نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
افغانان په داشتوم داشتوم اخته دي د دارم دارم درک ئې نسته
ع کريم حليمي
20.01.2006
محترمو اومکرمو لوستونکو سلام !
د پلار او نيکه نوم او نښان د هغه چاسره ښايي چه يو څه خپل صفات ولري
او که خبره د تاريخ ياده سي نو دپلاراو نيکه کارنامې هم د افتخار وړ شئ سي
او که اولاد ناپوه ، قاتل ، غل ، رهزن دله وي او نارې هوهي چه تاسو زما
پلار نه پېږنۍ زما نيګه نه پېږنۍ ؟ ولي ږغ نه کوۍ ؟؟
خو اورېدونکي په ډير افسوز ورته ګوري او زبان حال ورته وايي اې بې چاره
اې بې چاره
او دئ بيا نارې کړي په داسي حال کښي چه ګرېوان ئې څرۍ او خوله ئې
په وينو ډکه وي ورورئې ئې وژلي مخ ته پروت وي پښئ لوڅي او يو چنايي
چمپل په پښه وي ٠
او بيا نارې کړي اې خلګو !
تاسي خبرياست چه زما پلار مرېټئ وهلي دۍ ٠ زما پلار هندستان نيولي وو
او نن داسي برګ برګ راګورۍ لکه زما پلار چه تاسو نه پېږنۍ ٠
زما پلار د اژداپن توپ جوړاوه !
د ميروېس او احمدشاه اولادې !
نن خو موږ د نړۍ ديوه پسمانده ملک خلګ يو !
مکتب ،پوهنتون ،پابريکه ، دوا ، عسکر ، پوليس ، مواصلات نه لرو٠
او چارطرفه غله راباندي راڅرخېدلي دي ٠ چه زموږ د سر اومال غله دي
که دغه ناټو ،يورپ ، امريکا نن زموږ څخه فرضا لاس واخلي ٠
موږ له عربو ځان ساتلي سوو ؟؟
له ايران څخه د ځان دفاع کولای سو ؟؟
د پاکستان څخه ځان ساتلی سو ؟؟
Anonymous
20.01.2006
[color=white:270fb65085]
شاغلى حليمى !
داروپايانو او امريكايانوله سيورى لاندى خو موهم داپنځم كال
روان دى خو اياتا افغانستان ليدلى چى څه يي وركړى دى ؟؟؟
دادb52 او ډيزى كټرورانى اوبربادى يوى خواته كيږده اوهغه څه
يي چى راكړى دى بلى خواته كيږده اوبيا انصاف يوه يهودى امريكايي
ته په لاس وركړه چى دكوم لورى توله درنه بولى ؟؟؟
اودارازشاغلى حليمى ! دباګرام اوګوانتانامودبدمرغه ځيلونوزورونى
اوشرمونى يوى خواته كيږده اوداستادمحبوبي امريكى دادونه اوراكړى
بلى خواته كيږده اوبياله يوه مسلمان پښتانه وپوښته چى سره برابريي
بولى اوكنه ؟؟؟
هوكى شاغلى حليمى ! ناټو امريكايانواوفرنګيانوخوله پاكستان ،عربو
اوايران نه وساتلو خوله فهيم ، دوستم حضرت على او...او...نه به موڅوك ساتى ؟؟؟
دابدمعاشان او ټوپكيان خوستاد محبوبى امريكى له لاسه راباندى مسلط شول
حليمى ته يى څه غم كوى ته خو په امريكا كى ناست يي له خبرو دى داسى
معلوميږى چى دهيواد له حالاتو بلكل ناخبره يي اوياقصدا ځان نه خبروى
اوخپل درسپارل شوى مسئوليت (؟)سرته رسوى
يو وخت سى حكمتيار اودوستم دهماهنګى شوراسره جوړه كړه نوځواكونه يي سره
ګډ شول وايي دګلمجمانو يوه قومندان دحكمتيار ديوه قومندان يو پۍ مخۍ زوى
دهغه له كورنه په زور له ځانه سره بوتوپلاريي حكمتيارته مخابره وكړه چى ګلمجمانوزمازوى بيولى دى څه وكړم حكمتيار ورته وويل صبركوه هغه بيا بيا
حكمتيارته ويل چى ګلمجمانو مى زوى بيولى څه وكړم خودحكمتيار ځواب همدا وچى صبر كوه هغه ورته وويل زما ناموس له خطر سره مخ دى اوته دا يوه خبره كوى چى صبر كوه صبر كوه
نوشاغلى حليمى امريكايانو افغانان له داسى ستونزوسره مخ كړل او داسى نادودى يي ور وليدلوى چى ددى غيرتى ولس هرڅه يي له خاورو سره خاورى كړل خوته ورته وايي صبر كوى دا امريكايان له هرچا شه دى دابه مكتب اوپابريكى راته جوړوى دابه كوى اوها به كوى
اوشاغلى حليمى صيب ته يوه عجيبه هستى خداى پيداكړى يي
