نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ناروې پراډه د مظاهره کونکو بريالي بريد،او نورلاریونونه
Anonymous
10.02.2006
ناروې پراډه د مظاهره کونکو بريالي بريد
د افغانستان په شمال د فارياب ولايت د ميمنې ښارکې د ايساف په چوکات کې د ناروې ځواکونو پر اډه د مظاهره کونکو بريدوكر .
.ويل کيږي د مظاهره کونکو او پوليسوپه اخ او ډب کې يوتن پوليس مړاو ٣ تنه ټپيان شوي دي .همداشان ٥٠ تنو دبېهوشۍ حالت غوره کړى دى. ،چې د درملنې له پاره روغتون ته ليږدول شوى دى .همداشان عينى شاهدانو وويل چې د پروان په پرونى لاريون کې په بګرام کې د امريکايانوپه يو موټر بريد شوى وو چې له امله يې څلورتنه امريکايان مردار او موټر زيانمن شوى وو. نن د هرات په ښار کې هم د ډنمارک ضد لارين وشو او ددغې ورځپاڼۍ او نورو اروپايي ورځپاڼو د چارواکو دمحاکمې غوښتنه يې کوله. ويل کيږي په هرات کې هم يو کس پوليس ټپي شوى او په يوه ډنمارکي موسسه بريد شوى دى . پوليسو هم هوايي ډزې کړي دي. .د بغلان د پلخمري ښار په لاريون کې تاوتريخوالى راغلى چې په کې دوه تنه ژوبل شو ي دي .په کابل کې نن يو ځل بيا لاريون وشو چې په کې اخ او ډب رامينځ ته شو .
د پحنشنبې په ورځ د وردګو ولايت د سيد اباد په ولسوالۍ کې د تنګي د درې او سالارو د سيمې په سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د ډنمارک د يوې ورځپاڼې هغه کارتون په کلکه وغانده چې د اسلام د ستر پيغمبر سپکاوى پکې شوى دى، لاريون کوونکو د بوش او ډنمارکي ورځپاڼې د مسوول چلوونکي تصويرونه په اورونو ايرې کړل ،دغه راز لاريون کوونکو د کابل کندهار لويه لار هم د څو ساعتونو لپاره تړلې وه ، لاريون کوونکو د کندهار د ملي امنيت په موټرونو کاڼې و وورولې چې په ځواب کې يې د ملي امنيت کسانو ډزې وکړې او څلورکسه پکې ټپيان شول چې ساعت وروسته يې يوه په روغتون کې ساه ورکړه ،بل خوا همدغه لاريون کوونکومرکزي دولت ته يو پرېکړه ليک هم وسپاره چې له دولت نه يې د ډنمارک سره د اړيکو شلول او د سوله ساتو له ډلې د ډنمارکي سرتېرو لرې کول غوښتي دي.
او: په کابل کې :
نن جمعې له لمانځه وروسته دکابل دمکروریانو په سیمه کې لاریون وشو اودنمارکۍ ورځپاڼه وغندل شوه له حکومته وغوښتل شو ترڅو له دنمارک سره اړیکې ودروي.
لاریون کونکو ددنمارک بیرغ ته هم ور واچاوه نیږدې دوه سوه لاریون کونکو پکې برخه لرله.
به زابل په مظاهره کې ٤تنه مړه او١٧ تنه ټپيان شوي دي.
په زابل کې د ملي اردو يو چاراکي عبدالرزاق بينوا ته وويل (په لاريون کې ٤ تنه مظاهره کونکي وژل شوي او ١١ تنه ټپيان شوي. ددغه ولايت د امنيې قوماندان هم ټپي شوي دي. د ملي اردو يو عسکر هم ډير ژوبل شوى او څو تنه پوليس هم ټپيان شوي.) د زابل د قلات ښار د روغتون يو ډاکتر بينوا ته وويل چې دغه روغتون ته د مظاهره کونکو ٣ مړي او ١٧ تنه ټپيان ليږدول شوي چې ٥ تنه ټپيان يې پوليس دي. د زابل لايت وياند ګلاب شاه علي خيل بينوا ته وويل چې تراوسه پورې د مظاهره کوونکو اوپوليسو په تاوتريخوالي کې ١٠ تنه له دواړو لورو ټپيان شوي چې ٣ تنه لاريون کوونکي او ٧ تنه پوليس دي. دى وايي پرون هم څه ناڅه ٤٠٠ تنو قهرجنو مظاهره کوونکو په قلات کې پر پوليسو ډبرې وار کړلې او د دوى په بريد کې د پوليسو يو موټر وران شو. نن هم د قلات په ښار کې لاريون وشو چې په کې اخ او ډب رامينځ ته شواو پوليسو ډزې کړي دي . .په تيرو پنځو وروځو کې د افغانستان په گوټ - ګوټ کې ٧ تنه مظاهره کوونکي وژل شوي دي. د سپتمبر په ٣٠ د ډنمارک د يولاندز پوستن په ورځپاڼه کې د ١٢ کارتونو خپريدل د نړۍ د ټولو مسلمانانو غوسه پارولي اود غندنې ستر لاريونونه په دې اړوند روان دي . ايران له ډنمارک سره خپلې اقتصادي اړيکې بندې کړي دي او په منځني ختيځ کې د ډنمارک او اوروپايي هېوادونو د توکو بازار ته ډير زيان رسيدلى دى.د نايجريا د کانو ايالت پارلمان د ډنمارک سره د ٢٣ ميليون يورو يو تړون لغو کړ.نن ملګري ملتونو ، اروپايي ټولنې او داسلامي هېوادونو کنفراس په دې اړوند دګډې ناستې د جوړيدو اعلان کړى دى.
Anonymous
13.02.2006
ته دغو بريدونوته بريالي بديرونه وايې ؟
١١ افغانانو خپل ژوند وبايلۀ او ته مسلمان !!!!! يې بريالی بريد بولې ، نعلت دې په دا ډول نظر شي .
ټولو مظاهرې وکړې خو يوولس افغانان پکې ووژل شول، ايا دا انصاف دی ؟