نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملادادِالله وايي : کفري هيوادونه ددوی مرسته کوي !
Anonymous
16.02.2006
د هېواد افغان ليکنه
اوس خو خبره سپينه شوه !
ملادادِالله وايي : کفري هيوادونه ددوی مرسته کوي !
د طالبانو يو نظامي قوماندان ملا دادالله په خپله تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې ته د الوتکي ضد وسلې چا درکړي دي؟ وويل " مونږ نشو ويلاى چې دا مونږ ته فلانکي راکړي دي او مونږ سره تقريباً د دنيا کافران او مسلمانان کومکونه کوي مسلمانان يې د اسلام په بنياد کوي او کافران چې د امريکا سره کومه دښمني لري هغه يې په دې راسره کوي مونږ انشاء الله شيان هم لرو او اوس به يې خلک له دې بعد (وروسته) په زياته پيمانه راکړي."
په دې ځواب کې چې کوم ټکي ته بيا بيا زما پام اوړي هغه دا دى چې د طالبانو سره ځينې اسلامي او ځينې کفري هېوادونه مرستې کوي او په افغانستان کې يې جنګوي. په اسلامي هېوادونو کې خو ښکاره خبره ده چې يو پاکستان دى چې په افغانستان کې له ډېره پخوا راهيسې خپل سياسي اهداف لري. او کفري هېوادونه (چې امکان لري چين او روس وي)، لکه چې دادالله ورته اشاره کړې ده، د امريکا سره د مخالفت له امله په ښکاره توګه نشي کولاى چې د امريکا خلاف د جنګ اعلان وکړي نو پټ په پټه طالبانو ته وسلې، مهمات، دولت او نور شيان ورکوي چې د امريکا خلاف يې وجنګوي. د امريکا د دغو مخالفو قوتونو به خپل سياسي اهداف وي خو پوښتنه دا ده چې ايا د افغانانو به ټول عمر همدا کار وي چې د امريکا لپاره به روس ماتوي او د روس لپاره به د امريکا خلاف جهاد کوي؟. او ايا افغانستان د دې پرديو جهادونو ټيکه اخستې ده؟.
کۀ څوک په دې خبره پوهېږي نو د ملا دادالله په دغه يوه خبره کې هغه ټول حقيقتونه واضح شوي دي چې افغان او افغانستان ئې در په دره کړي دي او لا تر اوسه پورې د افغانان ددغه "ډالري جهاد" څخه نه دي خلاص شوي.
دا لومړى ځل دى چې د طالبانو يو مهم قوماندان دا خبره مني چې دوئ ته مرستې او مهمات ځينې کفري هېوادونه هم ورکوي. او په دنمارک کې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) د بې ادبه کاريکاتور د خپرېدا د پېښې څخه وروسته به دغه هېوادونه طالبانو سره خپلې مرستې نورې هم پرېمانه کړي تر څو طالبان د بې ادبه کاريکاتور بدل د مغربي نړۍ څخه واخلي. خو دلته يوه پوښتنه بله راولاړېږي چې ايا هغه کفري هېوادونه چې طالبانو ته د امريکا خلاف د جهاد لپاره مرستې ورکوي د اسلام پېغمبر ته هم درناوى لري؟ خامخا به يې لري ځکه چې دا مهال هغوئ په افغانستان کې يو مېشن لري او د هغې مشن لپاره يې طالبان په لاره اچولي دي. د روس خلاف د امريکا د جهاد پر مهال هم د غربي نړۍ هغه ټول هېوادونه چې جهاديانو ته يې مرستې او مهمات ورکول تر ډېره حده "مسلمانان" شوي وه. خو چې کله روس مات شو، هغوي خپل اهداف ترلاسه کړل نو بيرته "مرتد" شول.
