د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حيران صيب ته

Anonymous
28.01.2006

نن راته نادم صاحب دتليفون په ليکه وويل چې دا ليکنه دده نه ده او هيله يې کوله چې ړنګه شي.
خاورې انګار


Anonymous
28.01.2006

بشير نادمه په خير راغلى

غوشتل مى دحيران په كيسه باندى په هماغه ټولکړيو بحثون كى يوڅه
وليكم خو متاسفانه چى هغلته زه نشم ننوتلى نو داده زه دلته تا او حيران ته
يوڅو ټكى ليكم لومړى خو محترم نادم صيب دا ووايه چى دحيران دكيسى
په فنى او تخنيكى اړخ ته ولى نه شى غږيدلى ؟؟؟
داسمه ده چى دانترنيت پاڼى شه بيخرته ازادى لرى او هر څوك دميلمه په نامه
هرڅه ليكل خو څه كوى چى هرډول شكنځل هم ليكلى شى خو كم تر كمه دا خو اكثريت دليكوالانو سيمه دى نو دلته بايد په ادبى موضوعګانو هم يوڅه وليكل شى او ته چى دحيران دكيسى يواځى منځپانګى ته ځير شوى يي ددى مطلب داده
چى ته دهغه هم اندى يي او دشكنځلو او سپكولو دلوبغاړو ملګرى يي او ليكوال
نه يي ځكه كه ته په رشتيا ليكوال واى حتما به دى دده دكيسى په فنى اړخ هم يو
څه لكلى واى
دا لومړى برخه خو خير ته او خداى نو په دا دوهمه برخه كى حيرا نصيب څه ليكلى دى ؟ ايا دا نو اوس كيسه ده كه هسى نخره ؟
په دى برخه كى خو يي تقريباټول دشاغلى هوتك پښتون ځلمى او پتنګ له پاره
ځوابونه ليكلى دى او څرګند حكمونه يي صادر كړى دى !!!

خو شاغلى نادم صيب دا حيران چى په اپلتو بريد كړى دى ددى مسؤليت ستا
په غاړه لويږى ځكه دا ته يي چى هغه دى په شا دربولى دى او افرينونه دى ورته ويلى دى او داسى په پټو سترګو چى يو بل په شا ټپوئ نو انشاءالله پښتو ته به ډير شكلى
اوپه زړه پورى شهكارونه وړاندى كړئ

نوربيا


Anonymous
29.01.2006

محترمو ورونو سلام !
زه دهادى حيران صيب دناول د دويمى برخى پ ه لوستلودنورو لوستوالو
اوليكوالانو په څير ډير خوابدى شوم نوځكه مى داپورتنى ليكنه وليكله
خوكله مى چى دهادى حيران صيب(په بى ټكى حاء سره) وروستى ليكنه
وليدله نو هك حيران شوم چى دا خيران (په ټكى لرونكى حاء سره)زوى
مړی لا څوك دى او دايي څه ناروااو بي تهذيبه كار ته لاس اچولى دى ؟!
نو ما چى دشاغلى حيران صيب ددويمى برخى په ناول څه ليكلى له شاغلى
حيران نه بښنه غواړم او داخيران ته دى خداى هدايت وكړى


