د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ګېلاني صاحب دادې څه وکړل؟انځوروګورئ

Anonymous
03.02.2006

څوورځې وړاندې دمشرانو جرګې مرستيال حامدګيلاني او دولسي جرګې مرستياله فوزيه کوفي دامريکايي ولسمشربوش اودمېرمنې يې لارا بوش په بلنه امريکا ته لاړل. دوی ته په هغې غونډې کې دګډون بلنه ورکړل شوې وه چې دامريکا ولسمشر ورته هرکال يو وارې وينا کوي اوخپله کلنی کاري راپور ورته وړاندې کوي.
همداشان دغې دغې غونډې ته دنړۍ دبېلابېلو هيوادونو او ټولنو مشران او استازي وربلل کېږي ،چې داځل له افغانستانه حامدجان او فوزيه بي بي وروغوښتل شول.
افغان پلاوی خو ورغی او هغه غونډه کې ،چې پرامريکايانو سربېره دنړۍ ديوزيات شمېر هيوادونو استازي پکې ناست وو ګډون وکړ؛خو له بده مرغه چې دافغانستان استازي اوديوې ډېرې درنې او مخورې کورنۍ غړي حامدجان آغا يوه داسې تېروتنه وکړه چې لږ تر لږه ديو افغان له شان سره نه ښايي.
دامريکا مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ دحامد جان آغا يو انځور خپورکړی،په دغه انځورکې حامدجان پدایې حال کې ليدل کېږي چې دلارابوش لاس يې نيولی،خپل سريې ورټيټ کړی او غواړي چې ښکل يې کړي.
که څه هم په دې انځورکې خو دلاس دښکلولو صحنه نه ده راغې ؛خو کېدای شي چې هغه انځورونه به يې هم خپاره شوي وي.
نه پوهېږم چې اخر کومه داسې مجبوري وه چې حامدجان يې دلارابوش لاس ښکلولو ته اړکړ؟

[img:e20423884e]http://www.tolafghan.com/stuff/images/gelani_bush.jpg[/img:e20423884e]


مرك ورته شه دي

Anonymous
03.02.2006

وروره! داتول دامريكا زامن دي،دوي امريكه او امريكيان به خداي نيولي ؛نوبيا خو دتعجب ور خبره نه ده.


Anonymous
03.02.2006

ځينې لويديځوالې ميرمنې ، په تيره  د لوړ پوړو  سياستوالو  ميرمنې لکه  لورا بوش  سړي ته لاس په داسې توګه ورغځوي چې هغه  يې ښکلولو  ته اړباسي ٠ تاسې وګورئ  لورا بوش  وړاندې او له پاسه  دلاس ګوتې د  اغا صيب لاسته ور ټيټې کړي او  د پنجه يې  د ورغوي سره نه ده ورکړې چې  بي له ښکلولو  ترې جوړتازه نه جوړيږي  د لورا دمخ او سترګو انداز ته وګورئ چې څومره دېته  منتظرې  ښکاري چې ميلمه يې لاس ښکل کړي ٠البته دا لاس مچول د ستړيمشۍ  او ګړې بړې يورواجي شکل دی  نه  کومه لوچکي  او عشقي شوخي ده او نه  هغه رف  اودرناوی  لري ،په کوم سره  چې  مونږ او تاسې د مشرانو لاسونه  په خپلوسترګو او شونډو مچوو٠ زه د اغا پلوی نه کوم، کيدای شي خبره په واقعيت کې بالکل بر عکس هم وي ، 
ددې اغاګانو افغاني او سلامي اخلاق  هر څوک نيمګړي ولي ٠  خو شته ځينې بهرنۍ ميرمنې چې  له ورته چلند څخه کاراخلي او ا د ځان درناوی بولي  ٠  والسلام   
  


Anonymous
03.02.2006

پتوال صيب ستا خبره په ډانګ هم نه سره سميږى
اوكه اشنايان يا داغاګل موريدان يي درسره ومنى
نا اشنا خوبه يي بيخى درسره ونه منى

