د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د لویې مبارزې ـ تاریخي کورنۍ په ملي ویر کې

شېرمحمد ساپی
27.01.2006

دفخرافغان « مبارز بابا » مبارزې کورنۍ ته خپل دهمدردۍاوتسلیت مراتب وړاندی کوم ، اوپه دې سرماتم اوملي ویرکې ځان شریک ګڼم .
[color=violet:58d4dffdba]د ولي خان بابا ارواح دې ښادوي[/color:58d4dffdba]
دپښتنو نومیالي مشراووتلي سیاستوال ستر لارښوداونه ستړیکېدونکي مبارز
چې دپښتنویوالۍلپاره خپل ټول ژوند وقف کړددې قوم په تاریخ نه هیردونکي دي
" سپينو زا" وایی : " نه وژاړي ،نه وخاندي ، بلکه و انديشي "
پښتنو ! دبابا په مرګ دملي یووالۍ لپاره د مبارزې نوي پیمان تجدید کړۍ
په درنښت دیووالۍ په هیله
شېر ساپی


شېرمحمد ساپی
28.01.2006

د بابا ژوند او سياست ته يوه کتنه
ولى خان په خپل سياسي ژوند کې په دوه پړاونو کې سياست کړى وو لومړى پړاو يې د خپل پلار باچا خان تر مشرۍ لاندې د هند د ملي کانګرس ګوند په ملګرتيا له نيمې وچې څخه د انګريز ښکېلاک له مېنځه وړل وو او دويم پړاو يې په ١٩٤٧ کال کې د پاکستان تر جوړېدو راهېسته په هيواد کې د پښتنو او نورو قومونو د حقونو تر لاسه کول وو.
ولى خان په ١٣ کلنۍ يعنې په کال ١٩٣٠ کې هغه وخت په سياسي ډګر کې پښه کېښودله کله چې د ده پلار خان عبدالغفار خان د انګريزانو پر ضد د مبارزې په مهال زنداني شو او نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي چارسده کې د انګريز ښکېلاک پر ضد وړو وړو احتجاجي غونډو ته ويناوې پېل کړې.
نوموړى په ١٩٤٢ کال کې په لومړي ځل د انګريزانو له خوا بندي شو کله چې يې د کانګرس ګوند د " انګرېزانو هند څخه ووځئ " تر شعار لاندې د تحريک په لړ کې په احتجاج بوخت وو.
د پاکستان د جوړويدو وروسته په هيواد کې د قومونو د حقوقو، ډېموکراسي، د بې پرې بهرنۍ تګلارې پر ضد د سياسي هلو ځلو په ترڅ کې په وارې وارې زندان ته واچول شو ولي خان ډېر اصولي، پوه او خپلو سياسي اهدافو ته هوډمن سياستوال بلل کېدۀ. خپله ولي خان ادعا کوله چې د پاکستان واکمنو لکه سکندر مرزا، ايوب خان او جنرال ضياء الحق د حکومتي چوکيو وړانديز ورته کړى وو خو په دې اساس يې دا وړاندېزونه رد کړل چې له پټې لارې څخه يې واک ته رسېدل نه غوښتل.
دى د پاکستان تر جوړېدو يو کال وروسته بندي شو او په ١٩٥٤ کال کې خوشي شو او له دې وروسته يې د بلوڅانو، سنديانو او د هغه وخت ختيځ پاکستان چې اوس بنګله دېش دى له کېڼ اړخو سياستوالانو سره په ګډه نېشنل عوامي ګوند جوړ کړ چې سياسي مرام يې په پاکستان کې د پوځي حکومت له مېنځه وړل، نوي انتخابات، بې پرې بهرنۍ تګلاره او په دين نه ولاړ دولت را مېنځته کول وو.
ولي خان د خپل سياسي فکر له امله يو ناندرېزه سياسي شخصيت په دې هم وو چې ده د پاکستان جوړېدل د انګرېزانو کار باله چې دا رنګه پاکستان د سټرټيجيکه ارزښت له لارې په راتلونکى کې د شوروي اتحاد پر ضد وکاروي همدا وجه وه چې د سړې جګړې په مهال نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنۍ تګلارې سخت مخالفت کاوۀ او د افغانستان جهاد ته يې فساد ويلو ځکه د مذهبي ګوندو لخوا د کفر فتواى ورباندې لګېدې.
ده د افغانستان جګړه د لويو ځواکونو شوروى اتحاد او امريکا او غرب جګړه بلله چې قرباني يې افغانان ورکوي. هم د دې سياسي فکر له امله د ده سياسي مخالفين به ده ته د پاکستان غدار ويل خو د ده دريځ دا وو چې دى د خپلې ملتپالنې او مسلمانۍ اسناد له هېچا نه غواړي.
په ولى خان باندې نژدې څلور وژونکې حملې وشوې خو په کې ژوندى پاتې شوى وو. په ١٩٧٥ کال کې د ده په ګوند ذوالفقار على بټو د دولت ضد فعاليتونو په وجه بنديز ولګول او ده ته يې د هند، افغانستان او روسيې جاسوس و ويل. ده له خپلو ملګرو سره د حيدراباد زندان ته واچول شو.
