د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتون يا افغان څوک دي؟

Anonymous
20.01.2006

[color=indigo:56f5191b67]پښتون يا افغان څوک دي؟

آدم خان يوسفزي- پشاور، پاكستان
تقريباَ دشلو کلونونه راپه دې خوا د (افغان) يا (اوغان) دکلمې په اړه په افغانستان کې په تيره بيا د روشنفکرانو په مينځ کې ديرې لفظي او قلمي شخړي مينځ ته راغلي دي.
پدي کې شک نشته چی افغانستان يا خراسان کی دننه د (افغان) کلمه دملي هويت حيثيت نه دی موندلی خو که پر دغي مسالي باندي بي له غرضه او هر اړخيز څيړنې وشي زه باور لرم چي په زړه پورې نتيجي ورڅخه لاس ته راځي.
واقعيت خو دادي جي همدا اوس افغانستان کی دیننه، غيرپښتانه پښتنو ته (افغان) يا ( اوغان) وايي.

اما که له يو پښتون ځخه وپوښتل شي چي څوک يېِ نو ځواب يي هرو مروبه همدادي چي: زه پښتون يم. يعنی ځان په طبيعي دول پښتون ګني نه افغان. دې نه څرګنديږي چي پښتنو ته د (افغان) دکلمي اطلاق پرسياسي دلايلو باندي ولاړه يوه خبره ده.
ددغي مسالي د هرڅه روښانولو دپاره ښه به داوي چي مساله در ورشو او دوي څخه واورو.
د پختانه په كتاپ كښې ددريم فصل عنوان (پختون- افغان: تاريخي ساپقه او ريښه) ده. په دې كتاپ كښې د (افغان) په پاره كښې داسي راځي:
( په لرغونو شرقي آثارو كې «پختون» معمولاِ د افغان په نامه ياد شوي دي خو يو شمير غربي پوهان پردي عقيده دي چي د «بختون» دكلمي سابقه تر«افغان» نه اوږده ده.) په همدغه كتاب كې راځي:
« په عمومي ډول پختنو تل ځانونو ته پختانه بللي دي او د افغانستان نور اوسيدونكو او بهرنيو خلكو ا كثره دافغانانو په نامه يې ياد كړي دي.»
“ خپله د پختنو په اكثره ليكونو او حتي اشعاروكې «پختون» افغان پلل شوي دي. يو شمير ليكوالانو او شاعرانو لكه آخوند درويزه او خوشحال خان خټك «پختون» او «اففان» د مترادفو الفاظو په توګه استعمال كړيدي “
بل ځاي كې ليكي:
“ نولسمی پیړي له اوايلو نه را دې خواته اكثره غربي ليكوالانو او مستشرقينو افغان كلمه په خاصه او قومي مانا د پختون مترادف بللي ده. “
د سلگونو کلونو رادی خوا پارسی وانانو هرهغه چا ته چی پشتو وایی «افغان» ګنلي دي. كه ديو هزاره، ازبک، تاجک یا بلوچ څخه وپوښتل شي افغان څوك ديٌ نو سملاسي يو بختو ویونکی به درته و ښيي.
كه څه هم په سياسي لحاظه د عبدالرحمن خان دحكومت له اواخرو نه چي تقريپاً ۹۵ كاله كيږي د افغان او افغانستان كلمه به رسمي ډول تبليغ شويدي. خو دا كلمه هميشه دوه مخه درلوده چي په ظاهر كې د افغانستان (خراسان) اتپاعو ته ويل كيده او په باطن كه منظور پختون وو او نن هم هماغه دوه مخيزه «افغان» کلمه په دوو ماناګانو كښې يو يې حقيقي او پل يې سياسي استعماليږي چي په خصوصي جرګو كې « افغان» یا «اوغان» دپختون مترادف ګنل كيږي او جرګو نه پاهر رنګ يې پدليږي او هلته د افغانستان ټولو اتباعو ته افغان ويل كيږي. څينې خلك غواړي چي «افغان» او «اوغان» په دوو مختلفو ماناګانو كښې تفسير كړي چي دا بالكل غلطه خبره ده.
سوال دادي چي آيا در «افغان» کلمه دملی هویت لپاره یوه مناسبه او قوی کلمه ده؟ آیا د «افغان» کلمه د افغانستان داتباعو په مینڅ كې يو والې راوستلاي شي؟ كه دافغان كلمي ضعف او قوت په ځير سره و څيړوٌ نو دا نتيجې ته رسيږو چي د اوغانستان خلك خو څه چي ټول پختانه هم د افغان يا اوغان كلمي ته دخپل ملي او قومي هويت په سترګه نه ګوري. ددي كلمي دمحدوديت او ناتواني دحقيقت په تاييد كې د «سراولف کارو» څيړنه د پختانه (پټانز) دكتاب نه تاسوته نقل كوو. دي ليكي:
“ كه چيري یو سفزي يا خليل څخه وپوښتل شي چي څوك يې؟ سملاسی به درته ووايي چي زه «افغان» یم. دوي په پختو خبري كوي خو خپله په خټه ځان «افغان» معرفی کوی.”
مهمه خبره داده چی دوی اکثره پاکستان کی میشته دی او پاکستانی تابعیت لری.
بل ځاي كي وايي: “ دلوړړ سيمو اوسيدونكي خټك، اپریدی، وزیر او داسی نور ددوی په نظر کې پخپلو كې ښه پختانه دي خو دوي په افغانيت كې شك كوي.”
دغلجی په هکله وایی: “ داصيل افغانيت ادعا ورڅخه پاتي شوې دي. “
او لیکی: “ نو لنډه داچي ټول هغه پختانه چي د خرشپون په كرښه كې سربن ته رسيږي اصلي او واقعي افغانيت بيرغ لوړ ساتي او دافغانيت كلكه ادعا كوي.”
ټول پورتني ويناوې حقيقت لري او دا سپينه شويده چي دافغانستان ټول پختانه د افغانيت ادعا نلري. صرف محدودې حلقې دي چي د افغانيت جندي جګوي او شعارونه وركوي چي هغه هم نه ملي اونه هم انساني بلكه قبيلوي او نژادپالونکی اړخونه لري.
دلته ددغو حقايقو په رڼا كښې مونږ ته دا په ګوټه كيږي چي د افغان يا اوغان كلمه پختانه نشي سره يوځاي كولاي او كوم كلمه چي پختانه يا پختو غږيدونكو ته د قبول وړ دي صرف د «پختون» کلمه ده او بس.
دلته ضروری ده چی یوه مهمی ټكې ته اشاره وشي او هغه د «افغان» دكلمي استعمال قدامت دي.
دوكتور حبيب الله تږي ليكي: “ دافغان نوم لږ ترلږه زركاله پخوا په همداسي شكل په حدودالعالم كښې ذكر شويدي.”
سوال دادی چی دزرکالو په ترڅ كې دفارس امپراتوري كلتور او فشار ونشوكولاي چي پختون يې افغان كړي نو په يوه ويشتمه پيړي كې چي دمالوماتو دانفجار پيړي دي څرنګه كيداي شي چي داكلمه (افغان) په تولو پختنو باندي تحميل شي؟ لكه څرنګه چي څيړونكي دا حقيقت څرګنده كړيدي چي دافغان كلمه هغه پختانه چي در خرشپون په كرښه كې سړبن ته رسيړي منسوپ دي خو وينو چي په دوي كې هم صرف يوسفزي او خليل كلكه «افغانیت» ادعاکوی چی هغوی هم پاکستان تابعیت لری او کلکه او وفاداره پاکستانیان دی.
اوس سوال دادی چی ولی پختون پخپله خپل مستعار نوم «افغان» ردوی او نه یی منی؟