ددى انځور له دقيقى اوژورى څيړنى نه دالاندى پايله ترلاسه كولاى شو
له پوره چمبو سره وركولووروسته ميرمنى بوش دلاس ورټولولو هڅه كړى ده
خو له بده مرغه چى له افغانى مقاومت سره مخ شوى ده او اغاګل يي ګوتى ټينګى
كړى دى څو دهغى له مبارك لاس نه تبرك ترلاسه كړى !!!
اوكه دا زما خبره ناسمه بولئ نو داغاګل صيب مبارك سرته په ژوره توګه ځير شئ
چى اخر دڅه له پاره يي ټيټ كړى دى ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
تاسو شه ځير شئ داغاګل بټه ګوته دډيرلوړ فيشار په حالت كى ليدله كيږى
كه يي نه منئ دميرمن بوش حالت ته ځير شئ چى ولى ور ټوله شوى ده ؟؟؟؟؟

وروڼو دژړا ځاى دانده بلكى هغه موكه وليد نوله ژړا به موبډوګې شنه شى
او هغه دا چى دا اغاګل تاسو دپښتنو موريدانو په منځ كى ووينئ اودهغوى
رمباړى او كوكارى ووينئ بيا به نو دخپل ولس په حال وژاړئ

نور بيا


پير صيب

Anonymous
04.02.2006

نه پوهېږم چې پښتانه به كله پوه شي !؟
تاسو كه د حامد آغا كورنۍ ته ځير شئ نو پوه به شئ چې حامد اغا څوك دى؟ نقيب په عربۍ كې ستوري ته وايي او د دوى نيكه د انګريزانو پوخ سړى و چې له عربستان نه انګليسانوته وروتښتيدو او هغوى افغانستان ته د جاسوسئ په موخه راواستاوه.
خو دا زمونږ جهل او ناپوهۍ سره تړاو لري چې عامو خلكو مو دغه كورنۍ بېخي په خدايي ونيوله او دولت مو په هر ځاى كې كورونه ، ځمكې او جايدادونه وركړل چې تر اوسه زمونږ په جهالو عوامو بادشاهي كوي.
تاسو كه د ځينو سرسختو پښتنو قومونو درناوى او سجدې وګورۍ چې دې كورنۍ ته يې كوي نو حيران به شئ.
د پكتيكا له يوه وكيل څخه چې د اساسي قانون په لويه جرګه كې خلكو رايې وركړې وې او كامياب كړې يې و وپوښتل چې ولسي جرګې ته دې ولې ځان كانديد نه كړ ؟
هغه راته وويل :
پلار مې رانه خپه كيدو او راته يې وويل كه تا د پير صيب په مقابل كې ځان كانديد كړ نو زه دې نه بښم!
دايې لا څه كوئ يوه ورځ د پير صيب كور ته ورغلم د يو چا سره مې كار و نو سهار وختي و چې پير صيب سور نيكراغوستى و او سپورت يې كاوه يوه درانه پښتانه چې سترګې يې پرې ولګيدې ورمنډې يې كړې او په پښو ورپرېووت زه حيران شوم چې دا څه لوبه ده.
هغه د نر بچي هم ايله دوه ګوتې وركړې نورې يې خپلې منډې وهلې.
زه نه وايم چې سپورټ بد شى دى خو دومره چې څوك د چا په پښو پرېوزي نو لږ خو ورته اودرېږي اخر!


Anonymous
04.02.2006

کوشانه سلامونه مې ومنه !
یاره دا ستا لیکنې تل تر پوښتنې لاندي راځي .ځکه د هر غربي عمل جواز اود هر اسلامې عمل نه انحراف کوئ
.داپۀ هغو کسانو بحث ده چه تل ئې دخدای دبنده تر منځ شیطانت کړی .بنظیر بټو ته چه کله 1996داسترالیا دکرکټ د ډلې کپتان لاس اوږد کړ خو هغې د نر بچۍ بیا هم لاس ورنکړ ایا دغه محترم داسې نه سوی کولی .


نور بايد افغانان هوښيار شی!