يوى خواته داسلام اسلام چيغى وهى اوبل لورته دشيطان په ملګرتيا
فخر كوى اوس به دومره كم عقل څوك وى چى امريكايان او دهغوى
موخى نه پيژنى ؟؟؟
امريكايانو په خپل ټول تاريخ كى له شره پرته چاته خيررسولى دى ؟؟؟
اياته په خلكو دړندو ګومان كوى ؟؟؟
اياخلك دومره ړانده دى چى دانړى خوره بلا به نه پيژنى ؟؟؟
اوچى ته څه وايي ستا خبرى به منى ؟؟؟
دى سوركونوبيزوګيانو دانسانيت نوغى وشرماوه
دوى چى په كيوبا اوابو غريب كى څه وكړل هغه ټولى
نړى ونه ليدل ؟؟؟
داوحشى قوم انسانيت اوانسانى اخلاق پيزنى ؟؟؟
شاغلى حليمى ته خو خوشاله اوسه چى دخپلى محبوبى
په غيږ كى پروت يي ته طبعاله امريكايي اخلاقو سره مينه لرى
اوله خپل مين سره يوځاى اوسيدل خداى درپه نصيب كړى دى
خو زموږ ترى توبه ده توبه توبه توبه
لطفا داډول نصيحتونه دى بند كړه په والله چى په مغزو موداسى لګيږى
لكه ډك توپك .
هوكى ! نوى نړى پرمختللى ژوندداهرڅه پيژنو خوتوبه اوبياتوبه
هرڅومره شه اوهوسا ژوندچى وى داسلامى اوپښتنى اخلاقوپه
عوض كى يي نه كوو مابه حتما بي ادبى كړى وى زښته زياته بښنه غواړم [/color:270fb65085]
ع کريم حليمي
21.01.2006
ډېر محترم افغانى صاحب سلامونه او احترامات مي ومنه !
پر قلم ، اصلو ، اخلاقو دي برکت شه
بېله قسمه ئې ومنه چه په ليکنه دي دومره خوشحاله سوم ٠ چه په قلم ئې نه شم
ترسمولی يا تذكر
[quote:0c9595c28e]هرڅومره شه اوهوسا ژوندچى وى داسلامى اوپښتنى اخلاقوپه
عوض كى يي نه كوو [/quote:0c9595c28e]
واضح خبره ده ٠ زه د الله څخه د مرګ خواست کوم که له ما څخه اسلام پاتيږي او يا اسلامي
اخلاق ٠
[quote:0c9595c28e]داروپايانو او امريكايانوله سيورى لاندى خو موهم داپنځم كال
روان دى خو اياتا افغانستان ليدلى چى څه يي وركړى دى ؟؟؟ [/quote:0c9595c28e]
زما دي په الله قسم وي چه کفارو هيڅ په مونږ ندي کړي ٠
مونږ ئې پخپله د ځان سره کوو ٠ زه د کفر همسايه يم وطن ،اسمان ، ځمکه ، قانون د کفر دۍ
د چا پلار په ما الکهول نه شي خوړلی او نه مي قمار ته هڅولی ، نه په ما زنا کولی سي
نو د هغه پښتانه دي ملا شاته سي چه ځمکه د اسلام ،اسمان د اسلام او پنځه
وخته اذان اوري او دئ پنځه بد فعله کوي ٠ (پنج عيب سرعي )
اصلا ئې ايماني کمزوري لري ٠
[quote:0c9595c28e]اودارازشاغلى حليمى ! دباګرام اوګوانتانامودبدمرغه ځيلونوزورونى
اوشرمونى يوى خواته كيږده اوداستادمحبوبي امريكى دادونه اوراكړى
بلى خواته كيږده اوبياله يوه مسلمان پښتانه وپوښته چى سره برابريي
بولى اوكنه ؟؟؟ [/quote:0c9595c28e]
هو ! لکه نر نارې وهم پر هغه عسکر دي لعنت وي چه داسي غيريانساني ، د خنځير
په ډول کارونه ئې کړي ٠ او پر شير دې افرين سي د هغه عسکر چه جهان ئې په
خبر کړۍ ٠
[quote:0c9595c28e]هوكى شاغلى حليمى ! ناټو امريكايانواوفرنګيانوخوله پاكستان ،عربو
اوايران نه وساتلو خوله فهيم ، دوستم حضرت على او...او...نه به موڅوك ساتى ؟؟؟
دابدمعاشان او ټوپكيان خوستاد محبوبى امريكى له لاسه راباندى مسلط شول [/quote:0c9595c28e]
توا زه نو مور نه لرم چه راباندي و ژاړي ، اولاد نه لرم ، اوکه احمق يم
مسلمان نر يم په خپل اصلي نامه ليکني کوم ٠
زما مور ، پلار ، اولاد او ځان ټوله تر مبارک قربان سي
عن أبي هريرة ـ رضى الله عنه ـ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال " فوالذي نفسي بيده لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من والده وولده ".