په ده د غدارۍ توروو چې اخيرنۍ سزا يې د مرګ کېداى شوه خو په ١٩٧٧ کال کې د بټو د حکومت پر ضد د جنرال ضياءالحق پوځي کودتا وروسته دى د حېدر اباد سازش کېس څخه خوشې کړل شو. نوموړي په خپل سياسي ژوند کې د " لر او بر يو افغان" خبره کوله خو پر ده ځينې سياسي ملګري تور لګوي چې په خپل دې سياسي هدف کې کاميابه نه شو. ولي خان د په افغانستان کې د کمونسټو رژيمونو ملاتړ کاوۀ او په پاکستان کې به يې د دې رژيمونو په ضد د حکومت او جهادي ډلود فعاليتونو پر ضد احتجاجي غونډې او لاريونونه کول.
دا وايي چې د کودتا سمدستى وروسته ولي خان خپل پلار باچا خان ته وويل چې داود خان نن د افغانستان د خاتمى ګام واخېست ده دليل ورکړ چې افغان يوه قبايلي ټولنه ده او قبيلوي جګړه به په يو داسې بدلون واوړي چې حل به يې په افغانستان کې د يو بهرني ځواک مداخله وي د دې په وينا ولي خان باچا خان ته وويل چې دغه بهرنى ځواک له شوروى اتحاد پرته بل نه شي کېداى.
نسيم ولى خان وايي چې باچا خان ولي خان ته وويل چې تاسو دلته په پاکستان کې د تشدد خبره کوئ او زه خپله افغانستان ته ځم او بيا نه راځم. ولي خان ورته وويل چې بابا ځې خو ځې خو ياد ساته چې ته يو داسې هېواد ته روان يې چې هلته به دومره تشدد وشي چې د افغانستان لوېشت لوېشت مځکه به د وطن د بچيانو په وينو خړوبه شي.
د نسيم ولي خان په وينا نن هغه څه وشول چې ولي خان يې په ١٩٧٣ کې وړاند وينه کړې وه.
ولي خان په خپل سياسي ژوند کې دويم نړېوال جنګ، دهند له نيمې وچې څخه د انگريزانو وتل، د هند او پاکستان د خپلواکه هېوادو په توګه را مېنځ ته کېدل، د پاکستان ماتېدل، سړه جګړه، د افغانستان اوږده جګړه، افغانستان څخه د شوروي پوځونو وتل، د شوروي اتحاد ماتېدل نه يوازې په خپلو سترګو وليدل بلکه په ډېرو پېښو کې خپله هم يو مهم کردار وو ځکه خو نوموړي څو کاله وړاندې يوۀ خبريال ته په يوه مرکه کې وويل " څه به درته ووايم دې سترګو څه څه نه دي ليدلي؟
خو اوس دغه سترګې له ډېرو رازونو سره د همېش لپاره پټې شوي دي.
خان عبدالولي خان دپښتنودغورځنګ له هغو مشرانو څخه و چې دپښتنواو دهند دنيمې وچې په سياسي تاريخ او ملي مبارزه كې يې دپاملرنې وړ برخه له پښتنواوهندوستانيانو څخه پټه نه ده. دغه نوميالي پښتون سياستمدار د انګريزې ښكيلاك په وړاندې له خپل پلار خان عبدالغفار خان سره دپښتنواودنيمې وچې دخپلواكۍ غوښتنې داعيه او مبارزه په هغه مهال چې لاځوان وپه خورا متانت سره لارښوونه كړه . ولي خان تراوسه پورې په ټول هند كې له پاچا خانه وروسته ديوه منلي لارښود اومشرپه توګه ددغه پراخ هيواد په ملي اومترقي كړيوكې خپل اوچت سياسي مقام لري اودى يې دهغې مبارزې چې هندي ولس په هغې كې دخپلو مشرانو په تيروتنو اعتراف وكړ اوويې ويل چې : (( له سرحدي ګاندي (پاچاخانه) پرته نورو ټولو مشرانودلوى هند دتجزيي خبره له انګريزانو سره ومنله ... )) له رښتينو مشرانو څخه شميرلى دى .
دهند دآزادى پرمهال په رښتياهم پاچا خان اودهغه ځوان سياست وال زوى ولي خان دتجزيي په وړاندي دمقاومت په ډګركې ودريدل ، ان تردې چې ګاندي اونهرو ته يې وويل چې : (( موږ خوله تاسوسره تعهد دهندله نيمې وچې څخه دانګريزانو دوتلو اوددغې سيمې دخپلواكې له پاره كړى و...)) خو هغوى په هغه مهال ددغې پوښتنې په وړاندي ځانونه غلي ونيول او له تجزيې څخه وروسته د درنو تاوانو اووژنو له وركولو وروسته مهاتما ګاندي دده دلويي په وړاندې دا اعتراف وكړ چې پاچا خان رښتياويلي وو ( زه بايد په دې اعتراف وكړم چې زموږ ددغې نه تلافي كيدونكې تيروتنې له امله زما له عمره ۲۵ كاله كم شول ... )) .

