د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ادم عليه السلام د اسمان له جنته راغلې ٠ او که د دمځکي له جنته راوتلې ؟


ع کريم حليمي
10.02.2006

درنو او محترمو لوستونکو سلام و رحمه الله و برکاته !
بسمه تعالي : وَقُلْنَا يَاآدَمُ اسْکُنْ أَنْتَ وَزَوْجُکَ الْجَنَّةَ وَکُلاَ مِنْهَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتَما وَلاَ تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَکُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿ 35 ﴾ بقره 
ترجمه : و مي ويل اى آدم ! ته او ښځه دي په جنت کښي اوسېږۍ ، او د (نعمتونو )څخه چه هر ځای غواړې 
وخورۍ ، اما مه نزدې کېږۍ دغه درختي ته ، (که نزدې سوې )نو به سې 
له ظالمانو څه ٠ 

موږ ته دا نه معلوميږي له قراني اياتونو څخه چه داجنت چه ادم ژوند پکښي 
کاوه ، داجنت پر ځمکه وو اوکه په اسمانونو کښي 

او د علما وو اختلاف دۍ په دې کښي 
ابو القاسم البلخي اوأبو مسلم الأصبهاني وايي چه داجنت پر ځمکه وو 
او بعضي علما فکر کوي چه دا جنت په اسمان کښي وو 

ستاسو علمي نظر څرنګه دۍ ؟؟؟؟ 

 


Anonymous
10.02.2006

وروره مونږ پر جنت هم ایمان لرو او پردي هم چي بابا أدم له جنت نه راکوز شوي وو داچي جنت چيرته دی دانو دالله تعالی علم ته سپارو.


Anonymous
10.02.2006

سکوت ِشام سی تانغمه سحرګاهی
هزار مرحله هائی فغانِ نیم شبی

کشاکشِ زم وګرما،تپ وتراش وخراش
زخاک تیره دروتابه شیشه حلبی

مقامِ بست وکشادوفشاروسوزوکشید
میانِ قطرهَ نیسا وآتشِ عنبی

مغاکه دانۀ انګورآب می سازند
ستاره می شکنندآفتاب می سازند


Anonymous
10.02.2006

سلامونه
حلیی صاحب ډیره په زړه پوری موضوع دی راخستی ده. ستااو نورو ورونو نه هیله ده چی په دی موضوع باندی د علم په رڼاکښی دخپل خیالاتو اظهاروکړی .
په قرآن کریم کښی الله پاک فرمائی .
(( هُوَ اَنشَاَ کُم مِّنَ الاَرضِ وَاستَعمَرَکُم فِیها ))
(۱۱/۶۱)
((مِنهَا خَلَقَنَکُم وَفِیها نُعِیدُ کُم وَ مِنهَا نُخرِجُکُم تَارةً اُخرَی ))(۵۵/۲۰)
(( وَلَقدخَلَقنَا الاِنسَاَنَ مِن سُللّةٍ مِّن طِینٍ ))( ۱۲/۲۳)
(( وَجَعَلنَا مِنَ المآءِ کُلَّ شَیءٍ حَیٍّ اَفَلا یُوءمِنُونَ )) (۳۰/۲۱)
حلیی صاحب دځمکی له جنت نه دی مرادڅه شی ده ایاخپله ځمکه او که نه په ځمکه کښی هم کوم جنت شته صرف په سورت الرحمن کی جنتان راغلی دی ایاددی نه خوبه مطلب دانه وی چی یوددی دنیا جنت ( ځمکه ) اوبل داخرت جنت ؟


Anonymous
12.02.2006

دوه ډوله ادعا وې شته چې د اسلام پر خلاف دجنت شتون په ځمکه کې بولي : يو عيسوي دين يا اوسنی انجيل دی او بل دهغه شتمن ځنګل ادعا ده چې ګواکې لومړني انسانانو ، چې له بيزوګانو څخه يې انکشاف موندلی و ، هغه پريښود او په سمه صحرا کې حرکت پر ولاړه تګ ته اړويستل او وورو يې نيغ تګ خپل کړ. دغه ځنګل چې پر ميوو سخت شتمن و، د جوي حالت د بدلون له امله بدلون وموند او بيا کورټ له منځه ﻻړ . دا خبره يو څه د بحث وړ بريښي .



