د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتوژبه اود فبروري ١ ٢ نېټه

Anonymous
18.02.2006

[color=blue:dac74e36ab]وطنمل :ګرانو ، درنو او منلو لوستونکو !
ښاغلي عباالهادي حيران د پښتو ژبې په اړه يو ه مفصله علمي او ډيره په زړه پورې ليکنه د ټول افغان د لومړي مخ د مقالو په برخه کې خپره کړې ده . مونږ يې د بحث او سمانديزو (منطقي) خبرو اترو له پاره دلته راليږدوو ، څو خپل اندکوت (نظر) پرې څرګند کړئ . په پښتنې مينه ، درنښت او سلامونو![/color:dac74e36ab]

.......................................................[color=red:dac74e36ab]يويشتمه فروري او پښتو ژبه[/color:dac74e36ab]
ژبه د يو قام پېژندګلو او د قام د ژوند د ټولو اړخونو مهم بنسټ وي. د ژوندو قامونو ژبې تل ژوندۍ وي. ځکه چې د قامونو د تاريخي ژوند ثبوت د هغوی د ژبو ادب، ثقافت او تعليم وي. د نړۍ د لويو تهذيبونو په لوئي والي کې د هغوی ژبو ډېر مهم رول لوبولى دى. د همدې بنسټ په سبب په نړيوال کچ د مورنۍ ژبې اهميت او ضرورت منلى شوى دى ځکه چې د مور غېږه د هر انسان د زده کړې لومړى ښوونځى او مورنۍ ژبه يې لومړۍ زده کړه ده. د نړۍ د پوهه او پرمخ تلليو قامونو لپاره دا خبرې اوس زړې او د بحث ضرورتمندې نۀ دي خو زمونږ ټولنې چونکې د ناپوهۍ، نا اهلۍ، بې لارې سياست او د قامي شعور د نشتوالي له کبله هغه د چا خبره د زمکې نه تر بلۍ د ارتقاء سفر هم لا نۀ دى کړى نو زمونږ لپاره نن تر هر څۀ زيات مهمه مسئله همدا ده. دا هم د ملګرو ملتونو مهرباني ده چې يويشتمه فروري يې د مورنۍ ژبې ورځ وټاکله او مونږ ته يې دا موقع په لاس راکړه چې د خپلې ژبې پښتو د ورځ په توګه يې ولمانځو او خپل غم پکې وژاړو.
په نړيواله کچه د مورنۍ ژبې د دې اهميت د محسوس کېدو باوجود زمونږ حکومتونو سترګې پټې کړي او غوږونه کاڼۀ کړي دي او د قامي ژبو د استحصال لپاره قامي جبر ښۀ په شدت سره جاري و ساري دى. د دې يوه لويه وجه دا هم ده چې کوم قامونه د دې استحصال او جبر ښکار دي هغوی د دې خلاف د ځان خوزولو څۀ نوم قدرې هم نۀ اخلي. چې وجه يې په ملي کچ د سياسي شعور نشتوالى هم کېدلاى شي او زمونږ د مشرانو او سياستدانانو نا اهلي او خود غرضي هم. مونږ د همدې مقصد په خاطر کال په کال او ځاى په ځاى په دې هکله سيمينارونه او غونډې کوو تر څو عام او خاص خلک د خپلې مورنۍ ژبې په اهميت پوهه شي او ضرورت يې محسوس کړي.
د ملګرو ملتونو لخوا د دې ورځې د ټاکل کېدو پس منظر دا دى چې کله د متحده پاکستان حکومت په مشرقي پاکستان (اوسني بنګله دېش) کې اردو سرکاري ژبه وګرځوله نو بنګالي عوامو عموماً او بنګالي زده کوونکو خصوصاً د دې خلاف احتجاج وکړو او د بنګالي ژبې د سرکاري ګرځولو غوښتنه يې وکړه. حکومت د دې جايزې غوښتنې د منلو په ځاى د کال ١٩٥٢ء د فرورۍ په يويشتمه نېټه د بنګالي زده کوونکو په يوه احتجاجي مظاهره ډزې وکړې او يو شمېر معصوم زده کوونکي يې شهيدان کړل. بنګاليانو د يو ژوندي قام په توګه د دې ظلم او جبر مقابله جاري وساتله اَن تر دې چې خپله خپلواکي يې وګټله. او د ښاغلي سليم راز په قول چې "کومو (پنجابي) حکمرانانو بنګالي ژبه نۀ منله هغوی د بنګله دېش په منلو مجبور شول."
ملګرو ملتونو د يويشتمې فرورۍ ورځ د دغو بنګالي شهيدانو په ياد کې د مورنۍ ژبې ورځ وټاکله. دغسې يو طرفته په نړيوال کچ د مورنۍ ژبې اهميت ښکاره کړاى شو او بل طرفته د هغو بنګالي شهيدانو قربانۍ ته يو نړيوال درناوى ورکړاى شو چې د نړۍ په تاريخ کې د تل لپاره محفوظ شو.
نن چې مونږ دا ورځ د پښتو ژبې د ورځ په توګه لمانځو نو هم مقصد يې دا دى چې پښتو د يو لوئي او تاريخي قام ژبه ده او پښتانۀ د پاکستان يوه مهمه او د افغانستان يوه لويه برخه ده خو متاسفانه چې په پاکستان کې د پښتو هيڅ سرکاري حيثيت نشته. بلکې سرکاري وسايل د پښتو په ضد استعماليږي. او په افغانستان کې د پښتو حيثيت د يوې اقليتي ژبې (دري) سره يو برابر ګرځولى شوى دى. د پښتنو له خوا په عام او لوئي کچ د دې خلاف تر اوسه پورې کوم ډول موثر احتجاج مخې ته نۀ دى راغلى. نو د دې ښکاره مطلب دا شو چې مونږ په سياسي شعور او قامي فکر کې د نورۍ نړۍ نه خو لا څۀ چې د بنګاليانو نه هم سل (١٠٠) کاله وروسته يُو.
