د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايادامان الله خان او مصطفى كمال اتاترك تكلارويوله بله فرق لاره اوكه نه ؟

Anonymous
06.02.2006

[color=indigo:88edbec031]

په افغانستان كى دمرحوم امان الله خان تګلاره نيمه خوا پاته شوه
اودبرياليتوب پړاو ته ونه رسيده اما په تركيه كى ددى پرخلاف د
مصطفى كمال اتاترك تګلاره بريالى شوه لويديځواله ديموكراسى
اوسيكولر نظام په يوه اسلامى هيواد(تركيه)كى پلى شو

لومړى به دا وپوښتم چى ايا ددوى دواړوپه تګلوريو كى توپير و او كه نه ؟

كه ځواب مثبت وى نودتوپيربارز اوڅرګندټكى يي كوم دى ؟

اوكه منفى وى نوچى دتركيانوستونزو ته تقريبااويا كلنه ديموكراسى
درمل نشوه اوتر ننه پورى يي په اروپايي اتحاديه كى دګډون هيله او....
او...او...ترسره نشول نو ايا موږته به له دى وروسته نوى امريكايي يا
لويديځواله ديموكراسى څومره په درد وخورى ؟

او اياپه رښتيا ديموكراسى به زموږدا غرونه غرونه ستونزى راحل كړى ؟

ناويلى دى نه وى پاتى چى تركيانو ته ديموكراسى په ډيره لوړه بيه تمامه
شوى ده چى هغه داسلامى خلافت له لاسه وركول دى اودتركيي ولس له
اسلام نه محروم كول دى

زموږ ځينى وروڼه خو له ديموكراسى سره داسلامى مختاړى لګوى
(اسلامى ديموكراسى)
نو اياچى موږ اوس دلويديځوالو ترنظارت ، پاملرنى او ياهم په څرګندو
ټكو كى لارشوونى لاندى دديموكراسى پلى كولو ته بډى رانغښتى دى
دالويديځوال به له موږ سره دتركيانو په څير معامله نه كوى
بلكى په اصطلاح اسلامى ديموكراسى به رامنځ ته كړو ؟

داموضوع اوپوښتنى يوڅه تفصيل غواړى خو ما لنډه
اومختصره وليكله راځئ مخ په وړاندى به يي سره
سپړو انشاءالله تعالى .

په مينه [/color:88edbec031]


م ن غروال
08.02.2006

ښاغلی زرملوال صاحب سلامونه ومنئ!
دلته هم خبرې اوږدي دي خو په لنډيز ډول به يو څه عرض کړم٠
د تمدن او ترقۍ په برخه کي تګ لاره د دواړو يوه وه٠ خو امان الله خان لا دومره هم ملحد نه ؤ چې عربې ټکي بدل کړي او يا ملايان پرته له حساب او کتابه له تيغه تېر کړي (لکه د کمونستانو په وخت کي )، خو اتاترک دا وکړل او د زور جبر او ديکتاتوري يې د توپک په زور او د لويديځ په مټ رواه وبلله او تګ لاره يې بري ته ورسوله چې هماغه زور لا تر اوسه هم حاکميت لري٠
اما امان الله خان پدا شکل و نه غوښتل او لويديځ (چې هغه وخت کي بريتانيا ډيرلوي رول درلوده) د افغانستان پرمختيا يې د ځان په تاوان ليده او له امان الله خان سره ممکن ځکه چا هم د اتاترک په تناسب مرسته ونکړه او له بله اړخه امان الله خان ؤ چې د انګريزي افسرانو ککري يې خاورې کړې وې نو امان الله د انګريزانو لپاره د سرطان دانه وه٠
له ټولو مهم او اصلي علت د ماتې يې دا ؤ چې ده له بړستنې پښې اوږدې کړې٠ هاغه وخت کي بې ستره کيدل د ښځو او هغه هم د ملکې انځورونه چې خلکو به کتل د انګريز ګوډاګی د سقاؤ زوي ( کلکاني) لپاره عجبه ښه موقع په لاس ورکړه٠ خو امان الله خان د هېوادوالو وژل رواه ونه بلل٠ امان الله خان د دين د ورکيدو او يا سپکاوې په نيت هيڅ هم نه کړېدي او نه يې هم غوښتل، اما اتاترک خو د اسلام دين پر ضد څه چې دې وسه پوره ؤ ويې کړل٠
بل تاسو د ترکيې ديموکراسۍ په هکله ويلي چې ستاسو اند سره زه موافق يم٠ د ترکيي حکومت ته زه د يوه ديموکرات په سترګه نه ګورم٠ هغوئ د ديموکرات په جامه کي سرسخته ديکتاتوران دي٠ او د اسلام پر ضد يې چې څه د وسه وه هغه يې وکړل او کوي يې٠
او افغانستان؟ بې له شکه چې مونږه پردي په هيڅ وخت نه په درد خوړلي دي او نه به هم په درد راته وخوري٠ خو له بده مرغه د نجيب رانسکوريدو وروسته هغه څه په وطن کي تېر شول او هېواد دې پولي ته راورسيد چې په ٣٦٠ درجو کي يوه درجه هم نه وه چې د يوه معقولي لاري تمه او افغانستان ته يو قانوني حکومت ورپه برخه کړي٠ نو في الحال دا لږ ډير امنيت او دا له زرګنو ستونزو ډک حکومت او دا ککړ پارلمان او دا اداري فساد او د عدالت تشه او دداسو نورو سلګونوکمښتو په درلودو سره سره داسي تمه کيږي چې وطنپال مسلمان هېوادوال که وغواړي خپل هېواد او بچيانو ته به يو څه خدمت وکړي، ځکه دا هر بل تېر وخت په پرتله ډيره ښه او مناسبه موقع ده٠
په درناوې
م٠ن غروال


