د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايا موز دزوند به جل بوهيزو؟

Anonymous
29.01.2006

دټول افغان درنو مسئولينو،محترموليكوالانواو شاغليولوستوالو
زما سلامونه اونيكى هيلى ومنئ خوشاله سوكاله اوبريالى سئ !

ډيرو محترمووروڼو ! دعربي ژبى يوشاعر (المتنبى) وايي
تخالف الناس حتى لا اتفاق لهم*
الا على شجب والخلف فى الشجب .
ژباړه دخلكوپه منځ كى په يوه خبره هم اتفاق او يو والى نه سره راځى
يواځى مرګ دى چى ټول خلك پرى متفق اويوه خوله دى خوپه هغه كى
هم اختلاف شته هغه داسى چى ځينى وايي له مرګه وروسته ژوند شته
اوځينى نوربيا دا خبره نه منى .

دانسانانو په منځ كى اختلاف يوه طبعى او پنځيزه خبره ده لوى څښتن
هر انسان ته بيل فكر اوبيل اندود وربښلى دى نوطبعا ديوه بل په فكر
او اندود كى توپير سره راځى چى دا توپير اختلا ف دى او دا اختلافات
بيا دولسونو په منځ كى ډول ډول جولونه او شكلونه غوره كوى

له اوږدو خبرو به تير شو په لنډه توګه به ووايوچى تقريبا ډير اختلافات
داسى دى چى دهغوى دحل ډيرى اسانه لارى چارى وى خو دانسانانو بيځايه
تعصب او سر ټمبګى ددى لامل شى چى هغه حل لرونكى اختلاف تر جګړى
اوپريده پريده پورى ورسوى او يا هم يوډول داسى كركى اونفرتونه وزيږوى
چى دمخالفينو تر منځ يي دسولى او ورورى شونتيا ناشونى وګرځوی

دا جګړى اونفرتونه كله كله د ځينى نا پوهيوله كبله هم را منځه ته كيږى
اوكه نه ايا داسى ستونزى شته چى هغه دى دحل لاره ونه لرى ؟
داختلاف دله منځه وړلو له پاره خبرى اترى ديوه بل په وړاندى تحمل
په سوچ او غور سره ديوه بل دليل او منطق ته غوږنيول بيخى زياتى
ستونزى له منځه وړى

دنړى ولسونه ټول په خپلو منځونوكى هيڅكله هم ددوو خوږو ورونوپه
څير سره خواږه ندى بلكى حتما خپلمنځى ستونزى او ربړى لرى ډير ځله
يي په خپلو منځونو كى جګړى سره پيښيږى خو نيكمرغى يي په دى كى ده
چى بيا يي دحل او اوارى په لارو هم پوهيږى

خوزموږ له سپيره شامته چى زموږپه هيواد كى بيا ددى لومړى كار
(مخالفت اوجګړه) مهارت بيخى زيات دى اوله دى وروستى كار
(دجګړوحل او سولئيز ژوند) سره تقريبا هيڅ بلدتيا نلرو

او ډيره بده خو لا داده چى موږ دا خپله سرزورى او سرټمبګى په ميړانه
اوشهامت سره تعبيروو!!! په دا وروستيو كلونو كى يوه وتلى عرب
عالم او ليكوال ډاكتر يوسف القرضاوى زموږهيواد ته سفر كړى واو
په يوه ليكنه كى يي دافغانستان په ورانى او بربادى ډيره خواشينى
څرګنده كړى وه خوپه پاى كى يي يوه غټه خبره په دوو كوچنيو تورو كى
داسى ليكلى وه (وللاسف ان الافغان يعرفون فن الحرب ولايعرفون فن الحياة)
يعنى له بده مرغه چى افغانان دجګړوپه چل پوهيږى خو دژوند په چل نه پوهيږى
باور وکړئ چى دى خبرى يي زما افغانى وينه ښه پوره وخوټوله او ډير په غوسه
شوم كيدى شى ښه ډير به غوړمبيدلى هم يم خو چى څه وروسته مى ښه سوچ وكړ
نو له ځانه سره مى وويل چى ياره دسړى خبره ډيره پخه ده خودا چى ماته مى خپل افغانى غرور(سرټمبګی)دهغى دمنلو اجازه نه راكوى دا خو زما خپل كار دى

ګورئ درنو وروڼو دا سوچونه ما له ځانه سره كړى دى په كوم چاپير يال كى چى ما
دا خبره اوريدلى اودا سوچ مى پرى كړى که هورى مى داخبره په ډاګه كړى وى
نو كيدى شوى بيخى كمو په سلو كى كسانو به راسره منلى وه او زياتو خو به يي
زما ډبولو ته بډى وهلى وى خو زه وايم چى زموږ مشكل دا هم دى چى يوځل پريكړه
وكړو بيا عمل پرى وكړو او بيا وروسته سوچ پرى كوو

اوس مى دلته داترنيټ په مجلس كى داخبره ځكه را واخيستله چى دچا له وهلو
نه ويريږم هوكى په شكنځلو به ونازول شم خو خير........
دلته بيا خپله سرټمبګى اجازه نه راكوى چى څنګه خير ؟؟؟!!!...........
خو ځه بيا هم خير .......

نو راځئ په دى سره وګړيږو چى ايا موږرشتيا يواځى
دجګړى په چل شه پوهيږو اود ژوند په چل نه پوهيږو ؟

كيدى شى زما په خبرو ځينى خلك خپه شى بښنه غواړم
په مينه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more