د پښتو او پښتنو په مينځ کې د دومره اوږدې فاصلې وجوهات هم ډېر دي. وئيلى شي چې پښتو پنځه زره کاله زړه ژبه ده. پښتانۀ ډېر ځله په اقتدار کې هم راغلي دي خو د پښتو ژبې په افغانستان کې د لږ محدود وخت او پخواني رياست سوات څخه پرته چرته هم سرکاري سرپرستي نۀ ده شوې. پښتو تل په مذهبي توګه د عربۍ او په سياسي توګه د فارسۍ او د پاکستان د جوړېدو نه وروسته د اردو د اثر لاندې ساتلى شوې ده. او له يوې لارې او بلې لارې د پښتو سره داسې سلوک شوى دى چې کله کله عام پښتانۀ د خپلې ژبې نه بدظنه شوي هم دي. رياستي ادارو همېشه د پښتو خلاف داسې مذهبي، سياسي او نفسياتي حربې استعمال کړي دي چې پښتانۀ پرې د خپلې ناپوهۍ له وجې دوکه شوي دي. اوس ځينې خلک په دې هيله دي چې پښتانۀ ورو ورو تعليم ته متوجه کيږي نو پوهه به شي. خو اصل خبره دا ده چې په خپله ژبه کې نۀ وي هغه ته تعليم وئيل د تعليم سپکاوى دى. ځکه چې د نړۍ ټول پوهان په دې خبره متفق دي چې لومړنۍ زده کړې په پردۍ ژبه کې انسان د ناقابلِ علاج احساسِ کمترۍ ښکار کوي او داسې انسان بيا په خپل پوره ژوند کې هيڅ قابلِ ذکر کار نشي کولى. او عالي زده کړې په پرديو ژبو کې حاصلوونکي ښۀ تعليميافته خو جوړېدلاى شي ولې ښۀ انسانان هيڅکله هم نۀ.
زۀ د دې ليک د اوږدولو لپاره په هغه اوږد بحث کې نۀ پرېوځم چې کومو کومو خلکو د پښتو استحصال په کومه کومه طريقه کړى او عامو پښتنو او د پښتنو مشرانو او دانشورانو د خپلې ژبې لپاره څۀ څۀ کړي دي!!؟ بس په يوه عامه او ساده طريقه د دې خبرې وضاحت کول غواړم چې هر قام ته پکار دي چې په خپله ژبه فخر وکړي او د خپلې ژبې ضرورت او د نورو ژبو احترام وپېژني.
د دې خبرې د وضاحت لپاره د انساني ژوند د هر اړخ نقطه نظر بالکل واضح او د هر چا په پوهه کې د راتللو والا دى. د مثال په توګه کۀ مونږ دې ته په مذهبي نقطه نظر وګورو نو الله پاک هر قام ته پېغمبر او خپل پېغام د هغه قام په ژبه کې لېږلى دى. په مذهبي حواله د دې نه لوئي او اسان دليل بل نشي کېدلاى. او داسې ضروري هم ده، ځکه چې د انسان يو فطرت هم دى د کوم ترمخه چې، انسان کۀ هر څومره عالم او فاضل شي خو د خپل ما في الضمير اظهار چې هغه په کومه ښه طريقه پخپله ژبه کې کولاى شي، په بله ژبه کې يې نشي کولاى. په شرط د دې چې زده کړه يې هم په خپله ژبه کې کړې وي.
نن زمونږ دين اسلام دى او د مبالغې تر حده په دې فخر هم کوو چې پښتانۀ من حيث القوم ټول مسلمانان دي خو سوال دا دى چې څو فيصده پښتانۀ په اسلام پوهېږي؟ نن چې د علم او د پوهې دور دى. زمونږ عالمان وائي چې د ژوند د ټول نظام لارښودنه په قران پاک کې شته. خو زمونږ په ټولنه کې به د عالمانو څخه پرته اعشاريه يو فيصد خلک هم داسې نۀ وي چې د قرآن پاک په صحيح تلفظ تلاوت کولاى شي او په معنى يې هم پوهېږي. هرکله چې قرآن پاک يو الهي پېغام دى، د پوره ژوند نظام دى او د تمامو ښو بدو لارښودنه ده نو پوښتنه دا ده چې ايا د هر عام او خاص، سړي او ښځې، لوئي او ماشوم، امير او غريب لپاره په دې پوهېدل لازمي نۀ دي؟ کۀ څوک يې ضروري نۀ ګڼي نو دا خو د دې لوئي کتاب د مقصد، اهميت او ضرورت نفي کوي. او کۀ لازمي دي نو بيا پرې ولې څوک نۀ پوهېږي؟. وجه يې دا ده چې ټول قام له په عربۍ پوهېدل ناممکن دي او د پښتو کولو کوشش يې کُفر ګڼلى شوى دى. او دا حال يواځې د پښتو نۀ دى بلکې د دې سيمې ټول قامونه او ژبې د دې صورت حال سره مخ دي.
کۀ په تعليمي حواله يې جايزه اخلو نو، لکه چې وړاندې مې ووئيل، د هر انسان لومړى پوهنځى د مور غېږ ده او لومړۍ زده کړه يې مورنۍ ژبه ده. د سائينسي معلوماتو ترمخه د زيږون په وخت د ماشوم ذهن د شيشې په شان صفا وي. څنګه څنګه چې ورځې تيريږي نو د هغۀ ذهن د خپل کور، ماحول، کړۀ وړۀ، ژبه او طور طريقې قبلوي. د پښتو په موجوده اکثريتي ټولنه کې ماشومان د اوۀ نه تر لسو کالو په عمر کې په مکتب کې داخلولى شي. دغه عمر پورې د ماشوم ذهن د ژوند يوه برخه عِلم د خپل کورني ژوند د مطالعې او مشاهدې له لارې حاصل کړى وي او په ښۀ پرمختګ کې وي. دغه وخت کۀ د سکول د تعليم سلسله په بله ژبه کې وي نو د ماشوم په ذهن داسې بد اثر پرېباسي چې هغه ترېنه بيا ټول عمر ځان نشي خلاصولاى.