Re: ايادامان الله خان او مصطفى كمال اتاترك تكلارويوله بله فرق لاره اوكه نه ؟

Anonymous
08.02.2006

[quote:1aa2350f0f="زرملوال"][color=indigo:1aa2350f0f]

په افغانستان كى دمرحوم امان الله خان تګلاره نيمه خوا پاته شوه
اودبرياليتوب پړاو ته ونه رسيده اما په تركيه كى ددى پرخلاف د
مصطفى كمال اتاترك تګلاره بريالى شوه لويديځواله ديموكراسى
اوسيكولر نظام په يوه اسلامى هيواد(تركيه)كى پلى شو
لومړى به دا وپوښتم چى ايا ددوى دواړوپه تګلوريو كى توپير و او كه نه ؟[/color:1aa2350f0f][/quote:1aa2350f0f]
١ ــ په افغانستان کې مشروطه شاهي هدف و ، نه سيکولريزم ، خو په ترکيه کې سيکولريزم هدف و او بيا
قانوني شو .
٢ــ په افغانستان کې اسلامې شرعې په قانون او حقوقي سيستم کې مرکزي رول لوباوه او په محاکمو کې يې شرعه جاري وه . خو ترکيې له اسلامې شرعې سره خدايپاماني کړې وه او ځای يی يواځې مدني قانون نيولی و او شرعې په کې رول نه درلود .
٣ــ په ترکيه کې غښتلی پوځي حکومت رامنځته شو او د اتاترک ټول ريفورمونه يې تضمينول ، خو په افغانستان کې حکومت پوځي نه و او وخت په وخت يې په پوځ کې خپل ملاتړ له ﻻسه ورکاوه . ددې پر ځای يې په دوديزه لويه جرګه هم ډډه لګوله ، په کومه کې چې ديني عالمانو هم.غړيتوب درلود . خو د اتاترک رژيم ديني عالمان له سره نه پيژندل او په رسمي چارو کې يې هيڅ واک او صلاحيت نه ورکاوه.
[quote:1aa2350f0f]چى دتركيانوستونزو ته تقريبااويا كلنه ديموكراسى درمل نشوه اوتر ننه پورى يي په اروپايي اتحاديه كى دګډون هيله او...او...او...ترسره نشول نو ايا موږته به له دى وروسته نوى امريكايي يالويديځواله ديموكراسى څومره په درد وخورى ؟[/quote:1aa2350f0f]
له ((او .. او ...او )) نه به مو مطلب څه وي (؟)، خو د اروپايي ټولنې غړيتوب لومړی اقتصادي ځواک او لوړه سويه غواړي او دموکراسي يې يو شکلي شرط دی چې په ترکيه کې تراوسه هغه هم ﻻزمې کچې ته نه ده رسيدلې . د کوردانو حالت وګورئ چې دترکيې د لنډې ګنډې او شنډې دموکراسئ اندازه ترې ځان ته ولګوئ .

