د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داسلام نه دفاع

ګران
06.02.2006

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
داسلام نه دفاع دهر مسلمان دنده او وجيبه ده
داسلام نه دفاع که دسر په بدل وي ياپه ژبه وي که په قلم وي بايد مسلمان يي ونه سپموي


کوشان ته

Anonymous
07.02.2006

ګران کوشان صیب
سلامونه او نيکې هيلي
اول خو داوايم چې کله هم څوک په يو موضوع ليکنه وکړي ته دحرف علت په څير ضرور يوڅه وايي اګر چې هغه هرڅومره ناپړيتي وي هيله ده نور ځان ونه شرموى اوهو رښتيا ته خو نه شرميږي ځکه چې .......
بل داچې تا ليکلي داسلام نه څنګه دفاع وکړو چا داسلامي احکامومخه نيولي ؟
نو ! واوره ته داسلامي احکامو مخه نيول څه ته وايي چې په کيوبا کې دي نعوذ بالله قرآن په کمود کې اچول کيږي خوبيا هم ستا په څير خلک داسلام او قرآن نه ددفاع په معنى پوه نه شول دډنمارک ورځپاڼي دمحمدرسول الله صلي الله عليه وسلم کارتونونه جوړ کړل او کوشانه ته پوهيږي باګرام کې دبنديانو په وړاندي په قرآن څه کيږي ؟ دمسلمانو بنديانو سره څه کيږي ؟
کوشانه نه پو هيږم څه درته وليکم خو زړه ته به په همدى تسلي ورکړم چې ممکن ستا داسلام سره هيڅ تړاو نه وي او بس
پدى حالاتو کې خو يو ماشوم هم پوهيږي چې داسلام لپاره بايد څه وکړو تاته هم الله دايمان خوند درنصيب کړي تا لا تر اوسه دايمان خوند ندى ليدلى که نه نو داسي بيکاره ليکنه به دي هيڅکله نه وه کړې


pattang
08.02.2006

کوشانه سلام عليکم !
ستا لاندېنۍ خبره حقيقت لري :

[ quote]زه په خپله د مور او پلار نه پښتون يم ، خو دا چې زه داسې پارسي ډوله پښتو لرم علت يی دا دی [color=red:c7acb646d0]چې زما پلار او د هغه همزولي د اسلام ددفاع د پاره هره ورځ کوڅو ته وتل او لاريونونه يی کوول[/color:c7acb646d0] ، [color=blue:c7acb646d0]( پتنګ : دا خو يې ډير ښه کار کړی دی نو ته خو په يوه مسلمانه ټولنه کې لوی شوی يې او په نزاکتونو بايد پوه شې )[/color:c7acb646d0] خو دوی يوه ورځ هم ددې د پاره چې ددوی اولادو ته پښتو ښوونځي جوړ شي ، لاريون ونکړ . نو لکه ما ډير نور ماشومانو په افغانستان کې په دري ښونځی پاس کړي دي ، او نن ورځ ځنې کثيف ، خرص شوي او پښتون دښمنه افراد لکه تاسي ، زما په پښتونيت شک کوي .ډير د شرم ځای دی تاسي د پاره [/quote]

اما دا يواځې ګناه دپښتنونده ،بلکې ګناه لکه همدا اوس د اجڼټانو رژيم ،
دهغو فاسدو تېر شوېو رژيموده چې پر افغانستان يې حوکمتونه کړي دي
او پښتانه يې کلتوري بنديان ساتلي دي او وو٠
له همدې کبله پښتون خپله اخلا قي بڼه له لاسه ورکړې، چې خوله وازه
کړي نو ډرت پاړ سو ترې را ووځي٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


Anonymous
11.02.2006

کوشانه یا پوهیږی نه او یا له ضده داکارونه کوی ستا هره لیکنه چی ګوری په اسلام پسی به څه ناڅه لیکی هغه هم بی معنی ماته ښکاری چی په تاباندی دمغرب نظرو او فلسفوو ډیرتاثیر کړی ده لګ خوخپل عقل نه هم کار واخله ته څه فکرکوی چی په دی وخت کښی ظلم ،تورو څوک کوی اوبیا په کوم کوم نوم پر مسلمانان تړل کیږی دوی چی کوم نومونه ایښی لکه حقوق بشر ، بین لملل . اوداسی نور داټول دمظلوم په مقابل کښی ظالم سره نه دی ولاړ چی یو مغربی مړشی اویایی څوک وتښتوی نومونږګورو چی حقوق بشر راپیداشی زمونږمشران دوه دوه دری دری سعاته په دی باندی تبصری کوی . خوکه یومسلمان یایو افغان مړشی اویا بی ګونا په کونتناموکی په کالو کالو دحیوانت نه هم په ټیټه صطحه باندی ساتل کیږی او دخپل ځان دبی ګونا ثابتوالو حق هم نه ورکول کیږی نوبیا دلته نه حقوقی بشر سته اونه بین الملل اونه نور چی ځان ته دانسانیت ټیکداران وایی .اوزمونږ مشران دهغوی خوپوښتنه مه کوه ځکه هغوی دخپل ځان حق نه لری نو دملت یا دمسلمان به څه په غم وخوری .


