نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پښتوژبې ليکنۍ ستونزې
Anonymous
26.01.2006
په ټول افغان کې مې د ډاکټر لمر ليکنه ولوسته چې د پښتو گړدود په مشکل ليکل شوې ده . د حيرانتيا ځاى په دې کې دى چې ښاغلى لمر او ډير نور هم يوازينى مثال د هلمند د پگړۍ يا بگړۍ مجلې ورکوي .
په خپله ليکنه کې لويديځ په لويديز ليکي او ډير نورو داسې توري چې په ځ ليکل کيږي هغه په ز ليکي . زما په فکر که څوک په رښتيا د پښتو ژبي ليکنۍ ستونزې يادوي نو لطف دې وکړي او د سيمو او ټبد پالنې پر ځاى دې داسې وړانديزونه وکړي چې د ملت په گټه وي او په کور کې کورگکي جوړ نه کړي .
په دې برخه کې ستاسو د وړانديزونو په هيله يم نه د احساساتي ټبر پالونکي بحث !
Anonymous
26.01.2006
ښاغلي ستوري ته له سلام وروسته :
داخو ډيره اړينه او په زړه پورې خبره ده چې ټول ملت له پاره يوه معياري پښتو او ټولګړی ګړدود په پام کې ونيول شي ، نه سمييز ې ځانګړنې . ښايي دلمر موخه هم همداوي، بې له دې چې خپل ليکدود يې له ټولو نيمګړتياو څخه نږه کړې وي . تنقيدي لوښه ، چې د ښه کونې او سمونې (اصلاح) سبب ګرځي ، پخپله ارزښت لري ، که څه هم نقاد به يي په څنګ کې پخپله هم نورې د تنقيد وړ نيمګړتياوې لري . خو بده داوي چې د يوۀ تنقيد ځواب پربل تنقيد او د يوې پوښتنې ځواب په بله پوښتنه ورکړل شي . په دې حالت کې د يوۀ تنقيد او يوې پوښتنې ځواب هم نه ويل کيږي بلکې پر هغې پوښتنې يا اړونده نيوکې خاورې اړول کيږي او د رغنده اند او ښه پوهاوي پر ځای تخريبي جنبه برﻻسی مومي .
همدا اوس چې زه داڅو کرښې ليکم ، ډاډه نه يم چې هيڅ کومه ليکدوديزه تېروتنه به مې نه وي کړې ، نو که دا نيمګړتيا مې ددې لامل وبولم چې هېڅ ډول تنقيد ستا يا نورو په ليکنو ونکړم نو پدې کې به له ماتې سره مخامخ شم چې ستا او بل پام خپلو نيمګړتياو ته راواړوم او اصلاح ته مو وهڅوم . زما په اند بايد تنقيد د اوريدلو او نيمګړتياو د سمون لپاره وي نه د دې لپاره چې څوک پرې خفه شي او يا خفه کړي.
په همدا څو پورتنيو کرښو کې چې تاسو د لمر د ليکنې په اړه ليکلي دي املايي او انشايي تيروتنې شته که خپله يې وګورئ پام به مو ورته راواوړي ، خو تنقيد مو په ځای بولم چې کيدای شي د بل چا د اصلاح کولو سبب وګرځي . املايي او انشايي غلطۍ به د لمر په ليکنه کې هم ډېرې وي خو د هغه نيوکې هم بې ارزښته ندي . که غواړو چې د يوې معياري پښتو په سر سره يوه اند او هوکړې ته ورسيږو د لمر نيوکې به هم د نورو ورونو د نيوکو په څير وزغمو او ګټه به ترې پورته کړو .
تاسو ډير ښه ليکلي : چې لمر
[quote:2f1d880228]په خپله ليکنه کې لويديځ په لويديز ليکي او ډير نورو داسې توري چې په ځ ليکل کيږي هغه په ز ليکي [/quote:2f1d880228].سړی بايد [quote:2f1d880228] داسې وړانديزونه وکړي چې د ملت په گټه وي او په کور کې کورگکي جوړ نه کړي . [/quote:2f1d880228]
[color=blue:2f1d880228]، خو وګورئ ، اساسأ خو پښتو ځ هلته کارول کيږي چې پرځاې يې په دري يا پښتو کې ج هم کارول کيږي لکه : جواب ځواب ، جيګر ځيکر ، جاله ځاله او نور . که لويديځ په ځ ليکو نو ﻻمل يې نه دی مالوم چې ولې يې په ځ ليکو، ايا لويديج او ختيج هم شته ؟
خو که پر ز سره يې وليکو، نو مثالونه ي لرو لکه : وړانديز ، کسيز، لسيز او لسيزه ، سليز او سليزه ...