تعجبه خبره داده چي پارسي وانان چي ددي كلمي مخترعين دي څرنګه «افغان» منلای شی؟ لکه څرنګه چي وينو پختانه هر هغه چا ته چی پارسي وايي پارسيوان وايي. ښايي چي هغه هزاره وي يا ازبك يا تاجك يا پختون يا بلوچ. داځكه چي «پارسیوان» یو ژبنی هویت ده نه قومی یا قبیلوی هویت. په همدي ډول پختون هم په حقيقت كي ديوي قومي هويت نه يو ژبني هويت ته تبديل شوي او دليل يې هم روښانه دي. او وينو چي نن هغه پختانه چي په خټه کی.پختون نه دي لكه: اورمړٌ قبيلي، مټي قبيلي، غلجی، لودی، او داسی نورټول پختانه بلل كيږي ځكه چي دوي په پختو خبري كوي.
دافغانستان يا خراسان د پختانه په سوسايتي كې يوه محدوده نژادپالونكي مشريه حلقې چه اكثره شړل شوي كمونيستان او نورو ملحدينو او مشركينو دي چي د پختون والی یا پختونيزم ترپردي لاندي شپي سباكوي همدوي دي چي خصوصي جرګي جوړوي، دپختونوالی یا پختونیزم او اقلیت او اکثریت ناری سوری وچتوی او دخپل شومو مقاصدو تر سره کولو لپاره حتی هغه پارسی وانان چی په خټه كې پختانه دي او يا پلرونه يې پختو غږيدونكي وو پختون گڼي او غواړي چي د پختون اكثريت ددي لاري نه تامين كړي.
خو دايې هيرو شوي دي كه چيري يوه پارسيوان چي په خټه كې پختون وو يا پلرونه يي پختو غړيده پختون ووايو نو هغه پختانه چي په خټه كې پختون نه دي څه وبولو؟لكه د اورمړ قبيلي ته منسوپ قبايل او مټي قبيلې ته منسوب قبايل لكه غلجيٌٌ،لودی، او داسی نور.
سوال دادی آیا دمټي قبيلي ته منسوب قبايل لكه غلجي، لودی، سیانی، نیازی، سوری، او داسی نور چی په خټه كه تاجك دې تاجكان ياپارسی وانان ویلی شو؟ که هغه پارسی وانان چی په خټه كې پختون دي پختانه بلل كيداي شي، نو په دی حساب ټول پورتني مټي قبيلي هم تاجكان بلل كيړي.
دپورتنيو ويناوي په تاييد كې سراولف كارو ليكي: “ پاتي ټول هغه څوك چي پښتو وايي او غلجي ته منسوپ دي دهلي د پختنو دوو كورنيو- لوديان (۱۴۵۱- ۱۵۲۶) او سوريان (۱۴۳۹- ۱۵۵۵) په شمول، د ښځينه كرښي څخه پيدا شوي دي.” او لیکی:
“ مولف پدي ځاي كې ديوي كورني په هكله چي غور (اوسني هزاره جات) كې اوسيدل او د شنصبانی په نامه مشهور وو او په دي وختو كې نوي مسلمان شوي وو يادوونه كوي. دا هماغه كورني ده چي څوپيړي وروسته په (۱۱۹۲) كي يي شمالي هند فتح او اسلام يي خپور كړ او پريتوي راج ته ماته وركړهٌُ. دوي له ضحاك zohak نه ډيرشوي دي. ددي كورني يو غښتلي ځوان شاه حسين نوميده.”
او لیکی: “ بي بي مټو شاه حسين ته واده كړه”
او همداسی لیکی:
“ لمړي څرګنده ټكې دادي چي د پخوانيو دوډونو له مخي غلجي له افغان له خټي څخه نه دي” او لیکی چی: “ شاه حسین تاجک او په اصل کی ایرانی وو.”
دی همداسی لیکی: “ د جنيولوژي له مخې مونږ داسي وڅيړه چي غلجي د بيټني زامن او د قيس لمسيان دي خودا يوازي دده د لور بي بي مټو له لاري حسابيږي او بي بي مټو ديوه بانديني شهزاده له خوا ښځه شوي وو او هغه حسين نوميده.”
په پای کې ليكي: “په هرحال دا څرګنده خبره ده چي دا شهزاده افغان نه وو.
دا روښانه خبره ده چي حسين دغوري دكورني يو شهزاده وو.سراولف كارو دخپل كتاپ په پاي كې غوريان تاجك او ايرانيان بولي.
دپورتنيو څيړنونه دي نتيجي ته رسيږو چي يو پختون پارسي وان ته پارسي وان يا فارس يا حتي تاجك ویلی شو ځكه چي تاجكو كې هم مختلفو قامونو ګډ شوي دي ا و يو پختو ژبي تاجك ته پختون ویلی شو ځكه چي دواړه ژبني هويتونه دي كه دي باندي ټينګار وكړو چي پختون يوه قومي هويت دي نو په دي اساس هرهغه چاچي پختو غږيږي او په خټه كي پختون نه دي پختون نه بلل كيږي چي په هغه صورت كې د اصيل پختون او بدل پختون خبره مينځ ته راځي چي دويمه صورت كې هغه چا چي پختو غږيږي او په خته كې پختون ندي پختووان يا مركب نوم لكه كړاني پختون يا مټي پختون يا تاجك پختون ويلاي شو.
اما د افغان په هكله بايد وويل شي چي ديوه خالصه قبيلي مستعار نوم دي چي صرف دوه قبيله ورته غاړه ايښي ده. چي يو يې يوسفزي او بل يې خليل دي او نوروته د منلو وړ ندي.
په پختون يا پارسي وان يا تاجكو كلماتو كې يوه مشتركه وجه موجوده ده چي هغه ژبه دي خو په «افغان» كې دا وجه نشو ليدلاي. او زه نپوهيږم چي يو تاجك، نورستانی، ازبک، بلوچ، یا هزاره ته څرنګه افغان بللي شو؟ او پخپلو ليكونو كې افغان دپختون مترادف ګنو؟
ځواب يي د سياسي له لحاظه آسان دي. آيا دامو قبوله ده چي، سیاسی له لحاظه، يو پختون ته تاجك يا ازبك يا هزاره ووايو؟
که مونږ «افغان» سياسي له لحاظه د افغانستان موجود خلك ملي هويت ومنو نود پاكستان پختانه ته هم افغان ويلي شو؟
كه ځواب مثبت وي نو بياهم دسوال ځاي دي چي ولي پاكستاني پختون افغان بلل كيږي؟ يوه نژادپالونكي تيوريسين داسي ځواب وركوي چي، هغوي پختانه دي او تول پختانه افغانان بلل كيږي. كه همدا ځواب ويٌ پدي صورت كې د «افغان» کلمه منحصره ده پختنو ته نو دافغانستان نورو خلکو څه وبولو؟
ښايي يو بل قام پالونكي تيوريسين راشي او ووايي چي دپاكستان پختانه افغان ويلي شو ځكه چي پختون يو قام دي مينځ كې سرحد راغلي دې او مونږ داسرحد نه منو. مونږ هم داخبره ومنل، هو! دا یو قام دی او هغوي هم افغانان دي. اوس ګورو چي دبلي خوانه تاجكانو، ازبکانو، ترکمنانو، هزاره گانو، بلوچانو، او نورستانیو هم دحق غوښتني آواز پورته كوي او وايي چي زمونږ هم نيمايي قام دسرحد نه هغه خواته په تاجكستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان ا و حتی په چین کې ميشته دي. په دې صورت كې هغوي هم افغانان بلل كيږی! هغوي هم په دي وطن كي حق لري!
كه چيري داومنو، چه منل شوی هم ده، چی «افغان» د «پختون» مترادفه كلمه يا مستعار نوم دي نو په دي اساس بلوچ، تاجک، نورستانی، ازبک، هزاره، ترکمن، او داسی نور بالعموم غیر پختانه دی او افغان نشي بلل كيداي.
