نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نوى تكنالوجى دجاهليت به خدمت كى
Anonymous
25.01.2006
[color=[color=white:79c9aaf921]white]ځينى عربى رسنيو ليكلى چى دهند په پلازمينه ډيلى كى يوروغتيايي
مركز پرانستل شوى چى دمورپه ګيډه كى دجنين دنر اوشځى مالومات كوى
ويل كيږى (دروغ به ګردن راوي )چى دى مركزته هره ورځ په زرګونو اميندوارى
يا دوه ځانه ميرمنى ورځى هغوى چى كله معلومه كړى چى ورپورى جنين نجلى ده
نوهغه اسقاطوى دا ځكه چى په هندكى دنجلى ودول ډير لګشت غواړى
او له دى مصرف نه دځان خلاصولو په موخه هغوى نه غواړى شځينه اولاد
وزيږوى
ويل كيږى چى په هندكى په لسهاو زره ميرمنو دا عمليات ترسره كړى دى
او په ډيره كمه موده كى تقريبا لس ميليونه ماشومانى ضايع شوى دى
په يوه عربى ورځپاڼه كى يوه عرب ليكوال په دى موضوع باندى يوه ليكنه
كړى وه ليكنه كه څه هم دومره جالبه نه وه خوعنوان يي ډير ښكلى اوپه زړه پورى و
(البته زما له ذوق سره سم)اوهغه دكوچيانو په خبره له اوښى نه جونګۍ
ښايسته و.هغه عنوان داسى و: (التكنولوجية فى خدمة الجاهلية)
(دعربى عباراتوپه رانقل كولوله پښتوپالوليكوالانونه معذرت غواړم
څه وكړو دانګليسى عباراتوپه رانقل كولو نن خلك وياړى خوموږدعربى
عباراتو په رانقل كولو معذرتونه غواړو؟؟؟!!!) .
دعربو دماقبل الاسلام تاريخ ډيرله ناپوهى ډك واوپه ګڼ شمير
ناپوهيو كى يي يوه دلوڼو دژوندى خښولو خبره هم ډيره زياته په خولو
كى ګرځى هغوى هم لوڼى ځكه وژلى چى يو خو يي په ودولو شرميدل
او بل دا چى له لوږى ويريدل لكه قرانكريم چى ورته ويلى : ولاتقتلوا
اولادكم خشية املاق يعنى دلوږى له ويرى خپل اولادونه مه وژنئ .
ويل كيږى چى تاريخ تكراريږى هغه ده نن دايټم يا انترنيت په زمانه كى
د تاريخ دتكرار شاهدان يو كه نه ؟؟؟ داسلام مقدس دين په داسى توګه داولاد
دوژلو سخت مخالفت كوى او قرانكريم وايي چى ددى وژل شوىو ماشومانو
په اړه به په اخرت كى وويل شى : [color=green]بأى ذنب قتلت [/color:79c9aaf921]
درنو وروڼو دا حقيقت ده چى دنوى تكنالوژى زيات پرمخيون دبشريت
كاله ته پريمانه سوكالى راوړى دى خو له دى سره سره يي بشريت په ښو ډيرو
بدمرغيو هم نازولى دى پوشتنه داده چى ددى بدمرغيو دمخنيوى له پاره څه
لارى چارى سنجول په كاردى ؟
اواياددى لاروچارو سنجولو ته څومره پاملرنه كيږى ؟
زما نظر خو دادى چى دنوى تكنالوژى لارشوونه بايداسمانى وحى وكړى
او دبشر دروحى ستونزو له پاره حل بايد له اسمانى وحى نه ترلاسه شى[/color][/color]
ع کريم حليمي
26.01.2006
ډېر محترم زرملوال صاحب او درنو لوستونکو سلام !
بسمه تعالی - وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ ٨ بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ ٩ التکوير
هو ! داپوښته کيږي چه ژوندۍ ئې ښخه کړئ وي چه بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ
[quote:b49975122f]بدمرغيو هم نازولى دى پوشتنه داده چى ددى بدمرغيو دمخنيوى له پاره څه
لارى چارى سنجول په كاردى ؟
اواياددى لاروچارو سنجولو ته څومره پاملرنه كيږى ؟ [/quote:b49975122f]
زرملوال صاحب تر دې لمخه چه ستاسو پر ليکنه څه بحث وکړو
اول بايد دامعلومه کړو چه د ژوند څه وخت شروع کيږي ٠
او يا روح څه وخت جسم ته داخليږي ٠ ؟؟؟
او قتل حکم څه وخت پر کېدلی شي ؟؟؟؟
ډېر ښه موضوع ده خو علمي څېړنه غواړي چه معلومه ئې کړو چه قتل دۍ که نه ؟
Dost
26.01.2006
سلامونه ،هر یو محترم استاد حلیمي او زرملوال صیب !