عن قتادة، عن أنس، قال قال النبي صلى الله عليه وسلم " لا يؤمن أحدكم حتى أكون [color=white:0c9595c28e]أحب إليه من والده وولده والناس أجمعين ".[/color:0c9595c28e]
حب د جانان سره لرم٠ که مي حق درلودلی ته مي هم تر قربانولې
ګوره وروره !
چه درب سي سپين مسلمانان ئې وږلي وي ٠ د خدای روی ته وګورۍ
څونه مسلمانان يايد مړه کړۍ چه ملل متحد و باسۍ ٠
خو طالبان ، سياف او توره ، پير صاحب ، حضرت صاحب ٠٠٠٠
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ ټوله ارام ناست دي ٠
غريبان وژنې ،مسلمانان وژنې ، د پرون يتيمان وژنې ٠
داهر څه د خپله لاسه درپېښه ده ٠ د خداي دپاره يمن ،جورډن ، سعودي ، پاکستان ،امارات ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
ټوله و ملل متحده تر کنټرول لاندي دي ٠
ته نو ولي بايد نه ئې لاندي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
Anonymous
21.01.2006
ګران ورور افغاني او نورو دوستانو ته سلامونه ٠
زه غواړم د يوه دردېدلي انسان په توګه ستاسو څخه خواهش وکړم چې د هرچاعزت وساتۍ خودمشرانواحترام فرض دې ٠
محترم حليمي صاحب يودروند ، باغيرت ، صادق او د فکر څښتن دې ٠ اوڅه چې ليکي په هغه کی ژوره معنا نښتی وي ٠ سړې بايدڅوک په خپلونظريو ملامته نه کړي ځکه چې لکه څنګه چې سړې ته خپله نظريه مقدمه وي همدغسې هرڅوک وي ٠
نوره مو خوښه خپله زما يوخواهش وکه مو ومانه خېريوسۍ که مو ونه مانه هم موکورودان
ډمبرګلې
Anonymous
21.01.2006
اي خلګو، اي وړونو او دوستانو!
دا په موږ څه جادو سوی دی چې غير له ځانه بل بني آدم نه منو! بس هم دا زه عقل کل یم او نور ټول په پښه تړلي دي، بس دازه په هر څه پوهيږم نور ټول ديوه سره ډمان دي، بس دا يو زه ښه مسلمان يم نور ټوله يا کافران دي او يا دا چې اسلاميت يې ناقصه دی، بس همدا زه يو ښه وطنپاله افغان يم بس نور ټوله ديوه سره ګوډاګيان او د نورو نوکران دي، بس دا يو زه ښه او سوچه پښتون يم نور ټول په انسانانوکې نه شمارم او داسي په لسهاوو نور څه. که يې په ګوندو او ليډرانو کې هم دا خبره را واخلی نو خبره نوره هم مرداريږي ځکه چې د هر ګوند او هر ليډر سر بلا استثنا يا دډالر تر لسټوڼي را وزي يا د پاکستاني روپۍ يا د عربي ريالو او يا هم د روسي روبلو او ايراني ريالونه. ديوه سره ګوډاګيان او دنورو نوکران دي . برادره دلته نه اسلام سته نه پښتو سته نه پښتونولي سته او نه افغان سته او نه هم وطنپالنه. که سمه محمدي خبره وکړو ديوه سره ودې وطن ته ودې خلګو ته او ودې خاوري ته په دنيا او اخرت کې ګرم يو ملامت يو او مختوري يو. دا وطن موږ ټولو دا ژبه موږ ټولو دا ولس موږ ټولو ديوه سره و پلوره او تر مذبه پوري مو ورته خيانت وکړ.
