د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

له ښاخۍڅخه ګريس بند شعر

خيرن
18.01.2006

ډېمو کراسي
زما په ګته وايه زما ګټه پاليسي ده
زموږ پکې نور نشته بس همدا ډيموکراسي ده
که پلاردرنه خپه که مرور در نه باباوي
زما شراب به اخلې که په زورکه په رضا وي
او ستا کوکنار دی نه وي که هر څو دې مفلسي ده
زموږ پکې نور نشته بس همدا ډيموکراسي ده
زما پيره چې وکړ نو هغه سړی دکار دی
زما دښې چې نه وي نو هغه ټوپک سا لار دی
دغلوپه لاس کې زوراوبی کسو بې کسی ده
زموږ پکې نور نشته بس همدا ډيموکراسي ده
که ستاسړی مې مړ نو بښنه کړه خطا ده
په دوه زره ډالره به شو پخلا ستاخو رضا ده؟
که زما پيشو دی پشې کړه کيسه تروريستي ده
رموز په کې نور نشته بس همدا ديموکراسي ده
له ښاخۍڅخه
خيرن


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more