ډېره ښه موضوع مو رامنځ ته کړې خدای مو خوشاله لره خو، لۀ حلیمي صیب نه هیله کوم چې ددې تر څنګ په خانداني منصوبه بندي (د اولا دزېږېدو مخنیوی) هم لۀ دیني پلوه خپله رڼا واچوي .
په مینه او ادب
کشرئ ورور مو
Anonymous
26.01.2006
محترم حليمى صيب ته خو په عربى پوهيږى دادوه روايتونه مى
له تفسير ابن كثير نه درته رانقل كړو
[color=white:4b3da95dc1] قَالَ الْإِمَام أَحْمَد فِي مُسْنَده حَدَّثَنَا أَبُو مُعَاوِيَة حَدَّثَنَا الْأَعْمَش عَنْ زَيْد بْن وَهْب عَنْ عَبْد اللَّه - هُوَ اِبْن مَسْعُود رَضِيَ اللَّه عَنْهُ قَالَ حَدَّثَنَا رَسُول اللَّه صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ الصَّادِق الْمَصْدُوق" إِنَّ أَحَدكُمْ لَيُجْمَع خَلْقه فِي بَطْن أُمّه أَرْبَعِينَ يَوْمًا ثُمَّ يَكُون عَلَقَة مِثْل ذَلِكَ ثُمَّ يَكُون مُضْغَة مِثْل ذَلِكَ ثُمَّ يُرْسَل إِلَيْهِ الْمَلَك فَيَنْفُخ فِيهِ الرُّوح الخ
وَقَالَ اِبْن أَبِي حَاتِم حَدَّثَنَا عَلِيّ بْن الْحُسَيْن حَدَّثَنَا جَعْفَر بْن مُسَافِر حَدَّثَنَا يَحْيَى بْن حَسَّان حَدَّثَنَا النَّضْر يَعْنِي اِبْن كَثِير مَوْلَى بَنِي هَاشِم حَدَّثَنَا زَيْد بْن عَلِيّ عَنْ أَبِيهِ عَنْ عَلِيّ بْن أَبِي طَالِب رَضِيَ اللَّه عَنْهُ قَالَ : إِذَا أَتَتْ عَلَى النُّطْفَة أَرْبَعَة أَشْهُر بَعَثَ اللَّه إِلَيْهَا مَلَكًا فَنَفَخَ فِيهَا الرُّوح فِي ظُلُمَات ثَلَاث فَذَلِكَ قَوْله" ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَر " يَعْنِي نَفَخْنَا فِيهِ الرُّوحغَة مِثْل ذَلِكَ ثُمَّ يُرْسَل إِلَيْهِ الْمَلَك فَيَنْفُخ فِيهِ الرُّوح[/color:4b3da95dc1]
اوتاليكلى چى دا پوشتنه هلته كيږى چى ژوندى يي خښه كړى وى
داسمه ده چى (الوأد)ژوندى خښولوته وايي خوممكن په حكم كى به
يواځى وژل اوژوندى خښول توپير نه سره لرى كه څنګه ؟
په درنښت
ع کريم حليمي
26.01.2006
محترم زرملوال ، دوست صاحب او کوشان جانه سلامونه !
زرملوال صاحب مننه ستاسو له زحمت کښلو څخه بيا هم مننه !
