د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ټوکه

Abid
18.01.2006

يو ماشوم جومات له تللی او ملا صاحب ته يې ويلي دي چې ملاصاحب زما مور خو دلته نه ده راغلې؟ ملا صاحب ورته ويلي دي چې ملا او دومره تعالې؟


کټوازی
18.01.2006

عابد جانه !
سلامونه او نېکې هيلې درډالۍ کوم !
هرکلی دې راباندې فرض دی ، ځکه دې غېږې ته رانږدې کوم ، پۀ دې تمه چې يوازې به مو نه پرېږدې !
خدای دې خوار مه کړه ما خوو يل چې دا تاسې شاعران به درواغ يوازې د شعر د خيالي او تصوراتي نړۍ تر وهمي پولو واياست ، او سړيتوب به د خپلې شاعرانه ټوميټيډي څخه خوندي ساتئ ، خو هغه تاسې لکه شېخ محمديان چې ټوله ورځ پۀ درواغو کې راتېره کړي ، نو بيا يي عادت او فطرت ګرځېدلی وي ځای او موقعيت ته پام نه لري ، د چا خبره دبادب يې دبوي ،
تاهم کټ مټ هماغسې ،د سړيتوب پۀ ځای کې هم پۀ درواغو پيل وکړ ، ښايي د شعر تر خيالي ا و وهمي تاثير لاندې يې ! خدای وهليه دومره درواغ !!؟؟ حمزه بابا چېرې پۀ پېښور يونيورسټي کې درس وايۀ ؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
........ خو پۀ هر صورت ،
پروايي نسته ، دلته دې ولا که څوک داسې هم و بولي ، لکه ها زموږ پۀ کلي کې د خيروک ادې !
د عبدالهادي حيران پۀ ټالو مه زانګه ، د چا خبره دلته يي له يو دوو ټوکو سره باد ووت ،لا اوس هم پسې ورک دی [color=cyan:72232ec942](ډېره پۀ زړۀ پوري ټوکه را پۀ زړۀ سوه ، خو که هادي جان ، پۀ ځانګړې توګه اجازه ر اکړي بيا يي ليکم ) [/color:72232ec942]
خير دا درته وايم ،که د سړو پۀ کتار کې درېږې ، نو ها زموږ بنډار ته راسه ، ګنئ يوازې يي نه سې شړۍ کولای !
پۀ همدې هيله ................... ستاسې صميم


صميمه ورورکه سلامونه

Abid
23.01.2006

ما اوريدلي وو چې حمزه بابا د پيښور په يونيورسټۍ کې په اسلاميه کالج کې زده کړې کړې وې. بله دا چې ستاسې د سړيتوب بنډار ځای چيرته دی، هلکه لږ خو يې موږ ته هم راوښيه.
ستاسې عابد


کټوازی
23.01.2006

..... عابد جانه ، پخير ،
وېغام ، ولې خپه سوې ، سلام دې هم هېر سو ،
تا که اورېدلي وي ، او که يه ، حمزه بابا پۀ پېښور يونيورسټي کې درس نه دی ويلی ، او نه يي هم پۀ اردو شاعري کې ځانته مقام پيداکړی ، که يي پيدا کړی وای نو اوس به يي پۀ اردودانه طبقه کې هم قدر کېدۀ ، قدر خو يي مه کېدای ولاکه لا نوم قدرې هم اورېدلی وي ، او دابه هم درته ووايم ، که يي پۀ پېښور يونيورسټي کې سبق ويلی وای ، بيا به حمزه ، حمزه نۀ وو پاته ............................ بس نور نو که پوهېدې پر مطلب به مې پوه سې ، ګنئ د بهير له انډيوال ښاغلي حنيف خليل څخه يي پوښتلای سې ................
زموږ بنډار ځای ته پر دې ادرس راتلای سې ،
د پردېسۍ پۀ هجره کې د سپکو ورکو د غوبل ياران ، انځورګر پلازه ، د بحث فورمونه ،ټول افغان ، او يا هم دا پيوند کېکاږئ http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=11724#11724

............. ستاسې د راتلو پۀ تمه ، ورور مو صميم


Dost
23.01.2006

سلامونه هریو عابدصېب او صمیم کټوازی !

صمیمه ،بیا دا نویو مېلمنو ته ....ویی سوئ ئې (پام دي وي چي پدې نامۀ خپه نسې ځکه چي زما په چاپېریال کي خورا لوړ مقام لري) عابد صیب خو دخپلي لیکني په عنوان کي پۀ ډېره صمیمانه لهجه په سلامونو لمانځلی وې .


پک مې ليدلی و نه ماغزه وتلي

خيرن
23.01.2006

سلامونه او مينه
له کومه چې زه عابد صاحب پيزنم ريشتيا هم دير مدبر، زره خوګی ،اوله ميني دک انسان ده ْ خود کتوازي اپلتې مې چی ولوستې نو د امتل را ياد سو پک مې ليدلی و نه ماغزه وتلي (کم عقله مې ليدلی نه شر ميدلی) چې نه د خپل د عزت پروا کوې و نه د نور ْ
په کليواله پښتنه مينه
خيرن