Anonymous
04.02.2006

زه حيران ځينو داسې خلکو او داسې روشنفکرانو ته يم چې دوی لا تراوسه هم د داسې پيرانو او حضرتانو څخه د وطن د خدمت اميدلری لکه ګيلانی او مجددی چې څو څو وارې يې په وطن معاملې کړې، هميشه د پرديو او په تېره بيا د انګرېزانو اجنټان او خدمتګاران ؤ. تل ئې زموږ د وطن ګټې تر خپلو شخصی او د خپلو بادارانو تر ګټو قربان کړی دی. هغه کار چې د دوی پلرونو او نيکونو کړی، هغه کار دوی هم کوی. دوی زموږ د پاکې عقيدې ساده افغانان د خپلو لاسونو مچولو ته اړباسی خو د خپلو انګريزی او امريکايی کفارو لاسونه په هره موقع کې ښکلوی. دوی د خپلو شخصی ګټو او انګريزانو او امريکايانو ته د غوړه مالی د کولو په موقع کې د غيرتی افغانانو همت، عقيدې ، احساساتو او مقدساتو ته پام نه نيسی او نه هم ملی او بين المللی ديپلوماتيک او مدنی تعاملات مراعاتوی. دا د انګريزانو غوړه مالان او د پرديوله خوا ګمارل شوی چګړه ماران د خپلو شخصی ګټو په وخت کې د غيور افغان ملت ټول افتخارات تر ښو لاندی کوی. موږ بايد نور په دې پوه شو او خپل وطنوال هم په دې وپوهوو!
وايی چې ((آزموده را آزمودن خطاست!!))


سلامونه

Anonymous
04.02.2006

[color=red:ea00b41e50][/color:ea00b41e50]ټولومحترمو ورونو
سلامونه او نيکې هيلي ومنۍ
پورته عکس ته زير شۍ او فکر وکړۍ چې ايا داسي خلک دافغان غيرتي ولس استازيتوب کولاي شي خو داچې بش ملعون همدي اغا ته بلنه ورکوله دايي زاړه ياران او غلامان دي دخير طمعه ترى نده پکار
(مختاره ! دخير طمعه ترينه هيڅکله ونکړى
هغوۍ چې خپل ايمان او خپل وجدان وهي په بډ )


Anonymous
04.02.2006

((د ښځو دلاسونو ښکلول خو په پښتني کلتور کې هم شته ))

درواغ ولی وايې ناپوهه !!!

ته خو د کوم پښتون د ښځۍ لاس مچ کړه چه کلتور دروښۍ ٠

هوداشته چې پښتنې ښځې د نيژدې خپلوانوهغه هم چه مشر وي ، لاسونه يې مچوي ٠ ستاغوندی ناخبر دپښتون کلتو ر څخه سرچپه معنی اوباسي ٠

اوزبک


Anonymous
04.02.2006

وروره !
کوشان ته ما څو ځله نصيحتونه کړي دي خو کوشان په خپل خره سپور دی اوله خپل
خره ځخه نه کښته کېږي زه دې ته هيران يم چې دغه کړاځی چېرې لوی شوی دی چې دپښتنوپه
نزاکت نپوهېږي ٠ خدای پاک د دا سړی په ښه لار برابر کړي ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:c47febd5b3="اوزبک"]((د ښځو دلاسونو ښکلول خو په پښتني کلتور کې هم شته ))

درواغ ولی وايې ناپوهه !!!

ته خو د کوم پښتون د ښځۍ لاس مچ کړه چه کلتور دروښۍ ٠

هوداشته چې پښتنې ښځې د نيژدې خپلوانوهغه هم چه مشر وي ، لاسونه يې مچوي ٠ ستاغوندی ناخبر دپښتون کلتو ر څخه سرچپه معنی اوباسي ٠

اوزبک[/quote:c47febd5b3]


Anonymous
11.02.2006

حامد ګيلانی چې د ميرمن بوش لاسونه نه مچوی نو څوک به دا کار کوی؟
همدا بوش او د هغه اداره وه چې حامد جان يې بيرته د افغانانو په سر د مشرانو په ډله کې ور ميخ کړ. تاسو به واياست چې ګيلانی خو ښه نوکر ؤ او بوش ځکه دا کار وکړ، خو ګيلانی جان به وايی چې بوش او امريکا يی اداره هم ښه باداران دی، چې يو ځل يې څوک نوکر ونيو نو دهغه ټول اولادونه په نوکري منی او سره له دې چې ډير وختونه تيرشی، جمهور رئيسان بدل شی او حالات تغير ومومی، خو دوی خپل پخوانی غلامان نه هيروی. ښايی د امريکا د همداسې وفادارۍ په خاطر يې د ميرمن بوش لاسونه ور مچو کړی او د افغانانو پت، شمله او غيرت يې د هغو په بښو کې نذرانه کړی وی.