[quote:ed3fc3ff52]إِنَّ أَحَدكُمْ لَيُجْمَع خَلْقه فِي بَطْن أُمّه [color=red:ed3fc3ff52]أَرْبَعِينَ يَوْمًا [/color:ed3fc3ff52]ثُمَّ يَكُون عَلَقَة مِثْل ذَلِكَ ثُمَّ يَكُون مُضْغَة مِثْل ذَلِكَ ثُمَّ يُرْسَل إِلَيْهِ الْمَلَك فَيَنْفُخ فِيهِ الرُّوح الخ [/quote:ed3fc3ff52]
او الله هم فرمايي چه
بسمه تعالی : ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَاماً فَکَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْماً ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقاً آخَرَ فَتَبَارَکَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ ١٤ مؤمنون د مور په بطن کښي پسله ٤٠ ورځو وينه (عَلَقَة)جوړه سي بيا نو پسله ٤٠ ورځو
غوښه (مُضْغَة) بيا پسله ٤٠ ورځو نو المک روح په کښي فوف (نْفُخ ) کړي
يعني روح پسله ١٦٠ يا ١٦٠ مه ورځ روح داخل سي ٠
نو معلومه سوه چه : که ښځه او مېړه يودبل په خوښه abortion عمل وکړي
تر ١٦٠ ورځي لمخه کومه ناروا عمل نه دۍ او نه قتل ٠
او دا يوه بله ازادي انسان ترلاسه کړه ٠ [color=white:ed3fc3ff52]نحمدالله [/color:ed3fc3ff52]
هو دغه نطفه د مېړه او ماندنې په شراکت ده ٠ اخلاقا او قانونا بايد چه موافقه
د دواړو وي دabortion
او مذهبوالو ته د مداخلې حق نسته ٠ اما لوکل حکومت چه کوم قوانين نن جوړه
وي و ابورشن ته بايد احترام ئې وسي ٠
دا ډېر ښه کار وسو چه طب پر دې کار کاميابه سو٠ ولي چه پخوا به په هند کښي
دغه کارونه کيدل٠ ( دروند وزنونه به ئې پرته کول ، يابه ئې منډي وهلې
چه نقسان وګړي ٠٠٠٠٠٠٠٠ ) او صحت ته دا کارو ډير تاوان رساوه ٠
نن د دې تکنالوچۍ سره ډير تاوان او د صحت خطر کم سو
او دغه جواب به انشاالله سبا وليکم (د اولا دزېږېدو مخنیوی )
Anonymous
26.01.2006
[color=white:ddb54dbbc1]محترم حليمى صيب تاسودى روايت ته لكه چى سمه توجه نده كړى
كه څه چل دى ؟؟؟راځه چى روايت ټكى په ټكى سره ولولو ( ان أحدكم
ليجمع خلقه فى بطن أمه اربعين )يوما يعنى ستاسو كوم يو چى دمورپه ګيډه
كى تخليق كيږىنو څلويشت ورځى پري وځى .(ثم يكون علقة مثل ذلك )يعنى
بيا همداراز په څلويشتوورځو كى علقه(وينه) وګرځی (ثم يكون مضغة مثل ذلك)
اوبيا په څلويشتو ورځو كى مضغة يعنى غوشه وګرځى
40 ورځى دجمعه كيدلو ،او 40 ورځى دوينى ګرځيدلو او په څلويشت ورځو
كى غوشه كيدل
نودا 40+40+40 چى سره جمعه شى يوسل اوشل 120 ورځى كيږى نه يوسل او
شپيته 160 لكه تاسو محترم چى مهربانى كړى ده
نوداټوله موده څلور مياشتى شوه نوعلماء وايي چى له څلورمياشتى مخكى دجنين
اسقاط يا له منځه وړل روا دى او له څلورومياشتو وروسته اسقاط ناروا اوقتل بلل
كيږى ځكه له دى مودى وروسته جنين ژوندى شى والله اعلم
داخبره ښه يقينى نه راته بريښى ځكه په دى مسئله كى ډيراخيلافات دى
اوشاغلى كوشان هغه روايتونه خو مى اصلا دحليمى صيب له پاره رانقل كړى و
خو بښنه غواړم چى ژباړه يا لنډيز يي رانه پاته شوى ونوددى يوه روايت خلاصه
خو مى وليكله او دهغه بل خلاصه هم داده چى جنين څلور مياشتى
وروسته ژوندى شى يو ځل بيا معذرت غواړم
والسلام[/color:ddb54dbbc1]
ع کريم حليمي
27.01.2006
زرملوال صاحب سلام ! او جزاک الله خيرا کثيرا
[quote:169bec2394]د مور په بطن کښي پسله ٤٠ ورځو وينه (عَلَقَة)جوړه سي بيا نو پسله ٤٠ ورځو
غوښه (مُضْغَة) بيا پسله ٤٠ ورځو نو المک روح په کښي فوف (نْفُخ ) کړي [/quote:169bec2394]
مننه کوم زرملوال صاحب ٠ نه پوهېږم چه ما ولي ١٦٠ ليکلي وه
واضح خبره ده چه درې واره ځلوېښت يوسل شل (120 )کيږي ٠
مننه چه زما قلمي خطا مو را اصلاح کړه
محترم دوست صاحب !