[quote:1aa2350f0f]او اياپه رښتيا ديموكراسى به زموږدا غرونه غرونه ستونزى راحل كړى ؟[/quote:1aa2350f0f]

دموکراسې خو کوم دم او منتر نه دې چې د ستونزو غرونه درته په يوۀ چوف او توف سره اوبه کړي !
دموکراسي د ولس آزادانه همکارۍ ته وايي ، لومړي د حکومت په ټاکلو او جوړولو ې او دوهم د ستونزو په حلولو کې ! ځينې خلک يواځې آزادۍ ته دموکراسي وايي او هغه مسوليت ته چې همکاري ورته وايي تن نه ږي ، نو د هيواد د ودانولو پر ځای وطن نور هم ورانوي ! او غربي دموکراسي پردی شکل لري، مونږ بايد خپله ملي اسلامي ولسواکي وغواړو او پلې يې کړو ، هو[color=red:1aa2350f0f] مـــــــلــــــــــي او اســــــــــــــــلامــــــــــــــــي، [/color:1aa2350f0f]خو [color=blue:1aa2350f0f]اولـــــــــــــــسواکـــــــــــــــــي [/color:1aa2350f0f]!!! نه بل شي!!!

[quote:1aa2350f0f]ناويلى دى نه وى پاتى چى تركيانو ته ديموكراسى په ډيره لوړه بيه تمامه شوى ده چى هغه داسلامى خلافت له لاسه وركول دى اودتركيي ولس له اسلام نه محروم كول دى[/quote:1aa2350f0f]
دا څه وايې زرملوال صيب؟ اسلامي خلافت خو دې په ترکيه کې وخته سقوط کړی و، انګريزانو له منځه وړی و ،
هغې خو خپل ځاي انګليسي استعمار ته پرې ايښی و او د انکليسي استعمار مجبور شو چې خپل خای د ترکيې ملي آزادۍ او وروسته نيمژواندې دموکراسۍ ته پريږدي . له اسلامي خلافت څخه خو خبره ﻻ پخوا شوړيدلې وه .

[quote:1aa2350f0f]ځينى وروڼه خو له ديموكراسى سره داسلامى مختاړى لګوى[/quote:1aa2350f0f]
کله چې ولسواکي غربي او ليبراله نه وي ، بلکي ملي وي او ملت دې هم مسلمان وي، نو دموکراسي به دې هم نه يواځې ليبراله او غربي نه وي، بلکې هم به ملي او هم اسلامي وي ! دا په ليبراله غربي دموکراسۍ نه ورګډيږي !!!

[quote:1aa2350f0f](اسلامى ديموكراسى)
نو اياچى موږ اوس دلويديځوالو ترنظارت ، پاملرنى او ياهم په څرګندوټكو كى لارشوونى لاندى دديموكراسى پلى كولو ته بډى رانغښتى دى دالويديځوال به له موږ سره دتركيانو په څير معامله نه كوى بلكى په اصطلاح اسلامى ديموكراسى به رامنځ ته كړو ؟[/quote:1aa2350f0f]
ترکيه پريږ ده ، د ملي اسلامي اولسواکۍ په زور به لويديځوال زمونږ له هيواد څخه وځي ، نه به يې څارنه وي او نه به دوې او نه به ورته ضرورت !!!
والسلام !


a

Anonymous
09.02.2006

زرملوال صاحبه په خير اوسې!
اتاترک چې خپله تګﻻره يې پلې کول نو مخې ته يې ملايان دا په ټولنه کې دهر را ز پرمختګ ضد عناصر ودرېدل. هغه په لومړي سر کې دغه ملايان د يوه سره له مېنځه يو وړې چې پاک الله دې هغه شهيدانو ته جنتونه ور په برخه کړي . خو امان الله خان ددې کار له پاره موقع پلاس ورنغله ځکه ددې ملايانو د لاسه زموږ دوطن دغه حال دی چې هم يې اسلام وشرماوه او هم يې زموږ د هېواد د ترقي کاروان په لسهاوه کلونه شاته پرېښوده او اوس يې دادی د وروسته پاتې عناصرو ځاله راته جوړه کړه . په درناوی
جنټي ؟


