د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ارواح ښاد خان عبدالولي خان

م ن غروال
01.02.2006

بسم الله الرحمن الرحيم
انا لله و انا اليه راجعون *
د افغانستان د لرې خاورې د افغانانو مشر د خپلواکی او يووالي ملې مشر او ستر مبارز له مونږه سره په مخه ښه وکړه او مونږه يې په دغه لويه لار کي يوازې پرېښودو٠ د اوراح ښاد خان عبدالولي خان بېليدل د هر په افغان مين په زړه يو لوي غم بلل کيږي٠ خو دده د مبارزو کارنامو ياد زمونږ او زموږ د بچيانو په ياد به هرو مرو د تل لپاره ساتل کيږي٠
د ارواخ ښاد لوي افغان مبارز ارواح ته دعا کوم او درنې کورنې او نور پاتي شونو ته د لوي سبحان ج څخه د جميل صبر غوښتونکی يم٠ البته دا غم بې له شکه خپل غم بولم٠ زموږ لپاره يوه لويه تشه را په برخه شوه٠
ارواح دې يې ښاد وي ــ آمين *
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more