Anonymous
05.02.2006

د مهربان او بخښونکی لوے څښتن په نامه

ګرانه او قدرمنه حېران صېبه!
سلامونه او نېکې هيلې قبولې کړه. اميد دے چې په سټه به روغ جوړ يې. ماستا د (( چڼے)) ناول وړومبۍ برخه ولوسته. تا چې دا کومه موضوع رانېولې ده دا په اصل کې زمونږ د بدبختو پښتنو د اکثرو مشکلاتو او لانجو بنيادی موضوع ده او د ناول په دې برخه کې دې هغه زخمی او نه بيان شوی نازک تارونه چېړلی دی او هغه کردارونه دې پکې په ګوته کړی او راګډ کړی دی چې زمونږ د دين او دنيا واګی يې په لاسو کې اخېستی دی او په اصل کې دا د يوې سيمې مسئله نه ده بلکې د پښتنو په هر کلی او هر مالت کې دا کردارونه وجود لری او دا کردارونه دې دومره حقيقت نزدې انځور کړی دی چې هر څوک يې ګوری نو دا احساس کوی چې دا خو زما دکلی او زما د مالت واقعات پکې بيان شوی دی.
د ناول په دې برخه کې دې هيڅ داسې اړخ نه دے پرېښے چې يو حق پرست پښتون مسلمان ورته ګوته ونيسی او يا پرې انتقاد وکړی بلکې تا د هر حق پرست د قلم د خاوند ترجمانی کړې ده ځکه چې په دې موضوع باندې د قلم اوچتولو چې اوس په دې وختونو کې څومره ضرورت دے دومره به په مخکې وختونو کې نه ؤ بلکې دا موضوع به زۀ د قلم د خاوندانو په وړومبنيو فرائضو کې وګڼم.
د ناول په دې برخه کې دې خو حقائق ټول څرګند کړی دی نو ځکه درته پرې داد درکووم او هيله کوم چې د ناول راتلونکو برخو کې به هم دې روش او لارې ته دوام ورکړې او د پښتنو هغه ټول دردونه، هغه ټولې ستونزې، هغه ټول مشکلات، هغه ټول خنډونه چې نن ورسره مونږ لاس او ګرېوان يو پکې په ديانت سره بيان کړې يعنې د کومو وجوهاتو په بنا د کومو کورونو تربيت شوی ماشومان او د کومو مجبوريو له لاسه دغه ډګر ته داخليږی او بيا په هغوی کومې کومې مرحلې تېريږی، استاذان د هغوی څنګه او په کوم ډول دينی، اخلاقی، سياسی، معاشرتی، انفرادی او اجتماعی تربيت کوی او کوم ډول عملی بېلګه او نمونه ورته وړاندې کوی او چې کله بيا دغه واړۀ لوے شی او د استاذانوځاے ونيسی کوم کردار ادا کوی او بيا چې دوی د هغه سپېڅلی ذات (چې په خپل کردار سره يې د دنيا تر ټولو جاهل خلک معراج ته ورسول او د قېصر او کسری او د مشرکينو ډکټېټرو سردارانو هغه غرور او تکبر يې په خاورو کې ولړلو) په ځاے کينی نو د ټولنې د خلکو چې خپل دين او دنيا يې دوی ته سپارلې ده څه ډول مشری او لارښوونه کوی؟ او انشاء الله دا حقيقت به پکې هم په ګوته شی چې دغه کردارونه بيا تش په نامه مسلمان واکداران چې خپله پردی مزدوران او د نړۍ د سپر شېطانی قوتونو نمائنده ګان دی د خپلو موخو او سياسی اهدافو لپاره څه ډول استعمالوی؟ او هيله کوم چې دا حقيقت به پکې هم په ګوته شی چې دغه کردارونه چې کله د وخت يزيد صفته واکمنان د دربارونو د چلولو او د خپلو غلطو کارونو لپاره د دينی اډاڼې پېدا کولو لپاره مغربی سياست ته راوړاندې کړی نو بيا دوی په مختلفو وختونو کې او په مختلفو مرحلو کې څنګه استعمالوی؟ او په تېره بيا د کفری نړۍ لپاره پرې د اسلام غوندې تر ټولو ماډرن دين څنګه بدناموی؟
زۀ له پاک ربه دعا کووم چې خداے پاک دې په قلم کې برکت واچوی او دا ناول د پښنو د بېدارۍ سبب وګرځی. د حق او حقيقت د څرګندېدو په هيله
په درناوی
انور شاهين خانخېل
اهلبېت پښتو اکېډيمی
پوسټ بکس ٣٤٦ پېښور (پښتونخوا)


Anonymous
05.02.2006

Salamona Hairan Sahib

This is with regards to your Novel Channay. I must admit

that I have found it very interesting and fun to read, keep the good work going.

By the way when are you publishing the next episode ?

Manana.