Anonymous
11.02.2006

[quote:2383f36520]کوشان ته هلوهلوسام سام!!!
دروغجن حافظه نه لری ستاینه دهیره وه موراوپلارباندی دپښتنیت ثابت کړ
ښه سوه سی د موږ ټولوپشان دی موراوپلار څښتن یی؟داکومه دشرم خبرنده، موږهم داګمان نه و سی چا به کومه کوڅه یا پلٌِ لاندی پیدا کړی یی؟بیا خوډیرشکرده سی پلارمولاریون هم کوی، که درته یاد وی سیتمی مورنه باطینی مور ستا دخاپوړی خاوره اوپلارنه اسلام استنبات کولای شوای، اوسالم صیب ته د دی دپښتون د احساساتوتشریح کړی وه احساسات عقل له منځه وړی اوځان دی په احساساتوحاکم تثبیت کړ،
ولی دوه سطره لاندی دیحافظی کارپریښود ،کوم آلفاظ سی ماته
پری لیکلو شرم راځی تالیکلی ، اوځان دی هم« قا فر»کفرته ویوست اوزه الحمدالله
مسلمان یم اوس ته څه شی شوی؟ ملامت نه یی ممکن دغه ماحول اودخرص غوښی اثر وی اوس راته دا شک هم پیداشو چی دپلّه وال به یی؟
وړاندیز می درته داده بی ربطه بی مورده ټکرونه مه کوه دپاڼی اهمیت ماهیت اوپښتو،اسلام توحین مه کوه ، داپاڼه سی دملت دزړه اوازده مه
بی کفایته کوه ، ممکن اخذ موکړی وی.
_________________
حکمت[/quote:2383f36520]
دسلام نه وروسته٠
حکمت خانه دا يو نصيحت می واوره چی
که دڅه زده وی او استدلال کولۍ شی نو څه ليکه او که نه وی
  بياد داسی کوڅه ډبو شيانو ليکل څه په کار ٠
نور نو ددی بی منطقی او حماقت وخت تير شوۍ،دا زړی ببولالی نه چليږی اوته هم نوره ورته شاکه٠که ځواب لری ليکه يی او که نه وی داسلام نه ناوړه ګټه مه پورته کوه٠ ستا په خوله څوک نه کافر کيږی  اونه هم سپکيږی٠
کاش چی تا دکوشان سلمه برخه مالومات لرلی٠
خدايدی هوښيار که٠
سنګر٠


Anonymous
12.02.2006

[color=brown:f8dd32cf83]

محترم كوشان او شاغلى حكمت سلامونه مى ومنئ

درنووروڼو ځولۍ درته غوړوم او زارۍ درته كوم چى له دى
سپكو خبرو لاس واخلئ تاسو اوخداى چى يوه بل ته سپۍ
او خر ويل نوڅومره ټيټى او له اخلاقو لويدلى خبرى دى

ولى تاسو دقلم عفت او عزت نه پيژنئ ؟ لوى څښتن په قلم اورنګ باندى قسم
كړى دى (ن والقلم ومايسطرون)اوتاسو ليږ خپلو ګريوانونوته سرونه ښكته كړئ
چى په دى مقدس رنګ اوسپيڅلى قلم موڅومره ناوړه اوله اخلاقو لويدلى خبرى ليكلى دى ؟؟؟!!!