او لاد نه زېږول يا کنترلول کومه بده خبره نه ده ٠ په اساس د دې چه
ولي چه مشابهت لري له استمناء سره ،لوند خوب ليدل
ولي چه لوند خوب ، استمناء ( masturbation ) دواړه حرام نه دي ٠
او فقها د استمناء فعل مباح ګڼي ٠ او بعضي علما د اهل تشيع ئې حرام ګڼي
او زه نه پوهيږم چه ولي اهل تشيع علما ئې حرام کڼي په داسي حال کښي چه
ايران اول سلامي هيواد دۍچه condom جوړه وي ٠ نو زه يو څه دو رويي وينم
په دغو علماوو په پوهه کښي
خو طب له نظره استمنا و پېغلي نجلۍ ته خساره لري اما نر ته کومه خساره
نه لري ٠
Anonymous
05.02.2006
محترم دوست صيب سلام
محترمه داولاد دزيږيدنى دمخنيوى چى كوم پلانونه ځينى اسلامى
حكومتونه پرمخبيايي دا اصلا په ښه نيت ندى ولاړ ځكه ددوى موخه
داوى چى دهيواد له وسائلو عايداتو اوځمكنى حاصلاتو سره سم بايد
ددى هيواد نفوس هم كنترول شى خو دكنترول لارى چارى يي په اسلامى
اوشرعى طريقه نه سنجوى
پښتانه وايي چى روزى له اسمانه ده اوهغه دپښتنو په وينا داخبر يي وچه
دكتاب له منځه راخيستى ده ځكه قرانكريم وايي وفى السماء رزقكم
(اوستاسو روزى په اسمان كى ده) نوزه فكركوم چى ددى له پاره داولادد
زيږيدنى مخنيوى چى بيا به دهيواد وسائل دنفوسو له پاره كافى نشى
دا ناروا كار دى ځكه عربو چى خپلى لوڼه ژوندى خښولى يوه لامل يي
داهم وچى دوى به ويل روزى نشو ورته رسولى
او قرانكريم ددوى دا نظر په ډيره كلكه سره ردوى لكه چى وايي
[color=olive:9fd6e982f4]ولاتقتلوا اولادكم خشية املاق نحن نرزقكم واياهم ...............[/color:9fd6e982f4]
(دلوږى له ويرى تاسو خپل اولادونه مه وژنئ تاسو او دوى ته خو
زه روزى دركوم..............................)
او مخكى موهم وويل چى روزى له اسمانه ده
اوبل په يوه صحيح حديث شريف كى رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي
[color=indigo:9fd6e982f4]تزوجوا الولودة الودوده فانى مكاثربكم الامم (او كما قال) [/color:9fd6e982f4]
(له داسى ښځی سره واده كوئ چى هغه ډير اولاد زيږوونكى وى او مينه ناكه
ځكه زه به په اخرت كى په امتونو كى ستاسوپه ډيرښت باندى وياړم )
حديث پوهان وايي ډير اولاد زيږوونكى ښځه دهغى له مور،خوندو،ترندواو......
نه مالوميدلى شى .
نوربيا انشاء الله تعالى
ع کريم حليمي
06.02.2006
ډېر محترم زرملوال صاحب ،دوست صاحب ته سلامونه
" تَزَوَّجُوا الْوَلُودَ الْوَدُودَ فَاِنِّي مُكَاثِرٌ بِكُمْ "
د زرملوال صاحب ترجمه
[quote:aea62fbd0f]له داسى ښځی سره واده كوئ چى هغه ډير اولاد زيږوونكى وى او مينه ناكه
ځكه زه به په اخرت كى په امتونو كى ستاسوپه ډيرښت باندى وياړم ) [/quote:aea62fbd0f]
که دارنګه يي ترجمه کړو چه :
د داسي ښځي سره واده کوئ چه زېږو ونکې وي د مُحِبّت ...............................
الْوَلُودَ ( زيږوونكى، توليدوونكى: جنريټر) د الْوَدُودَ (tender , nice مهرباني )
معنا دا چه په کورنۍ کښي مينه او محبت و زېږه وي
که چيري له دې حديث شريف څه دا معنا واخلو چه اولاد زېږوونکې
نو خو بيا معنا داسوه چه لاَ يَتَزَوَّجُ وچه ښځه فکر نه کوم چه دمبارک به مطلب
داوي چه يوازي لندې ښځي سره واده کوۍ ولي چه بيا دا يو لوی ظلم دۍ د
وچو (چه اولاد نه زېږوونکې ) ښځو په باب کښي ؟؟؟؟؟؟
حدثنا حسين، وعفان، قالا حدثنا خلف بن خليفة، حدثني حفص بن عمر، عن انس بن مالك، قال كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يامر بالباءة وينهى عن التبتل نهيا شديدا ويقول تزوجوا الودود الولود اني مكاثر الانبياء يوم القيامة.