************************************
Abdul Hameed (Tutakhai))
DPIT Student
Rovaniemi Polytechnic


Anonymous
05.02.2006

شاهين ميلمه سلام عليکم !
له سلامه وروسته بيا په پښتني کلتور کلام :
وروره کله چې زه په پيښور کې يم نو له خپله کوره هلته ډير خوښاله يمه او له کوره هم کوزه پښتونخوا
را باندې ګرانه دی٠ دا ګرانښت زما دپښتني احساس, پښتني کلتور او پښتونولي انعکاس دی ٠
و روره دپښتنو دورسته پاتېکېدلو علت يوا زې دپښتنو ناپوهي او بېسوادي دي .
چې اوس هم او په تېرې شويو زمانو کې هم دا بدبختي پښتنوته هغو خلکو ور کړې دی چې
په پښتنو يې حکومت کړی دی او پښتنو هيځ وخت خپله ازادي نلرله٠
دلته دملا ، چڼي او پير مسئله نده بلکې دپښتون دخرڅ شوي واکدار مسئله ده٠
دمزخرفاتو منل هلته خپل ځای او خپله کوټه جوړوي چې سياسي شعور او پوهه نوي او دناپوهي توره
تياره وي ٠ مونږ پښتانه منځنۍ لاره نه پيژنو او هميشه يوه اکستر ېمه لاره غوره کوو٠
دامان الله خان ريفورم څه شه ? ورک شه , ځکه چې د امان لله خان سياسي شعور کم او له خپله کلتوراو
اوپښتو ځخه ووت او انګريزانو دا وخت غنيمت وباله ٠ ما چې د امان لله خان د ښځي عکسونه کوم وخت
چې په جر مني کي اخستل شوي وو ،په جرمني کې لمړی څل وليدل نو سترګې مې کښته واچولې او ټول
ځان مي خولې ( لوند ) شه او د خلقيانو دوره تر نجيبه پوري په همدې ډول ٠
نن خو په افغانستان کې ملا بمونه نږدي ،هغه خو ISI دي چې د ملا له نومه ګټه اخلي .
هرڅوک چې له خپله کلتوره وزي هغه هغوی به خپل سر او خپل سرونه خوري ٠ ملا ، پير ، چڼي
زمونږ د ټولني غړي دي دا چي په ټولنه کي تر کومه حده او ځرنګه اغېزي لري هغه تر هغه مروج دولتي
او ټولنيز سيستم پورې مر بوط د ي ٠
دپښتنو د بدختي علت دهغوي استعماري ژوند دی ،چې نه کوز او نه بر پښتانه خپله ازادي لري٠
دموضع اوږده زه اوس لمونځ کوم

دپښتنولي په مينه پتنګ
مروت او راجولي ته سلام وايه .

[quote:b879671f80="شاهين"]د مهربان او بخښونکی لوے څښتن په نامه

ګرانه او قدرمنه حېران صېبه!
سلامونه او نېکې هيلې قبولې کړه. اميد دے چې په سټه به روغ جوړ يې. ماستا د (( چڼے)) ناول وړومبۍ برخه ولوسته. تا چې دا کومه موضوع رانېولې ده دا په اصل کې زمونږ د بدبختو پښتنو د اکثرو مشکلاتو او لانجو بنيادی موضوع ده او د ناول په دې برخه کې دې هغه زخمی او نه بيان شوی نازک تارونه چېړلی دی او هغه کردارونه دې پکې په ګوته کړی او راګډ کړی دی چې زمونږ د دين او دنيا واګی يې په لاسو کې اخېستی دی او په اصل کې دا د يوې سيمې مسئله نه ده بلکې د پښتنو په هر کلی او هر مالت کې دا کردارونه وجود لری او دا کردارونه دې دومره حقيقت نزدې انځور کړی دی چې هر څوک يې ګوری نو دا احساس کوی چې دا خو زما دکلی او زما د مالت واقعات پکې بيان شوی دی.
د ناول په دې برخه کې دې هيڅ داسې اړخ نه دے پرېښے چې يو حق پرست پښتون مسلمان ورته ګوته ونيسی او يا پرې انتقاد وکړی بلکې تا د هر حق پرست د قلم د خاوند ترجمانی کړې ده ځکه چې په دې موضوع باندې د قلم اوچتولو چې اوس په دې وختونو کې څومره ضرورت دے دومره به په مخکې وختونو کې نه ؤ بلکې دا موضوع به زۀ د قلم د خاوندانو په وړومبنيو فرائضو کې وګڼم.
د ناول په دې برخه کې دې خو حقائق ټول څرګند کړی دی نو ځکه درته پرې داد درکووم او هيله کوم چې د ناول راتلونکو برخو کې به هم دې روش او لارې ته دوام ورکړې او د پښتنو هغه ټول دردونه، هغه ټولې ستونزې، هغه ټول مشکلات، هغه ټول خنډونه چې نن ورسره مونږ لاس او ګرېوان يو پکې په ديانت سره بيان کړې يعنې د کومو وجوهاتو په بنا د کومو کورونو تربيت شوی ماشومان او د کومو مجبوريو له لاسه دغه ډګر ته داخليږی او بيا په هغوی کومې کومې مرحلې تېريږی، استاذان د هغوی څنګه او په کوم ډول دينی، اخلاقی، سياسی، معاشرتی، انفرادی او اجتماعی تربيت کوی او کوم ډول عملی بېلګه او نمونه ورته وړاندې کوی او چې کله بيا دغه واړۀ لوے شی او د استاذانوځاے ونيسی کوم کردار ادا کوی او بيا چې دوی د هغه سپېڅلی ذات (چې په خپل کردار سره يې د دنيا تر ټولو جاهل خلک معراج ته ورسول او د قېصر او کسری او د مشرکينو ډکټېټرو سردارانو هغه غرور او تکبر يې په خاورو کې ولړلو) په ځاے کينی نو د ټولنې د خلکو چې خپل دين او دنيا يې دوی ته سپارلې ده څه ډول مشری او لارښوونه کوی؟ او انشاء الله دا حقيقت به پکې هم په ګوته شی چې دغه کردارونه بيا تش په نامه مسلمان واکداران چې خپله پردی مزدوران او د نړۍ د سپر شېطانی قوتونو نمائنده ګان دی د خپلو موخو او سياسی اهدافو لپاره څه ډول استعمالوی؟ او هيله کوم چې دا حقيقت به پکې هم په ګوته شی چې دغه کردارونه چې کله د وخت يزيد صفته واکمنان د دربارونو د چلولو او د خپلو غلطو کارونو لپاره د دينی اډاڼې پېدا کولو لپاره مغربی سياست ته راوړاندې کړی نو بيا دوی په مختلفو وختونو کې او په مختلفو مرحلو کې څنګه استعمالوی؟ او په تېره بيا د کفری نړۍ لپاره پرې د اسلام غوندې تر ټولو ماډرن دين څنګه بدناموی؟
زۀ له پاک ربه دعا کووم چې خداے پاک دې په قلم کې برکت واچوی او دا ناول د پښنو د بېدارۍ سبب وګرځی. د حق او حقيقت د څرګندېدو په هيله
په درناوی
انور شاهين خانخېل
اهلبېت پښتو اکېډيمی
پوسټ بکس ٣٤٦ پېښور (پښتونخوا)[/quote:b879671f80]