هوكى ! تاسو به حتما دقلم عفت پيژنئ خو له بده مرغه چى دحوصلى
اوزغم كمزورى لرئ او نشئ كولئ له حوصلى نه كار واخلئ او ديوه بل
دانسانى كرامت احترام وكړئ

يو وخت رسول الله صلى الله عليه وسلم له صحابه كرامونه پوښتنه وكړه
چى تاسو پيا وړۍ سړى پيژنئ؟.....................
رسول الله وويل چى پياوړۍ سړى هغه دى چى له خپل نفس او شيطان سره
يي مقابله او ډغره ووهله

نومحترم كوشان او شاغلى حكمت صيب لطفا تاسو بايد خپلو كمزروريو ته
ځير شئ او له دى سپكو اوشرموونكو خبرونه لاس واخلئ
په مينه او درنښت [/color:f8dd32cf83]


Anonymous
17.02.2006

ورونو،
اسلام ندئ په خطر کي، چي دفاع دی ورځينی وسي ،
حقيقت دا دی چي [size=24:8e10f00141][color=red:8e10f00141]مسلماني مو په خطر کی ده، [/color:8e10f00141][/size:8e10f00141]
ليز له ځانه سره سوچ په کار دی، چي شر او خير يعنی ځه؟
ايا دا دفاع ده؟ ايا خدای له مونګه دغه غواري؟
او بيا به نيغ جنت ته ور درومو؟،
ايا دا دول برداشت د خدای تعالی د ذات تصغير او هغه ته نعوذ بالله اهانت ندی؟
هر سه چي دي، هغه مو خپلو ځانو کي دي،
راځئ چي خپل ځانونه او خپله مسلمانئ وژغورو!


کوشان ته

ګران
19.02.2006

کوشانه تاته دې الله هدايت نصيب کړي
نه پوهيږم ته ولي داسلام سره دومره سخته دښمني لري ايا اسلام دعربانو دى که دټول اسلامي امت خو ستا په څير داسلام دښمنه عناصرو ګوډاګيان يي بيا دعربانو بولي
کوشانه ! پدى بايد ستا سر خلاص شي چې په افغانستان کې روانه جګړه داسلام او کفر تر منځ جګړه ده نه دعربانو دمفادو
کوشانه ! ته خو ځکه اسلام ته متوجه خطر نه محسوسوى چې په زړه کې دي دايمان محبت نه ښکاري که نه نو تا به دهر مسلمان دليکني پسي داسلام دښمنۍ نه ډکه ليکنه نه کوله
او کوم مکتبونه چې سوزول کيږي دا هم ستا په څير دامريکايي اشغالګرو ګو ډاګيان کوي نه مجاهدين - امريکايان ستا په څير دبې غيرته انسان په واسطه کوښښ کوي د مکاتبو دسوزولو په نامه مسلمانان بد نام کړي حالانکې دا کار ورته ستا په څير ......کوي
دخداي په خاطر که مسلمان يي داسلام سره دښمني مه کوه آو که دآسلآم سره دې تړآو نه وي نو هيله ده دلته ليکنه ونکړي ځکه دآسلآم په قدر مسلمان پو هيږي


Anonymous
20.02.2006

[quote:ec6cb6fd88]کوشانه ! پدى بايد ستا سر خلاص شي چې په افغانستان کې روانه جګړه داسلام او کفر تر منځ جګړه ده نه دعربانو دمفادو [/quote:ec6cb6fd88]
سلام نه وروسته٠
ای ګلابه
داله کومه ،او کله داسی وحی رانازل  شوی چی،عربی او نور اسلامی ملکونه
 دی سوکاله جوند کوی اويواځی افغانان دی دکفارو سره ، داسلام نه د دفاع په جګړو کښی اخته وی او هرڅه دی دلاسه ورکړی؟؟؟؟؟؟؟؟
وروره،موږ له عربو نه ډير وروسته مسلمان شوی يو هغه هم دتوری په زور،بايد چی عربان مخکښی وی او موږ ورپسی٠ 
اول دی داسلام له زانګو، عربستان او کويټ څخه تيل په کفارو بند شی ،بيادی
د دوبی ،ماليزيا او داسی نورواسلامی ملکونومارکيټونه دکفارو پرمخ وتړی ترڅو دوی تغذيه نشی ٠نو چی دا وشول بيا به موږ په دی پوه شو چی ،داپه ريښتيا دکفر او اسلام تر منځ جګړه دهغه دی ټول لګيا دی،که داسی نه وی نو دا هسی اپلتی ويشتل دڅه لپاره٠ 
ګران صيب٠
داسلام او دکفر په نامه جګړه نشته،تاسی هسی دکفارو پام ځان ته اړوی ،
که په ريښتيا هم داسی شی نو بيامسلمانان په دی اقتصاد،تخنيک او عقل چی
 لری يی يوه ورځ هم دکفارو تاب نه لری٠ اوس نو دتورو دجګړو وخت تير دۍ،
نن صبا تخنيک دۍ چی جګړه کوی،کوم چی موږ مسلمانان يی نلرو٠ 
ښه ثبوت داسرايلو او عربی ملکونو جګړه وه،چی دومره واړه ملک سمه نيم
 براعظم نيولۍ وو٠ 
خدايدی وکړی چی خفه شوی نه وی٠ 
خوشال اوسی٠ 
 ستاسی همدرد٠