اخبرنا عبد الرحمن بن خالد، قال حدثنا يزيد بن هارون، قال انبانا المستلم بن سعيد، عن منصور بن زاذان، عن معاوية بن قرة، عن معقل بن يسار، قال جاء رجل الى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال اني اصبت امراة ذات حسب ومنصب الا انها لا تلد افاتزوجها فنهاه ثم اتاه الثانية فنهاه ثم اتاه الثالثة فنهاه فقال " تزوجوا الولود الودود فاني مكاثر بكم "
حدثنا احمد بن ابراهيم، حدثنا يزيد بن هارون، اخبرنا مستلم بن سعيد ابن اخت، منصور بن زاذان عن منصور، - يعني ابن زاذان - عن معاوية بن قرة، عن معقل بن يسار، قال جاء رجل الى النبي صلى الله عليه وسلم فقال اني اصبت امراة ذات حسب وجمال وانها لا تلد افاتزوجها قال " لا " . ثم اتاه الثانية فنهاه ثم اتاه الثالثة فقال " تزوجوا الودود الولود فاني مكاثر بكم الامم " .
ترجمه - سړی راغلۍ و محمد ص ته و يي ويل چه ما ښځه پيدا کړې داسي صفتوه لري
پيمخې ښځه ده او اولاد نه زېږو وي ٠ واده ور سره وکم ؟ مبارک ورته وفرمايل
چه يا ! بيا ورته راغلۍ او دريم وار بيا ورته راغلۍ نو مبارک ورته و فرمايل
چه د داسي ښځي سره واده کوئ چه زېږو ونکې وي ٠ ځكه زه به په اخرت كى په امتونو كى ستاسوپه ډيرښت باندى وياړم
مطلب دلته داسو که څوک واده کوي او اول واده ئې وي نو ضرور بايد داسي
ښځه وکړي چه اولاد زېږو ونکې وي ٠ !!!!
او که اولاد ئې نه غوښتۍ هغه ئې خپله خوښه ده ٠ هو مبارک د قيامت په ورځ
په خپل امت فخر کوي چه د ښايسته اخلاقو امتي ئې وي !
او که امتيان ئې بد اخلاقه وي نو بياپه ډير رښت ئې نه وياړي
Dost
06.02.2006
ډیر محترم استاد حلیمي او زرملوال صیب سلامونه مې ومنۍ!
[quote:91b9d2b285="زرملوال"]
محترمه داولاد دزيږيدنى دمخنيوى چى كوم پلانونه ځينى اسلامى
حكومتونه پرمخبيايي دا اصلا په ښه نيت ندى ولاړ
پښتانه وايي چى روزى له اسمانه ده اوهغه دپښتنو په وينا داخبر يي وچه
دكتاب له منځه راخيستى ده ځكه قرانكريم وايي وفى السماء رزقكم
(اوستاسو روزى په اسمان كى ده) نوزه فكركوم چى ددى له پاره داولادد
زيږيدنى مخنيوى چى بيا به دهيواد وسائل دنفوسو له پاره كافى نشى
دا ناروا كار دى ځكه عربو چى خپلى لوڼه ژوندى خښولى يوه لامل يي
داهم وچى دوى به ويل روزى نشو ورته رسولى
[/quote:91b9d2b285]هو ریښتیا چې په ښۀ نیت ندي ولاړ او روزي له اسمانه ده ،خو پوښتنه مې دا ده چې که څوک د اولاد زېږولو مخه نيسې شايي لامل ئې داولاد ښۀ تربیه کېدل وي او یا هم داچې د بیابیا حامله کېدو لۀ کبله د مېرمنې پۀ صحت خراب اثرات ونه شیندي او یاهم دا چې لۀ پخوا درۍ یا څلور اولادونه لري ،پداسي شرایطو کې د اولاد دزېږدو مخنیوی دشریعت لۀ نګاه څنګه ارزوۍ؟؟
حلیمي صېب ليکلي[quote:91b9d2b285]هو مبارک د قيامت په ورځ
په خپل امت فخر کوي چه د ښايسته اخلاقو امتي ئې وي !
او که امتيان ئې بد اخلاقه وي نو بياپه ډير رښت ئې نه وياړي
[/quote:91b9d2b285]محترمه دا چې پښتانۀ وائي "یؤ بدصالح اولاد تر اویا(٧٠) کاله عبادت غوره ده" لۀ حدیثو سره اړخ نه لګوي که څنګه .هيله چې خپل نظر مو څرګندکړئ .
