نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
چارسدې ته د کرزي سفر
Anonymous
19.02.2006
چارسدې ته دکرزي تګ دملت پالنې او پرپوله داغزن تار نه منل دنوموړي دهیوادپالنې هغه دوه ژوندئ بیلګې دي، چې ښایی ډیرو هیوادوالو به اوس درک کړي وي. کله ناکله خو مونږ پرکرزي بیچاره خپل زړونه تش کړو، او دپښتنوسره په نه همغږئ یی تورنوو خو په دا وروستیوو کې چې مونږ ولیدل نو ښاغلی کرزي هغه څه وکړل چې ډیرې بې ځوابه پوښتنې یی ځواب کړی. اوس نو پښتنو ته په کار دي، چې خپل دغه یواځنې ولس مشر چی دافغانستان دخونړیوو لسیزو په وروستیوو کې دافغان ولس په برخه شوې د یو مدبراو ځیرک مشرپه توګه وپیژني، که دهرچا لخوا راوستل شوې خو دوطن پالنې احساس یی والله په تندي کې ځلیږي، زه سوګندیادووم چې پاکستان ته دکرزي دغه وروستۍ سفراو بیا چارسدې ته تګ، نه یواځې پاکستاني حاکمان په ویره کې اچولي، بلکه هغه کړیوو چې دهیواد په دننه کې یی ښاغلي کرزي ته پښتانه راپاڅولي وواو پرضد یی کله ناکله لیکنې او ویناوې کولې یوڅه ټکني کړل، له دغو څو کرښوڅخه زما موخه دانه ده چې زه دې کرزې اوس پرښته وګڼم، بلکه هغو پښتنو ته یوه نغوته وکړم چې ایاپه دا وروستیوو کې مو داسې ولسمشرلیدلې چې دهرچاله طبیعیت سره سم چلن وکړي، او په حوصله له حالاتو سره سازش وکړي، راځۍ چې وۍ ننګوو او ورسره خپل نوې ملاتړ اعلان کړو، یواځې داسې نه ده چې ګوندې مونږ ورته دولسمشرۍ په ټاکنوکې رایی ورکړې او اوس هرڅه دهغه پراوږ و ور واچوو او ورته همدا یو دړیدنګ پیل کړو، چې ژمنې دې پوره نه کړې دا او دا.... تاسې ماته وښایاست چې همدا کرزې نن له واک نه لرې شو ځائ به یی څوک ونیسي، ستاسو په نظر په افغانستان کې دپښتنو په لیکه کې داسې وړ هستي بله کومه یوه ده چې داتشیال ډک کړي؟ لږ ترلږه خو مونږ باید داسې یو بدیل ولرو چې دکرزي له تګ سره سم ورته رایه ورکړو،ملاتړ یی وکړو ، زه پوهیږم چې ځنې حلقې نه غواړي په افغانستان کې مدبراو ځیرک پښتون دواک پرګدۍ ناست وي. داحلقې نه یواځې بیرونۍ تړاو لري بلکه دننه دتعصب په دیګ کې هم پاخه شوي، ان دا چې دکرزي په خواو شا کې یی هم اډې جوړې کړي، داکرزې دې چې ورته ټینګ دې که نه بل کوم پښتون مشرواۍ ، وخته به دتعصب په میچن کې دل شوې وائ. نو ښه خبره داده چې له وخت نه ګټه واخلو، خپل پښتون مشر په خپله دروند کړو، نه داچې دنورو په تمه یی پریږدو، که نه ، وخته ورته دشمال یارانو دپارلمان کمین نیولې. نور مو خپله خوښه.
مساپر
افریقا
pattang
19.02.2006
مسا پره سلام عليکم !
لکه نور اکسريت د پښتنو ډير ساده سړې يې او دغه سادګي د پښتون دقوم زوال ده او هم وه٠
کرزی په قوم پښتون ، امريکايانو په قدرت را ووست، ايا امريکايان د پښتنو دوستان دي ؟؟ ٠
نه !! دا ټولې سياسي مداريګيري دي ٠
له کرزي څخه خو مخ کې رباني چار سدې ته ځان ورساوه ايا رباني د پښتنو دوست دی ??
وروره! هغه 13000 تنکي ځوانان د هير شول چې امريکايانو او شمالي ټلوالو ژوندي
په خاورو کې خښ کړل ??
که کرزی ، نه يواځي دپښتنوپه ګټه، بلکې خپل اساسي قانون تطبيقه وي ،نو ولې پښتنو
کچنيانو ته دخپلې مورنۍ ژبې حق نه ور کوي ?? نو ولې پښتون زيږي او پاړسيبان لوئيږي ??
ولې د پښتون قوم په ملي وياړو پښې ايښودل کيږي او هره ورځ سپکيږي ??
نه!!! کرزی ګوډاګی اجنټ او د ستميانو مذدورد ی يو غل سړی دی چې وخت پرې
تنګ شي له خپلې اجڼټې کابينې سره به امريکا ته مڼډې وهي٠
ولې کرزی چارسدې ته لاړ ??
- کرزی د امريکايانو او مشرف له مشورې ځخه وروسته چارصدې ته لاړ او هغه
ددې لپاره چې کوزاو بر پښتانه غلط کړې او هغه پښتانه دځان خواته را واړه وي
کوم چې هغوی طالبانو ته نيک نظر لري اودطالبانو سره مرستې کوي ٠
دافغانستان په اشغال نه يواځې تنګنظره اسلامي ګوندونه بلکې ملي او ازادي
غوښتونکي پښتانه هم ډېر غمجن او ساړه اسوېلي باسي ٠
نالت دوي په کرزي او دهغه په غله ، بې استعداده رشوت خوره کابينه
نالت دې وي په هغوی چې په کار نه پو هيږې او ملت ته خيرات شوې
مرستې په خپلوجيبونو کې اچوي.