ددغو حقايقو په رڼا كې دا په ډاګه كيږي چي افغان يوه قبيلوي مستعاره نوم دي او دملي هويت درښودلو ظرفيت نلري.
سراولف كارو ليكي: “ لرپختنو (دپاكستان پختانه) بره پختونخوا )موجوده افغانستان) خراسان بولی.” لکه څرنګه چي وينو ټول كوچيان هم داوطن خراسان بولي.
سوال دادي چي ولي لرپختونخوا او كوچيان داوطن د افغانستان پرځاي خراسان بولي؟
داددي وضاحت دي چي ددي وطن (موجوده افغانستان) اصلي نوم خراسان دي ا و دټولونه جالبه داخبره ده چي لر پختانه بره پختانه ته خراساني پختانه هم وايي.
اصلي سوال دادې چي ددي وطن دخلكو بومي هويت «خراسانی» او اصيل نوم یی «خراسان» یا «خورآسان» چا بدل کړه او څه مقصد يې درلود؟
څه خلك په دي عقيده دي چي احمد شاه بابا د افغانستان موسس دي او چا ميرويس نيكه د افغانستان باني بولي. خو حقيقت دادي چي نه ميرويس خان په وخت كې ددي وطن نوم افغانستان وو او نه احمدشاه بابا د افغانستان نوم يې اخستې ده احمد شاه دخپل دقبيلي «درانی» حکومت جوړ كړه كه څه هم د دراني دولت پاچا وه خو په عرف كې دخراسان امير بلل كيده.
سوال دادي چي افغانستان او افغان نوم كله او څرنګه سياسي دګر ته راغي؟
كله چي انګريزانو په دي سيمه كې حكومت چلاوه او دهغوي بهرني سياست «تفرقه واچوه حکومت وکه» وو او نن هم دي دخپل مشهور او خطرناك ګوداګي عبدالرحمن خان په ذريعه ددي خاورې اصيل نوم «خراسان» څخه افغانستان ته واړوه چي تقريبا ۹۵ كاله كيږي.
انګريزانو په دې ټكي پوه وو چي «افغان» او افغانستان یوه محدوده او قبیلی پوری تړلي نوم دي چي هيڅكله هم ملي يووالې نشي راوستي او په نتيجه كې ګورو چي پس له ۹۵ كاله تبليغاتو باوجود «افغان» او «افغانستان» ترننه پوري هيچا حاضر ندي چي ځان افغان وبولي.
انګريزانو تر اوسه پوري دغو دوو كلمو پلوي كوي. نن يا سبا به تاسو ته ښكاره شي كه چيري د افغانستان خلك وغواړي چي دانوم بيرته خپل اصلي نوم «خراسان» ته واړوي نو يقينا دانګريزانو كلكه مخالفت سره مخامخ كيږي.
نو په حقيقت كې انګريزبابا د افغانستان بانی دي او دهري بدلون او تغيير دپاره بايد له انګريز بابا څخه اجازت وغوښتل شي. انګريزانو په دي باندي ښه پوه وو چي خراسان هغه لرغونې نوم دي چي ټولو قامونو ته منسوپ دي او خراساني هم هغه چا ته ويل كيږي چي په خراسان كې ميشته دي او دا پياوړتيا لري چی دوي سره يوكړي او يوه ټينګه پياوړي خراساني ملت بيرته راژوندي كړي او په دي هم ښه پوهيدل چي دخراسان او خراساني كلمي پوري يو قام تړل و بل قام ورڅخه شړل ممكنه نه ده لكه څرنګه چي په افغان او افغانستان كلمو كې ليدل كيږي.
ژر يا وروسته دا به ټولو ته څرګنده شي چي انګريزانو د «خراسان» دكلمې په مقابل په كلكه سره دريږي ځكه دوي ته را په ګوته شوي دي چي خراسان او خراساني هغه خطرناكه كلمه ده چي كولاي شي په لنډه موده كې يو قوي ملي او اسلامي يووالې مينځ ته راوړي.
دپورتنيو څيړنو او عيني واقعياتو پراساس يو تاجك، ازبک، غلجی، هزاره، کړلاني، بلوچ، نورستانی، ترکمن، گوجر، نشي ادعا كولاي چي زه «افغان» یم خو دوی په قوت سره دخراسانی ادعا کولای شی. ځكه خراسان ددي وطن طبيعي نوم دي او قومي او قبيلوي اړخی نلري. په حقيقت كې د تاريخ په شهادت دوي ټول خراسانيان دي او تاريخ هم دا شهادت وركوي چي حضرت رسول اكرم (ص) او دهغه یاران هم داوطن دخراسان په نوم پیږندل او نن د پاكستان پختانه او كوچيان هم داوطن دخراسان په نامه يادوي او پيژني او حتي په چين او مغولستان كې هم داوطن دخراسان په نوم معروف دي.
سره ددي ټولو حقايقو او شواهدو او څيړنو نه انګريز بابا ته دا دمنلو وړ نه دي. او ته بيا هم غواوړي د انګريزو په نقش قدم دخراسان دمسلمان او مومن ولس د تفرقي او ملي وحدت ماتولو د پاره دافغان او افغانستان كلمه تحميل كړي.
څښتن تعالي په قرآن عظيم الشان كې فرمايي:
“انا حعلناکم شعوبا و قبایل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقکم”
ترجمه: مونږ تاسو په قامونو او قبيلو وويشل چي يوبل سره و پيژني او په تاسو كې غوره هغه ده چي پرهيزګار وي.
دلته ګورو چي الله تعالي (ج) قومي هويتونه د تعارف دپاره پيدا كړيدي. تاجک، پختون، هزاره، ازبک، بلوچ، غلجی، درانی اوداسی نور. دا یو انسانی جنایت دی چی یو قام پاڅي او دنورو قامونو هويت لميځه ويسي او خپل قومي اوقبیلوی هويت په هغوي تحميل کري.
لنډه داچي كوم كسان چي د افغان او افغانستان ترپردي لاندي دملي وحدت شعارونه پورته كوي دوي پخپله ښه پوهيږي چي درواغ وايي او خپله په خپل خبره باندي ايمان نلري او ددوي مطلب هماغه دوه مخيزه «افغان» دی چی په باطن کې پختون او په ظاهر کې ملي هويت او په اصل كې د قومي هويتونو ترور كول د ي.
زه امید لرم مسلمان او مومن پختانه لیکوال داسلام، عدالت، او انسانیت تر بیرغ لاندی د قام پالنی اوریسیزم پرضد خپل صادقانه او عادلانه لیکلو ته دوام ورکړي. او وزه دلته هغه شړل شوي كمونيستان او قام پال مشركانوته وايم چي د پښتانه دين اسلام دي او يو مومن مسلمان پختون يو مومن مسلمان تاجك، هزاره، ازبک، بلوچ، او داسی نور دیو کمونیست او مشرک قامپال پختون نه غوره گڼي. دا ځكه چي اسلام دقام پالی او ریسزم سره سخت په تضاد کې دي او قامپالي او ريسيزم د جاهليت د دوري تيوري ده چي هيڅ مومن او مسلمان پختون په دغه ناوړه او ګنده تيوري پاندي عقيدي نلري. مسلمان او مومن پختون تيوري او عقيده اسلامي ورورولي دي. ددي نه غټه دليل نشته چي حضرت رسول اكرم (ص) پختون نه وو، ایراني هم نه وو بلکه یو عرب وو خو ګورو چي مومن پختانه هغه ته ايمان لري او يقينا ايمان او اسلام او اسلامي ورو ر وري د پختو او پختونوالي نه غوره ګڼي. [/color:56f5191b67]


