نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زه نور ځان ډنمارکی نه بولم
Anonymous
20.02.2006
زه نور ځان ډنمارکی نه بولم
څومره چې علم او ټيکنالوژي ترقي کوي، اخلاقو ته د انسان اړتيا هم زياتيږي. او له ودې او پرمختګ سره سره د پېغمبرانو اخلاقي اوامرو ته پام هم ضروري دی ځکه چې نوې نړۍ انسان ته يوازې نوې وسائل او اوزار ورکوي دا يوازې اخلاق دي چې د ناوړه استفادې مخه نيسي.
د جرمونو، جنايتونو، فساد، تباهي، قتل او ځان وژنې د شمېر زياتوالی د همدې حقيقت ښودنه کوي که په يوې ټولنې کې اخلاق نه وي، علم او ټيکنالوژي د انسان د سعادت او ارامښت ضمانت نشي ورکولی بلکی ښکيلاک ګر او زبيښناک ګر علم او ټيکنالوژي د ځان لپاره استعمالوي. په لکونو خلک بې کوره کوي، حقوق يې چخڼې کوي او هغوي په وينو کې ليت پيتوي.
هغه يوازينی عامل چې د انسان سرکښ روح او طوفاني جذبات کنټرولولی او له علم او صنعت د سوله ايز ژوند لپاره استفاده کولی شي. حقيقي اخلاق دي چې بنياد يې په خدای باندې حقيقي ايمان دی
يوڅوورځې مخکې د ډنمارک په يوه ورځپاڼه کې د ګران پېغمبر (ص) د نوم مبارک لاندې يو کارټون چاپ شوی وو چې په دغه کار کولو سره نه يوازې اسلامي نړۍ و قهرېدله بلکې د ډنمارک هغه وګړي چې مسلمانان دي پدې کار کولو سره يې د خپل هېواد سره او د خپل هېواد د وګړو سره کرکه پېدا شوه
دا لاندې ليک د يو ډنمارکي مسلمان ماشوم دی چې پدې سر ليک پېليږي
زۀ نور ځان ډنمارکی نه بولم!
زما نوم اريس محمد دی زۀ په کوپنهنګن ( ډنمارک د ښار نوم) کې زږېدلی يم عمر مې شپاړس 16 کاله دی هغه کارټونونه چې د ډنمارک په ورځپاڼه کې د ګران پېغمبر (ص) د نوم مبارک لاندې چاپ شوي وو موږ مسلمانانو ته يې ډېر درد سولی دی دا کوم عادي کار ندی چې څوک يې له پامه وغورځوي
دغه ماشوم په خپل ليک کې د ډنمارک په لومړي وزير غږ کوي
ښاغلی لومړی وزير راسموسين که د مسلمانانو نه بخښنه ونۀ غواړي نو ځان ته به ډېرې ستونزې وزېږه وي
دغه ماشوم په خپل ليک کې هغه مسلمانان چې يوازې د کارټون نه خبر دي او د دېنه ندي خبر چې دننه په ډنمارک کې په مسلمانانو او په اسلام باندې څنګه ملنډې وهل کېږي خبره وي
زموږ ښونځي ته مخامخ په يو دېوال اسلام پسې يوه کنځل ليکل شوې ده او بيا يو څو قدمه وړاندې يو ډنمارکي په جدي ډول په يوه ټوټه باندې اسلام پسې سپکې سپورې ليکلي دي
ژوند او مننه اريس محمد