د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داخو ضرور وګورئ

Anonymous
02.02.2006

اسلام عليکم ورونو!
دقانع کاکاشعرمې وکوت ډېرښه يې ويلی تاسې کتلی که نه؟دلته ورشئ اوګوری چې څنګه دی؟

[url]http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=1863[/url]
...........................[color=red:a71408234c]ږيره ور په پارلمان کې [/color:a71408234c]

برېتوپه پارلمان کې ږيره ور په پارلمان کې
....................اخوان هم ورسره دی پرولترپه پارلمان کې

پياده به اوس غربي ديموکراسي شي په وطن کې
..................پرتوګ به هم بدل شي په نيکرپه پارلمان کې

پردې دنيادحورو مزې واخله ملاجانه
.....................له ښځوسره ګډ کوه غومبر په پارلمان کې

صحنه دباغ وحش ده خلکوراشئ تماشې ته
.......................ماوليدو زمونږدکلي خرپه پارلمان کې

ټوپک خويې سمبول دی اما توپ هم ورسره دی
...............راکټ په پارلمان کې دی سکرپه پارلمان کې

کمال دچپن پوشه مداري دچالاکۍ دی
.......................پخېږي له جنترسره منترپه پارلمان کې

ترږيره دسياف لاندې به ناڅي سرې او سپينې
.....................فهيم به هم وهي جان واکرپه پارلمان کې

ستم دی که پرچم دی که شوله ده که پياوه ده
.................راټول دي داساسچ اوهمبرګر په پارلمان کې

درې ښځې به څلورکړي که تعداد يې پوره نه وي
.................پيسې به لاپيدا کړي قاچاقبرپه پارلمان کې

دننګ اودپښتوګټنه څه له ترې نه غواړې
...........معاشونه جاسوسان خوري په ډالرپه پارلمان کې

قانون به قانوني په بډه ووهي په ډاګه
........محقق به هم مېخ کوب کاندي پرسر په پارلمان کې

زرداد او مسعودنشته نورخو ټول سره راټول دي
..........................لوپردپاټکونولنډه غر په پارلمان کې

دافصل چې کرلی امريکادی ښادبه نه شي
...............راشنه دي دغنم پرځای جودر په پارلمان کې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) دپرولتا ريا دديکتاتورۍ افراطي داعيان
_________________
ذمه وال


Anonymous
02.02.2006

[color=indigo:8842fd00f2]

محترم ذمه وال صيب ښاداواباداوسى چى دقانع صيب
ښكلى اومزاحى شعر دى دټول افغان لوستوالو ته وړاندى كړ قانع
صيب خو ډير شه ليكوال او شاعر دى هغه مى په نوښت او مخكينيو
جهادى مطبوعاتو كى هم ليدلى ليكنى او شعرونه يى ماته ډير خوند
راكوى دادنوى پارلمان دګډولى په اړه شعر يي څومره شه طنزيه شعر
دى !!!

خو يوه خبره شته هغه دا چى دومره خبر يم چى قانع صيب په خپله هم ټولټاكنو
ته ولاړ و اما په دى يي نه يم خبر چى ده ګټلى وكه بايللى يي و؟ خوله شعرنه يي
داسى بريښى لكه بايللى يي چى وى او له را كټ ، توپ ،پرتوګ ،بريتور ،
ملا جان اوږيرورنه يي داسى انګيرل كيږى لكه ملا عبدالسلام راكټى صيب
چى ماتى وركړى وى ٠

كه فرضا دا زما حدس سم وى او له قانع صيب سره زابليانو نه وى پاللى
نوايا كه چيرته دقانع صيب ددى سپيره بايلات په ځاى ګټات په برخه شوى
واى تاسو څه فكر كوئ چى بيابه يي داسى شعر ليكلى و؟

په مينه او بيا په مينه [/color:8842fd00f2]


Anonymous
03.02.2006

ښاغليه سلامونه!
ستاسې حدس پرځای دی او هغه داچې قانع صاحب ته ملاراکټي ماتې ورکړې؛خو قانع وايي چې په زرګونو رايې يې قرنطين شوي.دی ادعاکوي چې امريکايانو نه غوښتل چې دی راشي نوځکه يې ماتې وخوړه.
نور خدای پوی شه چې حقيقت څه دی؛خوترکومه چې يې دشعر خبره ده والله ښه شعر يې ويلای.


Anonymous
04.02.2006

زما په نظر خو دا معلومه نه ده چې که قانع پارلمان ته تللئ وای، ده به څه ډول شعرونه ليکل، ځکه چې زه قانع نه پيژنم او د هغه شخصيت نه دی را معلوم.
خو که قانع هم په اوسنی پارلمانی ترکيب کې ورځای شوی وای، نو په يوه ګل به نه وای پسرلی شوی او د پارلمان عمومی ترکيب او وضعيت به همداسې پاته وای. اوس هم داسې نه ده چې په پارلمان کې هيڅ سم سړئ نشته. برعکس، په پارلمان کې ځينی لوړ او ښه شخصيتونه هم شته خو هغوی د نورو ترمنځ ورک دی او غږ يې نه شی پورته کيدای.
په شعر کې زما په نظر اساسی موضوع ته اشاره شوی چې هغه عوام غولونه، چل و ول او مداری ګری ده. دا چې په دې ټولو کې امريکا ستر لاس درلود او لری يې داهم له لمره روښانه ده او کله چې شل زره امريکايی پوځيان او ورسره انګريزی نظاميان او نور په سلهاوو او زرهاوو خارجی مشاورين په افغانستان کې موجود وی، نو خود به دامحتاج، بيچاره، بيسواده اود شر او فساد دورې وهلی او د سياست له هنره ناخبره افغانان د دوی او د دوی د ګوډاګيانو له خوا تير وزی. دا خو رښتيا ده چې دا انتخابات نمايشی او فرمايشی و او نتيجه به يې هم له افغانستانه زياته د امريکا او انګريز په ګټه وی.


Anonymous
04.02.2006

[color=indigo:25bf36b4be]دپيښورپښتنه وروره قانع صيب زه يو څه پيژنم
هغه دامريكا غږ راډيو خبرلوڅ دى او په پيښور كى دنوښت په نامه مجله
چلوى كه تاسو دنوښت سرمقالى وګورى نو وبه وينى چى هغه ځاى ځاى دزلمى
خليل زاد ستاينى كړى دى نو نه پوهيږم چى امريكايانو په ده باندى ولى
راكټى ته ترجيح وركړه؟؟؟؟[/color:25bf36b4be]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more