بس اوس چې د مفتو انترنيتي خبرو وخت سو هر يو ځانته ښه پښتون وايې هر يو ځانته ښه مسلمان او ښه افغان وايې هر يو ځانته ښه وطنپال وايې خو په عمل کې ټولو ديوه سره يا مستقيم يا غير مستقيم و پردو ته خدمت وکړ هغه پردي چې اوس يې زموږ وطن په قواله اخيستې ده. اصلي د وحدت او صفا لاره پيداکړي او راتلونکي جوړه کړی په دې خبرو يې سر نه سره ورځي همدغه حالت مو هم دﻻسه وزي . دخداي په امان
Anonymous
21.01.2006
ګران محترم اوزړه ته رانيږدې دردمند صېب سلامونه !
په خدای قسم چې په هره خبره دی پوهېږم ٠ په دې هم پوهېږم چې د وطن سره په وفاکی زمااوستا په احساس کی هيڅ فرق نه شته ٠ فرق يواځې په دې کی دې چې دټولنپالی مينې اواحساس ډاينمو ته د حرکت اوڅرخېدوتوان يواځی مخالف قطبونه ورکولای شي ٠ خو داهسې په فلسفه پورې تپل شوې نظر دې ٠
دايوڅو اوتی باوتی چې ليکو دا هم د زړه تنګۍ اوبېکارۍ څخه کنه څوک به دومره وخت ولري چې ساعتونه په ليکلو مصرف کړي ٠
مقام ، سياست او طاقت د پيسوکار دې ٠ چې دغه د چا سره وي نور هرڅه کوم تکليف نه لري ٠ديوتکړه سياست چلوونکي او يوتکړه ليکوال ترمنځ فرق داوي چې سياستوال په درواغو ، زور ، پيسو اوبې رحمۍ مقام او مشري غواړي ٠ دخپل هدف لپاره په خپل ورور هم اسره نه کوي ٠ خويوحقيقي ليکوال به هيڅکله دغه هدفونه ونه لري ٠ که کوم نوم اومقام ترلاسه کوي نو هغه به يې دخپلوزحمتونوپه نتيجه کی د خلکو اوټولنې له قضاوت وروسته ترلاسه کوي ٠
ديوليکوال څخه د هيڅ طمع نشي کېدې پرته له ليکنو٠
مونږ خو لکه څنګه چې ښايي هغسې ليکوالان هم نه يو خوبيا هم په مسايلو خپل نظر وړاندی کوو ٠ ترهغه چې پټه خوله پاتی شو ښه داده چې دښواوبدو په مقابل کی ښه اوبد موقف ولرو او سره ګډ يې نه کړو ٠
دپښتو اوپښتونولۍ په هکله زما نظر دادې چې د خپلی ژبې لپاره کارکول د هرپښتون حق دې خوکه د سياسي اهدافو اله تری جوړيږي نو دا بيا په ژبه پوری اړه نه لري ٠
همدغه رنګه پښتونولي ده ٠ (پښتونولي) هم تر هغه سرحده چې پښتنو ته ګټه رسوي اود انساني نورمونواو حقوقو سره په تضاد کی نه وي دمنلواوپاملرنی وړ ده ٠
اخلاقي نورمونه ترډېره حده په مذهب اودين پوری تعلق لري اودښځې اونر ترمنځ د اړيکو سرحدونه اوشرطونه تعينوي ٠ پښتونولي هم نيږدې ټول شرطونه په ښځه پوری په داسې توګه تړي چې ان له اسلامي اصولوسره هم سازش نه کوي ٠
دمثال په توګه په اسلام کی د ښځې کار ، ادره ، تعليم ، انتخاب، طلاق اود لښکر مشري شته خو په پښتونولۍ کی دغه شيان ننګ اوعاردې ٠ په پښتونولۍ کی په تعليم اوتربيې هيڅ ټينګار نه دې شوې ، په اتفاق نه دې شوې په ټولنيز پرمختګ اوترقۍ نه دې شوې او دحقوقي اوعدالتي مسائلو مخه نيسي ٠
نو يو تعليم يافته انسان څنګه خپل ضمير ته اجازه ورکړي چې په دې عصر او زمان کی چې ددنيا وګړي د ساينس اوتکنالوژۍ اوج ته رسېدلي ، يو قرون وسطايي او دقانون ضد رواج ته غاړه کيږدي اوويې ساتي؟
دانترنيت په هکله بايد ووايم چې داد خدای لويه پيرزو ده چې شاه اوګداته يې موقع مساعده کړې چې خپل نظروړاندی کړي کنه په چاپي مطبوعاتو کی څوک دځينو شيانو جرات کولای شي ؟
احترام
و ، م ، ا
ع کريم حليمي
23.01.2006
محترم دردمندصاحب ، درنو لوستونکو سلامونه او ښې هيلي
[quote:6d8c171009]اي خلګو، اي وړونو او دوستانو!