Anonymous
20.01.2006

په هر پښتون فرض ده چه دې پنجاپي ايجنټ ته خوله ماتوونکی ځواب ورکړي ٠
څه چه دی ليکلي ډېر بد يی ليکلي ٠
پښتانه دومره ضعيف نه دي چه اجيرانو اومزدورانو ته ځواب نشي ورکولی ٠
پښتانه په اجيرانو تاريخ نه ليکي ٠

سرلوړې اوتل دی وي افغانستان

اتل افغان


Anonymous
21.01.2006

داسی ښکاري چه په ټوله دنياکی همدايوزه افغان يم او د افغانستان څخه دفاع کوم :?

نور د چا دغه نوم خوښيږي کنه ؟
په بې فايدې خبرو خو د مچانو څخه زيات راپيداشۍ :!:

اتل افغان


Anonymous
21.01.2006

آدم خان يوسفزيه !
پتنګ ته دې داسې بوی راځي لکه چې پرتوګ د ډک وي او درخانۍ
دې په خراسانيانو خرڅه کړې وي٠
دسپي په ژبه سيند نه مرداريږي ضرور ندي چې په يو سفزيو با غيرته دراني کوم
ځان ور وتتپي ستا غوندې خرا سانيان دپښتانه او افغان په جامه کې ما ډير ليدلي او دا لمړی
ځل ندی ، داسي مجلسونه د پدرام او نورو خراسانيانو له خوا ځخه ډير شوي دي.
زه حيران دې ته يم چې په څومره لويه سپين سترګي او بې وجداني دې تاريخي حقايق پټ
کړې دي او خپل خراساني هويت ته دي پروپاګنده کړې دی٠

زه به لنډ څو شيان درته وليکم ځکه چې ستا له الفاظو او جملو ځخه مې دومره بد راځي
چې له اقتباس نه يې صرف نظر کوم :

1 ٠ دلوي افغانستان سر حدچې احمد شاه ابدالي يې بنسټ ايښی دی
تر پنجاپه پورې دی نه د ډيورن تر تحملي کرښې پوري ٠
٢ ٠په تاريخ کې هره پردۍ امپراطوري لکه ، د روم ، الکسندر يوناني له منځه تللي او
په نتيجه کې يې د منطقوي خلکو دولتونه جوړ شوي دي نو پردې اساس خراسانۍ
امپراطوري هم تجزيه او په منطقوي دولت ، د منطقې د خلکود اکسريت په اساس
افغانستان جوړ شوي دی ٠
3 ٠ کوم شی چې ستا د سر اولف کارو ( انګليس ) په نوم ليکلي دي هغه له حقيقته
لري دي ځکه چې له يوي خوا زمونږ خپل او دنړۍ نور ټول تاريخ پو هان بل نظر لري٠
پښتانه ټول يوه ژبه او يه هويت لري چې هغه پښتو او ( پښتنولي ) ده٠

٤ . که غلجي پښتانه د بيټني ادلاده وي نو دورانيان څوک دي او ولې ګډه ژبه لري ??
٥ . که غوريان فارسيبانان او ايرانيان وو نو لوديان څوک وو چې 100 کله يې په هند
او پنجاپ کې حکومت وکړ ؟
٦ ٠ پښتانه په کلاسيک ډول پاړسيبان ته ديګان واي .

له نورو شيانو تيريږم خو ستا لپاره لاندينۍ تحفه ( برخه ) درکوم :

په دي تاريخي حساسه مرحله کې ، د طالبانو تر پرڅيدو وروسته هم مونږ افغانان پر دې قادر شوه
چې د افغان نوم مو په خراسانيانو قبول کړو ،نو که اين کړې او که پين کړې دا پټی ( افغانستان )
به شين کړې ٠ستاسو ته ښه ژونددايران دخراسان په ولايت کې غواړم مونږ ته د ې خداي پاک کوز
پښتانه تر پنجاپه پورې بيرته د افغانستان په نوم راکړي ٠

د خراسانيانو په تبا هي او په پښتني مينه
پتنګ


pattang
21.01.2006

آدم خان يوسفزيه !
پتنګ ته دې داسې بوی راځي لکه چې پرتوګ د ډک وي او درخانۍ
دې په خراسانيانو خرڅه کړې وي٠
دسپي په ژبه سيند نه مرداريږي ضرور ندي چې په يو سفزيو با غيرته دراني کوم
ځان ور وتتپي ستا غوندې خرا سانيان دپښتانه او افغان په جامه کې ما ډير ليدلي او دا لمړی
ځل ندی ، داسي مجلسونه د پدرام او نورو خراسانيانو له خوا ځخه ډير شوي دي.
زه حيران دې ته يم چې په څومره لويه سپين سترګي او بې وجداني دې تاريخي حقايق پټ
کړې دي او خپل خراساني هويت ته دي پروپاګنده کړې دی٠

زه به لنډ څو شيان درته وليکم ځکه چې ستا له الفاظو او جملو ځخه مې دومره بد راځي
چې له اقتباس نه يې صرف نظر کوم :

1 ٠ دلوي افغانستان سر حدچې احمد شاه ابدالي يې بنسټ ايښی دی
تر پنجاپه پورې دی نه د ډيورن تر تحملي کرښې پوري ٠
٢ ٠په تاريخ کې هره پردۍ امپراطوري لکه ، د روم ، الکسندر يوناني له منځه تللي او
په نتيجه کې يې د منطقوي خلکو دولتونه جوړ شوي دي نو پردې اساس خراسانۍ
امپراطوري هم تجزيه او په منطقوي دولت ، د منطقې د خلکود اکسريت په اساس
افغانستان جوړ شوي دی ٠
3 ٠ کوم شی چې ستا د سر اولف کارو ( انګليس ) په نوم ليکلي دي هغه له حقيقته
لري دي ځکه چې له يوي خوا زمونږ خپل او دنړۍ نور ټول تاريخ پو هان بل نظر لري٠
پښتانه ټول يوه ژبه او يه هويت لري چې هغه پښتو او ( پښتنولي ) ده٠

٤ . که غلجي پښتانه د بيټني ادلاده وي نو دورانيان څوک دي او ولې ګډه ژبه لري ??
٥ . که غوريان فارسيبانان او ايرانيان وو نو لوديان څوک وو چې 100 کله يې په هند
او پنجاپ کې حکومت وکړ ؟
٦ ٠ پښتانه په کلاسيک ډول پاړسيبان ته ديګان واي .

له نورو شيانو تيريږم خو ستا لپاره لاندينۍ تحفه ( برخه ) درکوم :

په دي تاريخي حساسه مرحله کې ، د طالبانو تر پرڅيدو وروسته هم مونږ افغانان پر دې قادر شوه
چې د افغان نوم مو په خراسانيانو قبول کړو ،نو که اين کړې او که پين کړې دا پټی ( افغانستان )
به شين کړې ٠ستاسو ته ښه ژونددايران دخراسان په ولايت کې غواړم مونږ ته د ې خداي پاک کوز
پښتانه تر پنجاپه پورې بيرته د افغانستان په نوم راکړي ٠

د خراسانيانو په تبا هي او په پښتني مينه
پتنګ


Anonymous
06.02.2006

خوانندۀ تیزبین ، ذره نگر، قوی حافظه و حقپرست حتماً نکاتی را، که عالمی تناقض گوئی در آن نهان است، در مقالۀ بالا متوجه گردیده است ؛ که اندکی از آن را بگونۀ نمونه ذیلاَ میشمریم :

1ــ به فحوای نام نویسنده و محل اقامتش ( آدم خان یوسفزی ، از پشاور ـ پاکستان ) مقاله گویا از قلم یکخ پاکستانی نوشته شده. اما :

ــ از سبک نوشتۀ نویسندۀ مضمون پیداست، که نویسنده افغان است ، نه پاکستانی. استعمال صد ها کلمۀ دری درین مقالۀ پشتو، شاهد مدعای ماست. یک پشتون پاکستاتی هرگز این قدر لغات دری را بکار نمیبرد. پشتونهای پاکستان معمولاً کلمات فراوان انگریزی را در کلام خود ( پشتوی پاکستانی ) استعمال میکنند، که درین مقاله شاهد آن نیستیم.

ــ نویسنده « پشتون » نیست، بلکه یک « افغان غیر پشتون » است. اغلاطی که از نگاه زبان پشتو و دستور زبان پشتو، غیر قابل بخشایش است، در نوشتۀ این « آغاپشتون » بسیار سراغ میشود.