ظاهره ده چې دغه وخت د ماشوم لپاره دوه کارونه لازمي شي. يو تعليم حاصلول او دويم يوه بله ژبه زده کول. د دې دواړو کارونو بوجهـ دومره شي چې ماشوم په دواړو کې د يو کار هم نشي پاتې. ښاغلى سعيد ګوهر د دې مثال داسې ورکوي چې کله يو ماشوم ته ب بکري وئيلى شي نو هغه د دې توري په زده کولو کې د ډيرو ستونزو سره مخ کيږي ځکه چې په دې نۀ پوهېږي چې بکري څۀ شى دى. خو کۀ ورته ووئيل شي چې ب بيزه (وزه) نو د هغۀ به سمدستي ياد شي ځکه چې بيزه هغه پېژني. همدا وجه ده چې د نړۍ ټول پوهان او دانشوران په دې خبره زور ورکوي چې ماشوم ته دې تعليم د هغۀ په مورنۍ ژبه کې ورکړاى شي. د پر مخ تلليو قامونو د ترقۍ او کاميابۍ يو راز دا هم دى چې هغوی په خپله ژبه مطمئن او تعليم يافته دي. او زمونږ د ناکامۍ او وروسته پاتې کېدو د ډېرو نورو وجوهاتو سره سره يوه وجه دا هم ده چې زمونږ تعليمي نظام بې بنياده دى. د دې بربادۍ يو لوئي مثال زمونږ په ورځني ژوند کې د هر چا مخې ته دى. چې دولسم نه فارغ پښتون ځوان ته د پښتو څه ليک ورکړه نو هغه زر ووائي " مړه په دې زۀ نۀ پوهېږم". بيا ورته په اردو کې د څۀ ليکلو ووايه نو داسې اردو به وليکي چې يوه پښه به يې يو طرفته روانه وي او بله بل طرفته. د اردو د تذکير او تانيث سره به هغه هغه لوبې وکړي چې اِنا لِلهِ وَ اِنا اِلَيْهِ راجِعُون وئيلو ته به دې زړۀ وشي. يعنې نۀ پښتو نۀ اردو. په نورو ټکو کې نۀ د دين نۀ د سادين. د دې سلسلې يوه دلچسپه خبره هم راته راياده شوه. تقريباً څلور کاله وړاندې يو ځل زۀ د کراچۍ نه پېښور ته راغلى وم. يوه ورځ مې تصادفاً د بې بې سي پښتو سرويس سهارنۍ خپرونې سره د پښتونخوا د تعليم د وزير مولانا فضل علي مرکه اورېدله. هغو ورځو کې د پښتنوخوا "مولانا حکومت" اردو د صوبې سرکاري ژبه اعلان کړې وه. په دې هکله د بې بې سي او د نوموړي وزير ترمينځه داسې سوال ځواب وشول:
بې بې سي: تاسې اردو ولې د صوبې سرکاري ژبه اعلان کړه؟
د تعليم وزير: د دې دپاره چې صوبه د تعليم په ميدان کې ترقي وکړي او د نړۍ سره سياله شي.
بې بې سي: نړۍ سره د سيالۍ لپاره خو ضروري ده چې تاسې انګليسي ژبه سرکاري کړئ ځکه چې انګليسي د سائنس او ميډيا ژبه ده او په ګرده نړۍ کې ويل کيږي؟
د تعليم وزير: انګليسي ژبه ده علم نۀ دى. او د ترقۍ راز دا دى چې تعليم په خپله مورنۍ ژبه کې وکړاى سي. د مثال په توګه فرانس، جاپان، جرمني، چين او روس خپلې ټولې تعليمي سلسلې په خپلو مورنيو ژبو کې کوي او همدا د هغوی د ترقۍ راز دى. د يو کامياب نظامِ تعليم لپاره ضروري ده چې هغه په مورنۍ ژبه کې وي.
بې بې سي: نو ستاسې او ستاسې د صوبې مورنۍ ژبه خو پښتو ده؟
وزير تعليم: (په لږ وارخطايۍ سره) نه، نه، زۀ په عالمي کچ د ترقۍ خبره کوم.
بې بې سي: نو په عالمي کچ خو انګليسي د تعليم، سائينس او ميډيا ژبه ده؟
بس نو وزير صيب بيا ځواب نۀ درلود. اخر يې په غوسه ځان خلاص کړ.
زۀ دا نۀ وايم چې ګوندې نوموړى وزير به په دې نۀ پوهېږي چې زمونږ مورنۍ ژبه کومه يوه ده. نۀ يواځې دغه وزير، بلکې نور وزيران، رهبران، سياستدانان او حکمرانان ټول په دې پوهېږي خو د دوی نه د احساسِ کمترۍ، غلامۍ، خودغرضۍ، لالچونو او مصلحتونو کرښې تاو شوې دي. د دې کرښو دننه سياست او خدمت په پښتون قام کې دومره بېزاري پيدا کړې ده چې د ژبې اومره مهمه قامي مسئله باندې هم د چا جذبات نۀ رالړزېږي.
په مورنۍ ژبه کې د تعليم حاصلولو مطلب دا نۀ دى چې ګوندې ټول عمر به بس په همدې يوه ژبه پسې انښتى يې. د نړۍ هره ژبه زده کول هم کمال دى او هم علم. خو په دې شرط چې لومړى په خپله ژبه خو پوهه يې. حمزه بابا همدا خبره کوي چې:
نورې ژبې زده کول کۀ لوئي کمال دى
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