نو له آره دا ژبنۍ قاعده نه بلکې يو جبري او مصنوعي جوړجاړی دی چې ستايند (صفت) په (ز) دی، نو د توپيرولو له پاره به هغه نوم چې له دغه ډول ستايند څخه جوړوو په ځ ليکو ، لکه له شرقي ختيز څخه ختيځ ( شرق ) او له لويديز(صفت) څخه
د لويديځ ( غرب ) نوم جوړول (! ) . پوښتنه داده چې په صفت کې يې وينه او تلفظ (ز) وي ، نو په نامه کې به ولې او څنګه په (ځ) بدليږي ؟ او که فکر کوئ چې وايو به تل په دواړو کې (ز) ، خو ليکو به په يوۀ کې (ز) او په بل کې (ځ) ؟؟؟؟ زه نه پوهيږم چې دومره انارشۍ او ګډوډۍ ته څوک څنګه قاعده وايي ؟؟؟
له وخت لرلوڅخه مو مننه . په درنښت![/color:2f1d880228]
Anonymous
27.01.2006
ميلمه وروره
خبرې دې په گل بدلې ښې دي
البته د ختيځ او لويديځ په ځ ليکل دا دليل دى چې دا د لمر ختلو ځاى او د لمر لويدلو ځاى دى .
Anonymous
27.01.2006
[quote:b9d0ae94ec="ستورى"]ميلمه وروره
خبرې دې په گل بدلې ښې دي
البته د ختيځ او لويديځ په ځ ليکل دا دليل دى چې دا د لمر ختلو ځاى او د لمر لويدلو ځاى دى .[/quote:b9d0ae94ec]
ستوری وروره خوښ او نيکمرغه اوسې ٠
ځوا ب مو هيښونکی دی ، که دا يوه عامه قاعده نه، بلکې دوه بي قاعده استثنايي حالته وي چې دريځ ، ختيځ او لوېديځ دې په ځ وليکل شي ، ځکه چې هې هم د ځای معنی ورکوي، . نو بيا ښايي د منلو وړ وي ، که نه نوختيزه او لوېديزه خوا خو هم د لمرخاته او لمر لوېدۀ خواته وايي ، سره ددې چې په (ځ) نه ، بلکې په (ز) ليکل کيږي .
که اسنثنا يې ونه بولو او قاعده يې وبولو ـــ لګه ځينې چې وايي نوم په (ځ) او صفت تل په (ز) دی، نو بيا (ستونزه) خو نوم دی ، ولې يې په (ځ) نه ليکي .
لکه چې وويل شوو، دا استثنا بي قاعده هم ده ، ځکه که په ختيځ ، لوېديځ يا دريځ کې ځ د ځای لنډيز وي نو له ځ څخه مخکې ( ي ) د څشي لنډيز او د څه له پاره ليکل شوې ده ؟
له دې څخه څرګنديږي چې دا استثنا د يوې ( بي منطقه يعنې ) مطلقې استثنا په توګه منل شوې ، خو بيا هم د منلو وړ په دې ده چې يوه وړه اړتيا په لنډه ګنډه توګه رفع کوي . والسلام .