ــ شیوۀ دلیل آوری نویسنده و موادی را که وی در مقالۀ خود گنجانیده، شهادت میدهد که نویسنده از دَلِ « افغانستانی ـ پسندان » است، آن هم از قماش همان « افغانستانی ـ پسندان » بدقلغ، دو آتشه، ستیزه جو و مکار.

ــ طرز استدلال و مواردی را که نویسنده در مقالۀ خود جا داده، شباهت زیاد به گفته های شخص کذائی و موهومی بنام « عبد الله رها » دارد، که از مدتیست چهره نشان نمیدهد و خود را گویا در زیر زمینِ شرم و خجالت، گور کرده. عین موارد گنجانیده شده درین مقاله، را حدوداً یک و نیم سال پیش در مقالات آقای دروغینی به نام « عبد الله رها » در جریدۀ تفرقه افگن، مفتن و شر انداز « امید » خوانده بودیم.

2 ــ چرا نویسنده، که اصلاً پشتون نیست، خود را در نقاب یک پشتون پنهان ساخته؟؟؟؟

ــ از چالهای حضرات والای « افغانستانی ـ پسندان » یکی اینست، که خود را زیر لوای پشتونان، نشان میدهند و به اصطلاح ایرانیان خود را « پشتون » جا میزنند. ما اما با این تکتیک های فریبکارانه و نیرنگ های مزورانۀ ایشان آشنائی کامل داریم. مگر چرا ایشان این کار را میکنند ؟؟؟؟؟؟ برای اینکه بنمایانند و به اصطلاخ ایرانی « به خورد مردم بدهند » ، که وقتی پشتونان افغانستان در بند این کلمه نباشند و خود را « افغان » ندانند، دیگران بنشینند سر جای خود ( باز هم به گفتۀ ایرانیان ). آنها گویا بالوسیله و غبر مستقیم، به نفع کلمۀ ناسزاوار و بدنام « افغانستانی » قلم فرسائی کرده و میخواهند آنرا توجیه کنند، آن هم گویا از زبان یک پشتون و خصوصاً از زبان یک پشتون پاکستانی. اما این آخرین تیرهائیست که ایشان از تیرکش تقلب و نیرنگخانۀ تفتینِ خود رها میکنند؛ زود باشد روزی که دیگر تیری در تیرکش شان باقی نماند و برای « بی خلطه فیر کردن » های ایشان مجالی نگذارد.

ــ چون « افغانستانی ـ پسندان » در عرصۀ رویاروئی و مقابلۀ مردانه، شکست خوردند، مضمحل گشتند، و یرای توجیه اصطلاح نامطلوب « افغانستانی » دیگر دلیلی نیافتند، توطئۀ خود را رنگ دگری دادند و دست بدامان ادعای رسوای دیگری بردند و کلمۀ « افغان » را از بیخ و ریشه، نفی کردند.

بلی! « افغانستانی ـ پسندان » آنقدر کری خورده و درین کارزار شکست دیده اند، که دیگر به هر خس و خاشاکی، دست میبرند و در کمال درماندگی و درپچالی، در پی مدرک و دلیل میگردند. و اگر درین عرصه، سفسطه هم بگویند ـ که همیشه هم گفته اند ـ و از انگریز مآبی کار گرفته و انگلیس مکّار و بدکار را «بابای خود» هم بتراشند، باکی ندارند.

ــ ما پوست « افغانستانی ـ پسندان » را در چرمگری میدان عمل و در میدان « خدا و راستی » شناخته ایم؛ به هر رنگی که جامه بپوشند، به هر قد و اندامی که بخرامند و به هر ناز و خرامی که تظاهر کنند !!!!!!!

به یاد این باصطلاح « آقا پشتون پاکستانی » ـ و در واقع افغان « افغانستانی ـ پسند » ـ میدهیم، که هویت های قومی و ملی افغانان را درهم نیامیزد. هیچ افغان منکر بوده نمی تواند، که ما به هویت قومی پشتون هستیم و تاجیک هستیم و هزاره هستیم و اوزبیک هستیم و ترکمن هستیم و قرغز هستیم و ... هستیم. ولی و اما و مگر؛ به هویت ملی همه « افغان » هستیم. ما به حکم طبیعت پشتونیم و تاجیکیم و هزاره ایم و اوزبیکیم و ترکمنیم و قرغزیم و ... ایم، اما و ولی و مگر به حکم تاریخ و جغرافیا، همه « افغانیم ».

اگر از یک پشتون افغان هویتش را بپرسید، خواهد گفت، که هم افغان است و هم پشتون، یعنی که به حساب قومی « پشتون » است و به حساب ملی « افغان ». اگر از یک هزارۀ افغان هویتش را بخواهید، بدون شک خواهد گفت که به حساب قومی هزاره است ولی به حساب ملی افغان. و قس علی هذا. هویت قومی خداداد است و کسی آنرا از کسی گرفته نمیتواند، اما هویت ملی تکیه بر فوانین اساسی هر مملکت دارد و میتواند تغییر پذیرد. اگر یک افغان تابعیت امریکا را پذیرفت، امریکائی پنداشته میشود و اگر تابعیت آلمان را پذیرفت، به وی بدیدۀ یک آلمانی مینگرند و اگر تابعیت ایران را گرفت، در زمرۀ ایرانیانیان قلمداد میگردد. فرق درینست که افغانان وطنخواه و افغانستان پرست، اگر تابعیت ممالک دیگر را هم بگیرند، باز هم خود را « افغان » می دانند. ولی « ایران مشربان » و « ایران پرستان » بدون پذیرفتن تابعیت ایران، خود را ایرانی ایرانی جلوه می دهند و « خدای پجات » و به افتخار هم این کار را میکنند. بلی ! اینان « خدائی خدمت گاران » ایران هستند.
جاويدان باد افغانستاناحافغن جانافغانجان


Anonymous
06.02.2006

د مقالې په لوستلو سره د ځیرک، د قوی حافظې د خاوند او د حق پالونکی لوستونکی پاملرنه حتمی هغو خورا زیاتو ضد او نقیصو برخو ته شوې ده، چې په مقاله پټي شوي دي، موږ د هغو ځینې بیلگې په لاندې ډول سره روښانه کوو:

۱ – د مقالې د لیکوال د نامه او استوگنځای په شهادت (آدم خان یوسفزی، پیښور- پاکستان) د اسی ښودل کیږي، چې د هغې لیکوال یو پاکستانی پښتون دئ. خو د مقالې له لیک دود (سبک) څخه بریښي، چې د هغې لیکوال افغان دئ، نه پاکستانی. په دې پښتو مقاله کې د دری ژبې د سلگونوکلمو په کارول زموږ دغه ادعا په ښه توگه ثابتوي. ځکه یو پاکستانی پښتون هیڅکله دومره دری لغات نه په کاروي. پاکستاني پښتانه په خپلو ورځنیو خبرو اترو او لیکنو کې له زیاتو انگریزي کلماتو څخه کار اخلي، چې هغه په دې مقالې کې نه تر سترگو کیږي.لیکوال «پښتون» نه دئ، بلکې هغه په" خټه غیر پښتون" افغان دئ. ځکه د پښتو ژبې د لیک دود او د هغې د گرامر له مخې داسي زیاتې تیروتنې، چې نه بښونکې دي، د دغه ښاغلی پښتون په لیکنه کې تر سترگو کیږي.د لیکوال د دلیل راوړلو بڼه او کوم مواد، چې هغه په خپلې دغې لیکنې کې ځای په ځای کړي دي، د دې شاهد دي، چې لیکوال د زړه له کومې د «افغانستانی – خوښونکو» له ډلې څخه دئ او هغه هم د هغو له افراطی، زیان رسونکی، مکار او شخړه، شور او کړس رامنځته کونکوغړو څخه. د لیکوال د دلیل راوړلو بڼه او په لیکنه کې ځای په ځای شوې برخې، د مشکوک او دروغجن شخص «عبدالله رها»، چې ځان یې له زیاتې مودې راپدیخوا تری تم اچولی او داسی ښي، چې ځان یې د شرم او خجالت تر ډیریو لاندې خښ کړی دئ، » ویناوو ته خورا ورته والی لري. په دې مقاله کې راغلې ورته برخې موږ، یو نیم کال مخکې د ښاغلی دروغجن کس «عبدالله رها» په نامه په مقالو کې لوستې وې،چې هغه د «امید» په شر او تفرقه اچونکې جریده کې خپرې شوې وې.