Anonymous
10.02.2006

السلام عليكم ورحمةالله وبركاته

شاغلى a صيب ليكى
اقتباس
[code:1:ad53dde5f5]١ ــ په افغانستان کې مشروطه شاهي هدف و ، نه سيکولريزم ، خو په ترکيه کې سيکولريزم هدف و .[/code:1:ad53dde5f5]
ايا دمخلوڅى تحريك چى په ټس كى يي په كندهار كى څو سوه كسان هم مړه
شول دسيكولريزم پيلامه نشو بللى ؟

اقتباس
[code:1:ad53dde5f5]ددې پر ځای يې په دوديزه لويه جرګه هم ډډه لګوله ، په کومه کې چې ديني عالمانو هم.غړيتوب درلود . خو د اتاترک رژيم ديني عالمان له سره نه پيژندل او په رسمي چارو کې يې هيڅ واک او صلاحيت نه ورکاوه[/code:1:ad53dde5f5]

ځينى دينى عالمان خو ده هم په توپونوكى الوزولى ولكه
قاضى عبدالرحمان پغمانى
اقتباس
[code:1:ad53dde5f5]له ((او .. او ...او )) نه به مو مطلب څه وي (؟)[/code:1:ad53dde5f5]
له (او...او....او...) نه مى موخه دلويديځوالى ديموكراسى
ګڼشميره نعمتونه او ګټى دى (؟)

اقتباس
[code:1:ad53dde5f5]......خو د اروپايي ټولنې غړيتوب لومړی اقتصادي ځواک
او لوړه سويه غواړي او دموکراسي يې يو شکلي شرط......[/code:1:ad53dde5f5]

له شوروى اتحاد نه دبيلو شويو دريو جمهوريتونو لټوانيا ....
اقتصادى ځواك به څومره و؟؟؟
او دا (لوړه سويه ) څه معنى ؟؟؟
اقتباس
[code:1:ad53dde5f5]دموکراسې خو کوم دم او منتر نه دې چې د ستونزو غرونه درته په يوۀ چوف او توف سره اوبه کړي ![/code:1:ad53dde5f5]

ښاغلى a صيب زما موخه هم دا نده چى ديموكراسى كوم دم اويا منتر دى
خو ديموكراسى يو ژوندود او نظام دى زما موخه داده چى اياپه دى ژوندود
خپلولو سره به زموږ ستونزى كمى شى

اقتباس
[code:1:ad53dde5f5]دا څه وايې زرملوال صيب؟ اسلامي خلافت خو دې په ترکيه کې وخته سقوط کړی و، انګريزانو له منځه وړی و ، هغې خو خپل ځاي انګليسي استعمار ته پرې ايښی و او د انکليسي استعمار مجبور شو چې خپل خای د ترکيې ملي آزادۍ او وروسته نيمژواندې دموکراسۍ ته پريږدي . له اسلامي خلافت څخه خو خبره ﻻ پخواشوړيدلې وه [/code:1:ad53dde5f5]

تركيان د يوه وملت په حيث ډير زورور اوهوښيار قوم و دوى ډيره زياته موده
اسلامى نړى اداره كړه او په دادومره پلنه اسلامى نړى باندى يي خپله ولكه
ټينګه ساتلى وه او په ټوليزه توګه يي ديوه اسلامى نظام تر سيورى لاندى دا
اوږده موده حكومت وچلاوه خو هماغه قوم چى كله لويديځوال نظام (ديموكراسى )
خپله كړه (وروسته او يا مخكى )نو دا نن يي موږ او تاسو وينو
چى نور خو څه كوى هغه په دوديزه توګه مذهب پالنه يي هم له لاسه وركړى ده
او دا دديموكراسى په بدل كى او دا مذهب بايلنه هم شايد لوړه بيه وى كه څنګه ؟

