د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داشرم به چیرته وړو

Anonymous
16.02.2006

دهالینډ یوتلویزن نن دافغانستان په باره کښی یوراپورتاج درلود.
په دی راپورتاج کښی دافینو اونورشیانو په هکله معلومات وو. خودشرم خبره ئی داوه چی داوزګان ولایت والی جان محمد ددی پوښتنی په ځواب کښی چی داهلک څوک ده ؟ وویل ؛ چی مونږ کله له کورنه دوه دری ورځی لری ځونوداهلک مونږدځان سره بیایواوهلته مونږ سره یی. په همدی سهنه کښی ئی دکلی دوه سړی نیولی وه اوپه جګ اواز یی ویل چی ددوی ښځی پیداکړی چی زه ئی ددوی په مخ کښی ( چی په کوڅوکښی کوڅه ډب ماشومان وائی ) داسی او هسی وکړم چی دوی بیا قانع کیږی او که نه .
دده داټولی خبری په هالینډی ژبه ترجمه کیدالی
نوریی تاسی ته پریږدم چی څه پکښی وایی .
دتلویزیون نوم NL3


Anonymous
16.02.2006

راشه امریکا زوی دی لیونی ده
هغه به یی دخپل بادارانو دخوشحالی لپاره ویل لعنت دی وی په داسی خلکو


Anonymous
17.02.2006

ای پشتنو تاسي ته وايم،
ايا په داسي ملک کي ديموکراسي او انتخابات تحول راوستئ سي؟
دغه د تيري او وحشت کلتور له منځه ځي؟
که د تيريو، جناياتو او اخلاقي انحرافاتو نه په بيزارئ ، د بنيادګرائی
او وچ زوري "اسلاميزم" چی نه د تحول، نه د پرمختګ، نه د شځو د حقوقو، نه هم د ماشومانو د سالمی روزني او تعليم پروګرامونه مني - بازار ګرميزي؟


Ajab
17.02.2006

[quote:4340954be1="خوارکئ"]ای پشتنو تاسي ته وايم،
ايا په داسي ملک کي ديموکراسي او انتخابات تحول راوستئ سي؟
دغه د تيري او وحشت کلتور له منځه ځي؟
که د تيريو، جناياتو او اخلاقي انحرافاتو نه په بيزارئ ، د بنيادګرائی
او وچ زوري "اسلاميزم" چی نه د تحول، نه د پرمختګ، نه د شځو د حقوقو، نه هم د ماشومانو د سالمی روزني او تعليم پروګرامونه مني - بازار ګرميزي؟[/quote:4340954be1]

منم دې


Anonymous
17.02.2006

سلامونه
خواراکی داسلامیزم نشته چی داسی قصی کیږی که داچیری په صحح ډول اسلامیزم وه نو هیڅکله به دی داسی دشرم نه ډکی خبری نه وی اوریدالی همداداسلام میزم برکت ده چی لګ زیات زمونږ په ملک کښی انسانیت پاتی ده که دانعمت مونه درلود نوخدای خبر چی څه به کیدال