ع کريم حليمي
14.02.2006

کولمبيا يونيور سيټي پرس ليکلي ٠په شپږم چاپ کښي د بايبل په حواله
يعني دا اوسنی انجيل ٠ 
راوړي يي دي چه لمړی انسان نوعه چه ادم ، حوا وه په عدن کښي اوسېدل 
يعني په جنت کي وه ٠ چه هلته سودمني درختي وې او هم مضره درخته 
هغه دمضري درختي مېوه خوړل ممنوع وه ٠ کله چه ادم د مضري درختي مېوه وخوړل نو ادم تبعيدشوو له جنته 
او وايي چه د عدن جنت د دمشق په شاوخوا کښي وو ٠ 
چه ماته و منلو نده چه دغه دعدن (جنت ) دي په دمشق کښي وو 

او دا هم د منلو نه ده چه ادم دي يو وخت له بيزوګانو څخه انکشاف کړي وي 
که چيري داسي وای ٠ نو روزمره به مو اوريدلی چه يوه بيزو اهلي سوه يعني 
تکامل يي وکړي انسان ياانسانه  سوه ٠ 

په درنښت 


Anonymous
14.02.2006

وايې چې يوې سپين سرې دبلې ښځې نه پوښتنه وکړه چې خداي او رسول څه سره کيږي نو دابلي ورته وويل چې خوري دا لوی خلګ دي په دې به کار نلرې ! نو اوس خو موږ دغه خپله ښکلی جنت نشانه ځمکه د خپلو ځان ځانيو له امله په دوږخ اړولې ده نقد مو پرې ايښي دي او په قرض پسې روان يو. زما په اند هرکله چې انسان خپل ځان او خپل ماحول په وجداني مسؤليت سره وپېژاند او خير يې ونورو بني ادمانوته ورسېد، همدغه مځکه جنت دی بل جنت نسته! تاسومې په کفر و نه نيسۍ دغه شايد د الله پاک غوښتنه هم وي .
په درناوي
جنتي



ع کريم حليمي
15.02.2006

مېلمه وروره
والسلام عليک  و رحمه الله وبرکاته !
پر قلم او اند دي برکت، د الله ديدار دي په نصيب سه !
[quote:e70fa529d0]حلمیی صاحب دځمکی له جنت نه دی مرادڅه شی ده ایاخپله ځمکه او که نه په ځمکه کښی هم کوم جنت شته صرف په سورت الرحمن کی جنتان راغلی دی ایاددی نه خوبه مطلب دانه وی چی یوددی دنیا جنت ( ځمکه ) اوبل داخرت جنت ؟[/quote:e70fa529d0]
جنتان په قرآن عظيم الشان کښي درې ځايه راغلی او جنتين هم څو ځايه سته 
بسمه تعالی :  لَقَدْ کَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْکَنِهِمْ آيَةٌ جَنَّتَانِ عَن يَمِينٍ وَشِمالٍ کُلُوا مِن رِّزْقِ رَبِّکُمْ وَاشْکُرُوا لَهُ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ ﴿ 15 ﴾
فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُم بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُکُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْ‏ءٍ مِن سِدْرٍ قَلِيلٍ ﴿ 16 ﴾

ژباړه ٠ خامخا په تحقيق وه د سبا ته په ځای د هستوګني د دوی کښي يوه لويه 
نخښه چي دوه باغونه دي له ښی او کڼ 

له دغه ايات شريف څخه دا ښکاره کيږي چه ادم عليه السلام هم د ځمکي په جنت (باغ) کښي استوګنه کول ٠ يعني خدای داسي ژوند ورکړي وو په هغه جنت کښي چه کار او عمل ته ئې 
ضرورت نه در لود ، چه له عقل څخه کار واخلي او نفقه  پيدا کړي 
نفقه په معنا د خورکي شيانو نه ده ٠ هر څه ته نفقه ويل کيږي حتی تر لوستلو او ليکلو٠٠٠٠٠  ته هم نفقه ويل کيږي ٠ 
چه فکر او اند ضرورت ورته لري حاصل کيدل ئې نفقه ده 