ځينې خلک وائي چې په پښتو کې د جديد تعليم کتابونه نشته. دا خبره بېخي بې بنياده ده ځکه چې داسې کتابونه د ضرورت ترمخه تيارولى شي او دا ضرورت هله پيدا کېدلاى شي چې د افغانستان او د پښتونخوا حکومتونه پښتو خپله سرکاري او تعليمي ژبه اعلان کړي.
که په معاشي نقطه نظر ورته ګورو نو هم د ژبې اهميت پکې تر هر څۀ لومړى راځي. لومړۍ خبره خو دا ده چې د معيشت او اقتصاد د مضبوطولو لپاره په هر کار کې د تعليم او تجربې ضرورت دى او تعليم هلته تعليم دى چې پخپله ژبه کې وي. دويمه خبره دا ده چې د ژبې د سرکاري او تعليمي کېدو سره به نشراتي او اشاعتي ادارې په ګڼ شمېر کې په وجود کې راشي چې نۀ به يواځې په کاروبارونو کې زياتوالى راولي بلکې د عوامو په علمي، سياسي، مذهبي او ثقافتي شعور کې به هم اضافه وکړي. او دغسې به معياري ادب هم څۀ مقام ومومي.
په سياسي او خصوصاً قام پرست سياسي نقطه نظر خو د ژبې حيثيت د هر څۀ نه اهم او اوچت دى. ځکه چې ژبه د قام پېژندګلو ده. چې ژبه له منځه لاړه نو قام هم ورک شو. او چې قام پاتې نۀ شو نو د قام پرستۍ څۀ تصور هم نۀ پاتې کېږي.
په قانوني نقطه نظر هم دا د پښتو ژبې حق دى چې چرته پښتانۀ اباد وي هلته دې دا سرکاري، تعليمي او دفتري ژبه وي. دا حق نۀ يواځې د افغانستان اساسي قانون او د پاکستان د ١٩٧٣ء ائين ورکړى دى بلکې د پاکستان په سندهـ صوبه کې سندهي ژبه سرکاري او تعليمي ژبه هم ده. نو کۀ په پاکستان کې سندهي دا حق لري، پښتو يې ولې نۀ لري؟ او په افغانستان کې پښتو د اکثريت ژبه ده نو بيا پکې نوره څۀ خبره ده؟.
په بين المللي توګه کۀ وکتلى شي نو ملګرو ملتونو خو د مورنۍ ژبې اهميت منلى او ضروري کړى دى چې دا ورځ يې هم په دې نوم نومولې ده. ترقي يافته هېوادونو لکه امريکا، برطانيه، فرانس، جرمني، روس، جاپان او چين هم خپلې خپلې ژبې د خپلې ترقۍ زينې ګرځولې دي. د ځينيو خلکو دا خبره هم هسې پُوچه ده چې ګوندې په پاکستان کې زياتې ژبې سرکاري کول د هېواد وحدت او سالميت ته خطره پېښوي. پکار ده چې زمکني حقيقتونو ته وکتل شي. په برطانيه کې څلور او په هندوستان کې د اتلسو نه زياتې قامي و سرکاري ژبې دي خو د دغو دواړو هېوادونو د ژبو په بنياد د ماتېدو څۀ تصور تر اوسه پورې لا نۀ دى راپيدا شوى. او د پاکستان ماتېدو او بنګله دېش جوړېدو وجه په مختلفو قامونو د يوې ژبې مسلط کول وو. دا ځکه چې په کثير القومي ملکونو کې د کوم قام او ژبې حقونه وتروړل شي نو هغوی په احساسِ محرومۍ کې اخته شي او احساسِ محرومي به يې لامحاله د بېلېدو طرفته هڅوي.
په پورته ذکر شوو حوالو کۀ چرته مونږ د خپلې ژبې دا اهميت په نظر کې وساتو، او په دې خبره يقيني شو چې کۀ مونږ د خپلې ژبې طبعي، مذهبي، قامي او قانوني حقونه ترلاسه کړو نو کۀ ډېرې ستونزې مو حل نۀ شوې، د حل لارې خو به يې برابرې شي. او کۀ مونږ چرته اول پښتانۀ يو او بيا نور څۀ يُو نو دا يواځې د شاعر، دانشور، سياستدان يا مُلا مسئله نۀ ده بلکې دا د ټولو پښتنو مسئله ده. ځکه چې ژبه د ټولو ده. نو زۀ په دې خاص موقعه ټولو پښتنو، کۀ هغوی د هرې قبيلې، سيمې، ګوند، فکر، عقيدې، نظريې او شعبې سره تړلي وي، ته خواست کوم چې راځئ د خپلو ټولو اختلافاتو باوجود په دې يوه قامي مسئله اتحاد وکړو او د خپلې ژبې دا جايز حق ترلاسه کړو. دا نۀ خو د ژبني تعصباتو مسئله ده او نۀ پکې د نورو ژبو نه د نفرت څۀ خبره شته. د نړۍ هره ژبه د ژبې په حيثيت د احترام وړ ده. او د پاکستان او افغانستان هره ژبه د دې دواړو هېوادونو قامي، تهذيبي او تاريخي ورثه ده. او دلته د ژوند کولو حق لري.

