نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ترحوبه به وينو كى لامبو؟؟؟
Anonymous
19.01.2006
[size=18:6cd1d0532e][color=darkred:6cd1d0532e]ترڅو به په وينو كى لامبو ؟؟؟
ترڅو به دادوينوسيلابونه ژبغړانده وى ؟؟؟
ترڅو به دادمرګى لوبه روانه وى ؟؟؟
ترڅوبه دادسپيرو افغانانو غوشى په بمونوالوزى ؟؟؟
ترڅوبه دا اورونه اوسره بڅرى اورى ؟؟؟
ترڅو به دادوير ټغرونه ويړپراته وى ؟؟؟
ترڅوبه دا ويرونه اوساندى وى ؟؟؟
ترڅوبه موپه وينو اوسرونولوبى روانى وى؟؟؟
ترڅو به په دباروتو لمبوته ټيل وهل كيږو؟؟؟
ترڅوبه داسپيره اوبدمرغه ولس لا پسى سپيره اوبدمرغه كيږى ؟؟؟
ترڅو به دا لالهانده ولس ستړى او ستومانه وى ؟؟؟
ترڅو به ددى ستړى ولس وينى بهيږى ؟؟؟
ولى موږ په خپله ځمكه دژوندكولو حق نلرو؟؟؟
ولى موږ انسانان نه يو چى دبشريت
په دى ظالم چاپيريال كى دژوند كولو حق رانه لوټل كيږى ؟؟؟
داله نورو وچو راغلى بدمرغه اوسخت زړى انسانان
زموږپه كورونواومالونو ولى بلوسى ؟؟؟
دازموږپه خولو كى وچه ډوډى يي ولى را باندى پيرزو نده ؟؟؟
او ان دازموږ په خولو كى تته موسكا يي ولى په مغزو شه نه لګيږى ؟؟؟
داداختر يو دووه ورځى ميلى يي هم په وير راسرى كړى !!!
موږخوله خپله هيواده يوګام هم دچا دكور ورانولوته نه يو وروتلى
موږخو دهيچا په لاره كى اغزى هم ندى اچولى نودازموږهيواداوكورونه
يي ولى له بمونو راته ډك كړى دى ؟؟؟
موږخوپه يوه وچه ګوله ډوډى پسى لالهانده يو
زموږكلى اوكورونه خو دتيرو جګړو نه راپاته كونډو او يتيمانونه ډك دى
زموخونيم هيواد په هديره اونيم په كنډواله بدل شوى
زموږدكونډوپيغلو ساندى خو لا ندى كرارى شوى
زموږ دبورو ورارو اوښكى خو لا ندى وچى شوى
زموږديتيمانو سلګۍ خولاندى غلى شوى
اى دنړى تورزړو انسانانو!!!
اى دانسانيت دغوشو تږيو ليوانو !!!
اى دمترقى تمدن لرونكو انسان نما وحشى درندګانو
زموپه كړاو مولا سينى ندى يخى شوى ؟؟؟
زموپه وژلو او زبيښلو لا نه ياست ستړى شوى ؟؟؟
كله به دادمرګ وزلوبه پاى ته رسوئ ؟؟؟
كله به دادوينو سيندونه دروئ؟؟؟
كله به دادبمونواواسپنو باران پاى ته رسوئ ؟؟؟
كله به دازموږ له ژوندسره لوبى ختموئ؟؟؟
دټول افغان خوږو ليكوالانو اولوستوالو خداى دى وكړى ستاسو
سرونه مى نه وى درخوږولى باوروكړى چى دى وروستوپيښو ډير
زيات زړه خوړينۍ كړى يم په خبرى رسنيو كى مى چى دهيوادوالو
غوشى اوهډوكى وليدل زړه مى تڼاكى شو اوداتڼاكى مى داستاسو
په مخ كى سورى كړى كه وشم كولى خپل سوى زړه يوڅه سپك كړم
تاسو چى ديوه له هيواده ليرى افغان سوى كړيكى واورئ
نوسوچ وكړئ چى دهغوبدمرغوبه څه حال وى چى دا پيښى
يي په سرونو راغلى دى اللهم اليك المشتكى [/color:6cd1d0532e][/size:6cd1d0532e][size=24:6cd1d0532e][/size:6cd1d0532e][size=18:6cd1d0532e][/size:6cd1d0532e]