نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عصمت قانع هغه څه ليکي چې نور تر بړستنې لاندې د ځان سره نه شي ويلی
Anonymous
21.02.2006
عصمت قانع د پښتو ادب په ميدان کې هغه وتلی څيره چې ډير بې استعداه او دنورو په ستاينو کې په مصنوعي توګه را ستر شوي ليکوال خوارکيان ورته له حسده ګوته په غاښ پاتې وي .قانع صيب هم د ژورناليزم په ډګر کې ، هم د لنډې کيسې او هم د شعر په ميدان کې داسې ځليږي لکه په توره شپه کې روڼ ستوری . د قانع صيب په ليکنه کې هم رښتيا او حقيقت شته ، هم جرت شته او هم هنر . ښايي دځنو محافظه کارو ليکوالانو د ا سبک خوښ نه شي ځکه هغوي په همدې محافغه کاريو کې خپل جيبونه ډکوي ، نه د ټولنې غم ورسره شته ، نه د ولس او نه د رښتينتوب . خو قانع صيب دې خدای ژوندی لري په ليکنه کې يې دومره قوت شته چې ډير ې مصنوعي څيرې او شخصيتونه به د خپل ولس په وړاندې بربنډ کړي . قانع صيب په چا هوايي او له حسده ډکې ډزې نه کوي ، هغه د حقايقو او د منطق په ژبه غږيږي . خپل سر يې په لاس کې نيولی خو حقايق نه شي پټولی او همدغه د متعهد ادب يوه ښه ځانګړتيا ده چې ښاغلي قانع صيب پښتو ادب ته په نصيب کړی دی .