ملا دادالله په خپله دغه مرکه کې دا اعلان هم وکړ چې څوک د دنمارک په ورځپاڼه کې د بې ادبه کاريکاتور د خپريدا مسئول ووژني نو طالبان به هغه ته سل کيلو ګرامه سره زر انعام ورکړي. دوه ورځې وروسته طالبانو د لغمان ولايت د قرغيو په ولسوالۍ کې يو مکتب ته ورغلل، د مکتب ټول سامان يې راټول کړ او اور يې ورته کړ. د راپور له مخې طالبانو د مکتب د کتابونو او نورو سامانونو سره قران کريمونه هم راواخستل او اور ته يې ورواچول. ايا دا د قران کريم سپکاوى نه دى؟ يا د طالبانو لپاره د الله پاک له لوري خاص حکم نازل شوى دى چې هغوي که د قران پاک بې ادبي کوي نو خير دى.
په هر حال، دا خبره خو سپينه وه چې د روس خلاف امريکا کوم جهاد وکړ او په مليونونو افغانان يې پکې خاورې ايرې کړل د هغې پايله د افغانانو د نورې تباهۍ په صورت کې راووتله. او دا خبره هم سپينه شوه چې اوس طالبان په افغانستان کې د امريکا خلاف کوم جهاد کوي دا ځينې اسلامي او ځينې کفري هېوادونو روان کړى دى. اسلامي هېوادونه خو يو ښکاره پاکستان دى. بل کېدلاى شي چې ايران وي ځکه چې اوس ايران هم په دې هڅه کې دى چې په افغانستان کې د امريکا پښې ووهي. د دې لپاره طالبان په ميدان کې موجود دي. طالبان هر څو کۀ د خپلې واکمنۍ پر مهال د ايران سره خلاف وه خو دا په افغانستان کې د جهاد او اسلام په نوم جنګيدونکو ډلو لپاره يوه عادي خبره ده. رباني د روس په خلاف د شل کلن جهاد څخه وروسته د روس په غيږ کې سر کېنښود؟ او اسامه، حکمتيار او نورو چې د امريکا نوکري کوله اوس د امريکا دښمنان نه شول؟ مقصد دا چې د دې خلکو هيڅ ايمان او عقيده نشته. چا چې د جنګ لپاره دولت او مهمات ورکول دوئ د هم هغو نوکران دي. وژل کېږي خو هسې هم دوئ نه. وژل کېږي خو عام افغانان.
(دبېنوانه په مننه)
داود فايز
16.04.2006
وروه ټول پوهيږي له چا سره خارجيان مرسته نه كوي
كه خارجي مرستي نه وي نو دا په كابل كي ناست واكداران به تا نن نه وي ليدلي.
كومه دي تعجب خبره نه ده.
ghafar
27.04.2006
ګران دوستانو سلامونه او نېکې هيلې!
ملا دادالله او د هغه پشان نور د اسلام ضد او د افغانستان د خلکو دښمنان دې وشرمېږي، چې د اسلامی او غير اسلامی هېوادونو څخه مرسته او وسلې تر لاسه کوي تر څو دننه په هېواد کې ښوونځي وسوزي او ماشومان او نور بې ګناه خلک له منځه يوسي. پاک الله دې دغو نا پوهو ته سمه لار وښيي !
په درناوي
غفار
ghafar
19.05.2006
انمالاعمالو بالنيات ! لکه چې مو د خبري رسنېو له خوا اوريدلي وي ملا دادالله ونيول شو. پاک الله عادل دئ !
پاچاخوستي
20.05.2006
سلام ګرانووروڼو!
پخواخبرې چې په هرډول وي وي به
پارون ورځ مې په بي بي سي کې وريدل چې ملادادلله ونيول شوه نن ورځ بيايي دبي
بي سي سره مرکه وکړه وي ويل چې زه هيچاهم نه يم نيولی اونه زمانيول دومره اسان
کاردي
pattang
20.05.2006
ملا دادالله ( د پاکستان سړی ?? ) ونيول شوخو څو پښتو ژبي هلکان ډيرپرې خوشاليږي خودوستم د( ک٠ ګ٠ ب) سبوت شوی اجنټ او اوس هم دروسانو، ازبکو، ترکانو او cia اجنټ ،د کرزي تر څنګ ناست دی٠
مرګ دې وي په ټولو اجڼټانو ، امريکايې کاسه پاکو
ژوندی د ې وي ټولې هغه قواوې چې د يوواحد افغانستان د خپلواکي اودپښتون قوم دعزت دساتلولپاره دوحشي امريکايانوپه مقابل کې جنګېږي ٠
مرګ دې وي دکرزي په ګوډاګي او اجنټ حکومت٠
دپښتنولي په مينه پتنګ
Re: ملادادِالله وايي : کفري هيوادونه ددوی مرسته کوي !
