د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داي لابله ........؟!

Anonymous
19.02.2006

درنو وروڼو ليږ داهم و لولئ
د ايټاليا يو وزير داسلام پيغمبر (ص) ته منسوب شوي كارټونونه په يو كميس كې رسم كړي دي

د ايټاليا د اصلاحاتو وزير رابرټو كالډيرولي يو كميس ( ټي شرټ ) يا يخن قاغ جوړ كړى دى چې د اسلام پيغمبر حضرت محمد مصطفى صلي الله عليه وسلم ته منسوب شوي كارټونونه په كې انځور شوي دي .د ايټاليا د اصلاحاتو وزير دغه حركت د صدر اعظم برليس كوني حكومت شرمولى دى .د رويټرز خبري اژانس رپورټ وركړى چې وزير كالډيرولي د مهاجرت ضد شمالي تړون په نامه د يو ګوند غړى دى .وزير (اې اين ايس اې ) خبري اژانس ته وويل چې غرب بايد د اسلامي تندلارۍ په وړاندې ودريږي او زياته يې كړه چې دغه كميس په هغو خلكو ته ډالۍ كړي چې دده ملاتړ وكړي .له دې وړاندې د ډنمارك او لويديځ نورو هيوادونو په مطبوعاتو كې يو شمير كارټونونه چاپ كړل او د اسلام پيغمبر محمد عليه الصلوت والسلام پورې يې منسوب كړل چې د مسلمانانو يې په وړاندې ټوله دنيا كې مظاهرې وكړې او د هغو هيوادونو بيرغونه يې وسوزول او په ځنې هيوادونو كې سفراتونو ته اور ورته كړ چې ورځپاڼو يې دغه كارټونونه چاپ كړي وو . د ايټاليا د هيواد دې وزير ټينګار كړى دى چې دغه كميس ( ټي شرټ ) چې كارټونونه په كې رسم شوي دي نن اغوندي .د ايټاليا لومړي وزير برليسكوني د رابرټو كالډيرولي نه غوښتي دي چې اعتيدال خپل كړي او چوپ وواوسي خو وير ويلي دي چې كله هم حاضر نه دى چې چوپتيا خپله كړي .

په دی هکله د نورو نړيوالو خبررسنيو رپورنه لاندي وګوری

http://news.yahoo.com/s/nm/20060214/wl_nm/religion_cartoons_italy_dc_1

http://www.asiamedia.ucla.edu/article.asp?parentid=39188

(دبينوا له ويب پاڼى نه په مننه )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more