نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دخواشنی پيغام
Nangialai
06.02.2006
(داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني دخواشنی پيغام)
دخان عبدالولي خان ياد دي ژوندی وي
په خواشنۍ سره موخبرترلاسه کړچي دپښتنويوسترمشردآزادۍ دلاري مبارزدخداي خدمت ګارانودډلي وتلې څيره اودملي عوامي ګوند مشرخان عبدالولي خان د89کالوپه عمر دمغزي سکتې په وجه په 26- 1- 2006- په حق ورسيد ی . (روح دې ښادوي).
محترم خان عبدالولي خان ديونامتو مبارزپه څيرداستعماراوښکيلاک په مقابل کي خپل ټول عمرپه ميړاني تيرکړی دی. هلي ځلي اومبارزې يې کړي دي اودژوند ترپايه يې دخپل پښتني ولس خدمت کړی دی، خان صاحب دخپلومبارزوپه درشل کي دراز،رازستونزوسره مخامخ سوی دی ، ولي دمقاومت توره يې نه ده ايښې اودژوند ترپايه يې دخپل مبارزاوراهبرپلار په څيريې خدمت اوخپل ولس ته لارښوونه کړيده ، خان صاحب دخپل مرحوم پلار خان عبدالغفار خان لاره په پښتني همت سره تعقيب کړيده اوپه خورا ښه ډول يې دخپل پلار نه وروسته پښتني ملت په ځانګړې توګه بره پښتونخوايې راهبري کړيده . داچي خان صاحب نن زموږپه منځ کي نه شته دايوه ډيره لويه غميزه ده اوځای يې خالي دی اميد چي نوی نسل نوموړی ځای بيرته ډک کړي . خودخان صاحب يادبه دپښتون ولس سره هميشه وي .دخان صاحب حق پرموږډيردی خو دده په مړينه دغه دويرآواززماترخوله
را وتلی دی .اوزه فکرکوم چي خان عبدالولي خان دنړيواله شخصيت په څيرپه يوه کورنۍ اويوه قوم پوري تړلی نه وو، بلکي هغه يونړيوال سترنامتوايډيالوژيک مشروو .
( ويرنه )
دجمرودڅپې سوې غلي
آباسيند ولويد له جوشه
ارغنداب سوپه کوکارو
د جيلم خروښ سړيږي
دهلمند ګريوان سو څيري
تـــرنک ولودی له زوره
آمــــــو ږغ پرپا ميروکړ
چي ږغ وکړه خپل په زوره
ولي زموږله منځه تللی
جنازه يې ځي له کوره
دسپين غره په سلسله کي
ماتم جوړدی کورپه کوره
پښتانه حق پک حيران دي
دآمــوڅه تـــراټـــــــــــکـــــــه
هم په لـــره هم په بـــره
هم په کښته هم په لوړه
دهــــراته تـــــــرخيبره
هم ترښځي هم تر نره
زرغون ژاړي په کوکارو
بــابــا ولاړی ايتيمان سو
کابل خپل ګلان وروړي
جنازې ته يې روان دي
افغانان په ويرشريک دي
پيښوريان که کندهاريان دي
ننګيالې بڅرکی هوډ کړي
ستاشعاربه زماشعاروي
ننګيالی بڅرکیدخواشنۍد