سلامت خان
21.05.2006
[quote="ګل رحمان"]د هېواد افغان ليکنه
اوس خو خبره سپينه شوه !
ملادادِالله وايي : کفري هيوادونه ددوی مرسته کوي !
د طالبانو يو نظامي قوماندان ملا دادالله په خپله تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې ته د الوتکي ضد وسلې چا درکړي دي؟ وويل " مونږ نشو ويلاى چې دا مونږ ته فلانکي راکړي دي او مونږ سره تقريباً د دنيا کافران او مسلمانان کومکونه کوي مسلمانان يې د اسلام په بنياد کوي او کافران چې د امريکا سره کومه دښمني لري هغه يې په دې راسره کوي مونږ انشاء الله شيان هم لرو او اوس به يې خلک له دې بعد (وروسته) په زياته پيمانه راکړي."
په دې ځواب کې چې کوم ټکي ته بيا بيا زما پام اوړي هغه دا دى چې د طالبانو سره ځينې اسلامي او ځينې کفري هېوادونه مرستې کوي او په افغانستان کې يې جنګوي. په اسلامي هېوادونو کې خو ښکاره خبره ده چې يو پاکستان دى چې په افغانستان کې له ډېره پخوا راهيسې خپل سياسي اهداف لري. او کفري هېوادونه (چې امکان لري چين او روس وي)، لکه چې دادالله ورته اشاره کړې ده، د امريکا سره د مخالفت له امله په ښکاره توګه نشي کولاى چې د امريکا خلاف د جنګ اعلان وکړي نو پټ په پټه طالبانو ته وسلې، مهمات، دولت او نور شيان ورکوي چې د امريکا خلاف يې وجنګوي. د امريکا د دغو مخالفو قوتونو به خپل سياسي اهداف وي خو پوښتنه دا ده چې ايا د افغانانو به ټول عمر همدا کار وي چې د امريکا لپاره به روس ماتوي او د روس لپاره به د امريکا خلاف جهاد کوي؟. او ايا افغانستان د دې پرديو جهادونو ټيکه اخستې ده؟.
کۀ څوک په دې خبره پوهېږي نو د ملا دادالله په دغه يوه خبره کې هغه ټول حقيقتونه واضح شوي دي چې افغان او افغانستان ئې در په دره کړي دي او لا تر اوسه پورې د افغانان ددغه "ډالري جهاد" څخه نه دي خلاص شوي.
دا لومړى ځل دى چې د طالبانو يو مهم قوماندان دا خبره مني چې دوئ ته مرستې او مهمات ځينې کفري هېوادونه هم ورکوي. او په دنمارک کې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) د بې ادبه کاريکاتور د خپرېدا د پېښې څخه وروسته به دغه هېوادونه طالبانو سره خپلې مرستې نورې هم پرېمانه کړي تر څو طالبان د بې ادبه کاريکاتور بدل د مغربي نړۍ څخه واخلي. خو دلته يوه پوښتنه بله راولاړېږي چې ايا هغه کفري هېوادونه چې طالبانو ته د امريکا خلاف د جهاد لپاره مرستې ورکوي د اسلام پېغمبر ته هم درناوى لري؟ خامخا به يې لري ځکه چې دا مهال هغوئ په افغانستان کې يو مېشن لري او د هغې مشن لپاره يې طالبان په لاره اچولي دي. د روس خلاف د امريکا د جهاد پر مهال هم د غربي نړۍ هغه ټول هېوادونه چې جهاديانو ته يې مرستې او مهمات ورکول تر ډېره حده "مسلمانان" شوي وه. خو چې کله روس مات شو، هغوي خپل اهداف ترلاسه کړل نو بيرته "مرتد" شول.