[color=blue:dac74e36ab]عبدالهادي حيران[/color:dac74e36ab]


[color=yellow:dac74e36ab][/color:dac74e36ab]



ع کريم حليمي
19.02.2006

دروند استاد وطنمل صاحب ، درنو لوستونکو 
السلام عليکم !
[quote:865aa3b568]مونږ د همدې مقصد په خاطر کال په کال او ځاى په ځاى په دې هکله سيمينارونه او غونډې کوو تر څو عام او خاص خلک د خپلې مورنۍ ژبې په اهميت پوهه شي او ضرورت يې محسوس کړي. [/quote:865aa3b568]

په لوی لاس خپل کور خرابه ؤ !
ملل متحده پوهيږي ! او په شعور سره د مورنۍ ژبي اواز ورته کوي !
پښتانه هم پښې پورته کړي ٠ چه موږ يي هم غواړو ٠ ولي لېوني يو که پرسد !
مورنۍ ژبه چشي ده ؟ مرګ دي وي پر ډېر موريو ژبو 
ژوندۍ دي وي ملي ژبه ٠ 
مکوئ ليکوالو لاس واخلۍ دمورنۍ ژبو! نه پوهيږئ او که وظيفه ئې درکړې 
وي چې په افغانستان کښي مورنۍ ژبي راژوندۍ کړۍ ٠ سبحان الله 
ايا د دۍ کار په کټه او خساره نه پوهېږي  ٠ هر څه د ښولو نه دي په رمز بايد 
پوه او سو 
مکوه پښتونه د ملل متحده پېښې ٠ 
که د پاکستان د ملت له پاره ليکنه کوې نو د مورنۍ ژبي ږغ پورته کړه 
او که دافغانانو له پاره ليکنه کوې نو دملي ژبي ږغ پرته کړه ٠ 
که پوهېږې نو ماشاالله که نسوې پوه ، [color=white:865aa3b568]نو تر دغه سپۍ اينده درته ګوري [/color:865aa3b568]

 


ملي ژبې پښتو تعميم د نورو ژبو د حقوقو اساس دی

Anonymous
19.02.2006

.........[color=white:e39c6a91d1]ډانګ پيېلی حقيقت په ډګر ښه دی
...................................................................نه اوبه د بوسو ﻻندې تيرول ښۀ[/color:e39c6a91d1]

محترم استاد حليمي صيب او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله و
برکاته !
ملي ژبه ضرور ده ، بنسټ دی اود نورو ژبو د حقوقو اساس ! که پراساس او بنسټ توافق موجود نه وي، د نورو ژبو هر موقف او دريځ تصادف ، د پردې تر شا ناروا جوړجاړی يا د ځنګل په قانون برابريعنې د زور زياتي نتيجه بلل کيږي او بس !
هر هيواد يوه واحده ملي ژبه لري او افغانستان هم د ملي ژبې ، ملي هويت اود ملي وحدت سمبول په توګه پښتو ته اړتيا لري ! پښتو د افغان ملت ، افغاني ټاټوبي افغانستان ملي ژبه وه ، ده او وي به ! په لويه جرګه کې د رسمي ژبو موضوع حل شوه، د ملي ژبې مسله وځنډېده او ناحل پاتې شوه چې بايد حل شي ! دا دپښتنو دنده او د مبارزې رسالت دی چې د يو واحد افغان ملت د جوړيدلو، ملي ژبې پښتو او ملي دولت د لرلو پر ضد د ايران ، تاجکستان ، روسيې او نورو بهرنيو مرچکيانو دسيسې شنډې کړي او دپښتو د حقه حقوقو غږ پورته کړي . تر دی وروسته شونې ده چې نورو لږکيو ته هم د ملي ژبې د تعميم پر بنسټ پر سيميز و مورنيو ژبو د لومړنيو ښونځيو زدکړې يواځې په مورنۍ ژبه، دمنځنيو ښونځيو په زدکړې ٣٠ ٪ په ملي او ٧٠ ٪ په مورنۍ ژبه او د لوړو ښونځيو (ليسو) زدکړې تر ٦٠ ٪ پورې (لسم ټوګی ٤٠٪ ، ١١ ټولګی ٥٥٪ ، او په ١٢ ټوګي کې ٦٠ ٪ ) په ملي ژبه شونې کړي ! والسلام .


pattang
19.02.2006

وروڼو سلام عليکم !
وروڼو ولې خپل ځانونه او ولې خپل اولس خطا باسۍ ?
او ولې خپل وخت ضايع کوۍ ?
ولې په داسې ما جوزو باور لرۍ چې کول يې دخارجي اوداخلي بندګانو په لاسونو کې دي٠ ?
له کومه ځايه يې شروع کړم ? له نورو ځخه به يې تير شم :
خلقيانو پښتو غوښته د کمونيزم په څنګ کې نيجه يې څه شوه ?
طالب ته مو لکۍ وهله له هغه نه هم څه جوړ نشو .
کرزی پښتون او هغه پښتانه ورسره دي چې مونږ ته به يې وعدې راکولي
او له هغو بينا موسانو هم څه جوړ نشوه او د پښتو په ځای په پاړسي خبرې کوي ٠

نو څه چاره ? دا قضيه خو حل نلري !