اقتباس
[code:1:ad53dde5f5]کله چې ولسواکي غربي او ليبراله نه وي ، بلکي ملي وي او ملت دې هم مسلمان وي، نو دموکراسي به دې هم نه يواځې ليبراله او غربي نه وي، بلکې هم به ملي او هم اسلامي وي ! دا په ليبراله غربي دموکراسۍ نه ورګډيږي !!!
ترکيه پريږ ده ، د ملي اسلامي اولسواکۍ په زور به لويديځوال زمونږ له هيواد څخه وځي ، نه به يې څارنه وي او نه به دوې او نه به ورته ضرورت !!![/code:1:ad53dde5f5]

داتقريباخيالاتاو ارزوګانى دى


Anonymous
12.02.2006

زرملوال صيب السلام عليكم ورحمةالله وبركاته !

[color=white:74c32defac][quote:74c32defac]ايا دمخلوڅى تحريك چى په ټس كى يي په كندهار كى څو سوه كسان هم مړه
شول دسيكولريزم پيلامه نشو بللى ؟[/quote:74c32defac][/color:74c32defac]
په زورواکۍ د پرمختګ په نامه د پرمختګ او اولسواکۍ پر ضد هم ځيني اقدامات کيږي ، اړينه نه ده چې سيکولريزم يې وبولو، دغه ايزم په دولتي ساحې يا رسمياتو کې مذهب نه زغمي،په سياست ، حکومت او پارلمان کې سيکولريزم له مذهب ره هيڅ غرض نه لري . د کندهار خواشينونکې پيښه که د شهيد داودخان د صدارت په وخت کې رامنځته شوي وي او که مطلب مو د امان الله خان پير وي، ښودلې مونه ده، په دواړو کې اسلامي شريعت نافذ و ، پيلامې ميلامې دغه حقيقت تر پوښتنې ﻻندې هم نشي راوستلای .

[quote:74c32defac]ځينى دينى عالمان خو ده هم په توپونوكى الوزولى ولكه قاضى عبدالرحمان پغمانى [/quote:74c32defac]
کله چې ديني عالمان هم واکمن سياست ته ګواښ جوړوي، نو ممکنه ده چې د رژيم تر ګوزار ﻻندې راشي، په وروستيو ٢٠ ـــ ٢٥ کالو کې مو وليدل چې آن وړو ټوپکمارو ډلو هم مذهبي ډلې د سياسي حريف په توګه سره ووژلې، حال داچې سيکولريزم يوې ته هم مطرح نه و، نو دمذهبيونو شهادت د رژيم پر سيکولريزم شهادت نه ورکوي . او بيا امان الله خان خو د انګليسانو په لمسونه مذهبيونو چپه کړی دی ، نو ډير ديني عالمان د انګريز غلامان او ايجنټان هم وو او پر هغوی يې سر ورکړی دي. نو د ملي آزادۍ پر ضد د انګريزانو سره دريدل ښايي د سيکولريزم سره پر مخالفت توجه نشي .

[color=white:74c32defac][quote:74c32defac]له (او...او....او...) نه مى موخه دلويديځوالى ديموكراسى ګڼشميره نعمتونه او ګټى دى (؟)[/quote:74c32defac][/color:74c32defac]
که له دې تير شو چې له ادعا سره د سواليې دا پورتنۍ نښه د درک وړ نه ده، نو ستاسو تر نيوکو ﻻندې
ولسواکه نعمتونه بايد مشخص شوي وای ، څو نعمتي او غير نعمتي بڼه يي روښانه شوې وای .په ګونګ ،مجهول او مبهم شکل تنقيدونه طبعأ د تيرولو لوښې څخه بي برخې ګڼل کيږي .