۲ – ولی لیکوال، چې اصلاً پښتون نه دئ، د پښتون په جامو کې ځان پت کړی؟؟؟ د «افغانستانی – خوښونکو» ښاغلو له چل ول څخه یو یې دا دئ، چې ځان د پښتنو تر لوا لاندې ښکاره کوي او د ایرانیانو په اصطلاح خپل « پښتانه» ښیي. موږ ته د دوي دغه غولونکي تکتیک په ښه توگه روښانه دئ. خو دوي ولی په دې کار لاس پوري کوي؟؟؟ د دې له پاره چې دوي دا وښیي او د ایرانیانو په اصطلاح « خلکو ته داسی وښیي»: کله چې د افغانستان پښتانه د دې کلمې په بند کې نه وي او ځان «افغان» نه بولي، نور دې هم په خپل ځای کښني (بیا هم د ایرانیانو په وینا». دوي ظاهراً په غیر مستقیمه توگه د «افغانستانی» د بدنامي او شرمونکي کلمې په گټه د خپل قلم آواز پورته او غواړی هغه ښه ښکاره او صفت یې وکړي او هغه هم د یوه پښتون او په ځانکړې توگه د یوه پاکستانی پښتون له خولې. دا وروستی غشی نه دئ، چې دوي یې د خپل پسات اچونځای څخه ولي. خو هغه ورځ به ژر راورسیږي، چې نور نو د دوي پسات اچونځای کې نور داسی غشي خلاص او د دا ډول سپک او سپاند له پاره کومه وسیله په لاس کې و نه لري.

ځکه «افغانستانی – خوښونکي» په مخامخ او له میړانې ډکې مقابلې کې ماته خوړلې، خواره واره او له منځه تللي دي. دوي د افغانستانی د نامطلوبې اصطلاح د ښه ښکاره کولو (توجیه) له پاره نور ثبوت و نه موند، خپلې توطیې ته یې بله بڼه ورکړه او لاس یې د یوې بلې رسوا ادعا لمنې ته ورا وږد کړل او د «افغان» کلمه یې له بیخ او ریښې نه نفی کړه.

هو! «افغانستانی – خوښونکو» په دې برخه کې دومره قوی ضربه خوړلې او له ماتې سره مخامخ شوي دي، چې اوس هر څه ته لاس اچوي او په داسی حال کې چې ستړي ستومانه، دلیل او سند په لټه کې دي او که په دې برخه کې، سفسطه هم ووایي، څنگه چې تل یې ویلې هم ده، له انگریزي سیاست څخه یې گټه ترلاسه کړې، بیا هم کومه ویره نه لري.

موږ د «افغانستانی – خوښونکو» پوستکی د عمل د ډگر په چرمگرې او همدارنگه د «خدای او ریښتیا» په ډگر کې پیژندلی، ولو که دوي په هر بڼه جامې په ځان او هر ډول کړه وړه او ناز و ادأ تر سره کړي

موږ په اصطلاح دغه «ښاغلی پاکستانی پښتون» ـ او په واقعیت کې «افغانستانی – خوښونکی» ته ور په زړه کوو، چې د افغانانو قومي او ملی هویت یو له بل سره گډ نه کړي. هیڅ افغان له دې څخه نه شي منکر کیدای، چې موږ له قومي پلوه پښتانه، تاجیک، هزاره، اوزبیک، ترکمن او قرغز یو او ... یو. خو ملی هویت مو «افغان» دئ. موږ د طبیعت په حکم پښتون، تاجیک، هزاره، اوزبیک او ترکمن یو، خو او مگر د تاریخ او جغرافیې په حکم ټول «افغانان» یو.

که له یوه پښتانه څخه د هغه د هویت پوښتنه وکړي، هغه به ووایي، چې هم افغان دئ او هم پښتون. یانی په قام پښتون او ملی هویت یې افغان دئ. که له یوه افغان هزاره څخه همدا پوښتنه وشي، پرته له شکه به ووایي، چې په قام هزاره او ملی هویت یې افغان دئ. ... او همداسی نور. قومي هویت له زیږیدو سره سم سړی سره مل او د خدای ورکړه ده او هغه څوک له چا څخه نه شي اخیستلي. خو ملی هویت د هر هیواد د اساسی قانون پر بنسټ ولاړ او کیدای شي، بدلون ومومي. که یوه افغان د متحدو ایالاتونو تابعیت ومانه، هغه ته امریکایي ویل کیږي او که یو بل افغان د آلمان تابعیت تر لاسه کړ، نو هغه ته د یوه آلمانی په سترگه کتل کیږي او که کوم افغان د ایران تابعیت تر لاسه کړ، نو هغه د هویت له پلوه یو ایرانی بلل کیږي. توپیر په دې کې دئ، چې وطن غوښتونکي او افغانستان پالونکي افغانان، که د نورو هیوادونو تابعیت هم ترلاسه کړي، بیا هم ځان «افغان» بولي. خو «ایران پلوه» او «ایران پالونکي» د ایران د تابعیت له ترلاسه کولو پرته، ځانونه ایرانیان بولي او د «خدای پجات» او په ویاړ سره ایراني کړه وړه تر سره کوي. هو دوي د ایران «خدای خدمتگاران» دي.


................

Anonymous
10.02.2006

[quote:53f80f58a9="اتل افغان"]په هر پښتون فرض ده چه دې پنجاپي ايجنټ ته خوله ماتوونکی ځواب ورکړي ٠
څه چه دی ليکلي ډېر بد يی ليکلي ٠
پښتانه دومره ضعيف نه دي چه اجيرانو اومزدورانو ته ځواب نشي ورکولی ٠
پښتانه په اجيرانو تاريخ نه ليکي ٠

سرلوړې اوتل دی وي افغانستان

اتل افغان[/quote:53f80f58a9]
اتل افغان وروره!!!!!!!!!!
زه یوشی ته هک حیران یوچې دازموږدافغانستان پښتانه دلاندې پښتنوسره ولې دومره حساسیت لري؟!!!،که نه دې وطنوال خوکومه ناسمه خبره نده کړې .بل حیران پدې یم چې داپاړسیبان چې موږته هرڅه وایی ،په انسانانوکې مونه شماري ،هغوی بس هره ګړۍ وروروایو،اووایوچې خیرداخوزموږوروڼه دي ،حال داچې وروري خودې ورکه شي ،ماخودرته وویل چې په انسانانوکې موږپښتانه نه شماري ،که دلاندې پښتونخواکوم څوک دافغانستان دپښتنوچې دځان وروڼه یی بولي ،ملاتړوکړي یاووایی چې په افغانستان کې دپښتنوحقونه ترپښولاندې دي ،نودنورونه دمخه موږورته رداوبدوایو،چې نه پوهیږم دپنجاپي اجنټه ،هغه اودغه..
خوځانته دپاړسیوانانواجنټ نه وایو،دوی خوبیاهم ښه دي په خپله ژبه اوخپل کوم باندې په ښکاره ویاړکولې شي،زه اوته دپاړسیوان ،ازبک اوهزاره له ویرې په خپله خاوره کې ،په خپل کورکې ،پخپله ژبه په ښکاره خبرې نه شوکولای اوویاړخوپخپل ځای پریږده ،لاندې پښتانه زموږوروڼه دي ،مخکې تردې چې هغوی ته پیغوراوتنه ورکړو،ښه به داوي چې دخپل ګریوان ته سرکښته کړو!!!
وطن یوازې پدې نه ابادیږی چې ووایی

سرلوړې اوتل دی وي افغانستان
په درناوی


Re: پښتون يا افغان څوک دي؟

Anonymous
07.03.2006

آدم خان يوسفزی :پښتون يا افغان څوک دي؟

آدم خان يوسفزي- پشاور، پاكستان.....
پدي کې شک نشته چی افغانستان يا خراسان کی دننه د (افغان) کلمه دملي هويت حيثيت نه دی موندلی ....