Anonymous
27.01.2006
خبري شوي دي ، خبري ئې کړي دي ، خبري ئې کړي وې ، خبري ئې وکړې ،
خبري به وکړي ٠ خبري به و کړي که ئې کولې
زمرئ ،کرزئ ،سړئ ، دئ ، لېونئ ، سپئ
زمرئ سپۍ داړلۍ دۍ ، شړۍ پر زمرۍ واچوه چه هوا سړه ده
اس پر شړۍ ښويدلۍ دۍ څرنګه چه شړۍ يخئ وه
بايان سړي دي د خدای حمد وايي
خدای ،ځای، بای سړی
خدای يو دۍ ، ځای لوند دۍ ، بای سړئ تورکئ دۍ
کرزئ کندهارئ دۍ ، نوم ئې راڅخه هير دۍ هغه کابلئ دۍ
Anonymous
28.01.2006
[quote:e0e2018394="Anonymous"]خبري شوي دي ، خبري ئې کړي دي ، خبري ئې کړي وې ، خبري ئې وکړې ،
خبري به وکړي ٠ خبري به و کړي که ئې کولې
زمرئ ،کرزئ ،سړئ ، دئ ، لېونئ ، سپئ
زمرئ سپۍ داړلۍ دۍ ، شړۍ پر زمرۍ واچوه چه هوا سړه ده
اس پر شړۍ ښويدلۍ دۍ څرنګه چه شړۍ يخئ وه
خدای يو دۍ ، ځای لوند دۍ ، بای سړئ تورکئ دۍ
کرزئ کندهارئ دۍ ، نوم ئې راڅخه هير دۍ هغه کابلئ دۍ [/quote:e0e2018394]
نامالومه ميلمه آخر يو عدد يا يو توری خو د نوم پر ځای د ميلمه سره ليکه ، ته نو کوم ميلمه يې اوتاته آخر په کوم نامه ځواب ووايو ؟
خير او س به دې نوم سرزوری ميلمه کړو او په راتلونکې کې بيا دغسې سر زوري پريږده .
وروره مثالونه خو دې ټول غلط راوړي ، نه پوهيږم دامو د څه له پاره کښلي دي :
[color=white:e0e2018394]
١ ـ خبري شوي دي ، خبري ئې کړي دي ، خبري ئې کړي وې ، خبري ئې وکړې ،
خبري به وکړي ٠ خبري به و کړي که ئې کولې [/color:e0e2018394]
په دې کې ( خبرې ، شوې ، کړې، يې ) په غلطه (ي) ليکل شوې اود (يې) پر ځای هم ( ئی) ليکل غلط دي .
٢ ـ
زمرئ ،کرزئ ،سړئ ، دئ ، لېونئ ، سپئ ټول غلط او د(ئ ) پر ځای (ی) ليکه :
زمری، کرزی ،سړی ، دی ، ليونی ، سپی .
٣ ـ زمری سپۍ داړلۍ دۍ ، شړۍ پر زمرۍ واچوه چه هوا سړه ده
اس پر شړۍ ښويدلۍ دۍ څرنګه چه شړۍ يخئ وه
که ښځينه سپۍ او د جملې په دوهمه نيمه برخه کې ښځينه زمرۍ مطلب وي، ښه ، او که نه وي ، دا هم ټول غلط دي!
لنډه دا : له دې جملې پرته چې ، [color=yellow:e0e2018394]بايان سړي دي د خدای حمد وايي .خدای ،ځای، بای سړی [/color:e0e2018394] نور ټول غلط دي، ستا دې خدای مل شي !
والسلام
Anonymous
28.01.2006
افرين دپښتو ټېکداره له هېواد مله دخدای را ته ساته ولې په څوړ ننوتلی يې ??
پټ ميلمه
Anonymous
29.01.2006
[quote:0276f208f7="Anonymous"]افرين دپښتو ټېکداره له هېواد مله دخدای را ته ساته ولې په څوړ ننوتلی يې ??
پټ ميلمه[/quote:0276f208f7]
ايا ځوانه دغه يو ښه ډګر نه دی (؟)، چې ستاسو په څير له ګڼ شمير ورونو سره ورته يوځای راوتلي يو، دا بايد
په [quote:0276f208f7]څوړه ننوتل [/quote:0276f208f7]ونه بولئ. پاتې شو هيواد مل ، هغه ته دې خدای وسه ورکړي ، چې د چوکۍ ساتنې له څوړي څخه راووځي ، او د وطن او ملت چوپړ ته ملا وتړي .
په ټوله پښتنې افغاني مينه !
Anonymous
04.02.2006
ټولو ميلمنو ته ستړي مشي وايم!
نور بحث به تاسو ته در پرېږدم خو د (ز) او (ځ) په اړه دومره وايم چې (ز) په دغسې ځايونو كې دنسبت له پاره استعمالېږي لكه : لويديز او ختيز. يانې د لويديز او ختيز
او كه موخه مو لويدو ځاى او ختو ځاى وي نو بيا لويديځ او ختيځ ليكو .
مننه