داسي د جنت په ډول ژوند يو وار ،يوځل يهودو هم درلودۍ 
وَظَلَّلْنَا عَلَيْکُمُ الْغَمَامَ وَأَنْزَلْنَا عَلَيْکُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوي‏ کُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاکُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلکِنْ کَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿ 57 ﴾
مفت او جفت ئې خوړل او چښل من او سلوا وه 
ادم هېره کړې وه ٠ مضره او ممنوع مېوه ئې وخوړل 
او يهودو بيا ناشکرۍ کولې او الله ورته فرمايلی وه چه :وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُوا هذِهِ الْقَرْيَةَ فَکُلُوْا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدَاً وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّداً وَقُولُوا حِطَّةٌ نَغْفِرْ لَکُمْ خَطَايَاکُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ ﴿ 58 ﴾
خورۍ چښۍ حساب مه منۍ حمد واياست 
او يهودو ناشکرۍ کولې او موسی ع ته ئې ويل چه نه بابا مونږ پياز غواړو ،
 بادرنګ  ، ٠٠٠٠ او موسی ع ورته فرمايل چه مه کوۍ ، مېلې چړچې کوي 
او من او سلوا خورۍ  او شکر کوۍ ٠ 
نو اخير الله ج امر ورته وکړي ٠ ورسۍ په فقر او غريبي اخته سۍ (د ادم ) کانه 
په وسوه ٠اومن سلوا ولاړه خلاصه سوه 
اهْبِطُوا مِصْراً فَإِنَّ لَکُمْ مَا سَأَلْتُمْ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْکَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللّهِ ٠ 
والله اعلم 


Anonymous
15.02.2006

محترم استاد حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
زما دنيمګړو مالوماتو له مخې دوه ډوله غير اسلامې نظريې د جنت په اړه موجودې وې چې يوه يې د اوسني انجيل پر اساس او بله يې د داروين د تيوري پر اساس وﻻړه ده او دواړه په اسلام کې د منلو وړ نه دي، ځکه د اسلامي تصور سره سم جنتونه په اسمان کې دي او داچې عيسی (ع) اسمان ته ختلی دی، نو د اسلام له تصور سره سم هغه تر بيرته راتګ پورې اوس په جنت کې دی . که جنت پر ځمکه و چې ادم او حوا په کې اوسيدل او عيسويان يا انجيل هم دا وايي، د اسماني جنتونو سره دا خبره څه ډول سمون خوري ؟ په قران کې ادم ته د وتلو په وخت کې د (کوز شئ) امر شوی ، آيا ځمکې ته کوزېدل ګواکې په دې معنی و چې نوموړی جنت پر اسمان کې نه ، بلکې پر يو څه جګه ځمکه پروت و او هغه ځمکه چې ادم ورته راووت يو څه کښته پرته او يو څه وچه يا ډاګ او صحرا وه ؟ او که کوز شئ د ژوند له لوړې درې څخه کښته درجې ته تر يوه وخته پورې؟ که جنت پر ځمکه و نو د موقعيت له پاره يي تر افريقا، چې يو شمير انجيل څيړونکي يې ادعا کوي ، بيا بين النهرين ځکه ښه او رښتينی مالوميږي چې ادم او حوا هم بين الهرين ته څيرمه په عرفات کې سره بيرته وموندل او دومره واټن له خطر پرته هم ممکن ښکاري چې دوی به وهلی وي . ستاسو د تفصيلاتو په هيله . والسلام



ع کريم حليمي
16.02.2006

ډېر محترم  دانشمند A صاحب 
 السلام عليك ورحمه الله و برکاته !