.
.....
« په عمومي ډول پختنو تل ځانونو ته پختانه[color=blue:72fa9c3f6f] بللي [/color:72fa9c3f6f]دي او د افغانستان نور اوسيدونكو او بهرنيو خلكو ا كثره دافغانانو په نامه[color=yellow:72fa9c3f6f] يې [/color:72fa9c3f6f]ياد كړي دي.»...

“ خپله د پختنو په اكثره [color=red:72fa9c3f6f]ليكونو[/color:72fa9c3f6f] او حتي اشعاروكې «پختون» افغان پلل شوي دي. ....“ نولسمی پیړي له[color=yellow:72fa9c3f6f] اوايلو [/color:72fa9c3f6f]نه را دې خواته اكثره.....

د سلگونو کلونو رادی خوا پارسی وانانو هرهغه چا ته چی پشتو وایی «افغان»[color=blue:72fa9c3f6f] ګنلي!!![/color:72fa9c3f6f] دي......

كه څه هم په سياسي لحاظه د عبدالرحمن خان دحكومت له اواخرو نه چي تقريپاً ۹۵ كاله كيږي د افغان او افغانستان كلمه به رسمي ډول تبليغ شويدي. خو [color=yellow:72fa9c3f6f]دا[/color:72fa9c3f6f] كلمه هميشه دوه مخه درلوده چي په ظاهر كې د افغانستان (خراسان) اتپاعو ته ويل كيده ....
.....د افغان يا اوغان كلمي ته دخپل ملي او قومي هويت په سترګه نه ګوري. ددي كلمي دمحدوديت او [color=red:72fa9c3f6f]ناتواني!!![/color:72fa9c3f6f] ....
... ......دا سپينه شويده چي دافغانستان ټول پختانه د افغانيت ادعا نلري. صرف محدودې حلقې دي چي د افغانيت جندي جګوي او شعارونه وركوي چي هغه هم نه ملي اونه هم انساني بلكه قبيلوي او نژادپالونکی اړخونه لري.
دلته ددغو حقايقو په رڼا كښې مونږ ته دا په ګوټه كيږي چي د افغان يا اوغان كلمه پختانه نشي سره يوځاي كولاي او كوم كلمه چي پختانه يا پختو غږيدونكو ته د[color=yellow:72fa9c3f6f] قبول [/color:72fa9c3f6f]وړ دي ........
........
اوس سوال دادی چی ولی پختون پخپله خپل مستعار نوم «افغان» ردوی او نه یی منی؟
تعجبه خبره داده چي پارسي وانان چي ددي كلمي مخترعين دي څرنګه «افغان» منلای شی؟......
نن [color=red:72fa9c3f6f]هغه پختانه چي په خټه کی.پختون نه دي!!! [/color:72fa9c3f6f]لكه: اورمړٌ قبيلي، مټي قبيلي، غلجی، لودی، او داسی نورټول پختانه بلل كيږي ځكه چي دوي په پختو خبري كوي....

دافغانستان يا خراسان د پختانه په سوسايتي كې يوه محدوده نژادپالونكي [color=yellow:72fa9c3f6f]مشريه!!![/color:72fa9c3f6f] حلقې چه اكثره شړل شوي كمونيستان او نورو [color=blue:72fa9c3f6f]ملحدينو او مشركينو!!!(هاهاها) [/color:72fa9c3f6f]دي چي د پختون والی یا پختونيزم ترپردي لاندي شپي سباكوي همدوي دي چي خصوصي جرګي جوړوي، دپختونوالی یا پختونیزم او اقلیت او اکثریت ناری سوری وچتوی او دخپل[color=yellow:72fa9c3f6f] شومو مقاصدو [/color:72fa9c3f6f]تر سره کولو لپاره حتی هغه پارسی وانان چی په خټه كې پختانه دي او يا پلرونه يې پختو غږيدونكي وو پختون گڼي او غواړي چي د پختون اكثريت ددي لاري نه تامين كړي....( :D )

خو دايې هيرو شوي دي كه چيري يوه پارسيوان چي په خټه [color=blue:72fa9c3f6f]كې [/color:72fa9c3f6f]پختون وو يا پلرونه يي پختو [color=yellow:72fa9c3f6f]غړيده[/color:72fa9c3f6f] پختون ووايو نو هغه پختانه چي په [color=blue:72fa9c3f6f]خټه كې پختون نه دي [/color:72fa9c3f6f]څه وبولو؟
...لكه د اورمړ قبيلي ته منسوپ قبايل او مټي قبيلې ته منسوب قبايل لكه غلجيٌٌ،لودی، او داسی نور. ...

سوال دادی آیا دمټي قبيلي ته منسوب قبايل لكه غلجي، لودی، سیانی، نیازی، سوری، او داسی نور چی په خټه كه تاجك دې تاجكان ياپارسی وانان ویلی شو؟
... که هغه پارسی وانان [color=yellow:72fa9c3f6f]چی په خټه كې پختون دي(!!!) [/color:72fa9c3f6f]پختانه بلل كيداي شي، نو په دی حساب ټول پورتني مټي قبيلي هم تاجكان بلل كيړي....

... يو پختون پارسي وان ته پارسي وان يا فارس يا حتي تاجك ویلی شو ...

په دي اساس هرهغه [color=blue:72fa9c3f6f]چا[/color:72fa9c3f6f]چي پختو غږيږي او په خټه كي پختون نه دي پختون نه بلل كيږي چي په هغه صورت كې د اصيل پختون او بدل پختون خبره مينځ ته راځي چي [color=yellow:72fa9c3f6f]دويمه صورت كې [/color:72fa9c3f6f]هغه چا چي پختو غږيږي او په خته كې پختون ندي [color=red:72fa9c3f6f]پختووان[/color:72fa9c3f6f] يا مركب نوم لكه كړاني پختون يا مټي پختون يا تاجك پختون ويلاي شو....

اما د افغان په هكله بايد وويل شي چي ديوه خالصه قبيلي مستعار نوم دي چي صرف دوه قبيله ورته غاړه ايښي ده. چي يو يې يوسفزي او بل يې خليل دي او نوروته د منلو وړ ندي. (!!!)
په پختون يا پارسي وان يا تاجكو كلماتو كې يوه مشتركه وجه موجوده ده چي هغه ژبه [color=yellow:72fa9c3f6f]دي[/color:72fa9c3f6f] خو په «افغان» كې دا وجه نشو ليدلاي....
او زه نپوهيږم چي يو تاجك، نورستانی، ازبک، بلوچ، یا هزاره ته څرنګه افغان بللي شو؟ او پخپلو ليكونو كې افغان دپختون مترادف ګنو؟

....... پدي صورت كې د «افغان» کلمه منحصره ده پختنو ته نو دافغانستان نورو خلکو څه وبولو؟
...ددغو حقايقو په رڼا كې دا په ډاګه كيږي چي افغان [color=blue:72fa9c3f6f]يوه(!)[/color:72fa9c3f6f] قبيلوي مستعاره نوم دي او دملي هويت درښودلو ظرفيت نلري...

...ددي وطن دخلكو بومي هويت «خراسانی» او اصيل نوم یی «خراسان» یا «خورآسان» چا بدل کړه او څه مقصد يې درلود؟
...
څه خلك په دي عقيده دي چي احمد شاه بابا د افغانستان موسس دي او [color=yellow:72fa9c3f6f]چا[/color:72fa9c3f6f] ميرويس نيكه د افغانستان باني بولي.
... انګريزانو په دي سيمه كې حكومت چلاوه او دهغوي بهرني سياست «[color=red:72fa9c3f6f]تفرقه واچوه حکومت وکه»(هاهاهاها!)[/color:72fa9c3f6f] ...(يانی= تفرقه بيانداز و حکومت کن! يو پاکستاني پختون که پختو نه وای پيدا کړی نو فارواردپاليسي يا ديوائيد ايند رول به ئی کارولای...)
.
...پس له ۹۵ كاله تبليغاتو باوجود «افغان» او «افغانستان» ترننه پوري[color=yellow:72fa9c3f6f] هيچا!!! [/color:72fa9c3f6f]حاضر ندي چي ځان افغان وبولي.

