د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددنمارك دبيشى به ارتباط درابرت فيسك ليكنه

Anonymous
07.02.2006

(دووه مخى تګلاره )

اروپايي ورځپاڼو داسلام دپيغمبر (صلى الله عليه وسلم)په اړه له سپكاوى
ډك كارتونونه خپاره کړل چى په دى سره ځينى هيوادونو خپل سفيرا له ډنمارك
نه وه ايستل سوريوالو او سعوديانو احتجاجونه وكړل خليجى هيوادونو له ډنماركى مصنوعاتو سره پريكون اعلان كړاو ..... دكارتون خپروونكى ډنماركى
ورځپاڼى يوه مسؤل كس وويل چى دكارتون په خپرولو سره دسيكولر لويديځ
او اسلامى هيوادونوتر منځ دتهذيبونو دټكرغوندى كيفيت رامنځ ته شو

ددى بحران بايد په غور سره جاج واخيستل شى داد سيكولرزم او اسلام ټكر ندى
مسلمانانو ته خپل نبى(صلى الله عليه وسلم )خورازيات محترم او دډيرتقدس وړدى چى هغه دالله پيغام دوى ته رسولى دى خو زموږ په اروپا كى سپيڅليو
انسانانوته يواځى دتاريخى شخصيتونو حيثيت وركول كيږى او بس
زموږ په اند زموږ دسپيڅليو انسانانو لارشوونى شايد دبشر دحقوقو
له ازادى سره ضديت ولرى او دتكنا لوژى دپرمخيون په وړاندى يي خنډ بولو

خو دا حقيقت بايد موږته روښانه شى چى مسلمانانو خپل دين ژوندى ساتلى دى
خو له موږ سره زموږ دين دتاريخ په كتابونو كى دفن پروت دى مزوږخپل مذهب له لاسه وركړى دى او مسلمانانو خپل دين خوندى ساتلى دى دتاريخ په مختلفو زمانو كى مسلمانان له خورا سختو ازما يښتونوسره مخامخ شوى دى خو له دى هرڅه سره سره دوى بيا هم خپل دين خوندى ساتلى دى
خوموږ داسى ندى كړى له موږنه څه موده مخكى خپل دين ورك شوى دى

موږ دخپل مذهب په اړه ديوچا دجذباتو دټپى كولو اجازه لرو خوموږ داسى كوو نه
زما ياد دى چى څه موده مخكى په پيرس كى په يوه فلم كى دعيسى عليه السلام
سپكاوى شوى ونو په فرانسه كى خلك را وپاريدل سينما ته يي اور واچاوه چى يو كس پكى مړ هم شو د يولسم سپتمبر له پيښى وروسته په امريكا كى يوه پوهنتون
ماته بلنه راكړه څو دنړيوال تجارتى مركز په اړه ليكچرور كړم
په دى ليكچر كى ځينى داسى څه و چى ممكن دعيسايانو جذبات يي مجروح كړى واى مسؤلو كسانو ماته وويل چى دا الفا ظ بايد له خپل ليكچر نه ليرى كړى
ددى موخه داشوه چى موږ كه څه هم دعيسائيت په لارشوونو عمل نه كوو
خو بيا هم هڅه كوو څو دمذهب په اړه دچا جذبات مجرو ح نه كړو او په دى اړه
حساس يو .

كله چى موږ له مسلمانانو نه غوشتنه كوو چى با يد تاسو سيكولر واوسى
او دځينو په وينا په دومره معمولى كارتونونوبايد ونه پاريږى نو له خپلو
عيسايانو نه ولى دا غوښتنه نه كوو ؟ دځينى اروپايي واكمنو هغه خبرى ما هم اوريدلى دى چى وايي موږ نه شو كولى د نظر په ازادى بنديز وګوو
داډيره بيځايه او بي بنسټه خبر ده كه چيرته همدى ورځپاڼى ديوه يهودى مذهبي مشر (ربي )كارتون جوړ كړى واى او دهغه سپكاوى يي كړى واى نو ټوله اروپا به
راپاريدلى وه او دا به يي دسامى نسل په خلاف بلله او س هم اسرائيل دمصرى ورځپاڼو په خلا ف احتجاجونه كوى چى هلته دسامى نسل په خلاف كارتونو نه
چاپ كيږى له دى پرته په جرمنى فرانس او نورو اروپايي هيوادونو كى يو قانون شتون لرى چى دهغه په اسا س په هالوكاسټ باندى شك كوونكى ته سزا وركول كيږى په فرانس كى د هالو كاسټ سپكاوى يا په هغه كى شك
كول قانونا جرم بلل كيږى .

يو لورته موږ په هالو كاسټ باندى شك كوونكى ته سزا وركوو دسامى توكم
په خلاف كارتون خپرول نه شو زغملى

او بل خوا داسلام دپيغمبر دسپكاوى په خلاف احتجاج كوونكو
مسلمانوته د سيكولزم تلقين كوو او دهغوى په غصه او پاريدنه
باندى تعجب كول كيږى دمسلمانانو ستونزه داده چى هغو نشى
كولى ددى سپكاوى ځواب په ورته سپكاوى سره وركړى موږ بايد
له عقل نه كار واخلو داددى وخت ندى چى دتهذيبونوټكرته نوره
هوا وركړل شى

