نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د القايدې او طالب په باب د امريکا او پاکستان تفاهوم
ع کريم حليمي
22.02.2006
درنو وړونو !
السلام عليکم !
که د سياست والو ، امريکا ، پاکستان او په مجموع کښي ائتلافي ځواکنو
سياسي الفاظو او کرارو او سلوک ته ځير شو نو داسي څرګنديږي چه
طالبان حدف نه دي ٠ اصلا القايده حدف دي
که غوږ ونیسوجنوبي وزيريستان کى د القايده په ضد پاکستان عمليات کوي
د طالب په نامه هيڅ عمليات پاکستاني عسکرو نه دي تر سره کړي
امريکا هم همدارنګه د القايدې په نامه عمليات کوي او ګواتانمو
ته هم د القايدې په نامه بنديان بېولي او بيايي
انګرېز هم د القايدې په نامه په باقي مانده ګروپونو پسي هڅي کوي
او په مجموع کښي ټوله ائتلافي ځواکونه
نن موږ وينو چه طالبان په بلوچستان کښي په ازاده پښه ګرځي
د ISI تر نظارت لاندي ، او امريکا هم ښه پوهيږي
مطلب دلته داسي دۍ چه امريکا او پاکستان هغه وخت توافق ته رسېدلي وه
کومه ورځ چه يي امريکاته اجازه ورکړه چه له خاوري او فضا څه ئې استفاده
و کړي ٠ داسي موافقه ئې کړې چه امريکا به يوازي او يوازي القايده له منځه
وړي او هغه طالبان کوم چه رئسًا د القايدې په خزب کښي شاميل ، يا هغه طالب چه و القايدې ته پناه ګاه ورکوي ٠ او په مجموع کي به طالب (د طالب غورڅنګ) له خطره خلاص وي
دغه سبب دۍ چه امريکا په ړنو سترګو ورته ګوري او پاکستان د طالب په باب
نوټ ، يادونه و پاکستان ته نه کوي ٠
يوازي او يوازي د افغانستان حکومت دی چه و پاکستان ته نوټسونه ورکوي
چه طالبان دی درګرځوه ٠
امريکا د القايدې نارې وهي ، افغانستان حکومت د اقايدې او د طالب
داسي معلوميږي چه امريکا قانوني حق نه لري چه پاکستان ته د طالب
د نيولو ږغ وکړي ٠ ولي چه دا ئې د اولي ورځي توافق وو
ستاسو اند څه دۍ ؟؟؟؟
Anonymous
22.02.2006
ښاغلو ميلمنو!
وحليمي صاحب ته سپکي ليکل ستاسو سره نه ښايي. که چيري ددي اند سره جوړ نه ياست نو په سړه سينه هرهغه څه چي په جوجري کي لرئ,وړاندي يي کړئ.
که نه نو دميلمه تر نامه لاندي ځان پټول او يوه ستر منځ لاري ديني پوه ته سپکي سپوري ليکل بي ادبي اوولوستونکو ته سپکاوی بولم.
په درناوي.
ميوند*هلمند*
Anonymous
22.02.2006
سلام
ميوندهيلمند صاحب ډير ښه زه په خپله هم دغه ستا په شان نظر لرم.
ډاکتر وطنمل
22.02.2006
[color=yellow:e3ecdeb96b]دروند او محترم حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
د ټول افغان اداره ډيره خواشينې د ه چې کوم پټ هويته ميلمه په خپله ليکنه کې بي ادبه لهجه کارولې او ناروا
توريې لګولی دی ..مونږ په دې توګه دغه ډول ليکونکو ته خبرداری ورکوو چې د٠خپلو يني عالمانو ، په تيره بيا
د محترم حليمي صاحب په څير د يوه ستر متشرع ، متدين او متقي استاد درناوی پر ځان واجب وبولي او پرې نږدي چې د شيطان په وسوسه او لمسون سره د هغه په وړاندې بيځايه او نامانوسه کلمات وکاروي . مونږ له مرتکب شوی ميلمه څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره له استاد حليمي صاحب څخه د خپلې تيروتنې بښنه وغواړي !
والسلام .[/color:e3ecdeb96b]
Anonymous
23.02.2006
[quote:e0e20563bb="وطنمل"][color=yellow:e0e20563bb].... مونږ له مرتکب شوی ميلمه څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره له استاد حليمي صاحب څخه د خپلې تيروتنې بښنه وغواړي !
والسلام .[/color:e0e20563bb][/quote:e0e20563bb]
وطمنل صيبه، ايا تاسو دغه ميلمه او ځيني نور لکه FaridOkhyar چی تل سپکی ليکي، د I.P. له مخی نه پيژنئ؟ هيله ده مونځ ته ئی هم په اصلي نامه
را معرفي او د هغو د راتلونکو سپکو سپاندو په هکله لازمي اقدامات ؤکری٠
مننه
Anonymous
23.02.2006
خوارکيه ! رښتيا چې خوارکۍ يې .
و طنمل خو قاضي ندی اوکه وي هم نو څرنګه يې ګير کړې ؟؟
که د انترنيت له دوکان ځخه يې خپلې ډزې ويستلې وي بيابه نو څرنګه کوو ???