Anonymous
17.02.2006

يو متل دی چې وايی «څه شئ چې په ديګ کښې دی، هغه په کاسه کی راوزی»
هغه وخت چې شوروی اتحاد او نړيوال سوسياليستی سيستم موجود ؤ، نو امريکا او د هغو غربی انډيوالانو د سوسياليسم له خطر سره د مقابلی په بهانه د وسلو جوړولو صنعت ته په شدت دوام ورکاوه او د ساړه جنګ په دوران کې دواړه خواوې يو له بله سره په رقابت کې د خطرناکو سړی وژونکو وسلو په جوړولو لاس بری شوې.
امريکا او د هغو انډيوالانو د سړې جګړې په موده کې د شوروی سره د مقابلې له پاره د نړۍ د مسلمانانوله دينی اوپه تېره بيا د ساده او سوچه افغانانوله مذهبی او وطنپالو آزادی خوښوونکو احساساتو څخه د ځان په ګټه د کار اخيستلو له پاره زياتې پيسې او دسيسې وکارولې. د شوروی په ضد يې وچ مذهبی احساسات بې حده زيات وپارول. د سياسی اسلام جنبشونه يې په مختلفو شکلو په پښو ودرول او دهغو په سر کې يې بنسټپالان، ډير د اخلاقی حده وتلی بې ظرفيته کسان، د قدرت، پيسو او چوکيو مينان، د فانی نړۍ د عيش او عشرت ليونيان او بې رحمه تروريستان د غازی، مجاهد، پير، امير او حضرت په نامه او پرده کې ځای پر ځای کړل او خپل اساسی او ځواکمن رقيب يې د همداسې اجنټانوپه مرسته پر ګونډو کړ.
د نړيوال سوسياليستی سيستم تر شړېدو وروسته امريکا او د هغو انډيوالانو وپتيله چې دخپل نظامی صنعت د لا چټکې ودې د تحريک او تضمين له پاره د اسلامی بنسټپالۍ او اسلامی تروريسم خطر له يوې خوا پخپل لاس تقويه او غښتلی کړی او له بلې خوا له هغه څخه د ويرې د خپرولو له لارې په صنعتی او غربی هېوادو کې خلکو ته د ا قناعت ورکړی چې د نظامی صنعت د پياوړتيا څخه حمايت وکړی.
په امريکا او انګليس او نوروهيوادو کی انحصاراتو او پراختيا غوښتونکو مليتاريستی کړيوخپل دې نوی هدف ته د رسېدو له پاره بيا هم د خپلوپخوا تربيه شوو او ازمويل شوو نوکرانو څخه ګټه واخيسته. د القاعدې تروريستی سازمان يې په مستقيمه او غير مستقيمه توګه تقويه او تحريک کړ. په افغانستان کې يې د مجاهدينو تنظيمونه سياسی قدرت ته ورسول او بيايې آګاهانه او په لوی لاس سختو دريځونو، افراطی او په ځينو مواردو کې غير اسلامی بدنامه او زيږو کارونو ته تشويق، اړ او مجبور کړل. د دوی د استخباراتو له خوا تربيه شووپيرانو، حضرتانو، آمرانو، انجينرانو او فتنه ګرو پروفيسورانو د هېواد د جوړولو او د اسلام د خپرولو په ځای د کابل او نور هېواد د ورانولو او د اسلام د مقدس دين د مسخره کولو او بدنامولو له پاره سيالۍ او زورآزمايۍ شروع کړی.
امريکايانو، انګرېزانو او د هغوی د ګټو نورو شريکانو د زړو اجنټانو سره د اړيکو د ساتلو سره يوځای د ځوانو اجنټانو په نوې روحيه تربيه او راپورته کولو کې اقدام وکړ. هغوی د مجاهديڼو په وړاندی د طالبانو جنبش سازماندهی، د القاعدې سره يې اړيکې ورجوړې او د افغانستان د خلکو په برخليک يې مسلط کړ. د طالبانو او د شر او فساد د دورې د مجاهدينو ترمنځ جګړه په حقيقت کې د امريکا د (سي آی اې) او د هغو د نړيوالو او منطقوی يارانو له خوايوه داسی اپراتيفی لوبه وه چې د دواړو خواوو د مخکښانو جېلب او افسار د دوی د خپلو کړيو په لاس کې ؤ او په اصل کې همدوی د هغو جګړو د ورانيو او قتل او قتال مسئوليت په غاړه لری.
د طالبانوسياست او کړو وړو هم د امريکا او د افغان او افغانستان د تاريخی دښمن ـ انګريزی استعمارګر امپرياليسم غوښتنو ته پوره ځواب ونه شوای ويلای نو همدا ؤ چې په ډير مصرف، سترو قربانيو او پراخو، پيچلو او مغلقو دسيسويې په افغانستان کې د خپلو پوځونو د يرغل او حضور موقع برابره کړه. د خپلو اجنټانو او تالی څټو مخبرانو نوی ډله يې دلته هم رامخته او د قدرت په اساسی کړۍ واړوله. په حقيقت کې د مجاهدينو، طالبانو او اوسنيو واکمنانو ټولو اساسی جلب د امريکا او انګليس په لاس کې دی او د ټولو کارونه او عمليات د دوی تر څارنی لاندې تر سره کيږی او جهت ورکول کيږی.
نو سړئ فکر کولای شی چې خارجيان به د خپلو پليدو هدفو له پاره په همداسې پليدو انسانانو تکيه کوي.
څه فکر کوی چې ددې دولت نور اساسی چلوونکی به څنګه وی؟؟؟؟
افغانان دې سوال ته له ځواب وروسته له داسې شرمونو څخه د ځان د خلاصون لاره موندلای شی.


Anonymous
07.03.2006

دا يې لا څه كوې ته چې په جلال آباد كې په قصر كې د شيرزي تبلې او هلكان وګورې نو له خندا نه به د ې كولمې شنې شي
والله مړي هم ورته خاندي


Anonymous
07.03.2006

دا د زور دموکراسی ده چی ورپکی زورور بنسټپاله اسلامستان، چرسيان ، هيروئينيان، بچه بازان، زنکه بازان او عياشان ور پکی يو خای د امريکا او انګليس ساز ته د نڅا مقابله لری.