[quote:74c32defac][color=yellow:74c32defac]له شوروى اتحاد نه دبيلو شويو دريو جمهوريتونو لټوانيا اقتصادى ځواك به څومره و؟؟؟ او دا (لوړه سويه ) څه معنى ؟؟؟ [/color:74c32defac][/quote:74c32defac]
په هر صورت اقتصادي اړخ دومره مهم او لوړ دی چې افغانستان يې په په څولسيزو کې نشي لرلی او له هغې پرته د نوموړې ټولنې غړيتوب هم نشي ترﻻسه کولی . د ترکيې غړيتوب له پاره اقتصاد کومه ستونزه نه ده، خو د اولسواکۍ سوال ورته په جدي توګه مطرح دی. په تانيا او نورو کې دا دواړه معيارونه پوره وو، خو په ترکيه دموکراسي ، بشري حقوق ، د ښځو حقوق او د لږکيو ( کردانو) حقوق بشپړ شوي نه دي .
[quote:74c32defac][color=white:74c32defac]خو ديموكراسى يو ژوندود او نظام دى زما موخه داده چى اياپه دى ژوندود خپلولو سره به زموږ ستونزى كمى شى [/color[/quote:74c32defac]]
لومړي دموکراسي د حکومت ټاکلو او حکومت کولو شکل دي چې د اولس واک او واکمني يې بولي، د حکومت دغه شکل تر ټولو لوړ ، اغيزمن غښتلی دی ، او يواځې زمونږ د ستونځو حل نه ، بلکې د ټول بشريت او ټولو هيوادونو دستونځو د حل ﻻر د حکومت ددغه شکل ( دموکراسی) پواسطه ښه تضمينيږي . ليبراليزم يې زمونږ له پاره دمنلو وړ نه دي ، نور له ولسواکۍ پرته د يوې ټولنې د ستونځو ښه او عادﻻنه حل يواځې او يواځې په دموکراسۍ کې شونتيا لري ! که داسې نه وای هر ولس به هڅه نه ورته کوله !
[color=yellow]تركيان د يوه وملت په حيث ډير زورور اوهوښيار قوم و دوى ډيره زياته موده اسلامى نړى اداره كړه او په دادومره پلنه اسلامى نړى باندى يي خپله ولكه ټينګه ساتلى وه او په ټوليزه توګه يي ديوه اسلامى نظام تر سيورى لاندى دا اوږده موده حكومت وچلاوه خو هماغه قوم چى كله لويديځوال نظام (ديموكراسى ) خپله كړه (وروسته او يا مخكى )نو دا نن يي موږ او تاسو وينو چى نور خو څه كوى هغه په دوديزه توګه مذهب پالنه يي هم له لاسه وركړى ده او دا دديموكراسى په بدل كى او دا مذهب بايلنه هم شايد لوړه بيه وى كه څنګه ؟
زرملوال صيب سخت تيروتی يې : که ترکيانو ته زورور وايې نو هغه دې هم خپله خوښه، ځکه جاهلانه زور يې درلوده ، خو دا چې هوښيار قوم يې هم بولې ، نو بيا له ترکيانو زورور خو ته يې، ځکه چې ترکيان هم هوښيار قوم بولې ، ددوی خلافت خو عربي نړۍ وشرموله، اسلامي نړۍ يې انګليسي استعمار ته پريښوه او خپل خلافت يې هم له ﻻسه ورکړ، او اسلام ته يې هيڅ ډول خدمت ونشو کړاي . له جنګ پرته يې د اسلامي کلتور هيڅډول اغيز او پراختياچيرې نه ده رامنځته کړې ، او په نږدې ګاونډي هيواد کې ايران خو ترک احمق ته وايي .د عثماني خلافت اسلامي تاريخ يې تش او بي ثمره تيرشوی ، د اتاترک او يو څه دموکراسۍ راهيسې يو څه راويښ شول ، مسلکې پوهه په کې يوڅه پيدا شوه ، خو ولس يې اوس هم ساده، بيخبره ، ناپوه او يواځې ترکي ناسونليزم ، د فټبال نړيوالې لوبې پيژنې او له نيکه مرغه پر اسلام وياړي او بس .
زروموال صاحب تاسو دا ليکنه چې :[color=blue] (( کله چې ولسواکي غربي او ليبراله نه وي ، بلکي ملي وي او ملت دې هم مسلمان وي، نو دموکراسي به دې هم نه يواځې ليبراله او غربي نه وي، بلکې هم به ملي او هم اسلامي وي ! دا په ليبراله غربي دموکراسۍ نه ورګډيږي !!! ترکيه پريږ ده ، د ملي اسلامي اولسواکۍ په زور به لويديځوال زمونږ له هيواد څخه وځي ، نه به يې څارنه وي او نه به دوې او نه به ورته ضرورت !!! )) [/color:74c32defac] داسې ځواب کړې ده چې : [quote:74c32defac]داتقريباخيالات او ارزوګانى دى[/quote:74c32defac] ،
ممکن ! خو وګورۍ چې هيڅوک المان او جاپان ته د امريکا مستعمرې نه وايي ، اوآزاد هيوادونه يي بولي ، سره له دې چې ليبرالې او لويديځوالې دموکراسۍ په کې رامنځته شوې ! حال داچې په افغانستان کې لويديځوال د يوې ملي اسلامي دمکراسۍ سره هم هوکړه کوي او دلته د هغې په وړاندې پر ليبرالې لويديځې دموکراسۍ ټينګار نه کوي او نه يې کولی شي، خو ترڅو پورې چې افغانان دملي اسلامي اولسواکۍ پر ضد څومره د طالبانو پلوی کوي، هومره د داولسواکۍ پلي کول د پردو (لويديځوالو) په ﻻس کې پاتې کيږي او طبيعي ده چې له هغوی څخه څوک د ملي اسلامي اولسواکۍ تمه نشي کولی ! طالب ، القاعده او اخوانيان پر خپل مقامت سره د ليبرالې لويديزې دموکراسۍ پر ضد نه، بلکې د ملي اسلامي اولسواکۍپر ضد عمل کوي او پر دې توګه اوبه د دوښمن پر ژرنده ورسموي !
په درنښت او سلامونو !