Anonymous
21.02.2006

په افغانستان کې دا جګړه د طالب اوالقادې پر ضد د ملګرو ملتونو په پرېکړه چې اسلامي هيوادونو تر سعوي عرب پورې رايه ورکړې وه او يايې مخالفت ونه کړ، پيل شوه، که داجګړه د کفر او اسلام جګړه وه نواسلامي نړۍ يې د پاکستان پرشمول ولې پر ضد ونه دريدله ؟؟؟


Anonymous
22.02.2006

ښاغلې Aوروره کومه اسلامي نړۍ ؟، ددغې اسلامي نړۍ چارواکي خوټول
دامريکى په منګولوکې داسې راګير دي لکه دقصابي چرګان چي په وسپنيزه
قفص کې دمرګ انتظارته شپې تيروي .که ته دطالبانوپرحکومت له امريکې سره
ددوۍ توافق په مثال کې وړاندې کوې نوزه بيادفلسطين مثال درته ښه يم چې
دټولو اسلامي هيوادونوپه شمول نزدي توله نړۍ داوايي چې دلته يهود پر
فلسطينيانوناحقه ظلمونه کوي بايد فورابندشي مګر امريکاپه يوازي صورت
ددې پرخلاف ديهودو دې جناياتوته دهغوي خپل حق لاسته راوړل بولي.
دلته امريکايهوديانوته هرنوعه وسلې ورکړلې، هيڅوک يي هم پرخلاف آواز نشي
پورته کولي خودسعودي په شمول خودي څوک هم فلسطينيانوته يوميل اسلحه
ورکړي؟
ښاغليه : له نن نه درې لسيسزې وړاندې کله چې روسانودافغانستان دوخت ددولت
پر غوښتنه پر افغانستان يرغل وکړ بيانوولي همدا اسلامي اوغير اسلامي هيواد
ونونه تنهاداتيرى وغانده بلکي دهغې پر خلاف يي هرنوعه مرستې دلته راوليږلې
اواسلامي هيوادونودلته جهاد فرض اعلان کړ
داځکه چې په هغه وخت کې لوى لالاددې کارطرفدار وو اواوس خونولوى لالاپه
خپله رادانګلي اودخپلوراتلولپاره يي يولړدلايل هم برابرکړي دي اوروسيه ياکوم
بل هيوادهم دومره غښتلى ندى چي ديوبل لوى لالادنده خپله کړي.
څرګندستانيزى


Anonymous
27.02.2006

څرګند صيب ښه دي ورته ويلي


Anonymous
27.02.2006

[quote:b33510c6fa]څرګند صيب ښه دي ورته ويلي[/quote:b33510c6fa]
واه واه ، څومره ستره ونډه مو په بحث کې اخيستې ده ، ښايي ډير لوستونکي مو له دې اعجاز  څخه زدکړه وکړي ، نوروخت مونه درلود چې يو بل کتاب مو هم ليکلی وای ، ترڅو  مو  اخر يوڅه دليل او استدﻻل هم وړاندې کړی واي. دا خو به انتخابات نه وي  چې  صرف د يوې رايې په اچولو مو تکليف رفع شي ، خو بيا هم ستاسو ددې تش هو يا نه په درناوي به هم ستاسو د خوښې کړې ليکنې يو ځواب نامالومه ميلمه ته وليکم :
که خبره د کفر او اسلام وای، لږ ترلږه ايران چې له امريکا سره يې پوره دوښمني هم لرله د امريکا پر ضد د طالبانو کلک پلوی کړی وای ، خو اختلافات هم له ايران او هم مريکا سره سياسي ؤ نه مذهبي . که طالبان د سياست پر ګدۍ نه وای ناست او همدغه اختلافات يې ورسره لرلای ، کيدای شول مذهبي انګېرل شوي وای، .
ځکه چې د ملااو طالب دنده يواځې دين مسجد او مدرسه ده . په ايران کې هم ملايانو سيانهي واکمني لرله او لري يې، خو هغوی سياست پيژني او له لويديځوالو سره د کفر او اسلام په نامه اختلافات نه مطرح کوي او يواځې د ظالم او مظلوم ، استکبار او مستضعفينو خبرې کوي ، که
نه  دوخت له کمونستي  شوروي  او اوسنۍ روسيې سره ښې اړيکې به يې  د کفر او اسلام د ضديت  له  مخې څرنګه توجيه کولې ؟  خو  ايا طالبان  د اسامه له خاطره   دفلسطين له پاره مسلمانان وو چې  دامريکا سره يې 
دوښمنۍ  ته ملاتړلې وه (؟ )  خو  د افغانستان له پاره يې بيا د کفر ﻻره نيولې وه چې د روسيې سره يې چې د افغانستان سره يې مستقيمه دوښمني لرله ، د امريکا په پرتله نرمه ﻻر خپله کړې وه ؟  ايا دا يو ملي افغاني او اسلامي سياست و، که يو پرد ی ، خو د مذهب تر پردې ﻻندې دعربي ناسيوناليزم يو څرګندوی بن ﻻ دينی سياست و ؟؟ مونږ د طالب اوالقاعدې مقاومت له دې کبله غندو چې زمونږ په هيواد کې يې د امريکا په شمول پردي ځواکونه بوخت او ښکيل ساتلي دي او بس .


