نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عصمت قانع هغه څه ليکي چې نور تر بړستنې لاندې د ځان سره نه شي ويلی
Anonymous
21.02.2006
عصمت قانع د پښتو ادب په ميدان کې هغه وتلی څيره چې ډير بې استعداه او دنورو په ستاينو کې په مصنوعي توګه را ستر شوي ليکوال خوارکيان ورته له حسده ګوته په غاښ پاتې وي .قانع صيب هم د ژورناليزم په ډګر کې ، هم د لنډې کيسې او هم د شعر په ميدان کې داسې ځليږي لکه په توره شپه کې روڼ ستوری . د قانع صيب په ليکنه کې هم رښتيا او حقيقت شته ، هم جرت شته او هم هنر . ښايي دځنو محافظه کارو ليکوالانو د ا سبک خوښ نه شي ځکه هغوي په همدې محافغه کاريو کې خپل جيبونه ډکوي ، نه د ټولنې غم ورسره شته ، نه د ولس او نه د رښتينتوب . خو قانع صيب دې خدای ژوندی لري په ليکنه کې يې دومره قوت شته چې ډير ې مصنوعي څيرې او شخصيتونه به د خپل ولس په وړاندې بربنډ کړي . قانع صيب په چا هوايي او له حسده ډکې ډزې نه کوي ، هغه د حقايقو او د منطق په ژبه غږيږي . خپل سر يې په لاس کې نيولی خو حقايق نه شي پټولی او همدغه د متعهد ادب يوه ښه ځانګړتيا ده چې ښاغلي قانع صيب پښتو ادب ته ور په نصيب کړی دی . قانع صيب په دې ورستيو وختونو کې د ټول افغان پاڼې ته راغلی او تر اوسه يې دوه ليکنې او يو شعر ويلی چې هر څومره يې څوک لولي په لوستلو يې نه مړيږي .، د قانع صيب ليکنې په لاندې ادرسوونو کې ولولی او بيا قضاوت وکړی چې زما نظر څومره په ځای دی .١_ ادرس _ د ملت د کلمې بازار ٢_ ادرس _ د ټکو دوکاندار ٣_ ږيرور په پارلمان کې ( شعر )
http://www.tolafghan.com/fullstory.php?id=3694
http://www.tolafghan.com/baheer/karakathana/karakathana.php?id=3617
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=1863
Anonymous
21.02.2006
شاغلى توپانه سلام
وايي يوه ړانده ګنډونكى يا خياط ته يو ټوكى شاعر ورغى او ورته ويي ويل
چى دايو ه چپنه مى ښه راته وګنډه نو زه به دعا درته وكړم او دادعا به د
شعرپه خوږه ژبه كى وى ګنډونكى چپنه ډيره ښه په خوند ورته وګنډله
چى كله يي له شاعرنه ددعاغوښتنه وكړه هغه دا شعر ورته ووايه
[color=darkred:188fe092d2] خاط لى عمرو قبا * ليت عيناه سوا[/color:188fe092d2]
يانى ماته عمرو ښه چپنه وګنډله كاشكى سترګى يي سره برابرى واى يانى خداى دى سترګى سره يوشى كړى 0
په دى شعر كى دعلم البديع يو صنعة شتون لرى چى هغه (مدح بما يشبه الذم)
بلل كيږى نو دا پورته شعر ښيرا هم كيدى شى او دعا هم
نوشاغلى توپان صيب د قانع په اړه چى تا كومه ليكنه كړى ده په هغه كى خو دى
دده ستاينه كړى ده خو په عنوان كى خو دى دبيچاره كار وركړى دى نو نه پوهيږم چى
په شعورى توګه به وى او كه به دلا شعور كار وى
هوكى دا حقيقت دى دقانع صيب په لنډو كيسو كى دومره چټيات او بيلمازه خبرى
وى چى ممكن بل حيالرونكى ليكوال به يي دبړستنى لاندى له ځان سره دويلو جرئت هم ونه كړى
نو شاغلى توپان ستا دليكنى په عنوان كى دعلم البديع دا پورتنى صنعة پروت
دى او زه يو لوستونكى يم دا مى ورنه وفهموله اوستا په نيت يو الله خبر دى
Anonymous
21.02.2006
zinda bad qani
qani zmoong rahber dai
qani zmoond leader dai
mong ta de khomar pa wakht ki
behter tar charso aw jani waker kai
qani de tal zhwandi wee.
tal de wee qaai aw deda pa shan pashtana kakagan
Anonymous
14.03.2006
كه ريښتيا ووايم د قانع له ليكلو د ډېر وخت راهيسې چې قانع مې هيڅ ليدلى هم نه و د مهاجرت پر مهال دشپږم ټولګي زده كوونكى وم چې چا د قانع ساندې په نغمو كې راكړې وې.
كله مې چې د ده لنډې كيسې او نورې ليكنې واوريدې ډېرې مې خوښې شوې خو كله مې چې قانع وليدو هغومره مې بيا خوښ نه شو.
قانع ريښتيا هم بې پروا او هغه د اردو ژبو خبره نډر ليكوال دى خو كاشكې مو په كابل كې درلودى چې د ځينو خلكو ځواب خو يې ښه په نره ويلى واى.
په كابل كې پښتانه ليكوال د ډېر مضراحتياط له مخې والله كه نه ښو ته ښه وايي او نه بدو ته بد.
كاشكې مو قانع په ملي شورا كې واى چې په نره يې خپله خبره كړى واى.
دا نور خو ايله خوبونه كوي.
Anonymous
21.03.2006
قانع صيب دې تر ډيره راته ژوندی وي ، که د قانع غوندې يو څو نور ليکوالان پيداشي باور وکړی چې د پښتو ادب سوليدلي کليشې به له منځه لاړې او ځای به يې هنري ښکلا ونيسي