دا په موږ څه جادو سوی دی چې غير له ځانه بل بني آدم نه منو! بس هم دا زه عقل کل یم او نور ټول په پښه تړلي دي، بس دازه په هر څه پوهيږم نور ټول ديوه سره ډمان دي، بس دا يو زه ښه مسلمان يم نور ټوله يا کافران دي او يا دا چې اسلاميت يې ناقصه دی، بس همدا زه يو ښه وطنپاله افغان يم بس نور ټوله ديوه سره ګوډاګيان او د نورو نوکران دي، بس دا يو زه ښه او سوچه پښتون يم نور ټول په انسانانوکې نه شمارم او داسي په لسهاوو نور څه. که يې په ګوندو او ليډرانو کې هم دا خبره را واخلی نو خبره نوره هم مرداريږي ځکه چې د هر ګوند او هر ليډر سر بلا استثنا يا دډالر تر لسټوڼي را وزي يا د پاکستاني روپۍ يا د عربي ريالو او يا هم د روسي روبلو او ايراني ريالونه. ديوه سره ګوډاګيان او دنورو نوکران دي . برادره دلته نه اسلام سته نه پښتو سته نه پښتونولي سته او نه افغان سته او نه هم وطنپالنه. که سمه محمدي خبره وکړو ديوه سره ودې وطن ته ودې خلګو ته او ودې خاوري ته په دنيا او اخرت کې ګرم يو ملامت يو او مختوري يو. دا وطن موږ ټولو دا ژبه موږ ټولو دا ولس موږ ټولو ديوه سره و پلوره او تر مذبه پوري مو ورته خيانت وکړ. [/quote:6d8c171009]
نه داسمه خبره نه ده ! افغان ٢٣ مليونه نفوس لري ٠ اما په سياسي ډګر کښي
ډېر لږ افغانان برخه اخستې ده ٠
که ملت ټوله چپيان وای (خلقيان) نو به هيڅ وخت د خلق نظام نوای چپه سوای
او که ملت ټوله د طالبي سياست پلويان وای ٠ نو به افغانستان دوهم عراق وای
و امريکاته
داخو نه سمه او نه محمدي خبره ده ٠ چه ټوله ملت ډالر ،روبلونه يا ريالونه
واخستل ٠
پښتنه داده ! هو عوام الناس دا خبري کوي چه افغان هر يو من دۍ او نيمنی په
کښي سته ٠ نو ستاسو له خبري او ليکني څه موږڅرنګه مطلب واخلو ؟؟؟
دمشکل احساس حيوان او انسان دواړه کولي شي ٠
اما حل پيداکول يې هوښياري ده ٠
پورته مشکلات چه تاسو بيان کړي ٠ نوحل ورته لرۍ که يا ؟؟؟؟
زما د حل لياره داسي ده
راسي چه ټوله هغه خلګ و ترټو چه له غيري قانوني توپکه کار اخلي ٠
راسۍ دغه شورا ومنۍ ٠ که خلقی دۍ که طالب ،اوکه جنګي
نن ئې سند په لاس کښي دۍ چه ملت رايه ورکړې ٠
ډيرغلط فکر دۍ چه مشروعيت ئې څوک نه مني ٠ او حرج او مرج جوړه وي
چه په شورا کي توپک وال راغلي ٠ رايي حساب سوې که رشتادي که نه
نن دي دغه د ملت وکلان دي ٠د ملت و تصميم ته د قدر په سترګه وګورۍ
تر نن به سبا ښه سي او تر سبا به بل سبا ښه وي ثم پر ثم به سميږي