[quote:9d7aa81fd4]زما دنيمګړو مالوماتو له مخې دوه ډوله غير اسلامې نظريې د جنت په اړه موجودې وې چې يوه يې د اوسني انجيل پر اساس او بله يې د داروين د تيوري پر اساس وﻻړه ده او دواړه په اسلام کې د منلو وړ نه دي، ځکه د اسلامي تصور سره سم جنتونه په اسمان کې دي او داچې عيسی (ع) اسمان ته ختلی دی، نو د اسلام له تصور سره سم هغه تر بيرته راتګ پورې اوس په جنت کې دی . که جنت پر ځمکه و چې ادم او حوا په کې اوسيدل او عيسويان يا انجيل هم دا وايي، د اسماني جنتونو سره دا خبره څه ډول سمون خوري ؟ [/quote:9d7aa81fd4]
دا خو ثابته  ده چه جنتونه په اسمان کښي دي ٠ 
د جنت نوم اصلا يو رمزي نوم دې ٠ مونږ انسانان جنت نه پېږنو ٠ خو په رمزي 
ډول ئې راته ښودلی چه باغ او همېشه ږوند ،مرګ په کښي نشته ٠ اوبس 
د الله جل جلاله عرش العظيم هم په اسمان کښي دې هم رمزي نوم دې ٠
 إله إلا هو عليه توكلت وهو رب العرش العظيم
او په ځمکه کښي بلقس هم عرش العظيم در لودۍ ٠ چه د  سبأ د قوم  ملكة وه 
په يمن کښي او تاريخ ئې نه دۍ معلوم ٠ خوثابته ده په وحی 
د الله جل جلاله عرش چه دۍ ، ‏ أَرَى عَرْشًا فَوْقَ الْمَاءِ ‏ يعني د الله عرش د اوبو پر سر قرار لري ٠ 
د ادم او حوا جنت چه پر ځمکه وو ٠ نور نوطبعيت له منځه يووړۍ لکه 
ډير څه چه ئې نوي  خلق کړي ،نو له منځه ئې وړي هم دي 
 ښه پوهېږم چه چه د بلقسي او د خدای ج عرش العظيم په هيځ ډول د ډولونو 
ورته والى ، سمون نه سره لري ٠ اما دواړو  بايد د  عرش په نامه ئې ياد کړو 
[quote:9d7aa81fd4]آيا ځمکې ته کوزېدل ګواکې په دې معنی و چې نوموړی جنت پر اسمان کې نه ، بلکې پر يو څه جګه ځمکه پروت و او هغه ځمکه چې ادم ورته راووت يو څه کښته پرته او يو څه وچه يا ډاګ او صحرا وه ؟ [/quote:9d7aa81fd4]
ډېره ښه پښته ده !
خبره په اهْبِطُوا(کوزشۍ )کښي ده ٠ هو !
د جنوب طرف ته همېشه کوز ويل کيږي ٠ يعني کوز شۍ له کابله کندهارته 
اما د کندهار له طرفه چه مالدار سيابندو ته ځي وبيا وايي چه سيابندو ته خېژو
 uptown او downtown

اوبل ځای الله ج و يهودو ته فرمايي چه : بِالَّذِي هُوَ خَيْرٌ [color=blue:9d7aa81fd4]اهْبِطُوا مِصْرًا [/color:9d7aa81fd4]فَإِنَّ لَكُمْ مَا ‏سَأَلْتُمْ ٠٠٠٠٠٠٠٠ 
[color=blue:9d7aa81fd4]کوز شۍ ښار ته [/color:9d7aa81fd4]
مطلب دلته داسو چه کوز مانا دانه چه له اسمانه و ځمکي ته کوز شۍ  ، يا د غره
څخه و ځمکي ته کوزشۍ ٠ اهْبِطُوا  په جمله ، مکان ،زمان پوري اړه لري 
چه څرنګه ئې ترجمه کړې ٠ هَبَطَ و ټوپ وهل ته هم ويل کيږي ، ميدان کاږه ، 
سقوط كول ، sink down , tumble , collapse , descend , plunge down , be toppled , tumble down , throw oneself down , fall off , crash down

[quote:9d7aa81fd4]که جنت پر ځمکه و نو د موقعيت له پاره يي تر افريقا، چې يو شمير انجيل څيړونکي يې ادعا کوي ، بيا بين النهرين ځکه ښه او رښتينی مالوميږي چې ادم او حوا هم بين الهرين ته څيرمه په عرفات کې سره بيرته وموندل او دومره واټن له خطر پرته هم ممکن ښکاري چې دوی به وهلی وي . ستاسو د تفصيلاتو په هيله . [/quote:9d7aa81fd4]
زه سل په سل کي مطمئن يم ! هغه باغ چه ادم او حوا انا په کښي اوسېدل
مونږ ته به يي پته ونه لګيږي ٠ 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more