Anonymous
07.03.2006

خوارکۍ؟؟؟؟
پوهيږى په اسلاميزم کې څه وي ؟
که چيري په هيواد کې اسلاميزم واى دننګرهار نه به مو په رڼا ورځ خويندي دامريکايانو لخوا نه تختول کيدى
اسلاميزم نشته که نه نو دامريکايانو لخوا کندهار کې په واده بمباري وشوه او دګل اغاشيرزي پايلوچانواوډاکوانو به دمړو شوو خويندو دلاسونو څخه بنګړي او دغوږونو غوږوالۍ تښتولى
که اسلاميزم واى نو په باګرام کې به مو دخويندو عزتونه دڅو ډالرو په بدل کې ليلاميدل
نور هيڅ نشم ويلاى
ځکه چې ...........


Anonymous
07.03.2006

[quote:5d73ad5e96]نور هيڅ نشم ويلاى [/quote:5d73ad5e96]
نور هيڅ مه وايه٠ 
له دی اوتو بوتو،چپه خوله ناستۍ ښه دۍ٠ 
خلک ځان پوری مه خندوه،عايش ګله :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
توبه خدايه :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :oops: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


Anonymous
07.03.2006

عايشه، زما سلامونه ومنه!
زه فکر کوم چې تاسی اسلام او اسلاميسم سره ګډ او يا هم سره مغالطه کړی دی.

دا په هيواد کې د اسلاميزم ثمره ده چې دننګرهار نه مو په رڼا ورځ خويندي دامريکايانو لخوا نه تښول کيږى خو که د اسلام دين رښتيا مسلط وای، دا کار به ناشونئ ؤ.

دا د اسلاميزم يوه علامه ده چې دامريکايانو لخوا په کندهار کې په واده بمباري وشوه او دګل اغاشيرزي (مجاهد او اسلاميست) پايلوچانواوډاکوانو به دمړو شوو خويندو دلاسونو څخه بنګړي او دغوږونو غوږوالۍ تښتولى. که د ا ډاکوګان د اسلاميسم په روحيه نه وای روزل شوی او د اسلام په نامه په تجارت نه وای روږدی شوی، داسی ټيت اخلاق به چا هيڅکله په ټول افغانستان کی نه درلودای.

که اسلاميزم نه واى نو په باګرام کې به مو دخويندو عزتونه دڅو ډالرو په بدل کې نه ليلاميدل . همدا د اسلاميسم نتيجه ده چې رښتينی اسلام ْضعيف او د ين د سياست په يوه دنيايی وسيله واوښت، ابداع پکې وشوه او شخصی ، ګروپی او سياسی اهدافو ته د رسېدو به آله او په تجارتی متاع واوښت.

اسلاميسم هغه ارتجاعی او عوام غولوونکئ سياسی فکر او جريان دی چی د اسلام د مقدس دين له نامه او د خلکو له اسلامی عقيدو څخه د ناوړه ګټې اخيستنی له لاری ځان، ګروپ اوخپل تنظيم زور، زرو واک او قدرت ته رسول غواړی.

نن همدا اسلاميستی مجاهدين زموږ په وطن کې واک او اختيار لری او همدوی ؤ چی د خپلو ګټو د ترلاسه کولو او ساتلو په خاطر يې د اسلام تر نامه لاندی د الله اکبر په چيغو زموږ عام المنفعه مؤسسی ورانې، ښوونکی او د ښوونځيو زده کوونکی يې د تاريخ، جغرافيی، کميا، بيولوژی او نورو معاصرو علمو د زده کړې پر ګناه بر کفر ونيول او وئې ووژل او لا دې کار ته تر اوسه هم دوام ورکوی.

که تاسی په افغانستان کی حضرت مجددی، پير ګيلانی، پروفيسور ربانی، د علماو د شورا مشر شينواری، مجاهد قانونی او حامد کرزی، غازی تورن اسمعيل او داسې نور اسلامستان نه بولی، نو په افغانستان کی اسلاميسم په اوسنی حالت کې د چا په وجو د کې تصور کولای او مسلط کولای شی؟
که وايې چی د ملاعمر او دهغو د انډیوالانو په وجود کی؟
نوداخو تايخ هم ثابته کړه او بيا د هم همدا ځای نښه وی چی هغوی به هم د اوسنيو مجاهدينو اسلاميستانو څخه کومه بهتری ونه لری.

نن ورځ همدا سياسی جريان په
نور هيڅ نشم ويلاى
ځکه چې


نن د اسلاميستان زموږ د وطن په برخليک واکمن دی

Anonymous
07.03.2006

عايشه، زما سلامونه ومنه!
زه فکر کوم چې تاسی اسلام او اسلاميسم سره ګډ او يا هم سره مغالطه کړی دی.

