د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د جنت هوا د ټول افغان له پاره


ع کريم حليمي
24.01.2006

سلام درنو لوستونکو !
هغه څه چي د زندګۍ په فضا کښي خوشحالي او نشاط راولي  محبت امېزه خبري دي !
چه د انسانانو تر منځ تبادله  کيږي ٠ که ټوله رشتيا و وايو ،درست  فکر وکړو ،انصاف ولرو ، دلسوزي ولرو ، 
او يو دبله صميمي او مؤدب و اوسو نو به ټوله په خوشحالي ،ارامي ژوند ولرو ٠ اوکه يو دبله زشت او نا موزونه ، درواغ ، تهمت ، بد ګويي او
 بدورګى ، شد يدي خبري ،دحدوده وتلي خبري يا ليکني وکړو يو ډول فضا جوړه وي چه 
باشخصيته اشخاص په ډير مشکل سره تنفس کوي 

يو دجنت صفت دا دۍ چه هلته په جنت کښي دورواغ يا يو رقيق دوراغ ،
 يا ناموزونه خبره ، او يا  له صميميته ليري خبره ٠ نه اورېدل کيږي 
يعني تنها او تنها سلام او سلام وي ٠ سپكوالى، بيهوده ګۍ ، تحقير نسته ٠ 

که د ټول افغان ليکوالان هم سلام ، سلامتي و وايي چه  محتوائې صلحه ، 
 محبت او دوستي ده نو داسي يوه فضا به د ټول افغان په پاڼه کښي منځ ته راسي 
چه هر څوک به يو صفا هوا تنفس کوي ٠  يعني نفس تنګی به ئې نه کيږي ٠ 

په ټول افغان کښي دلاس دګوتو په تعدادليکوالان سته که موږ يا دغو ليکوالو 
يوه ښه فضا رامخ کړه٠ نو بيا به مي زړه ته راتېره سي چه انشاالله چه افغانستان 
به په راتلونکې زمانه کښي يو ملي او اسلامي ولسواکي ولري 


Anonymous
24.01.2006

[color=white:f0c8e4731d]
محترمو وروڼو دجناب حليمى صيب هيله بايدپه ځمكه ونه
غورځول شى كه دجنت په څير فضامو رامنځته كړه نو تاسو فكر وكړئ
چى دپښتنو او افغانى جنتيانو په منځ كى ناسته اوخبرى به څومره خوند
كوى ؟؟؟!!!

خو موږاوتاسو كله كله بيخى له چتى ا وچوكاټه سره ووځواوپلنى پلنى
پاڼى په شكنځلو او ستوخو سپورو سره ډكى كړو نو كه جنتى فضا نشو
رامنځته كولى راځئ دا ددنياوالو په چم خو اقلا له شكنځلو پرهيز وكړو
او څه ناڅه خوانسانى اوبشرى كرامت محترم وګڼو

البته دا خطاب مى دټول افغان ټولو ليكوالانوته نده ځكه اكثره ماشاء الله
ډير ښه دى بلكى ځينى دګوتو په شمير كسان داسى دى چى كله كله له ګيره ووځى[/color:f0c8e4731d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more