پۀ ټوله پښتنه مینه او درنښت
Anonymous
06.02.2006
محترم حليمى صيب اوشاغلى دوست سلام
محترم حليمى صيب ليكلى دى
[code:1:7b1eff7332](که دارنګه يي ترجمه کړو چه :
د داسي ښځي سره واده کوئ چه زېږو ونکې وي د مُحِبّت ...............................
الْوَلُودَ ( زيږوونكى، توليدوونكى: جنريټر) د الْوَدُودَ (tender , nice مهرباني )
معنا دا چه په کورنۍ کښي مينه او محبت و زېږه وي [/code:1:7b1eff7332]
په دى حديث باندى زه يوڅه تفصيلى بحث كوم او ددى تفصيل
په ترځ كى به جناب حليمى صيب ته خپل ځواب هم په لاس ورشى
(1) په حديث كى دوه تورى راغلى دى (الولود) او (الودود)
ددى وروستى معنى ده محبت كوونكى ، مينه ناكه اويا محبت زيږوونكى
ځكه (المودة) مينى او محبت ته وايي نو ته چى له( الولود)نه هم دا معنى
اخلى بيا د(الولود) تورى راوړلو ته څه اړتيا وه ځكه دمحبت كوونكى يا
محبت زيږوونكى معنى خو په (الودود) تورى كى په مكمله توګه پرته ده
دا (په مكمله توګه) مى ځكه وويلى چى الولود او الودود دواړه هر يو
اسم فاعل دى او د(فعول )په وزن راغلى دى او دفعول په وزن كى په كافى
توګه مبالغه پرته وى لكه (ان الانسان خلق هلوعا)اويا (انه كان ظلوما جهولا)
د(هلوع ،ظلوم ،جهول ) تورى دمأخذ كثرت مرادوى نوبناء ديوه بل مترادف هم نشى كيدلى ځكه ددوى خپله مبالغه ديوه بل تائيدته اړتيا نلرى
او ترادف تقريبا دتائيد او يا تفنن له پاره وى
(2) او بل د حديث په پاى كى د(فانى مكاثر بكم الامم) جمله راغلى ده
او د (التكاثر) په تورى كى وياړ(فخر) او ډيرښت (كثرت) دواړه نغښتى
دى لكه په (الهاكم التكاثرحتى زرتم المقابر......) كى .
نومعنى يي دا شوه چى زه به په امتونوكى ستاسو په ډيرښت باندى وياړاو
فخر كوم او شاغلى حليمى دا بيخى څرګنده خبره ده چى كله موږ داجمله
داسى وژباړو نو مجبوره يو چى (الولود)په ډير اولاد زيږوونكى سره
وژباړو اوبله هيڅ لاره نه لرو .
(3) اوبل محترم حليمى صيب تاسو له ماسره نوره مرسته هم وكړه چى
پوره حديث شريف دى راته رانقل كړى دى لكه
[code:1:7b1eff7332](..............عن معقل بن يسار، قال جاء رجل الى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال اني اصبت امراة ذات حسب ومنصب الا انها لا تلد افاتزوجها فنهاه ثم اتاه الثانية فنهاه ثم اتاه الثالثة فنهاه فقال " تزوجوا الولود الودود فاني مكاثر بكم )[/code:1:7b1eff7332]
داحديث خو تاسو په لاندى توګه ژباړلى دى
[code:1:7b1eff7332]ترجمه - سړی راغلۍ و محمد ص ته و يي ويل چه ما ښځه پيدا کړې داسي صفتوه لري پيمخې ښځه ده او اولاد نه زېږو وي ٠ واده ور سره وکم ؟ مبارک ورته وفرمايل
چه يا ! بيا ورته راغلۍ او دريم وار بيا ورته راغلۍ نو مبارک ورته و فرمايل
چه د داسي ښځي سره واده کوئ چه زېږو ونکې وي ٠ ځكه زه به په اخرت كى په امتونو كى ستاسوپه ډيرښت باندى وياړم[/code:1:7b1eff7332]
نو خبره روشانه ده چى كله سړى دښځى په اړه وويل چى( الا انها لاتلد)
په ځواب كى يي ورته وويل لا لا لا (نه نه نه )
او ورته زياته يي كړه (تزوجوا الولود...........)