[color=red:72fa9c3f6f]انګريزانو[/color:72fa9c3f6f] تر اوسه پوري دغو دوو كلمو پلوي كوي. ....په حقيقت كې انګريزبابا د افغانستان بانی دي .....
....
لنډه داچي كوم كسان چي د افغان او افغانستان ترپردي لاندي دملي وحدت شعارونه پورته كوي دوي پخپله ښه پوهيږي چي درواغ وايي .....

..او وزه دلته هغه شړل شوي كمونيستان او قام پال مشركانو(..[color=yellow:72fa9c3f6f]يو ملحد افغان ملتی او دلته په آلمان کی د غربيانو يو اجنت او تالی ستی يي. کوم مليونر پرچمی ته ليدلی يي؟ [/color:72fa9c3f6f])
توجه ؤکری: مشرک او بيا د ملحد کارولو ته، چی پرچميان نه! بلکه د جناب ع. ب. ف. هو. ن. ا. ...دنورو مستعارو نومونو لاندی ليکنو کی ئی نمونی په همدغی ويبپانه کی ليدلای شئ، تر ځو مالومه شي چی جناب پاکستانی پختون ، ادم خان يوسفزی په اصل کی د "کمسائيو" او "بتری نو" له ميدانه تازه را ولار شوی کوم بګيل لوبغاړی دی!!!!

ما ئی يوازی ځينی ژبني اغلاط چی د دپختو په وئيلو/ليکلو کی د يوه پارسيوان له خوا ئی کيدنه شوني ده دلته په رنګونو جوته کري، پر محتوا ئی
تبصره په دی نه کوم چی د ليکونکي د نيت سره می تبع نه لګيړي يوازی لازمه
بولم چی اوس خو هر چا ته مالوم دی چی دی ځوک دی٠ د مسئولينو توجه هم ورته غواږم٠ مننه
يو افغان


Anonymous
07.03.2006

د دغه جناب لاندی ليکنه هم پرتله کړی، او رشتيا ؤګوری!!!
:D :D :D :D :D :D :D

quote="Anonymous"]بی تبلکه او بی ادبه گوداگيه اجلا ادمين!
هر چوک چه دلته ليکنی کوی نو ته تر رنگارنگ مستعار نومونو لاندی د ع ب ف ا پاچی نيسی.
ستا افغان ملتيان چه گلبدينيان او جمعيتيان غوندی د آی اس آی تال ستی دی هم ملحد او هم مرتجع او تفرقه اچونکی.دی . دا چه چوک ملحد وه تولو خلکو ته معلوم شو.
ته خپله ژبه رده کره او سخه درست وليکه يعنی:
څخه
ستا په اند ع.ب ف.ا[/quote]

پدرناوی،
يو بل افغان


Re: پښتون يا افغان څوک دي؟

Anonymous
08.03.2006

[quote:9d25b95b9a="يو افغان"]آدم خان يوسفزی :پښتون يا افغان څوک دي؟

آدم خان يوسفزي- پشاور، پاكستان.....
پدي کې شک نشته چی افغانستان يا خراسان کی دننه د (افغان) کلمه دملي هويت حيثيت نه دی موندلی [/quote:9d25b95b9a]
ته چوړا نه ادم خان ئې او نه هم يوسفزۍ خدای دې د دوۍ چرګ هم تاغوندې نکړي،
اوس موچې د خر(اسان) سلګئ په وطن کې اخر ته رسيږي نو بيا ځان پاکستانی هم
کړې :) که څه هم په اصل کې د کارغل د مکتب شاګردئې، مګر نورو ته ملحد او مشرک هم وائې! مالومه ده چې لودن درنه ورک ده، خو کاکا، دا مه هيروه ، دا څو زره کاله چې پښتو او پښتانه د دې دنياګۍ په مخ دي او ٢٥٩ کاله دمخه ئې پس له لنډۍ وقفې (د نادر افشار دوره) دپښتنو له خوا جوړشوي افغان دولت بنسټ کيښود،داموفته خبره نده، که دود مو قبيله ای دۍ او که هر څه ته ورته وائې خو د نورواقوامو په پرتله همدا پښتانه وو چې افغان دولت ئې جوړ کړ او که خداۍ کوله ترې دفاع به هم ؤکړي ته او تا غوندې کمسائي بازان دې پوه وي چې دا خوبونه يوازې قبر ته وړۍشئ او بس٠
کا کو، څوک دې پريږدي خوراساڼ مراساڼ ته؟ تا له ځانه دا پوښتلي؟٠
اجالا


dostano daa ghaleeman dee

Anonymous
08.03.2006

دوستانو سلامونه مې اومنۍ ،
دا ليکنه چې چا هم کړې زه فکر نکوم چې د پښتونخوا کوم وګړي کړې وي ٠ دا د ايرانيانو،چنګېزيانو ، مغلو ليکنې دي چې دې سره په اسيلو افغانانو کې ددښمنۍ او شک شعبې راموندي ٠ دې باندې سر مه ژوبلوۍ ، دا اسې د نه سړي بچي دي ،دې بېغرتو تر ننه دخپل بې غيرته پلرونو لکه قاتل، ليئين ، چنګېز پشان داړه مارانو ، ظالمانو ملاتړي کړي ، دوی خپلو ظالمانو پلرونو پلوي کوي او دهغو وصيحت ې په غوږو کې دئ، چې تر ننه پور ې په پښتنو يا افغانانو را بړن دي٠ او هر ګړۍ افغان دپښتون نه د بېلېدو په کوښښ کې دي٠
دا نن مې انټرنټي پاڼې کتلې راکتلې نو په يوې افغاني ضد پاڼې مې سترګې اولګېدې دا پاڼه ځکه افغاني ضد پاڼه ده چې دې پاڼه کې دافغانانو د يويشتمې پېړۍ دوښمن د هيرو په څېر يادېږي، هاغه دمغلو چنګېزيانو اسيل لمسئ ، او دافغانانو لپاره ملي خاين ، غددار،اوپه بې ګناه خلقود ظالم په نوم يادېږي چې نوم ې مزاري دئ٠
http://www.hazarapress.com/political_parties/index.htm
داپورتنۍ پته وګورۍ، پخپله قضاوت وکړۍ چې اوس دوی افغانانو ته خپل ټر په پر نه پټئ؟
زه دې ته هم حيران يم چې دا دکوټې افغانان دداسې پټو غليمانونه خبر ولې ندي؟٠
هيله ده چې دې ډول غليمانو ته په ډاګه ځواب ورکړو په هر ځي کې٠
ستاسو يو خواخوږئ افغان ورور
محمود اسفي


Anonymous
09.03.2006

سلامونه دې پر تاسو وي!
د دغو دوښمنانو په ځواب د شاعر په خوږې ژبې بسنه کوم،
په پښتنه مينه،
جاله وان

[color=blue:9196925562]
ځما په دواړو وږو ناستو پريشتو وليکئ
ځما په سر چې سه ليکئ نو په پختو وليکئ

د پاکې مينې ګناهګارو چې منکر پی نشم
د رقيبانو الزامونه په تندو وليکئ

په خائيستونو پسې ورکو ليونو ملګرو
ځما په زړه کې د ګل مينه په اغزو وليکئ

د شاعرانو دقلم په ازادۍ ميئنو
حال د يوان دماشومانو دسلګو وليکئ

د ازادۍ علمبردارو د نړۍ قومونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور دپختنو وليکئ[/color:9196925562]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more