په مصر كى په تيرو ټولټاكنو كى اخوان المسلمين 20 % رايي ترلاسه كړى
او په فلسطين كى حماس برلاسى شو داخوان او حماس په دى برياليتوب
كى زموږ له پاره يو پيغام نغښتى دى ؟
بيشكه موږداپيغام ترلاسه كولى شو چى په منځنى ختيځ كى د حكومتونو
دبدلولواو د ديموكراسى د تپلو امريكايي تګلاره له ناكامى سره مخامخ ده
امريكا ناكامه شوى ده او په سلهاو زره مسلمانان بريالى شول هغوى ثابته كړه
چى دوى دامريكا په تپل شوى نظام باندى خپل اسلامى نظام غوره ګڼى
په ډنماركى ورځپاڼه كى يواځى سپكاوى ندى شوى بلكى اسلا م ديوه
ترهګر دين په توګه معرفى شوى دى

اسلام په اصل كى دامن دين دى خو موږ هغه
ته هغه جامه ور اغوندوچى هغه دده جامه نده (پاى)

ليكوال ( رابرټ فيسك )
ژباړن (زرملوال)

داليكنه دسعودى عربستان له مشهورى ورځپاڼى (الوطن)
نه دلته راژباړل شوى ده ( په مينه او درنښت )


Anonymous
08.02.2006

خلاصه خبره داده جه :
د کاريکاتور انځورګر بايد محاکمه شي او د دنمارک صدراعظم چې د بخښنې له غوښتوډډه تشه کړه ، ويې ښودل چې څومره ضعيفه او د کوڅې اخلاق لرونکی دي٠
هر هغه عمل چې د مختلفو هېوادو د دومره قهرآميزه مظاهرو مؤجب ګرځي پخپله يو جرم بلل کيږي او د اروپا د ديموکراسۍ قانون ورته اجازه نه ورکوي خو:
که په اسلام ملنډې وهل وي نو بيا لکه چې معلومه شوه پروا نلري٠
مونږه په کلکه تل ترور او تروريستان غندلي او غندو يې او د اسلام مقدساتو ته د سپکاوي اجازه به هم هيچ چاته نه هم ورکړو او نه دې څوک دا ډول تمه له يوه مؤمن څخه لري٠


Anonymous
10.02.2006

[color=indigo:c398d49e4c]

پښتانه وايي د كاله له منځه دكاله څښتن ښه خبر وى
پټه دى نه وى چى عربان هم كټ مټ دازموږ په څير متل لرى
(صاحب البيت ادرى بما فى بيته )نور نو خداى خبر چى موږ
به ورنه ژباړلى وى او كه دوى به رانه ژباړلى وى

دامتل مى درابرټ فيسك په ليكنه پورى په سر كى را وڅرخيدى
نوموړى هغه دچاخبره سورفرنګى او ياسورګوره دى اوليكوالان خو
څه كوى زه وايم چى دمطبوعاتو مامولى مينه وال به يي هم پيژنى
ځكه دى هروخت په نړيوالو وتليو ورځپاڼو او مجلو كى ليكنى كوى
او دده ليكنى په اسلامى نړى كى ځښتو زياتو ورځپاڼو ته په تكرارى
توګه ژباړل كيږى او خپريږى .

زه يي نو بس دومره پيژنم اوليكنى يي كله كله لولم چى ډير ښه حقيقتونه يي
روښانه كړى وى لكه په دا پورتنى ليكنه كى يي چى دلويديځ په دووه مخى
تګلاره ښى سپينى خبرى كړى دى اوما دلته تقريبا ټكى په ټكى را وژباړله

او ما ددى فرنګى اوږدى پرپړى دلته ځكه را وژباړلى چى يو خو دكاله له
منځه په رښتيا چى دكاله خاوند ښه خبروي اوبل نن خو زموږ په هيوادكى
د ډيموكراسى راج چليږى او هغه هم د لويديځوالى هغى نو كه كوم ليكوال
او يا هم كوم اسلامپالى ليكوال ددى څښتن مړى په هكله منفى اند اونظر
وړاندى كړى نوسمدستى يو څو مخصوصى ټاپى پرى ولګول شى
يعنى دطالب ، ترهګر ،عربپال اوداسى نور

څرنګه چى دډنمارك دپيښى موضوع (چى په ورځپاڼوكى درسول الله
سپكاوى شوى و) خورا مهمه موضوع ده نوځكه مى په دى اړه ديوه
لويديځوال ليكوال ليكنه دلته را ژباړل ضرورى وبلله

او ددى موضوع اهميت په دى كى ده چى كله متحده ايالاتو په افغانستان
بريد وكړ نو مشر يي (كوچنۍ بوش ) دصليبي جګړو خبره رابرسيره كړه او
دا ځل چى لويديځوالو ورځپاڼو درسول الله صلى الله عليه وسلم دسپكاوى (نعوذبالله)په موخه دهغه كارتونونه خپاره كړل او په خلاف يي په اسلامى نړى
كى مختلفى پاريدنى رامنځته شوى نوپه ترځ كى يي دتهذيبونودټكر خبره هم ورسره زمزمه شوه لكه رابرټ فيسك چى هم په خپله ليكنه كى نغوته ورته كړى ده .

نوتاسو خو به ددى خبرى (دتهذيبونودټكرد خبرى)په سور اوبر
ښه پوهيږئ او ناويلى دى نه وى پاتى چى دتهذيبونو دټكر نظريه
راپنځيدلى هم له لويديځ نه ده او دا ده له ځينو پيښو سره دهغى د
تړاو اشارى او نغوتى هم همدا لويديځوال كوى

نو ايا داسى ده او كه نه ؟

په مينه [/color:c398d49e4c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more