين دی. نو په دې کښې د پوښتنې کوم ځای شته؟


Anonymous
25.02.2006

ايا مسعود دملې اتل او ظاهرشاه د ملت دبابا د لقب وړتيا لری؟ستاسې غبرګون ته سترګې په لار سمندر

نه ، هيڅکله نه!

لازمه خو داده چې دوی دواړه د ملی خاينانو په حيث محاکمه شی، نه دا چې القاب ورته ورکړل شی.. که د افغانانو خپل حکومت کله رامنځته شی که خدای کول د افغانانو په خپله اراده په دا کار سرته ورسوی


Masood was russian

Anonymous
25.02.2006

Masood was a Russian agent of KGB his grave must be pointed as a traitors grave and and his alliance including Rasheed Dostoomof and their friends must be detained and dragged and brought to the international court and the trail of Sarwari is also a good step but its not good that he is appointed just as a communst traitor all the high members of the parliament and governments ministers are perpitraitor and traitors ,also looters and killers . they are supported by international community which is injustice.
so every Afghan know who is Masoodof or Masood he was not hero nor he is but he is a traitor and he is neither a martyr, cause the person who killed him he was killed also by his body gaurds.


Anonymous
25.02.2006

افغان

احمد شا ه مسعود

اول غل وو بیا د غلا د کار استاد شو
ډاړه مار ، ډوب په کوهي کې د فساد شو
د قا چاقو او پوډرو کار ئې چوک کړ
د وطن دښمن ، په فکر د جهاد شو
د لا جوردو په سنګر کې اوسیده به
زمردو باندې جوړ ئې اقتصاد شو
چې ئې ورکړ امتحان د و ر ا نو لو
په غارت او په وژلو کې استاد شو
نه ترې زوړ پاتې امان کې شو نه ښځه
د وطن د اولادونو لوی جلاد شو
د پردیو په چوپړ کې لوی آمر شو
خپل ئې نه لرل نو ځکه لوی صیاد شو
تاریخي اثار ئې لوټ او څه سودا کړل
د وطن موزیم دده په لاس بر باد شو
د یوه خرڅ شوي مشر په وینا بیا
دا ملی خائین ، ملي قهرمان یاد شو


Anonymous
07.03.2006

ايا مسعود دملې اتل او ظاهرشاه د ملت دبابا د لقب وړتيا لری؟

سمندره وروره ښه سوال د مطرح کړی، خو زه يې ځواب ته حيران شوم.
زما په فکر بايد د ملی اتل او همدا راز د ملت د با با د لقب د ګټلو له پاره بايد يو مقياس په نظر کې ونيول شی.

د با با لقب خو هسې پريږده، هغه خو خوارکی ظاهر ته د ده د خدمتونو په مقابل کې د امريکې او انګليس تحفه ده. دا خو په زغرده امريکې او انګليس ته د ده د وفاداری او ملی ګټو ته د شاه اړولو معنی لری.

خو دا ملی اتل!
زه دا د فکر کولو وړ موضوع بولم.
ښايی چې د ځنځې په څير په دوه سره تګ کې موږ په افغانستان کی د احمد شاه مسعود په شان بل څوک ونه لرو چی هم له مجاهدينو او هم له شعله يانو، هم له روسانو او هم له فرانسويانو، هم له پاکستانيانو او هم له ايرانيانو سره په داسی مهارت د جاسوسۍ اړيکې وساتی چې هر يو فکر وکړی چې داخو اصلا د دوی نفر او اجنټ دی؟

د هيواد د ملی شتمنيو په چورولو او د خپلو وطندارانو او د سنګر د شريکانو ترمنځ د داسی تقسيمولو مهارت چې تر منځ يې کومه غټه شخړه را نه شی، هم زه بې له احمد شاه مسعود څخه په بل چا کې نه وينم

نور هم بايد ور باندی فکر وشی، ښايي چې رښتيا هم دا سړئ قهرمان ووزی!


hero

samander
14.03.2006

ميلمه صاحب سلامونه
زما يودوست څيړنه پيل کړی چه د اتل او بابا ملت په هکله د افغانانو نظريات را ټول کړی بيا يې دکتاب په بڼه چاپ کړی که ته يا نور دوستان علاقه لری کولۍ شی سره د خپل شناخت زمونږ خدمت ته را ډالۍ کړی ،ددراتلونکۍ نسل لپاره ضرورت ده دهر چا په نظر به راتلونکۍ نسل او تاريخ قضاوت کوی نه دکتاب خپرونکۍ٠په درنښت سمندر