Anonymous
15.02.2006

دا ډول خلک لکه حامد ګيلانی چې ځانونه پيران او نقيبان بولې، د خپلو انګريزی بادارانو په هدايت او مرسته د افغانستان د ساده او مسلمانو خلکو له عقيدو څخه ناوړه استفاده کوی.
د جهاد يوه نظامی قوماندان چې د ګيلانی سره د هيواد په جنوب کی يو ځای ملګرئ او ميلمه ؤ، موږته داسې يوه زړه بوګنوونکې قصه وکړه.
((ده وويل چې . زموږ نوروملګرو ته بيرون په حويلی کی لوی دسترخوان وغوړېد، خو زه او پير صاحب له يوه بل نفر سره يوځای د کور د څښتن له خوا د ننه کوټې ته وبلل شوو. په کوټه کې ما او دې بل ملګری ته مې د لاس د مينځلو له پاره عليحده کوزه او لګن راوړل شول خو پير صاحب يوازې خپل لاسونه د خوړو په يوه کاسه کې پريمينځل. وروسته له هغې د پير د لاسو له خيرو ډکې اوبه د کور د غړو له خوا د تبرک په حيث په نوبت سره وچښل شوې او پير هم و کوربه ته دومره ونه ويل چې دا تبرک نه ، بلکه له خيرو او مکروبو ډکې اوبه دی چې څښل يې نامناسب او ناروا دی!))

تر څو چې دا ډول پيران او حضرتان زموږ په وطن کې ځای ولری، د موږ خلک به هيڅکله هم ښه ورځ ونه وينی. خدای د د دوی له پاره يو افغانی مصطفی کمال اتاتورک پيدا کړی چې چاره يې ورجوړه او ملک يې له شر، فتنې او فساده خلاص کړی
تاسې ووايۍ،
آمين يا رب العلمين


Anonymous
18.02.2006

که داسې وی چې هغه کسان چې د پرديو په دسترخوان ر الوي شوی او تربيه شوی وی او د بيګانه ګانو په زور په چوکيو ناست وي، د وطن له پاره   هيڅ وخت د سم خدمت اميد ترې نشته ٠ نوتاسي له ګيلاني څخه نوره څه طمعه لرئ؟؟؟؟؟؟


ګېلاني صاحب دادې څه وکړل؟انځوروګورئ

Anonymous
25.02.2006

زه خوشحال کمزوری نه يم چې به ډارکړم **په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه
نوشيجان پير صاحب مزې دوکړې . دلارې ملګرې د هم دبدخشان استازې فوزيه جانه وه . وايې چې خدای يې ورکوي شيخ مير به څه کړي؟
دپښتنو دمظاهرو(اوراچولو ،ماتولو،خرابولو او وژلو) لپاره بيا ښه سوژه را پيدا شوه . په درې کې يو متل دی چې وايې : تا احمق درجهان است مفلس در نمي ماند


Anonymous
24.03.2006

ګيلانی صاحب دا د څه وکړل؟
ستا د جهاد ثمره همدا شوه چې د لارا بوش لاسونه، د ښاغلی بوش پښې او دکفارو دروازې مچو کړې؟

ته او ستا ملګری خو غازيان ؤ!!! نه يوازې ملحدان او کافران به يې د سترګو په رپ کې بې له محکمې دوزخ ته استول، بلکې مشکوک کسان به يې هم په دې وژل چې که مسلمان وی نو جنت ته به ځي او که کافر وی دوزخ ته. نو نن څنګه ستا او ستا د جهادی وروڼود قدرت په دوران کې کفر، ارتداد او الحاد د افغانستان په اسلامی ټولنه کې رسميت مومی؟

ګيلانی صاحب دا د څه وکړل؟ څو کاله مخکې چې درباندی د پرديو ډالرو باران ؤ، هغه وخت د د افغانی روڼ اندو ځوانانو د وژلو قوماندې او فتواوې د کفر او کمونيسم په نامه ورکولې او نن بيا د خپلو بادارانو د ترحم د ترلاسه کولو له پاره د مرتد عبدالرحمان د خلاصون له پاره لارې لټوې؟ هغه وخت د عقل په سر کې نه ؤ له ارادې وتلئ وې او که اوس د دعقل اختيار او د ځان اراده له خپله لاسه وتلی دئ؟ او که په ټول عمر کې د خپله اراده نه درلوده او د نورو تر قومانده لاندې د هغه کول چې د پرديو په ګټه ؤ؟