Anonymous
13.02.2006

محترم a صيب سلام

شاغلى a صيب ماشاء الله ښه چالاك او بيدار مغزه ياست تاسو ډير ښه لطف
كړى دى او ډيرى په زړه پورى خبرى مو ليكلى دى خو دا يوه ټكى ته مى ليږځير
شه چى په چالاكى سره څوك په چا باندى خپل نظر نشى منلاى تاسو تركيان
جاهل او ناپوهه خلك بللى دى او ورسره دى دالطف هم كړى دى چى زه دى هم
دهغوى په كتار كى درولى يم بلكى يو دوه درجى دى را زياتى كړى دى ځكه زه
دى له هغوى زورور بللى يم او دهغوى زور دى جاهلانه بللى

نوڅرنګه چى دا ستا نظر دى زه يي احترام كوم خو دا چى په نظر كى دى غټه
شكنځل نغښتى ده دابه ستا چالاكى او ..................... وبولم او زه ددا ډول خبرو
ځواب په ورته خبرو نشم وركولى يواځى هغه د درويش په وينا دومره درته وايم

[color=brown:81996dc210] لمن مى ډكه ده له كاڼو خو څوك نه ولمه
دا يو عادت په عادتونو كى دغره لرمه [/color:81996dc210]

نور به په دى بحث كى يو څه وقفه وكړو خو دايوه خبره مى ومنه چى خبره سپينه
سپيڅلى كوه او س خو داد پيچليو عبارتونو وخت تير شوى دى او داسى هم نده
چى په دى كنايي عباراتو كى هرڅه ونغاړى هغه به تيركړاى شى دزهرو خوګل هم
په ګلانو كى له ورايه بريښى

په مينه يي وبوله


Anonymous
13.02.2006

زرملوال صاحب !
کاکا له خپله خره ولا که کښته کړې دورې اورې منډې وکړې خو اخر بيا په خپل زاړه خره سپور شي
شايد چې پرابلم ولرې ٠
قيس


Anonymous
14.02.2006

[quote:53122692a4]نو دمذهبيونو شهادت د رژيم پر سيکولريزم شهادت نه ورکوي . او بيا امان الله خان خو د انګليسانو په لمسونه مذهبيونو چپه کړی دی ، نو ډير ديني عالمان د انګريز غلامان او ايجنټان هم وو او پر هغوی يې سر ورکړی دي. نو د ملي آزادۍ پر ضد د انګريزانو سره دريدل ښايي د سيکولريزم سره پر مخالفت توجه نشي . [/quote:53122692a4]
ښاغلي ميلمه A ډيره ښه او معقوله جمله ليکلې ده په ريښتيا هم اکثره ديني عالمان د انګريز غلامان او جاسوسان ؤ او ملې شتمني او ترقي او خپلواکي نه يوازې چې ورته ارزښت نه لاره بلکه پرې پوهيدل هم نه، لکه اوسني مذهبي سياستمداران، ګلبدين رباني او ملا عمر او داسي نور! نو امان الله خان خو په لومړي ګام فکر کوم څې څوک به يې په توپ نه وي اولزولي او که الوزولي يې هم وي نو د ښاغلي A پورتني ټکي راته سم په سترګو راغلل٠
په درناوې