Anonymous
14.03.2006

په افغانستان کی به دپښتنو ضد عناصر هم وي هسې نه چې له کتابه " پېغورنامه " جوړه نشي ٠ چېرې افغان غول څېړۍ که څنګه ؟
داسې نشي چې خپله لمن په سرواړوۍ


hero&nationalleader

samander
15.03.2006

سلامونه ميلمه صاحب ددغو دؤ تنو ملګری خو هسې هم ورته بابا او اتل وايې دا کتاب به له ازادو ليکوالانو او نورو چه دهغوی له بانډ پوری اړه ونلری که کومه ليکنه په استد لالون او دلائلو ولاړه نه نشې خپريدای با يد ددواړو د سياسۍ ژوند کړه وړه و تلل شې ځکه يو چا ته ملې اتل يا د ملت پلار لقب ورکول يوځې د ولسمشر صلاحيت نده په ولس کی با يد ټول پوښتنه تر سره شې وسلام


Anonymous
15.03.2006

وروڼوسلام٠
 نن صبادادوومره اتلان چی له هرخوا راټوکيدلی دادپښتنو دله لاسه٠
 داځکه چی پښتنو کښی نوره مالګه نه ده پاتی (غيرت به نه وايم څوک به خفه شی)
دخدای لپاره دادګوتو په" شمار چی ميګی" او" پلن پوځی " نن ميړونه شوی او
داسی نر په پښتنو کښی پيدا نه شو چی ددوی سابه ورپه مالګه کی٠ د سقاو ځوی نه يی  راته اتل څه چی پيغمبر جوړ کړۍ او موږ لا لګيا يو چغی
وهو چی ملی وحدت دۍ اومولی وحدت دۍ٠ 
کوم وحدت،په وطن يی رانه قبضه کړی٠ 
او مونږ لا بيده يو٠ 
يوه ورځ به وی چی بيا به راويښ شوی وو ،خو وخت به له وخته تير وی٠

مينه مينه 
زمرۍ ګوهر٠


Anonymous
15.03.2006

((يوه ورځ به وی چی بيا به راويښ شوی وو ،خو وخت به له وخته تير وی))
ولاوروره که ريښتيا راباندی وايې نوپه خدای چې بيدا ر پښتانه ؤ او شته خو خواران چې په جايزه يې ګټي د هغوی مادي زور نشته اوهغه پښتانه چې تش دغه نوم ورپوری دې دسوپرو پورې ماړه دي ٠ همدغسې پښتانه دپښتنو د پرمختګ مخه نيسي ٠ميروېس خان چې ښځونکو نر-ښځيو ايرانيانود سپي ګورجين (په افغانستان کی سور سپي ته هم ګورجي وايي اودانوم دهمغه بې وجدانه ګورجين له مردارېدو وروسته رواج موندلی ) اود درباري ايرانيولوونډ په تنګ کړ نواصفهان يې تری ونيو اوګورجين چې د پښتنو دقتل عام لپاره کندهار ته رسېدلی ؤ د مېړنو پښتنو غازيانو په لاس د خپلو سپوسره مردارکړ٠
خو دهغه له وفات څخه وروسته نورو پښتنو پاچاهانو د پښتنو په ګټه نه بلکه دخپلو شخصي ګټو لپاره دا غيور پښتانه برباد کړه ٠ داحمدشاه ابدالي زامنو اولمسو د پښتنو سره غداري وکړه ، پښتانه يې ټوټه کړه اودپښتنو ترمنځ يې دوښمنۍ راپيداکړې ٠ د څه لپاره ؟
دوی پخپل منځ کی دجګړو لپاره قزلباش اوپاردريا افغانستان ته راوستل او يودبل پرضد به يې استعمالول ٠ تيمورشاه چې د قزلباشو خورۍ ؤپايتخت له کندهاره کابل ته نقل کړ او دولس زره قزلباش يې کابل ته راوستل او نظامي اواداري واک يې ورکړ٠
ګيله د چانه پکار ده ؟

ډانګې


zor ger
18.03.2006

ښه پوهيږي خو خلک ته تکليف ورکوي دلامدو به څه لامده شي دا هم پوښتنه ده چه تا کړي ده له هندو نه وپوښته هم زړه به يي در باندي وسوځي له پاکستاني نه وپوښته هم درته به ووايي چه دواړه ددي غوره القتباتو دپاره غوره دي په ټول افغانستان کي د دوۍ په څير قابلي څيري نشته همدا درته اتل اوهمدا درته بابا ښه دي [size=18:c0614a2cf5][color=green:c0614a2cf5]که له انګريز نه دي دا پوښتنه وکړه ګونتنامو ته به دي بوځي[/color:c0614a2cf5][/size:c0614a2cf5] اوجرم به دي داوي چه دظاهر شا په بابا توب او دمسعود په اتلوۍ کي يي شک وه نور نو سم پوه شه کنه خرابوم دي [color=red:c0614a2cf5]ستاګونتنامو زلفو ښکيل کړه القاعدي ځوانان
سرپه تلي ځکه وړي پايي په همدي ځوانان[/color:c0614a2cf5]


thanks

samander
19.03.2006

زورګيره لقب خو دی د زمريانو په ځان ايښي خو موږ دډار تاويذ نشو درته کولۍ ښه به داوی چه دخپل ډار په اندازه يوی پو ښتنې ته ځواب ووايې،پکۍ[paki] څنګه درته محترم ده ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more