Anonymous
05.02.2006

شاغلى پتنګه سلامونه اونيكى هيلى مى ومنه
محترم اودروند پتنګ صيب ته خو په ځينى ليكنوكى له ډيرى
توندى نه كار اخلى او كله كله خودى يوى نيمى ليكنى ته دستوخو
شكنځلو تبۍ هم وركړى وى يو دوه ځله دى ماته هم له نوموړى تبي
سره ليكنى كړى وى

البته دا ټول افغان ته زما دلومړيو شپو دراتګ خبره ده خو اوس مى چى
ستا له دا ډول ليكنو نه ستا اند مالوم كړ عجيب يواندى يا هم فكره مى و
ختلى باور وكړه نور چى ته په كومه موضوع ليكنه وكړى زه به يواځى د(تائيد)
تورى ورسره ليكم اوبس او ګوره دا خبره مى غوړه مالى يا خداى مكړه پسخند
ونه بولى دا حقيقت درته وايم
او له همدى امله مى له خپلى ليكنى سره خپل نوم هم ونه ليكو هسى نه چى بيا
دغوړه مالى ټاپه راباندى ولګول شى
ما غوښتل چى دى پورتنى ليكنى ته ځواب وليكم خوتازما دزړه خبره ليكلى ده
اوزه به نو يواځى وليكم چى(تائيد)
خو ګوره محترم پتنګ صيب دايوه خبره راسره ومنه چى له نرمى نه كار اخله
خداى جل جلاله خپل پيغمبرته وايي
لنت لهم ولوكنت فظا غليظا لانفضوا من حولك

ته (اى محمده !) دوى ته نرم شه كه ته ډير سخت او تروش سى
نو دوى به ستا له څنګه لرى شى .