ارواښاد ولي خان په همد غه پيچلي سياسي بهيركې ديوه ځيرك اووتلي پښتون سياست وال په توګه ددغه بهيراو سياست په لاره كې ګام اوچت كړ، دهغه په سياسي په افكارو باندې اوس هم دهند په پوهنتونو اوعلمي موسسوكې تيزسونو ليكل كيږي اوهغه ديوه ملي اوپښتانه سياست پوه په څيردنړۍ دنوي سياست په تاريخ كې د نوي سياسې مفكراوتيورسن په توګه دلويديزاوختيزدسيالۍ دسياست په دوران كې دنوي سياسي تګلارې د رامنځ ته كوونكي او پيروپه توګه پيژني . دده سياسي افكارو تراوسه پورې دهند په نيمه وچه كې دپښتنې سياست هغه تاريخي لړۍ څارلي كومه چې دجنوبي آسيا په تاريخ كې له اوږدې مودې راپه دېخوا ددغه خپلواك قام د ژوندي اوخپلواك ملي ميراث په توګه پاتې ده .
خان عبدالولي خان د سیمې د یو وتلي او نومیالي سیاستپوه او مبارز په توګه د فخر افغان خان عبدالغفار خان اود خدای خدمتګار تحریک تر لارښوونو او اغېزو لاندې ان په یوویشتمه پېړۍ کې پر ښکېلاکګرو غږ وکړ چې دپښتون قام حقوق ستاسو د ډموکراسۍ په نارو کې غضب شوی ، دا حق یانې د پښتون قام خپلواکي او له خپل پلرنی ټاټوبي سره پیوستون به هروهرو ترلاسه کوو .
ستر مشر خان عبدالولي خان د خپل ټول ویاړلي ژوند په اوږدوکې ان د یوې شېبې لپاره هم د افغان ولس پر زړه باندې د راکښل شوې چړې هغه منحوسه کرښه و نه منله چې ښکېلاګرو د ( ډیورند ) تر نامه لاندې پرموږ راتپلې .
ارواښاد عبدالولي خان تل د افغان ملت د سوکالۍ ، هوساینې ، سرلوړۍ او خپلواک ژوند هیلې په زړه کې درلودې او په دغه لاره کې یې نه هیرېدونکې سرښندنې کړي .

هغه دکوزي پښتو نخوا دپښتنوديوه پياوړي مشر اولارښود په توګه دپښتنو او بلوڅولپاره دخپل روا اوملي حق دترلاسه کولو ستر لارښود ؤ،دخپل ولس دازادۍ اوښيرازۍ په خاطر يې زيات کړاونه او زندانون ګاللي دي .
ولي خان دعمر په اوږدو کې څو څو ځله افغانستان ته سفرونه کړې دي ،دهغه لپاره ((خيبر لار دتلو راتلو وه ))،دپښتنو دويش او بيلتون سر سخت مخالف ؤ٠

راټولوونکي انجنیر شېر ساپی

1 ـــ دبی بی سی دانټرنیټ صفحه څخه (د ولي خان سياست او ژوند ته يوه کتنه )
2 ــ دافغاني فرهنګي ټولنو له خواخوږۍپیغامونو څخه اخستني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more