ګيلانی صاحب دا د څه وکړل؟
څومره افغانی ميندې د بورې او ناوې د په دې نامه کونډې کړی چې د اسلام له پاره خدمت وکړی، خو نن څنګه په دا تير عمر د کفر او ارتداد په خدمت کې استخدام شوې؟ او که نه له پخوا نه د پرديو کفارو په خدمت کې مشغول وې خو ځان د اسلام په جامه کې د پير په نقاب کې پټ کړئ ؤ؟
او ګيلانی صاحب دا د څه وکړل؟ او د هغو افغانی ځوانانو ميندو، خويندو، پلرونو او وروڼو ته څه ځواب وايي چې دکافر او ملحد ټاپه د پرې لګوله او وژل دې؟ نن څنګه وشول چې د عقيدې او مذهب د آزادۍ فتوا ورکولو ته مجبور شوې؟ آيا اوس د عقل سرته درغئ، خپله اشتباه د وپيژندله او په دموکراسۍ پوه شوې او کهکهکهکهکه؟
ګيلانی صاحب داد څه وکړل؟ خو هر څه د چې کړی وی، زما په فکر دجهاد صادقانه او پر حق نه ؤ، هسې ستا د قدرت د نيولو له پاره د افغانستان د ډيرو مادی او معنوی شتمنيو د تالا کولو په قيمت د خارجيانو په مرسته د افغانستان د هوسايۍ او ترقۍ په وړاندې يوه ستره توطيه وه !!!


Anonymous
27.03.2006

ګيلانی صاحب چې هر څه کوی د وخت غوښتنې په نظر کې نيسی. چې وخت يې ؤ او په خپله ګټه يې ؤ، د انګريز ، سي آی آې او آی ايس آی په هدايت يې مسجدونه د کفارو او کمونستانو نه آزادول، او نن چې پوهيږی چې ګټه يې په دې کې ده چې په افغانستان کې عيسويت او کليساوو ته آزادی ورکړی، نو خود به په همدې لاره کې د انګريز ، امريکا، جرمنی، ايتاليا او نورو کفارو خدمت ته ملا تړي!
د چا د ګيلې له پاره ځای نشته، اول ځان پسې جهان!


Anonymous
27.03.2006

دوستانو سلامونه،

پدې اړوند مې زمونږ د کلي د يوه سپين ږيري کړې کيسه را په ياد شوه:

وائي پيرانو پير صاحب يوه ژرنده لرله، او هغې ته به مزدوران چې
د پيرصاحب مريدان هم ؤو ورتلل او غنم به ئې اوړه کول بيا په شا
يا په خره بار به ئې پير صاحب کره راوړل٠

کومه ورځ چې د کلي يو خوار بې وزلي نوبت شو، نو هغه يوه بوجئ
اوړه هم له ځانه سره کور ته يوړه تر څو خپل واړه پې ماړه کي٠
له بده مرغه، چا دۍ په غلا ليدلی او پيرصاحب ته ئې د ده چغلي وکړه٠

پير صاحب چې ډير خواشينۍ و، نو سړۍ ئې سمدلاسه ځان ته وروغوښت او
په خورا قهر او غضب ئې ترې وپوښتل چې اۍ ګنهګاره، تا څنګه د حرامو
مال کور ته يووړ او ځان دې په الهي غضب اخته کړ؟ اخيرت کې به څه
ځواب وائې؟

بې وزله سړۍ چې ډير شرمنده هم و، نو په عاجزئ ئې پير ته ووئيل :

پير صاحب ماچې غنم ژرندې ته ورواچول، نو له ايخوا داسې سپين
ښايسته اوړه راتوئ شول چې په خداۍ، که تا هم ليدلي وای ، که خو
دې پريښي وای!!!!!!!!!!!!!!!

نو، اوس چې پيرصاحب سپين اوړه وليدل نو خامخا به ئې
تاقت نه کيږي!!!! :D :D :D


Anonymous
27.03.2006

ؤبخښئ، پورتنئ کيسه ما ليکاې ده، امضا مې هيره سوه :)

جاله وان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more