Anonymous
27.02.2006

[quote:c846e0ecec]څرګند صيب ښه دي ورته ويلي[/quote:c846e0ecec]
واه واه ، څومره ستره ونډه مو په بحث کې اخيستې ده ، ښايي ډير لوستونکي مو له دې اعجاز  څخه زدکړه وکړي ، نوروخت مونه درلود چې يو بل کتاب مو هم ليکلی وای ، ترڅو  مو  اخر يوڅه دليل او استدﻻل هم وړاندې کړی واي. دا خو به انتخابات نه وي  چې  صرف د يوې رايې په اچولو مو تکليف رفع شي ، خو بيا هم ستاسو ددې تش هو يا نه په درناوي به هم ستاسو د خوښې کړې ليکنې يو ځواب نامالومه ميلمه ته وليکم :
که خبره د کفر او اسلام وای، لږ ترلږه ايران چې له امريکا سره يې پوره دوښمني هم لرله د امريکا پر ضد د طالبانو کلک پلوی کړی وای ، خو اختلافات هم له ايران او هم مريکا سره سياسي ؤ نه مذهبي . که طالبان د سياست پر ګدۍ نه وای ناست او همدغه اختلافات يې ورسره لرلای ، کيدای شول مذهبي انګېرل شوي وای، .
ځکه چې د ملااو طالب دنده يواځې دين مسجد او مدرسه ده . په ايران کې هم ملايانو سيانهي واکمني لرله او لري يې، خو هغوی سياست پيژني او له لويديځوالو سره د کفر او اسلام په نامه اختلافات نه مطرح کوي او يواځې د ظالم او مظلوم ، استکبار او مستضعفينو خبرې کوي ، که
نه  دوخت له کمونستي  شوروي  او اوسنۍ روسيې سره ښې اړيکې به يې  د کفر او اسلام د ضديت  له  مخې څرنګه توجيه کولې ؟  خو  ايا طالبان  د اسامه له خاطره   دفلسطين له پاره مسلمانان وو چې  دامريکا سره يې 
دوښمنۍ  ته ملاتړلې وه (؟ )  خو  د افغانستان له پاره يې بيا د کفر ﻻره نيولې وه چې د روسيې سره يې چې د افغانستان سره يې مستقيمه دوښمني لرله ، د امريکا په پرتله نرمه ﻻر خپله کړې وه ؟  ايا دا يو ملي افغاني او اسلامي سياست و، که يو پرد ی ، خو د مذهب تر پردې ﻻندې دعربي ناسيوناليزم يو څرګندوی بن ﻻ دينی سياست و ؟؟ مونږ د طالب اوالقاعدې مقاومت له دې کبله غندو چې زمونږ په هيواد کې يې د امريکا په شمول پردي ځواکونه بوخت او ښکيل ساتلي دي او بس .