.
دپښتنولي په مينه پتنګ
Anonymous
20.02.2006
پتنگه
خداى که ستا په څير پښتانۀ لري زموږ يوه به هيڅ کله دوه نه شي .
د مساپر منطق او خبرې د پام وړ دي .
په سياست کې پښتو نه چليږي چې هر څه سپين او تور درته ښکاره شي .
پښتانۀ که وروسته پاړسي وايي دا د کرزي گناه نه ده ستا د پښتنو گناه ده چې خپلې ژبې او خپل کلتور ته اهميت نه ورکوي .
گل ( خو ستا غوندې پتنگانو نه ليرې )
pattang
20.02.2006
گل سلام عليکم !
خدای پاک دې حق ته ګل او باطل ته اغزی کړه ٠ په دا اوس وخت کې دې خدای ستا
غوندې ګلان د پتنګ په برخه نکوي٠
يو څو خبرې ته خو اوښيار سړی يې زرپوهېږی ?
په هغه سياست دې نالت وي ، چې په هغه کې پښتون قوم سپک او حق يې خوړل
کيږي ٠ پښتون چيرې پښتو ووايې په ستورګه کې او که په ښونځي کښې ??
په غوجل او ستورګه کې خو يې وايې خو په ښونځي کې ځوک حق نه ورکوي ٠
بيناموسان پښتانه چې پاس ناست دي هغوی په پيسو لکه د مردارې ټپوسان
لګيا دي او خپل ننګ او نا موس يې نورو ته خوشې کړي دي ٠
ته ليکې:
[quote:b7bdc3289c][color=brown:b7bdc3289c]پښتانۀ که وروسته پاړسي وايي دا د کرزي گناه نه ده ستا د پښتنو گناه ده چې خپلې ژبې او خپل کلتور ته اهميت نه ورکوي[/color:b7bdc3289c][/quote:b7bdc3289c]
ستا دې پورتنۍخبرې خو زما ډير اعصاب راخرابه کړل :
کرزی ددې مسئول ندی چې په بازار او کوڅه کې څوک په کومه ژبه خبرې کوي.
خوکر زی او دهغه کابينه له ټولو محتوياتوسره ددې مسئولين دي چې په دفترونو
کې په کومو ژبو ليکنې بېله تعصبه وشي او په ښوونځېو کې په کومو ژبو درس ورکړل شي٠ دکرزي حکومت د قانونې اساسې دعملي کولو مسئوليت لري٠
څنګه ? اجرايه او مقننه قوه دکرزي په لاس کې دي او که د کرزي د خارجي او داخلي
بادارانو په لاس کې ؟؟
ښه به نوي چې کرزی د يوه هيواد دوست انسان په ډول استعفا وکړي تر څو چې ملت له غلولواو دالري خوبونوځخه را بيدار او داشغالګرو سترګي لږ هم وشرميږي ??
نالت دې وي په بېغېرتو او بېکارووګړو چې دملت غوښې خوري.٠
نالت دوي په هغو چې دغلامي ژوند کوي او په ټيټو سترګو ډوډۍ خوري٠.
دپښتنولي په مينه پتنګ
[quote:b7bdc3289c="گل"]پتنگه
خداى که ستا په څير پښتانۀ لري زموږ يوه به هيڅ کله دوه نه شي .
د مساپر منطق او خبرې د پام وړ دي .
په سياست کې پښتو نه چليږي چې هر څه سپين او تور درته ښکاره شي .
پښتانۀ که وروسته پاړسي وايي دا د کرزي گناه نه ده ستا د پښتنو گناه ده چې خپلې ژبې او خپل کلتور ته اهميت نه ورکوي .
گل ( خو ستا غوندې پتنگانو نه ليرې )[/quote:b7bdc3289c]
Anonymous
20.02.2006
ګرانولوستونکو سلام٠
وروسته بياښاغلۍپتنګ
يواځی په کرزی اوپه کابينۀ هيڅ نه کيږی، دا دټول ولس دحق موضوع
ده او ټولوته په کار ده چی يو ځای لاس په کار شو او خپل حق تر ګوتو کړو٠
ښه لارۀ دحل داده چی ټول پښتانه دی يو ځايی را جيګ شی اواعتصاب دی
وکړی،جګړه دی نه کوی ٠
هغه داسی چی مشران دی وظيفو ته نه ځی،ماشومان دی ښونځيوته نه ليږی، تر څوچی دا نيمګړی دولتی چاری په ټپه ودريږی،او دريږی هم هغه ځکه چی
پښتانه د هيواد له څلورونه دری برخی جوړوی نوددی عمل درد په هماغه اوله
ورځ څه چی ساعت احساسيږی،نو بيا يی ګوره چی څه کيږی٠
په يواځی پاړسيوانانو دی ديوی ولسوالی چاری هم نشی سمباليدی نوهله به
ددی پته هم ولګيږی چی موږپښتانه اکثريت ٧٠ اويا ٧٥ فيصده يو او که د
ستميانو په خوله ٣٠ فيصده يو٠
ښاد او اباد اوسی٠
ستاسی همدرد٠