Anonymous
14.02.2006

السلام عليكم ورحمةالله وبركاته
محترم ميلمه تاسو چى دa صيب نظر تائيدكړى دى مننه
داسى بريښى چى دينى عالمانوته دى ډيرى ګوتى تخنيږى
دينى عالمان خو او س په هيواد كى تقريبا په نست شمار دى
هغه ده b52 دا څو كاله پسى ګرځول كيږى اولانورى به هم
پسى وګرځی ډيره برخه يي له منځه ولاړل او دكيوبا تر قفسونو
پورى ورسول شول اوس خوتاسو وينى چى په هيواد كى يوه دينى
مدرسه هم نشته اونورطالبان هم نه پيدا كيږى دايو څو كم شمير
چى په جګړه بوخت دى هغه هم په نست شمار كړه
اوس خو د ديموكراسى له پاره ټول شرايط برابر دى
نو ايا كه وضعه همداسى روانه وى او دتركيي په څير دين
پلوى خلك موټول له منځه ووځى څه فكركوى چى بيا به
هيوادترقى وكړى اوهرڅه به سم دم شى ؟

او ددى تيروپنځو كلونو محصول خو راته په ګوته كړه
داخو هم كمه زمانه نه ده ؟


Anonymous
14.02.2006

ښاغلي زرملوال صيب او او ښاغلي فيس ته سلامونه او نېکې هيلې !

[quote:8d46ba12b4]زرملوال صاحب ! کاکا له خپله خره ولا که کښته کړې دورې اورې منډې وکړې خو اخر بيا په خپل زاړه خره سپور شي شايد چې پرابلم ولرې .قيس[/quote:8d46ba12b4]
قيسه وروره ، څومره ښکلی نوم دې ځان ته ټاکلی، چې د مينې اومحبت سمبول دی، متأسفانه پورتنۍليکنه دې دغه نامه بر عکس د مينې ورورولۍ اتحاداو اتفاق استازيتوب نه کوي او دروند زملوال صيب راڅخه نور هم خفه کوې . زرملوال صيب ښايي زه به تيروتی يم ،داچې زما تيروتنه ستاسو دخواشينۍ سبب ګرځيدلې ، خپله تيروتنه دبښنې له غوښتلو سره مل بيرته اخلم ! زما په فکر کې د ترکيانو د زورورتياهغه تاريخي شکل و، چې په هره فيودالي ټولنه کې يې کلي د ښار ، فيوډال د کسبګرانو، سوداګرو ، کارګرانو،بزګرانو او سرمايدارانو پر ضد چلوي . پرهمدغسې اطرافي زور ترکانو يوه اپراتوري جوړه کړه او داسلام پر نامه يې داسلامي مدنيت پر مرکزونو اواسلامي هيوادونو خپله ولکه ټينګه کړه او پر عربي نړۍ يې کابو دوه سوه کاله
شنډونکې او فلجونکې واکمنۍ ته دوام ورکړ . له دې کبله د ترکانو واکمنۍ ته مونږ يوه عاقلانه ، لوړکلتوره او مترقي واکمني نشو ويلی . دغه ډول زور که جاهلانه اطرفي او فيوډالي زور هم دی، د فرد له پاره نشي کارول کيدای، نورستاسو له پاره به پر دغه مفهوم زورور ويل زما له اند ه څخه ليرې او بعيد وي، خو بيا هم که الفاظ مې ستاسو د ګمان د راپارولو سبب ګرځيدلی وي، د زړه له کومي بښنه غواړم او ستاسو په څير د يو پاک انده، محترم او منلي ورور خفګان نشم منلای ! په مينه او درناوي او ورورګلويزه سلامونو !.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more