Anonymous
01.03.2006

ميلمه جانه سلامونه
ستا دخبرو نه دکوشان دخرافاتو بوۍ راځي که کوشان يي هم ان شاءالله سم به دي سر در خلاص کړم اوکه بل څو ک هم اوس به يي خوند واخلي
ستا په نورو خبرو به بيا تبصره کوم ان شا‌ء الله اوس به دي در ته دوروستۍ خبري چې ته ؟؟؟؟؟ وايي دطالب ځکه مخالف يم چې په هيواد کې يي پردې عسکر تم کړي
ميلمه !
طالب لګيا دى دخپل سر په بدل دهيواد نه داشغالګرو قواوو دويستلو هڅي کوي چې موجوده استشهادي بريدونه ، او دامريکايانو لخوا دعسکرو دشمير کمول يي ښکاره ثبوتونه دي
خوته او ستا په څير خلک به يي ځکه مخالف ياست چې ستاسي خواږه ميلمانه دي بې غيرته ! ددې پر ځاي چې دداسي يوچا چې هيواد خپل واک ليدل ته هم ورسره دهيواد په خپلواکۍ کې په توره ،قلم، ژبه ...همکاري وکړي نور يي هم مخالفت کوي
خو ته ملامت نه ځکه ډالر ي خو به په څه حلالوى که نه ؟
خو دا ياد ساته ستا ليکنه او ستا نظر دامريکايي ښکيلاک دترجمانۍ معنى ورکوي دهيواد راتلونکى خپلواک نسل به هيڅکله ستا په څير بيغيرته او هيواد پلورونکې خلک ونه بښي او دا هم ياد ساته چې هغه ورځ لرې نده چې اشغالګري قواي به لکه دروسي قواوو ټيټ سر دهيواد نه وځي بيا به ستا په څير دامريکايانو تالي څټي هم په هيواد کې ځاى ونه لري
او هغه ورځ لري نده
وتلک الايام نداولها بين الناس
انتظار کوه افغان غيرتي ولس ته به ته دامريکايانو دخدمت حساب ورکوى
لږ صبر وکړه دهغه نورو خبروپه ځوابونو دي هم خوشحالوم


Anonymous
02.03.2006

[quote:5db38264a4]طالب لګيا دى دخپل سر په بدل دهيواد نه داشغالګرو قواوو دويستلو هڅي کوي چې موجوده استشهادي بريدونه [/quote:5db38264a4]
دايی لا بله خوشالی٠ 
بړيڅه او بړيڅه ،ځه که نه، نر شه دغه اسسسسسی تششششی عادی [color=red:5db38264a4]استشهادي[/color:5db38264a4]
کار خو ته هم وکه،که خدای مو درنه خلاص او بی غمه کړی٠ 
هسی دنورو مرګ ته ناست يی٠ 
دا اسی تشی ٠٠٠٠ مبارزه که ښه وی ولی يی ته ن کوی ،چی دلته لګيا يی نور هڅوی؟؟؟؟؟؟


Anonymous
03.03.2006

دطالب جاهل د واکمنۍ نو ځو بله هره واکمنې غوره ده!!!!!!


Anonymous
03.03.2006

بړيڅه ته شر ميږي هم نه چې خپل نوم بل چاته اخلي بړيڅ ستا په څير وي چې داشغالګرو دفاع کوي او بيا خو شحاله هم ته يي کاش چې يوى افغاني مور خو ستا په څير بې غيرته نه وى زيږولى خو خير ..... بي غيرته زه استشهادي کوم دا دالله رضا او دهيواد خپلواکۍ لپاره خو ستا په څير بي غيرته نه يم چې په خپل هيواد کې داشغالګرو قواوو شتون وزغملاى شم
اود طالب دواکمنۍ نه خو تاسو لپاره هره واکمني ځکه ښه ده چې طالب ستاسو دښځو عزت خوندي کاوه اوتاسوپرى خفه وۍ اوس نو تکړه شه ميدان درته خالي دى ښه زړه تش کړه هرڅه وکړه اګرچې عزت هم وپلورى او ستاپه څير خلک پدى هم فخر کوي
صبر کوه زه لږ مصروف يم چې در فارغ شم تا او ستا په څير دصليبيانو بړيڅي به نور هم خوشحاله کړم