(4) اوبل محترمه تاسو ليكلى
[code:1:7b1eff7332]که چيري له دې حديث شريف څه دا معنا واخلو چه اولاد زېږوونکې
نو خو بيا معنا داسوه چه لاَ يَتَزَوَّجُ وچه ښځه فکر نه کوم چه دمبارک به مطلب
داوي چه يوازي لندې ښځي سره واده کوۍ ولي چه بيا دا يو لوی ظلم دۍ د
وچو (چه اولاد نه زېږوونکې ) ښځو په باب کښي ؟؟؟؟؟؟ [/code:1:7b1eff7332]
نو تا چى په خپله دحديث كومه ژباړه كړى ده دا خبره دى له هغى سره
سمون نه خورى او بل محترمه دعلم اصول الفقه له نظره تا دلته
(مفهوم مخالف )غوره كړى دى او تاته خو معلومه ده چى (مفهوم مخالف)
داحنافو په نزدندى معتبر او نور دى سر نه در خوږوم
ممكن دا خبرى به دځينى ملګرو له پاره پيچلى
او يا يو څه مبهمى وى بښنه غواړم دامى د
محترم حليمى صيب له پاره ليكلى دى
په مينه
ع کريم حليمي
08.02.2006
ډېر محترم زرملوال صاحب او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته
[quote:53b71c56f9](1) په حديث كى دوه تورى راغلى دى (الولود) او (الودود)
ددى وروستى معنى ده محبت كوونكى ، مينه ناكه اويا محبت زيږوونكى
ځكه (المودة) مينى او محبت ته وايي نو ته چى له( الولود)نه هم دا معنى
اخلى [/quote:53b71c56f9]
نه نه داسي نده !
[u:53b71c56f9]الولود [/u:53b71c56f9] واضح خبره ده ٠چه معنا يي وَلَّادَة يا زيږېدنه
چه مَوْلِد مصدر او مُوَلَّد صفت دۍ ٠٠٠٠٠٠٠٠ والدة او والد ٠٠٠
چه دمحبت سره هيڅ تعلق نه لري (الولود)
يوازي د [u:53b71c56f9]الودود[/u:53b71c56f9] څخه د لطيف , أنيس ، مُحِب،مينه معنی اخلم
[quote:53b71c56f9]بيا د(الولود) تورى راوړلو ته څه اړتيا وه ځكه دمحبت كوونكى يا
محبت زيږوونكى معنى خو په (الودود) تورى كى په مكمله توګه پرته ده [/quote:53b71c56f9]
يا ! نه ده پرته
[quote:53b71c56f9]دا (په مكمله توګه) مى ځكه وويلى چى الولود او الودود دواړه هر يو
اسم فاعل دى او د(فعول )په وزن راغلى دى او دفعول په وزن كى په كافى
توګه مبالغه پرته وى [/quote:53b71c56f9]
مبالغه خو هيڅ نه پکښي وينم او تفخيم ، تعظيم ، كثرت هم نه پکښي وينم ولي چه تنوين نه لري لکه داسي چه وي هَلُوعاً ، جَزُوعاً
[quote:53b71c56f9]نو مجبوره يو چى (الولود)په ډير اولاد زيږوونكى سره
وژباړو اوبله هيڅ لاره نه لرو . [/quote:53b71c56f9]
تَزَوَّجُوا الْوَلُودَ الْوَدُودَ فَاِنِّي مُكَاثِرٌ بِكُمْ "
داسي يي هم ژباړلی سو چه :
واده کړي زيږوونکی د محبت په اخرت کښي په ډېرښت ئې فخر کوم
اولاد محبت پيدا کوي د مېړه او ښځي ترمنځ که څه هم يو وي
هره ښځه چه اولاد نه لري ٠ هغه کور ، مېړه سره محبت نه لري ٠ نو ورته وئې فرمايل چه ښايست ته مه کېږي ٠ ښځه په اولاد محبت پيدا کوي
که څه شل کاله د مېړه سره تېر کړي ٠ ژوند ئې بې ميني وي
کور او مېړه پردی ګڼي ٠ يعني وچه ښځه محبت نه شي زيږولی ٠
او خبره داسي ده چه بل دين نسته ترقيامته پوري ٠ نو که د نبي امت يو يو
اولاد وزېږوي نو بيا هم د نبي امت به ډېر وي (مُكَاثِرٌ ) د هر نبي تر امت
ايا پر مونږ واجبه ده ډېر اولادونه و زېږه ؤ ؟؟؟؟ زما جواب نه (منفی)
ايا امکان سته چه مونږ هر سنت پر ځای کړي ٠ ؟؟؟؟ نه
Anonymous
08.02.2006
كله چى دصيغو اوزان بدليږى په معناو كى يي هم توپير راځى
لكه فاعل او فعال يا ظالم او ظلام ()فعال لما يريد او وماربك
بظلام للعبيد)دلته دتنوين خبره نشته تنوين خو دكيفيت له پلوه
په يوه كلمه كى فخامت اوعظمت پيداكوى او دوزن په تغيرسره
دكميت له پلوه په يوه شى كى ډيرښت اوكثرت راځى
او بل دمودت كلمه له الفت او محبت كلمو نه زياته مينه افاده كوى
نو چى دفعول په وزن هم راشى بياخو نو په مكمله توګه مينه كول پكى
راغلو زما خبره په وزن كى ده .
