نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د يوۀ کمسنه افغان زده کوونکي د پام وړ تاثرات !
کټوازی
28.01.2006
ليکنيز سمون يې :: صميم کټوازی
_________________________
................................. افغانستان او افغاني عوام
ليک : شاه فيصل
دا خو موږ ټولو ته مالومه ده ، چې افغانستان يو غريب ، او له نورې دنيا وروسته پاته شوی وطن دی ، خو که لږ فکر وکړو ، دې وطن داسې غيرتي او بهادر پچيان هم درلودل ، چې پر ټول برصغيريې حکومت کاوۀ ، دا اوس بېله خبره ده ، چې موږ د ټولې دنيا پۀ پښو کې دتوپ (فټبال ) غوندې پراته يو ،د هر چاپښوته چې ورغلي يو سرپه يي راباندې نه ده کړې ،څومره چې يي وس وي هومره يي پخپل حق کې يي ګول (Gole) کړي يو ، او پۀ دې کار کې زموږ ګاونډيانو تر نورو زياته ونډه اخيستې ، افغاني عوام يې له خپل وطن څخه مهاجر او پۀ ټوله دنيا کې يي درپردره کړل ،هر ملک ته چې ولاړ شي ، هلته پۀ ښۀ نظر ورته نه کتل کېږي ، هر کس ناکس ته داسې ښکاري لکه چې ددۀ له کوره مړۍ خوري ،هيڅ ځای يې عزت نشته ، ځکه چې پخپل وطن کې بې عزته شول ، نو پۀ نورو وطنو کې به يي څۀ عزت وي ؟
دا يي لا بله چې پۀ همدې پردو وطنوکې يي اولادونه له سکول ا وسبق څخه پاته شوي ، بې کسبه بې هنره رالويږي ، تردې چې تش خواهش يې هم نۀ شي کولای !!!
ځکه چې له حالاتو تردې حاله مجبوره دي !
دا ولې ؟ داټوله درپردري او محتاجي پر موږ دنياوالو اوبالخصوص ګاونډيانو راوستې ، اوس چې د نورو وار ختم شو نو امريکه راباندې راغی ، او يو وارې يي بيا زموږ وطن له خاورو سره خاورې کړ ،
هو ! امريکه به هم ولاړ شي د افغان له لاسه به وهل و خوري ، ځکه چې دلته هرڅوک راغلي ،بې وهلو نۀ دي تللي او نه يي هم ډېر وخت تېر کړی ، خو زموږ به څۀ حال شي !!!؟؟؟
الله تعالی دې زموږ وطن او ټول عالم اسلام له دې بلا څخه وساتي ،ګنئ ..................!
Anonymous
28.01.2006
افرين وړوکيه بد نه يې ?