وطن پال او نور ګټور شعرونه
لنډۍ
      خيرن
      23.01.2006
    
اختر په توکو توکوراغی 
نه مې ووګۍ سته نه دغاري تاويزونه
په سر دي شپږ ګزه لونګۍ وه
زه دې له پکه سره څه خبره ومه
زما دننه زړه سوری دې
هلک مې کاندي د ظاهر صورت سيلونه
زړه مې له تورو وينوډک دی 
که غر غړي کرم ټول به رنګ کم ديوالونه 
سترګې کچکول که ديدن واخله
ملنګه ياره په بهانه راغلې يمه
سپوږمۍ کړنګ وهه را خيزه
ليلا لوونګو لو کوي ګوتې ريبینه
هيليکوپتر غوندي کږه سوه
دي زړه په سر يې په راکټو وويشتمه
په چلم دوه سکروټي کيږده
لکه دوه بنی په سيالی خوله رکوينه
تپه تياره ده ندي وينم
چلم ته کش ورکه چې و دې پيز نمه
په ګودر سور سالو ښکاره سو
ما ويل په تورو اوبو اور ولګيدنه
سپيني سپوږمۍژر را ښکاره سه
ستا په ديدن دي ليلا مينه ماتومه
سالوبه هله خپل په سر کړم
چې مې اشنا په وطن کيږدي قدمونه
دي دنياګۍ بازاره وران سي
جوړ کړی ما يې سودا نور درنه کوينه
سترګې وړي ښي دې که غټې 
زړه چې مين سي نه ړې ګوري نه غټې
خلک ويشتل په  توپا نچوکړي
زه دې ويشتلی په خمارو سترګو يمه
مازدي ګری دی ديدن وکړه
ما ښام نزدې دی بيا به نه وې ديدنونه
سلام دي راغی ته رانغلې 
په کار مې ندي بي ديدنه سلامونه
عاشق دي خداي ګنهکار ندی
په ښا يسته ودهر چا مينه راځينه 
دي مساپرو يارې مکړه
دمسا پرواسپي زين ولاړې دينه
که دي ونه خوړم وربله 
تا ته به جوړ کړمدي سرو زرو تا ويزونه
وربل دي پولې پولې جوړ کړه
ما پرې دهقان کړه چي اوبه پې لګومه
په کليواله مينه 
ستاسو خيرن
      ګپ شپی
      04.05.2006
    
ماشاالله 
که دی غسل چیرته وکړ
ده خیرن خیرئ دی ما ښه لیدلی دینه
ووووووووو خیرنه
      larghonay1
      12.06.2006
    
خيرنه وروره دا يوه ګپ شپي لنډۍ هم درواخه : 
ستا به په كوم ځاى څوك مين شي 
شلغم دې پوزه د موږك غوندې  غوږونه
پاک
      tandar
      04.06.2010
    
پاک پیدا او خیرن ګرځی....خیرن به مړ او پاک به خاورو له ورځینه
په کیسه مالو نه پاکیږی ....دوبی ته ې بو ځی چه ې ښه وډبوینه
که په دوبیانو هم پاک  نه شو.....قصاب ته ې بوځی  چه پوستکی ئ وباسینه
خیرن شفاخانه کی مقرر دی.....چه دجراحی مریځان بی هوشه کړینه
زمادپرون لنډی دی څه کړی......خیرنه دا ګیله نن درنه کومه
ستاپه صفت می وخت ضایع کړو....ټوله ورځ می نن خیرنه تیره شوله
خیرن پروت په پیښور کی......زما دماغونه  جرمنی کی سوخت کوینه
خدایه دا سوال می قبول کړی......چه داخیرن له نژدی نه ووینمه
      bette
      19.02.2011
    
ښاغلی اومحترم ورور خیرن څومره ښی لنډۍ لیکلی دی 
خو یاران یی ټول کوچنی نوم ته متوجه سوی دی او موضوع 
یی و ورپوری نښلولی ده !!!
رښتیا چی موږ بل ډول تفکر لرو !