[color=blue:8e21caef44]راځۍ چې پښتوپه سياسي رنګونو نه بلکې دپښتنو په نوم د پښتوژبې
دحقوقو په ډول په عملي بڼه وغواړو[/color:8e21caef44] .
ډير پښتانه ښه مضامين لېکي قابل دستاينې دي او ګل او صنوبر هم شه ( رومان ) کېدای شي
خو دپښتو درسميت لپاره کومه ګټه نرسوي ٠
[color=brown:8e21caef44]ترڅو چې پښتانه پښتو ژبه دپښتنود حقوقو په نامه سپينه ميداني په زور وانخلې بله لاره نلري [/color:8e21caef44]٠
په اخ، وخ څه شی نکيږي ، ديوال ته خبرې کوه څه ګټه لري?
دحل لاره يې عملي اقدام او هغه دخپل حق غوښتنه دي نه په زارويو او جګويو٠ .
ډيرو بيناموسانو ښه مضامين په پښتو ليکل خو چې ځای يې راغی اوس په مړه ګېډه پاړسووايې .
د ملي هويت لمړنۍ او بنسټي ډبره دپښتو ژبي رسمي اوملي کيدل دي٠
ترڅوچې په افغانستان کې پښتو ملي او رسمي ژبه نشي سوله او يو ګډ ملي هيواد افغا نستان
منځ ته نشي راتلی او که را هم شي هغه به ډير زر وران او کورني جنګون به يې نتيجه وي ٠

د هغو بيناموسانو دتبائې په هيله چې پښتو او پښتونولي خرڅه وي .

د چا دوست دچا دښمن، دپښتنولي په مينه پتنګ


ششش

Anonymous
23.02.2006

[quote:373042ae88="ک حليمي"]دروند استاد وطنمل صاحب ، درنو لوستونکو 
السلام عليکم !
[quote:373042ae88]مونږ د همدې مقصد په خاطر کال په کال او ځاى په ځاى په دې هکله سيمينارونه او غونډې کوو تر څو عام او خاص خلک د خپلې مورنۍ ژبې په اهميت پوهه شي او ضرورت يې محسوس کړي. [/quote:373042ae88]

په لوی لاس خپل کور خرابه ؤ !
ملل متحده پوهيږي ! او په شعور سره د مورنۍ ژبي اواز ورته کوي !
پښتانه هم پښې پورته کړي ٠ چه موږ يي هم غواړو ٠ ولي لېوني يو که پرسد !
مورنۍ ژبه چشي ده ؟ مرګ دي وي پر ډېر موريو ژبو 
ژوندۍ دي وي ملي ژبه ٠ 
مکوئ ليکوالو لاس واخلۍ دمورنۍ ژبو! نه پوهيږئ او که وظيفه ئې درکړې 
وي چې په افغانستان کښي مورنۍ ژبي راژوندۍ کړۍ ٠ سبحان الله 
ايا د دۍ کار په کټه او خساره نه پوهېږي  ٠ هر څه د ښولو نه دي په رمز بايد 
پوه او سو 
مکوه پښتونه د ملل متحده پېښې ٠ 
که د پاکستان د ملت له پاره ليکنه کوې نو د مورنۍ ژبي ږغ پورته کړه 
او که دافغانانو له پاره ليکنه کوې نو دملي ژبي ږغ پرته کړه ٠ 
که پوهېږې نو ماشاالله که نسوې پوه ، [color=white:373042ae88]نو تر دغه سپۍ اينده درته ګوري [/color:373042ae88]

 [/quote:373042ae88]
ک حلیمي صیب مافکرکاوه چې تاسوپوه یاست ځکه چې ځینولیکونوبه درته داستادخطاب کاوه ،خودتاسودالیکنه مې چې ولیده نوپوه شوم چې هسې ...



ع کريم حليمي
24.02.2006

میلمه ... ز ! السام عليکم 
 [quote:57e75e601f]کۀ څوک يې ضروري نۀ ګڼي نو دا خو د دې لوئي کتاب د مقصد، اهميت او ضرورت نفي کوي. او کۀ لازمي دي نو بيا پرې ولې څوک نۀ پوهېږي؟. وجه يې دا ده چې ټول قام له په عربۍ پوهېدل ناممکن دي او د پښتو کولو کوشش يې کُفر ګڼلى شوى دى[/quote:57e75e601f].
داخبره داسي نه ده ٠چه قران شريف دي نه په  پښتو کيږي ٠ هيځ خبره نه ده 
پښتوته ئې واړه وه ٠ ښه کار دۍ ٠ کور مو ودان 
(د پښتو کولو کوشش يې کُفر ګڼلى شوى دى) دا د ليکوال بې خبري ده ٠ 
هيځ وخت به کفر نه ګڼل کيږي ٠ ممکن ده چه يوه ملا زرغون به څو زړي ورقي 
ليکلي وي ٠ چه قران پښتو نه اړول کيږي ٠ 
د خوابدۍ خبره داده چه په پښتو قرانونه ډير سته٠ اما اکثره پښتانه دومره 
comprehension  (قوه ادراک ) نه لري ٠ 
عربي څه کوې ٠ په پښتو هم نه پوهيږي ٠ 
نوټ : علم درجې لري ٠او الله همداسي فرمايي چه :
بسمه تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَکُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَکُمْ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنکُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا[color=blue:57e75e601f] الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ [/color:57e75e601f]وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿ 11 ﴾
 ممکن ده تاسو به لمانه ډير پوهېږۍ ٠  
او د بدو ردو حق نو نه لرې ٠ مسکين  که خدای کړې دا ساده نو بيا پخپله ئې 
داستاسو له ليکني داسي ګمان کوم چه ٠٠٠٠ 