ملا دادالله په خپله دغه مرکه کې دا اعلان هم وکړ چې څوک د دنمارک په ورځپاڼه کې د بې ادبه کاريکاتور د خپريدا مسئول ووژني نو طالبان به هغه ته سل کيلو ګرامه سره زر انعام ورکړي. دوه ورځې وروسته طالبانو د لغمان ولايت د قرغيو په ولسوالۍ کې يو مکتب ته ورغلل، د مکتب ټول سامان يې راټول کړ او اور يې ورته کړ. د راپور له مخې طالبانو د مکتب د کتابونو او نورو سامانونو سره قران کريمونه هم راواخستل او اور ته يې ورواچول. ايا دا د قران کريم سپکاوى نه دى؟ يا د طالبانو لپاره د الله پاک له لوري خاص حکم نازل شوى دى چې هغوي که د قران پاک بې ادبي کوي نو خير دى.
په هر حال، دا خبره خو سپينه وه چې د روس خلاف امريکا کوم جهاد وکړ او په مليونونو افغانان يې پکې خاورې ايرې کړل د هغې پايله د افغانانو د نورې تباهۍ په صورت کې راووتله. او دا خبره هم سپينه شوه چې اوس طالبان په افغانستان کې د امريکا خلاف کوم جهاد کوي دا ځينې اسلامي او ځينې کفري هېوادونو روان کړى دى. اسلامي هېوادونه خو يو ښکاره پاکستان دى. بل کېدلاى شي چې ايران وي ځکه چې اوس ايران هم په دې هڅه کې دى چې په افغانستان کې د امريکا پښې ووهي. د دې لپاره طالبان په ميدان کې موجود دي. طالبان هر څو کۀ د خپلې واکمنۍ پر مهال د ايران سره خلاف وه خو دا په افغانستان کې د جهاد او اسلام په نوم جنګيدونکو ډلو لپاره يوه عادي خبره ده. رباني د روس په خلاف د شل کلن جهاد څخه وروسته د روس په غيږ کې سر کېنښود؟ او اسامه، حکمتيار او نورو چې د امريکا نوکري کوله اوس د امريکا دښمنان نه شول؟ مقصد دا چې د دې خلکو هيڅ ايمان او عقيده نشته. چا چې د جنګ لپاره دولت او مهمات ورکول دوئ د هم هغو نوکران دي. وژل کېږي خو هسې هم دوئ نه. وژل کېږي خو عام افغانان.
(دبېنوانه په مننه)[/quote]
ګرانه!
د پاکستان آی،اس،ای خو مپل منافقانه سیاست ته دوام ورکوی،په دي هم پوهیږو چې په څومره ناځوانۍ پاکستان د طالبانو سفیر امریکایانو ته وروسپاره،نو طالبان باید په دي پوه شی چي پاکستانیان ډیر زر،زر اخیسل اوخرڅول کوی،نو لری نه ده چي که چیری طالبان بیا په واک کې راشی نو بیا به داسی یوه څه معامله ورسره وکړی،لکه له مجاهدینو او له دوی سره یې وکړه،خو بهتره داده چې د پاکستان طالبان هم د یو اسلامی حکومت لپاره هڅه پیل کړی او په پنجاب کی د مسلمانانو په ضد د منافقینو هسته له منځه یوسی تر څو د پاکستان او اففانستان ټول مسلمانان تر ی په امن کی شی.
خو ملا دادالله چي دي هغه څوک دي چي کله به په بامیانو کې خللکو ماشومان ویده کول ویل به یې چی خو شو کی ملا دادالله آمد.او دا هغه قوم دې چي تاسی پوهیږۍ چی پر پښتو یې څه کړی دی.
مننه