اوبل محترم حليمى صيب ته خامخا مفهوم مخالف غوره كوى
دا چى دخداى سپيڅلى پيغمبر ويلى چى تاسو ډيراولاد كوونكى
ښځى كوئ دامعنى نه وركوى چى شنډى ښځى نو بيخى مكوئ
او دا هم ضرورى نده چى خامخا به ګلى ګلى زامن او لوڼه زيږوو
اسلام دكم اولاد زيږولو سره مخالفت نلرى ولى كله چى صحابه
كرامو له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه د(عزل) اجازه وغوښتله
هغه اجازه وركړه او يوصحابى وايي (القران ينزل وكنانعزل )
يعنى دقرانكريم دنزول پرمهال موږ (عزل)كاوه
او عزل دكوروالى په مهال كى اوبه دباندى تويه ولو ته ويل كيږى
او بل دهرسنت عملى كول امكان لرى خو ستونزمن كاردى
والسلام
ع کريم حليمي
09.02.2006
السلام عليکم !
أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : " حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خَمْسٌ [color=white:eee50f1558]رَدُّ السَّلَامِ [/color:eee50f1558]وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ وَاتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ " .
[quote:eee50f1558][color=cyan:eee50f1558]اسلام دكم اولاد زيږولو سره مخالفت نلرى ولى كله چى صحابه
كرامو له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه د(عزل) اجازه وغوښتله
هغه اجازه وركړه[/color:eee50f1558][/quote:eee50f1558]
بيا نو ټيک ده
Anonymous
14.02.2006
ډير محترم مشر جناب حليمى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترمه سلامونه اونيكى هيلى مى ومنه
بښنه غواړم چى سلام رانه هير شوى وكله كله سړى په بيړه كى وى
ګوره محترمه ته لكه چى ګيلمن شوى يي باور وكړه چى په خفګان
دى ډير خفه كيږم
محترمه له بده مرغه چى زه په يوه عجيب چاپيريال كى اوسم داسى
چى زما دا ليكنى يا كله كله مطالعه يوبيخى عبث كار ورته ښكارى
خو څه وكړم دمحيط شرائطو مى لاسونه اوپښى راتړلى دى
دايو دووه ټكى خواله مى ځكه درسره وكړل چى زيات وخت مى فكر
خراب وى نوكله كله په بيړه كى يم
دعا دى غوا ړم
Anonymous
10.03.2006
[color=indigo:6aad62528a] 31.01.2006
په چين او هند کې نجونه د مور په نس کې وږل کېږي
په هندوستان او چين کې د اولتراسوند يا تلويزيونی معاينی له پيداکيدلو وروسته له څو کالو راهيسی کله چې ميندي او پلرونه پوه شي چې دښځی په نس ماشوم نجلۍ ده، غورځوی ئی. په هند کې حتی هغو ډاکترانو ته چې له زيږيدو څخه پخوا د ماشوم د جنس په هکله ميندو او پلرونو ته معلومات ورکوی د يو خاص د همدی دپاره جوړ شوی قانون په اساس د دری مياشتو او اوه کالونو تر مينځ سزا ورکول کېږی. همدا اوس هم په هندوستان کې چې د هرو زر هلکانو په مقابل کې يوازی نه سوه اوه ويشت نجونه زيږديږي او هم په چين کې د دی کار عواقب څرگند دي.
http://www2.dw-world.de/pashto/frauen/1.169888.1.html
© Deutsche Welle [/color:6aad62528a]
[color=brown:6aad62528a]داموضوع ماديوى عربى ورځپاڼى
په استناد پيل کړی وه خو او س مى ددى خبرى دتائيد
له پاره يوبل ماخذهم بيامونداو دلته مى رانقل كړ نو
په دى سره دنوى معاصرجاهليت
(چى دعلم اوفن اوج ته ځان رسيدلى بولى )
انسان وژونكى څيره ښه بربنډيږى [/color:6aad62528a]