ع کريم حليمي
24.02.2006

میلمه ... ز ! السام عليکم
[quote:5264bee063]خو اصل خبره دا ده چې په خپله ژبه کې نۀ وي هغه ته تعليم وئيل د تعليم سپکاوى دى. ځکه چې د نړۍ ټول پوهان په دې خبره متفق دي چې لومړنۍ زده کړې په پردۍ ژبه کې انسان د ناقابلِ علاج احساسِ کمترۍ ښکار کوي او داسې انسان بيا په خپل پوره ژوند کې هيڅ قابلِ ذکر کار نشي کولى. او عالي زده کړې په پرديو ژبو کې حاصلوونکي ښۀ تعليميافته خو جوړېدلاى شي ولې ښۀ انسانان هيڅکله هم نۀ.[/quote:5264bee063]
نه هيڅ پوهان په دې خبره نه دي  متفق چه : چه تاسو پورته ليکلي ٠ 
ايا هغو د اجتماعی ، ساينسي علومو ډاکترانو چه ډاکترۍ يا دکتورا په خارجي 
ژبو اخستي  ښۀ انسانان هيڅکله هم نۀ ؟؟؟ دا يولوی توهين دي د پوهانو !!!!!!
په ليکنه بايد علما  insult نسي ٠ 
[quote:5264bee063]په خپله ژبه فخر وکړي او د خپلې ژبې ضرورت او د نورو ژبو احترام وپېژني. [/quote:5264bee063]
د نورو ژبو احترام خو ندۍ شوي ٠ حتی سپکاوې د علماوو سويدۍ 
د معاصرو ادبياتو او ژورناليزم بنسټ اېښودونكى علامه محمود طرزي  په 
سوريه کښي په عربي ژبه زده کړي کړي 
ستر قهرمانان سيد جمالدين افغان هم په هند کښي زدکړي کړي ٠ 
ستر د اواز قهرمانان ناشناس 
ستر استاد د استادانو کاکړ غفار 
پوهاند دکتور محمد حسن کاکړ  
دښاغلی علي احمد پوپل  دي هر هډ په جنت سي چه د خپل وزارت په وخت 
کښي ئې ډير پښتانه خارج ته واستول او ډاکتران او ماسټران ئې کړه !
[quote:5264bee063]انسان کۀ هر څومره عالم او فاضل شي خو د خپل ما في الضمير اظهار چې هغه په کومه ښه طريقه پخپله ژبه کې کولاى شي، په بله ژبه کې يې نشي کولاى.[/quote:5264bee063]
دا ډېره غلطه جمله ده !!
هره ژبه چه غني وي د ما في الضمير  حال په ويل کيږي ٠ 
نن ورځ په عربي ، انګليسي او ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ د ما في الضمير حال  ښه ويل کيدای 
شي ٠ سل کاله پښتوته په کار دي چه د د ما في الضمير حال په وويل سي 
زموږ له پاره شرم دي ٠ ولي چه پښتانه ٥٠٠٠ کاله تاريخ لري ٠ 
او دپښتو ژبي دکتورا په روس کښي ورکول کيږي !! 
[quote:5264bee063]مثال په توګه فرانس، جاپان، جرمني، چين او روس خپلې ټولې تعليمي سلسلې په خپلو مورنيو ژبو کې کوي [/quote:5264bee063]  
نه نه ! په ملي ژبه !
مورني ژبه په معنا د وطن ژبه (وطن مور ده )٠  که د چامور عربه ياهندۍ يا 
جرمني وي ٠ دغه ژبي ئې مورنۍ نه بلل کيږي ٠ ولي چه پلار ئې افغان دې 
او اولاد په افغانستان کښي پېدا سوې ٠ نو وايو چه مورنۍ ژبه ئې د وطن ژبه 
ده ٠ وطن مور ده 

 پوه شوې میلمه ... ز ٠ منطيقي دلائل وليکه ٠ اسانه لار مه اخله يعني بد لفظ يا الفاظ 



ع کريم حليمي
24.02.2006

میلمه ... ز ! السام عليک

[quote:e51258a55d]نن چې د علم او د پوهې دور دى. زمونږ عالمان وائي چې د ژوند د ټول نظام لارښودنه په قران پاک کې شته. خو زمونږ په ټولنه کې به د عالمانو څخه پرته اعشاريه يو فيصد خلک هم داسې نۀ وي چې د قرآن پاک په صحيح تلفظ تلاوت کولاى شي او په معنى يې هم پوهېږي. هرکله چې قرآن پاک يو الهي پېغام دى، د پوره ژوند نظام دى او د تمامو ښو بدو لارښودنه ده نو پوښتنه دا ده چې ايا د هر عام او خاص، سړي او ښځې، لوئي او ماشوم، امير او غريب لپاره په دې پوهېدل لازمي نۀ دي؟ کۀ څوک يې ضروري نۀ ګڼي نو دا خو د دې لوئي کتاب د مقصد، اهميت او ضرورت نفي کوي. او کۀ لازمي دي نو بيا پرې ولې څوک نۀ پوهېږي؟.[/quote:e51258a55d]

نه نه دې جملې ته بايد قيد ور ولېږي ٠ چه هر عام او خاص، سړي او ښځې، لوئي او ماشوم، امير او غريب  بقدري ضرورت 

قران چه په عربي ژبه دي ، عرب  هر عام او خاص، سړي او ښځي هم په ټول قران 
پوهه نه لري الا بقدري ضرورت ٠ يعني علم فرض دي د شخص د ضرورت 
په اندازه ٠  قاضي به د قضا علم لري ، او مفتي به ضرور تر قاضي علم وي 
او معلم به د curriculum  (درسي جدول ) په اندازه 
 ډاکتر  هم دهري مريضۍ پوهنه نه لري ، يو د سترګي متخصيص وي اوبل د ٠٠٠٠ 
او ملايان هم په هرڅه پوره نه پوهېږي ،  ځينې د فقې عالمان وي او ځيني د تفسير او ځيني د عقايدو ،منطقو ، احاديثو 
 