Anonymous
03.03.2006

دوستانو سلام٠
بيا بړيڅی ته داسی وايم چی
بړيڅګله اوتی بوتی مه ليکه ما داشغاګرو او نه اشغالګرو هيڅ هم نه دی ليکلی
خوته هسی په خپل سر لګيا يی ٠ 
اوبيا ګور ګلابه،دا دغلامی خبره مه کوه ،خپله تاريخچه دی لږ درپه ياد که،چی 
تاسی وی څوک او شوی څوک؟؟؟؟
تاسی طالبان او چڼی مڼی خو ديوه امريکايی يوه شرکت دلاس نيالګی يی 
چی دمدرسو له دالو يی را پاڅولی او ټول ملک يی لاس کښی درکۍاو دهغوی
( ) موتر هغی پوری څنډلی،تر څوچی د لادين په هغه روږدی شوی، اوکله چی
 هغه درته لږ په تول درندی ښکاره شوی نو بيا مو دلادين رسی غاړی ته واچوله٠ اوبيا ته کوم وطن يادوی بړيڅيه؟؟؟ تاسی خو نور وطن نه لری،زموږ په وطن 
 به دعوا نه کوی ځکه چی تاسی دوطن اودلس لخوا رټل شوی،شړل شوی اوشرميدلی خلک يی ٠ تاسی نور  وطن نه لری   او هغه ورځ هم ليری نه ده چی پاکستان
نه به هم که خدای کول وشړل شی،ځکه چی مرداری څوک نه ساتی او که يی 
وهم ساتی نوډيروخت لپاره نه٠
کوشان صيب له داسی خلکو ګيله نه ده په کار، څه ښه متل دۍ چی وايی [color=red:dfe60edef1]ددوه روپو همدومره ګوړه وی[/color:dfe60edef1] ٠ خو داويم چی هغه ورځ دی خدای ژر راولی چی
دا خلک لږ دا خپل زړونه په دوی تش کړی٠ امين ثم وامين٠ 


Anonymous
03.03.2006

وايي په مزاركى دوستم او مالك يوه بل ته ښكرى سره اړم كړى دى
خوپه ټول افغان كى بيا څوميلمانه په ورته كار بوخت دى

له كرزى صيب او وطنمل صيب دواړونه جدى غوښتنه كوو چى دګواښ
ميدان ته ژرتر ژر را ودانګى اودخپلو لستوڼو او ګريوانونو غم دى نه كوى

داميلمانه خو نامالوم خلك دى خو شاغلى كوشانه ستايي له خيره ته يي په منځ
كى څه كوى ؟؟؟ ته خو ځان ليږنه ډير هوښياربولى خو داپرى نيول خو دى والله كه
خوندراكوى او خلك په ځان مه شكمن كوه


Anonymous
04.03.2006

درنو ليکونکو او لوستونکوالسلام عليکم !
د بحث او ليکنې کلتور بايد وساتل شي . يو ميلمه په زړه پورې عمومې پوښتنې مطرح کړي ، هيڅ چاته يې شخصي ګوته هم نه ده نيولې خو يو بل ميلمه د هغه يوه پوښتنه هم نه ده ورځواب کړې، بلکې ددې پر ځای يې خبرې ته يې شخصي بڼه ور کړې اوهغه محترم ته يې په ناوړه توګه د بيغيرته کلمه کارولې ده ، زه ويرېدم چې لومړی ميلمه يې په غبرګون کې نه چيرې پلار ، نيکه او ټرنيکه پر همدغه ناوړه کلمه بمبارد نه کړي . خوتر اوسه پورې نوموړي دغسې کوم ځواب نه ډډه کړې ده چې دا پخپله د هغه پر شرافت غيرت او لوړ همت دﻻلت کوي . داسې بريښي چې لومړی ميلمه د خپل رغنده اند پر بنسټ دغسې شخصي تيريو ته ځواب ويل نه غواړي . د ميلمه په ليکنه کې دﻻندينيو پوښتنو په څير موضوعات وړاندي شوي وچې ځوابو ل يې د يوه پراخه بحث او پوهاوي سبب ګرځيدای شو :
١ـ که د امريکا بريد پر طالب سختدريځه منجمد رژيم باندې د کفر او اسلام جګړه وای ، عربي هيوادونو يې په ملګرو ملتونو کې ولې مخالفت ونکړ ؟ او ملګرو ملتوو څنګه کوﻻی شول چې د اسلام پر ضد جګړه د نړۍ د ټولو اسلامي هيوادونو څخه تيره کړي ، ايا دا بيا هغوی ته هم ګواښ نه و؟ او د نوموړو هيوادونو پلوی يې څنګه تر ﻻسه کړ؟ ايا پاکستان کافر دی ؟ او ايران هم د کفر او بيا د امريکا پلووال بولئ؟
٢ـ طالب ځان مجاهد باله ، خو د لس کلن جها د مستقيم جګړه ييز دوښمن روسيې سره يې دوښمني ختمه او د جهاد د ملاتړ کونکي هيواو امريکا سره يې دوښمني پيل او د سپتمبرد ١١ نيټې بريد يې شونی کړ ، ايا دومره وحشت د اسلا م ، انسانيت ، او مدنيت په تاريخ کې هم کوم ساري لري ؟
٣ـ که د اسلام پر ضد جګړه وای، نو ولې يې اول د امريکا مسلمانان له منځه نه وړل او بيا يې ولې له اساسي قانون څخه دامريکا ددوهم رسمي دين په توګه اسلام نه ويسته ؟
٤ـ که امريکايان اوس وايي چې : پښتانه منو! خو طالبان نه!، د اسلام موجوديت منو خو ترهګري نه ! نو څوک يې دغسې دريځ پر کوم منطق ردولی او غندلی شي ؟
٥ـ ايا طالب د ځان له پاره ، چې يو ځل بيا د قدرت خوندونو ته ورسيږي جنګيږي او که له قدرت پرته د اسلام له پاره جنګيږي؟ آيا دوی د افغانستان مسلمان ملت ته دا وعده او تضمين ورکولی شي چې د واکمنۍ او قدرت له ګدۍ به بيا ليرې ګرځي ؟ اوکه نه بيا به پر هيواد اوملت باندې د اسلام په پلمه دخپل شوم قدرت ناورين اوشپانه کلتورناتار جوړوي ؟
٦ ـ ايا ملت حق نه لري چې ځان هم له دوی او هم د امريکايانو له ولکې څخه وژغوری ؟ ايا اسلام د حجري طالبانو تشه پړکه او تلک دی چې څوک مسلمان و ي نو د طالب په غلامۍ کې يې بايد راښکيل کړي ؟
زه فکر کوم ددې پوښتنو په سم انديزه ځوابونو سره به يوېنتيجې ته ورسيږو. په
مينه درنښت او سلامونو !


