نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خان عبدالولي خان وفات شو
Anonymous
27.01.2006
دپښتنوسترسياسي مشرخان عبدالولي خان وفات شو.
ددغې دردوونکې پېښې په باب خپل تاثرات وليکئ.
الله ته به ورسي .
Anonymous
28.01.2006
الله ته به ورسي .
khattak
29.01.2006
د ولي خان بابا مرګ سره د پښتني سياست يو ذرين باب بند شو. سمه ده چې نېشنل عوامي پارتي د باچا خان او د ولي خان په قدم روانه ده، خو د چا خبره چې هغه خوند يې پاتې نه دې. د ولي خان تشه ډکول به ډېر وخت غواړي. خدای دې وکړي چې په پښتنو کښې داسې ځوانان پېدا شي چې د باچا خان او د ولي خان په لار روان او د پښتون قام د لر او بر يووالي ، د پښتون قام د روڼ سباوون د پاره کار وکړي .
په درناوي
نقاد
29.01.2006
سياست داسې يو شی دی، چې اوږده ، په کلونوکلونو، څو لسيزې مبارزه غواړي، خو پښتون يو داسی شی دی ، چې په تلوار سره هرڅه سمدﻻسه کول او ﻻسته راوړل غواړي نو سياست نشي کولی او نه پرې پوهيږي .
ميرويس نيکه به مستثنی وبولو او له احمد شاه بابانه هم راورسته تر کرزي شاه پورې يوۀ پښتون سياسي مشرهم د اوږود مهاله سياسي مبارزې ﻻر نه ده خپله کړې ، خو خان عبدلولي خان
لومړني سياسي مشر و چې د پښتنو په ګټه يې اوږودمهالې سياسي ، اصولي او ټينګ دريځه مبارزې ته تن ورکړ او په بشپړه ميړانه او وفادارۍ سره يې څه په ګوندي اوڅه په شخصي کچه هغه په نه ستړې کيدونکې توګې سره د ژوند تر پايه پورې وغزوله !
داچې پښتانه ژر بری غواړي ، او که نه، معامله ګرۍ ته ﻻس اچوي، نو لومړی پر ده راټول شول، خو کله يې چې وليدل دده مبارزه اوږده ، اصولي او پايګيره ده ، خرپ ، ترپ او زور زياتی نه غواړی ، معنوي او سياسي مبارزه ده ، معامله ګري نه مني او لنډمهاله ګټو ته هم نه ګوري ، نو ورورو ترې يو يو څادر څنډواهه او شوړندغوږونه يې ترې پښې سپکې کړې . خو وليخان تر پايه پوې په پښتو پښتونولۍ، ترقۍ او جمهوريت غوښتنې
( دموکراسۍ ) کلک پاتې شو . نوموړي آخر دګوند له مشرۍ څخه ﻻس واخيست او له سياست کولو څخه يې ځان ګوښه کړ، خو خپله ﻻر ه يې پرينښوده اوپه شخصي توګه يې تر پايه دوام ورکړ . نوموړې د پښتنو وطنپال ، قام پرست ، ترقي غوښتونکی او اولسواک سياتوال و . دده په مړينه پښتنو يو خواخوږي ، پوه او وتلی سياسي مشر له ﻻسه ورکړ . . خدای دې وبښي ، روح دې ښاد او نوم دې ژوندی وي .
په درنښت . نقاد