Anonymous
25.02.2006

[quote:a3464f6fc2="ک حليمي"]میلمه ... ز ! السام عليک
[/quote:a3464f6fc2]

[color=white:a3464f6fc2]حضرت [/color:a3464f6fc2][color=red:a3464f6fc2]علامه[/color:a3464f6fc2] [color=white:a3464f6fc2]مفتي [/color:a3464f6fc2][color=red:a3464f6fc2]مولانا[/color:a3464f6fc2] حليمي صاحب.
زه نه غواړم چې په پورتنۍ ليکنه کې تا کوم اقتباسات راخيستلي او رد کړي دي د هغو ځوابونه درته ووايم ځکه چې زه پوهېږم ستا په نيوکو او ترديدونو کې خورا زيات مصنوعيت دى. دغه مصنوعي ژبه او مصنوعي دلايل تۀ د دې لپاره کاروې چې خپل ځان عالم وښايې او د فتوو ورکولو شوق پوره کړې. نو زما په فکر چې يو سړي دا قسم خوړلى وي چې زه به په هر صورت تُوت ته بيکاڼه وايم د هغه سره بحث کول او دلايل راوړل هسې وخت ضايع کول دي. بس دوه ټکي درته په لنډه توګه وايم.
يو دا چې تۀ بيا بيا د مورنۍ ژبې په ځاى د ملي ژبې خبره تکراروې. خبره د ملي او مورنۍ يوه ده. که په افغانستان کې پښتو د [color=white:a3464f6fc2]مورنۍ[/color:a3464f6fc2] ژبې په حساب ومنل شوه نو پخپله [color=red:a3464f6fc2]ملي[/color:a3464f6fc2] کېږي. او په پاکستان کې دا د مورنۍ ټکى د پښتنو لپاره ځکه ضروري دى چې هلته ملي ژبه اردو ده. يعنې پښتو د مورنۍ ژبې په حساب وړاندې کول يا منل کېدل په افغانستان او پاکستان دواړو کې پښتنو ته ګټور دي.
بل دا چې تۀ نورو ته همدا نصيحت کوې چې ښکنځل مۀ کوئ او پخپله په ذهني توګه دومره مريض يې چې په ځاى د دې چې خلکو ته د سمې لارې دعا وکړې هغوئ ته ښيرې کوې لکه چې مېلمه ز ته دې په هره ليکنه کې ليکلي دي [size=18:a3464f6fc2]([color=red:a3464f6fc2]السام عليک[/color:a3464f6fc2])[/size:a3464f6fc2]. دا ستا د مريضانه ذهن ثبوت ورکوي. که تۀ ځان ته عالم وايې (نور څوک خو يې ښکاره ده چې درته نۀ وايي) نو پکار ده چې يو ځل ځان پوه، دانا، د ښو اخلاقو او ښې وضعې په حواله ثابت کړې. [size=24:a3464f6fc2][color=white:a3464f6fc2]نوره دې خوښه خپله[/color:a3464f6fc2][/size:a3464f6fc2].



ع کريم حليمي
25.02.2006

دروند، ښاغلي ، دانشمند  هېواد افغان صاحب !

هو ! بد دعا مي کړې ده ٠ او ښکنځا نه کوم نه به يې وکړم انشاالله وتعالی 
ولي چه ښکنځل د اخلاقو د اصولو وتلې کار دي ٠ 
او ښيراوي يو ډول اسلحه ده ٠ دا اسلحه هرڅوک ئې لري چه استعمال ئې کړي 
اما د هر انسان چه کار ترې واخلي تاثير نه لري ٠ 
يوازي او يوازي د انبياوو او مظلومانو دغه  سلاح (ښيرا)تاثير لري 
او هرظالم ، ګمراه هم دغه سلاح کاره ولي سي ٠ اما خدای ج دغه ښيرا نه قبلوي 
که د هر ګمراه او ظالم دغه بد دعا خدای قبلولی نو نن به دنيا ټول خرابه وای 

که دغه اسلحي نه وای نو د ابراهيم عليه السلام زوجه (بي بي سارا )ته به د  
ظالم پاچا لاس ور رسيدلی وای٠ 
ښيراوي د بد اخلاقيو په قطار کښي نه دريږي ! دا د ښکنځلو او بد دعا قافلې 
دوې جلا جلا قافلې دي ٠ 

وروره !
دغه ميلمه ...ز  ترحملې لاندي دوه واره راغلم ٠ يوه حمله ئې په خپل نامه ليکلې 
او بله ئې د ميلمه تر نامه لاندي ليکلې وه ٠ ممکن ده چه دا دوهمه حمله به زماګمان  وي او يا به دئ وو خدای ښه خبر دي 
چون چه د ښيرا څخه اکثرو انبياوو ، فقرانو کار اخستی بيله زموږ محمدص نبینا 
نو داچه ترظلم لاندي راغلم ٠ نو د  فقير ، مظلوم د اسلحې مي کار واخستۍ 
ظالمان دي په زهرو مړه سي ٠ امين ثم امين 

 
[quote:7e290ed0f0]بل دا چې تۀ نورو ته همدا نصيحت کوې چې ښکنځل مۀ کوئ او پخپله په ذهني توګه دومره مريض يې چې په ځاى د دې چې خلکو ته د سمې لارې دعا وکړې هغوئ ته ښيرې کوې لکه چې مېلمه ز ته دې په هره ليکنه کې ليکلي دي (السام عليک). [/quote:7e290ed0f0]
الله فرمايي چه :
بسمه تعالی : وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
چه الله هدايت نه ورته کوي ٠ 
ستاسو دا خيال دي چه فقير بنده به نو دعا ورته وکړي نه نه  :(


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more