كه مى بي ادبي كړى وى ډيره بښنه غواړم


pattang
05.02.2006

مېلمه وروره سلام عليکم !
ستا له خوا خوږۍ نه ډيره مننه ، خدای پاک دې ماته دومره وس نه راکوي چې قصدا
څوک تحقير کړم ٠
وروره زه ليکوال نه يم او رښتيا درته ووايم ، سياست اودانور شيان ماته
خوند هم نه راکوي ، زما بله نړۍ ده زه بل مسلک لرم. خو يو وخت ډيرکلونه پخوا
مجبور شوم چه له مخاليفينو سره ( د پښتنو دښمنان ) دپښتنو اود پښتنو دميراث
د ساتلو لپاره خپلې ناندرۍ شروع کړم.
دپلار او نيکه دروازه ( دلته ټول پښتانه ) خو به ساتې ? او دا ما په خپل ځان فرض
ګڼلې دی٠ ښه ، اوس به زه د زړه له خواله څخه تير شم او څو ټکي به درته وليکم :
زما لاندې ټکيوته ډير زړه په تنګېږي :

-- ځني وروڼه فکر کوي لکه ځني ( کوردان ) چې يانې بدبختي ټوله اسلام او داسلام
پيروانورا وستلې ده ، که څه هم دا خبره واضح نه ليکي خو له ليکنو څخه يې داسي مالويږي.
دوي له اسلامي نظامونو څخه لکه : ( دموور نظام په اندالوزياکې، خلفا يې راشيدين ،
او عثماني ترکي ) او عموما داسلامي نهضت څخه ، چې په يوروپ کې هغه وخت خلک
ډير وروسته پاتي وو هيڅ خبر ندي او يا ځانونه نه خبروي او ګناه پر اسلام ور اچوي
او خپلو مذدورانو او اجڼټانورهبرانو ته هيڅ فکر نکوي٠

--- که لمړي مخونه د بينوا او ټول افغان وګورې نو ټول د دي څخه شکايت کوي چې حکومت
بي کاره ، غل او رشوتخوردی چې ملت ته يې هيڅ ګټه نرسېږي او پښتو ژبه محکومه ده او ورځ
په ورځ له منځه ځي٠ او ډير واره دهر چا له خوا دا ډهل وهل کيږي ٠

نوداخبرې زما اعصاب ډېر راخربوي ، چې ولې دا خلک دحل لاره او حرکت دحل
دلارې لپاره نکوي ??
ډاکترصيب ، انجينر صيب موضع مطرح کوي خو دحل لاره نلري ٠
[color=brown:7f4d2d7357]دومره ابتکار نشته چې د ټولومکتبي عناصرو ، اونورو هيوادپالو لا سليکونه ټول کړي
او د اروپا پارلمان ته شکايت وکړي او قضيه
د مېډين ( process media ) , لوڅ شکايت اود لوڅو غوشتنو سياست ته وا چوي ؟[/color:7f4d2d7357]

دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:7f4d2d7357="Anonymous"]شاغلى پتنګه سلامونه اونيكى هيلى مى ومنه
محترم اودروند پتنګ صيب ته خو په ځينى ليكنوكى له ډيرى
توندى نه كار اخلى او كله كله خودى يوى نيمى ليكنى ته دستوخو
شكنځلو تبۍ هم وركړى وى يو دوه ځله دى ماته هم له نوموړى تبي
سره ليكنى كړى وى

البته دا ټول افغان ته زما دلومړيو شپو دراتګ خبره ده خو اوس مى چى
ستا له دا ډول ليكنو نه ستا اند مالوم كړ عجيب يواندى يا هم فكره مى و
ختلى باور وكړه نور چى ته په كومه موضوع ليكنه وكړى زه به يواځى د(تائيد)
تورى ورسره ليكم اوبس او ګوره دا خبره مى غوړه مالى يا خداى مكړه پسخند
ونه بولى دا حقيقت درته وايم
او له همدى امله مى له خپلى ليكنى سره خپل نوم هم ونه ليكو هسى نه چى بيا
دغوړه مالى ټاپه راباندى ولګول شى
ما غوښتل چى دى پورتنى ليكنى ته ځواب وليكم خوتازما دزړه خبره ليكلى ده
اوزه به نو يواځى وليكم چى(تائيد)
خو ګوره محترم پتنګ صيب دايوه خبره راسره ومنه چى له نرمى نه كار اخله
خداى جل جلاله خپل پيغمبرته وايي
لنت لهم ولوكنت فظا غليظا لانفضوا من حولك

ته (اى محمده !) دوى ته نرم شه كه ته ډير سخت او تروش سى
نو دوى به ستا له څنګه لرى شى .

كه مى بي ادبي كړى وى ډيره بښنه غواړم[/quote:7f4d2d7357]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more