نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بی بی سی نیټ سائنس نه
Anonymous
28.01.2006
په امریکه کښی یو ی محکمی په مکتبو کښی دډارون تهیوری سره د(انټیلی جنټ ډیزائن ) نامی نظری د لوستلو خلاف فیصله ورکړی ده .
دښوونی اوروزنی مشرانو داغوښتل چی ماشومانو ته دډارون تهیوری سره دانظریه هم وویل شی چی دځمکی په سرباندی دزندګی ارتقاء دومره پیچیده وه چی په خپله وجودته نه سوه راتلی .
ستاسو په دی کښی څه نظر ده که چیری په مکتبو کښی دمذهبی تعلیم نصاب شامل کړی نو په امریکه کی خو مختلف مذاهب دی ایاکوم خاص مذهب به شامل شی او که ټولو مذاهبو نه به لږلږ شامل کړی .
ع کريم حليمي
29.01.2006
مېلمه ورورته سلامونه !
رئيس جمهور بوش د چړچ او مذهبيانو په سياسي قدرت رئيس شوې دی
او د مذهب وال نن ډېر قوي lobbyist (هغه څوک چه په پارلمان کښي تبليغ کوي ) لري او influence يي خوراډېر دی
او سپينه ماڼۍ يي تر تاثير لاندي ده ٠ ولي چه بوش پخپله يو سرسختې مذهبي
شخص دي ٠
بد بختانه داسي پېښه ده چه د بوش د رياست په دوره کي ممکن بوش درې
قاضيان و سپريم کورټ ته واستوي ٠ او کوښښ کوي چه داسي قاضيان کښېنوي
چه مذهبي پلوه وي ٠
او بدبختانه داسي بله بده هم پېښه ده چه سنا هم جمهور خوا په لاس کښي ده
يعني اکثريت او mejority ريپبليکن دي ٠
څه چه مذهب وال غواړي وايټ هاوس ئې ورسره مني ، او په سنا کښي مذهبي
lobbyist سياسي فشار لري ٠
ولسواکه حزب چه په اقليت اوminority کي دي ٠ دانه سي تحمل کولی چه داسي قاضيان يا قضات دي و مني چه د مذهب پلويان
وي ٠ او ولسوکه ګوند بدبختانه د ناکامۍ سره مخامخ دې ٠ او مخه مذهبيانو
نه سي نيولی ٠ او دا زمونږ مسلمانانو ډير په تاوان تماميږي ٠ بلکه د هر اقليت
قوم ، مذهب په تاوان
تر نن ورځي پوري د امريکا ٩ قضات امريکايي منځ محالي قضات دي
چه ملت ئې د عيسوي ،مذهبي فشار څخه ساتلي دي
که چيري داسي پېښه سي چه د سپريم محکمې قضات اکثريت مذهب پلوه سي
نو به د امريکا د حکومت په سياست کښي ١٨٠ درجې تغير راسي ٠
پخواهم داسي پېښه کېدل چه يو مذهبي ګروپ به يوه دولتي مؤسسه محکمې ته
راکش کړه لکه دغه د Pennsylvania مکتب چه يي محکمې ته راکښ کړي ٠
او قاضي ئې په خلاف فيصله صادره کړه ٠ الحمدالله
که چيري د امريکا ستره محکمه د د سنټر څخه و راسته طرف ته سي يعني که
پنځه قضات مذهبي پلوه سوه نو دغه intelligent design دعوا به بيا شروع
سي او خبره به تر ستري محکمې ورسيږي ٠ نن که په ستره محکمه کښي يي
طرفداران په اقليت کښي دي داسي معلوميږي چه سبا به مذهب پلوه قضات
په اکثريت کي شي ٠
که دغه پېښه رشتيا سي ٠ نو داسي ئې وګڼه چه امريکا به يو قدم شاته سي
او يورپ به سوپر پاور سي ٠ امريکا د لوی توپک په زور نه ده سوپر پاور
د يوه سکيولر نظام په قوه سوپر پارو ده
او هرمذهب د بل مذهب له فشاره خلاص دي ٠ نو ايالات متحده دي
که قدرت يوه مذهب ته پلاس ورسي نو نور به ئې د ايالات متحده خوند
اوبه وړي ٠
Judge John Jones ruled the school board had violated the constitutional ban on teaching religion in public schools
د قاضي څخه مننه
Anonymous
13.02.2006
اوس داسی ښکاری چی خلک دژوندپه مقصدباندی پوهیږی او یاځان پوه کول غواړی خوافسوس زمونږ بغضی پوهانو داسی سایټونه جوړکړی چی خلک له رڼانه تیاری ته باسی
Anonymous
14.02.2006
د امريکې کورنۍ چارې پر مونږه څه؟ مونږ نور په زرګنو غمونه لرو په هغو بايد چې غور او خبرې وکړو٠
ته ښه بې کاره سړی يې نور څه دې ماغزو کي لکه چې نه راتلل؟
Anonymous
15.02.2006
میلمنووروڼو سلامونه می قبلول کړی .
زمونږ یوورور لیکلی دی چی مونږ ډیر غمونه لرو بایددهغی دحل لار پیداکړو ډیره ښه خبره ده زما غږهم درسره شریک ده . خوسوال داده چی څنګه یی حل پیداکړو زه فکر کوم چی هغه لومړنی ورور چی کومه لیکنه کړی ده دهغی موخه به همداوی چی په دی وخت کښی خلک ، یاملکونه له اوسنی مادیت یاسیکولریزم نه تنګ راغلی او غواړی چی یوه بله لار دژوندلپاره پیداکړی چی په هغه کښی اروئی سکون وی نودابه کوم داسی دین ،مذهب ، اویاکومه بله داسی لاروی چی خلک وکوالی شی چی ارمه او خوشحاله ژوند وکړی؟
دی سوالونو ته جواب په هغه صورت کښی پیداکیږی چی اول ددنیا مذاهب وګورو چی څه دی او مغرب خلک ولی مذهب نه لری شوال اوبل مسلمانان ولی وروسته پاتی دی ایا ددی وجه اسلام دین ده زمونږ ملایان دی اوکه بل کوم چل ده داسی خوهم نشی کیدالی چی مونږ ګورو چی مغرب خلکو مذهب پریښود اویاهلته په هندوستان کی دهندوانو پوه خلک په خپل مذهب باندی ملڼډی وهی اومونږ بغیر دکوم پوهی اوفکر نه هم دافیصله وکړوچی مونږهم باید دترقی لپاره مذهب لری کړو له دی هرڅه ویلونه مخکی مونږ ته په کاردی چی په دی باندی ځان پوه کړو چی هغوی ولی له خپل مذهب نه بی زاره دی اوبیا خپل قرآن کریم وګورو فکراوغور پکښی وکړو اوداځان ته معلومه کړوچی دکوم تعلیم مونږته راکوی نوبغیر دکوم شک نه به تاسی ته معلومه شی چی که نور خلک دترقی لپاره مذهب پریږدی نومونږترهغه وخته ترقی نشوکوالی چی اسلام دین خپل نکړو اءوشرط دادی چی په صحح معنی باندی وپیژنواو په خپله زندګی کښی لکه څنګه چی مونږته امرکوی راج کړو وسلام