دا په هيواد کې د اسلاميزم ثمره ده چې دننګرهار نه مو په رڼا ورځ خويندي دامريکايانو لخوا تښتول کيږى خو که د اسلام دين رښتيا مسلط وای، دا کار به ناشونئ ؤ.

دا د اسلاميزم يوه علامه ده چې دامريکايانو لخوا په کندهار کې په واده بمباري وشوه او دګل اغاشيرزي (مجاهد او اسلاميست) پايلوچانواوډاکوانو به دمړو شوو خويندو دلاسونو څخه بنګړي او دغوږونو غوږوالۍ تښتولى. که د ا ډاکوګان د اسلاميسم په روحيه نه وای روزل شوی او د اسلام په نامه په تجارت نه وای روږدی شوی، داسی ټيت اخلاق به چا هيڅکله په ټول افغانستان کی نه درلودای.

که اسلاميزم نه واى نو په باګرام کې به مو دخويندو عزتونه دڅو ډالرو په بدل کې نه ليلاميدل . همدا د اسلاميسم نتيجه ده چې رښتينی اسلام ْضعيف او د ين د سياست په يوه دنيايی وسيله واوښت، ابداع پکې وشوه او شخصی ، ګروپی او سياسی اهدافو ته د رسېدو په آله او په تجارتی متاع واوښت.

اسلاميسم هغه ارتجاعی او عوام غولوونکئ سياسی فکر او جريان دی چی د اسلام د مقدس دين له نامه او د خلکو له اسلامی عقيدو څخه د ناوړه ګټې اخيستنی له لاری ځان، ګروپ اوخپل تنظيم زور، زرو واک او قدرت ته رسول غواړی.

نن همدا اسلاميستی مجاهدين زموږ په وطن کې واک او اختيار لری او همدوی ؤ چی د خپلو ګټو د ترلاسه کولو او ساتلو په خاطر يې د اسلام تر نامه لاندی د الله اکبر په چيغو زموږ عام المنفعه مؤسسی ورانې، ښوونکی او د ښوونځيو زده کوونکی يې د تاريخ، جغرافيی، کيميا، بيولوژی او نورو معاصرو علمو د زده کړې پر ګناه پر کفر ونيول او وئې وژل او لا دې کار ته تر اوسه هم دوام ورکوی.

که تاسی په افغانستان کی حضرت مجددی، پير ګيلانی، پروفيسور ربانی، د علماو د شورا مشر شينواری، مجاهد قانونی او حامد کرزی، غازی تورن اسمعيل او داسې نور اسلامستان نه بولی، نو په افغانستان کی اسلاميسم په اوسنی حالت کې د چا په وجو د کې تصور کولای او مسلط کولای شی؟
که وايې چی د ملاعمر او دهغو د انډيوالانو په وجود کی؟
نوداخو تايخ هم ثابته کړه او بيا د هم همدا ځای نښه وی چی هغوی به هم د اوسنيو مجاهدينو اسلاميستانو څخه کومه بهتری ونه لری.

نن ورځ همدا سياسی جريان په افغانستان کې مسلط دی!
نور هيڅ نشم ويلاى
ځکه چې


Anonymous
13.03.2006

که دې خلکو وطن خرڅ او اسلام ېې بدنام کړ، خو ځانونو ته ېې ښه ژوندونه جوړ کړل. دومره پيسې او مځکې او جايدادونه ېې د ځان په نامه کړل او بانکونه يې له ډالرو داسی ډک کړل چې د اوو پښتو له پاره خو ېې بيخی بس دی. د دوی خو همدا مطلب ؤ او له اوله هم د وطن او اسلام په غم کې نه ؤ.


افرين آى ايس آيه

Anonymous
13.03.2006

افرين آى ايس آيه دا خلك(افغانان)څومره ښه غولولاى سې، شابسې څومره ښه چلونه درځي. ښايي جان محمد خان دا كارونه ډېر پخوا هم كول خو ته يې اوس ولې افشا كوې؟ آيا له تا سره په رښتيا د اسلام غم دى؟ څومره انصاف داره يې چې په افغانستان دې د پرديو پيسې نه لورېږي او پخپله كه څوك اجازه دركړي د بوش خوټو ته سجدې هم كوې.پخپله خاوره كې هيرا منډهي آزاد پرېږدې او د بل په تلويزيون كې د ښځې مخ حرام بولې.مكتب ته يې اور ورته كوې او معلم يې په دار ځړوې. افرين په دې هم درته وايم چې داټول پخپله د افغان په لاس كوې. رښتيا چې ډېر ماهر او ډېر مبتكر يې،افرين[color=darkblue:b7970e84b0][/color:b7970e84b0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more