Anonymous
05.03.2006

ټولو ورونو ته السلام عليکم
هغه يو ورور وايي ټول افغان کې ميلمنو خکرونه اړم کړي
ډيره پر ځاى خبره ده
زه هم دواړو ميلمنو ورورنو ته وايم چې هسي دچټي خبرو او يو بل ته دبدو نومونو
اخستلو څخه ډډه وکړۍ ځکه دا خبره هم داسلامي تعليماتو سره منافي ده او هم دانساني اخلاقو سره
بل
ورونو (س) ورور ډيره په ځاى خبره کړي داول ميلمه دسوالونو ځواب ورکول او يا په همدغه موضوع سم بحث کول به مفيد وي نه داچې يو بل ته بريڅ او بيغيرته ووايو
ورورنو هرڅوک په دى ښه پوهيږي چې بړيڅ څوک دى ؟ خو دلته دبحث موضوع
دبړيڅ دمخ نه دپردى پورته کولو نه ده بلکې دبحث فورم داسلام نه ددفاع په نامه دى
هيله ده دواړه ميلمانه ورورنه خفه نشي اونور دي موضوع ته دپاى ټکى کيږدي
بل
داچې اسلام دطالب او القاعده پوري مه تړۍ
راځۍ پخپله داسلام تعليمات دقرآن او حديث نه وګورو چې داسلام نه ددفاع په اړه څه وايي اسلام په خپله دفاع کې نه دطالب محتاج دى نه دالقاعده
هروخت په هرځاى کې الله دخپل دين دحفاظت او دفاع لپاره خلک پيدا کوي
يوځل بيا به ووايم چې ورونو يو پل ته دسپکو سپورو ليکلو څخه تير شۍ
يو ازاد او منطقي بحث وکړۍ
ورور مو
وحيد


Anonymous
06.03.2006

د حماس مشرتابه د القاعدې د مشر اسامه بن ﻻدن د مرستيال الزرقاوي هغه غوښتنه رد کړې چې په خپل وروستي ويديويي پيغام کې يې د عربي تلويزيون
( الجزيره ) له ﻻرې کړې وه چې حماس دې له اسراييلو سره په هيڅ شرط سوله نه کوي . [color=white:f4b9f04a2e]حماس ويلي چې (( زمونږ او القاده تر منځ غټ توپير شته . مونږ سوله او اولسواکي غواړو خو القاعده سوله او د موکراسي ردوي )) .د فلسطين دغه مشرتابه زياتوي چې دا يوستر فرق دی زمونږ اود القاعده تر منځ ! [/color:f4b9f04a2e]
وګورئ ګرانو لوستونکو ، د فلسطينيانو سختدريځه ډله حماس هم د خپل اولس له پاره سوله او اولسواکي غواړي . خو دالقاعده په امر طالبان د فلسطينيانو له پاره په خپل وطن کې د سولې او اولسواکۍ پر ضد وجنګيدل ، قدرت يې هم پرې له ﻻسه ورکړ او ﻻ هم جنګيږي . اياجهالت هم آخر يو حد لري که نآ، او که په نړۍ کې يواځې طالبان کرام دي چې جهالت يې بي حده او بي سرحده دی ؟؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more