Stoman
23.01.2006

هاهاهاهاهاها ،
يارانو ، پۀ مينه او خوښۍ ،
دوست زړګيه ! رښتيايي هم پۀ سلامونو لمانځلی وم ، خوولا که مې ورپام وو ، خو داچې تۀ را ته وايې بيا ورته غويی سوی يې ، ولا له خندا مې پۀ بډوګو دردشو ، ځکه چې پۀ دې خبره دې د عابد جان پوزېشن برعکس ښوولی ،او بيا سي پسې [color=white:6cf378f206]غويمه[/color:6cf378f206] ام سي ، :oops: :oops: :oops:
هو ! رښتياهم تاسې وال غوايي ته پۀ يوه نړۍ سپېڅلتيا او تقدس قايل ياست ، يا ها د چاخبره، ولا تر پلار هم ښۀ درته ښکارېږي :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: ( ګوره يې موږوال چې لکه ميندۀ غويی مزغی نه وغړوې ، دا نور دله ګان دريادوم )


Dost
24.01.2006

وه یارانو بیامي سلامونه ومنۍ!
خیرنه،ته خو مي ځانګړي سلامونه درواخله هر کله راسې ،خو دومره ژر غوصه خو هم ولاکه....
ورورکیه ،زموږ مطلب دا نه وو،چې خدای مکړه د عابدلالا دي سپکاوی وکړو شکر هغوئ خو په ټوکو تر موږ ډېر پوهېزي ،اوبیا کاڼي خو هغي ونې ته ور ویشتل کېږي چي مېوه لري ،کنه نو چينار ته بیا چا کاڼي ور ویشتل ؟؟ دا خو د ټوکو ټکالو خونه دلته به موږ ټول سره یاران یو او بس . دا خبره مي د بحث د ټولګری حیثیت له مخي درته وکړه ،خوابدئ کېزې به نۀ . له دې لنډیو سره دي ډېره جوړه ده ځکه به یوه درباني پیرزو کړم
خیرنه،ستا خاطر لپاره
................................کنه ،پۀ لویه لار کي نکړم مجلسونه
نور به دا ځای پرېږدو چي عابد لالا مو د خپلو ظريفي واقیعتونو او ټوکو دوهمه برخه وړاندي کي .
[quote:3d287e6be8]هاهاهاهاهاها ،
يارانو ، پۀ مينه او خوښۍ ،
دوست زړګيه ! رښتيايي هم پۀ سلامونو لمانځلی وم ، خوولا که مې ورپام وو ، خو داچې تۀ را ته وايې بيا ورته غويی سوی يې ، ولا له خندا مې پۀ بډوګو دردشو ، ځکه چې پۀ دې خبره دې د عابد جان پوزېشن برعکس ښوولی ،او بيا سي پسې غويمه ام سي ، [/quote:3d287e6be8]
صمیمه، خدای دي خوار مکړه بیا دي پۀ څۀ سپېڅلو نومونو ،نو مولی یم . خیر په عابد لالا دي ولاکه ملامت کړم ،ځکه چي [color=cyan:3d287e6be8]سلام ئې تر دروازه دي باندي اچولی وو[/color:3d287e6be8] :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:


Stoman
24.01.2006

يارانو سلامونه ، پاستۀ لکه ګلونه ، خواږۀ لکه قندونه ، درانۀ لکه غرونه او تېز لکه برقونه ، در وايي خلئ پۀ مينه ، مينه !
................ ښه ، ښه ،
[quote:dda60a1dee]له کومه چې زه عابد صاحب پيزنم ريشتيا هم دير مدبر، زره خوګی ،اوله ميني دک انسان ده ْ خود کتوازي اپلتې مې چی ولوستې نو د امتل را ياد سو پک مې ليدلی و نه ماغزه وتلي (کم عقله مې ليدلی نه شر ميدلی) چې نه د خپل د عزت پروا کوې و نه د نور ْ
په کليواله پښتنه مينه
خيرن[/quote:dda60a1dee]
هلکه خيرنه بچو پخير !
چېرې دې زما قلمي پليتي ليدلې ، تۀ خو يي يو ځای راته وښيه ، چې کفاره يي ادا کړم ،!
هو رښتيا هم کم عقل مو ډېر ليدلي ، خو ستا غوندې شرمېدلي مې کورټ نۀ دي ليدلي ، چې پۀ پټو سترګو ځان بربنډوونکی تهمت پوري کوي ، نور ځکه څۀ نه درته وايم ، چې له سپکو سره سړی سپکېږې ، او بيا ، تر ما مخکې ښاغلي دوست ، له خوبه راپاڅولی يې ، چې ، [color=cyan:dda60a1dee]کاڼي خو هغي ونې ته ور ویشتل کېږي چي مېوه لري ، ګنئ چنار ته يي خلک ولې نه ورولي ؟؟؟؟؟[/color:dda60a1dee] چې هيڅ مېوه ياني اخلاقي ظرفيت او ظرافت نه لري او نه به يي هم ولري ، خو که برسېره پردې هم لا خوبولی يې ، نو يو وارې بيا راته غوږ سه
، يو ځای دوو کسانو پۀ خپل منځ کې خپړې سره لګولې ، خبره يي تر درېيمانو رسېدلې ، درېيمانو چې د دواړو ږغېدا اورېدلې وه ، نو يي دا يوۀ ته ويلي وو ، چې پلانکيه ورباندې ګرم يې دا سې به دې نه کول ! پلانکي يو وارې ځانته اور ورکړی چې څرنګه مو زۀ ورباندې ګرم (ملامت )کړم ؟ پۀ دا درېيمانو کې يي دا زما غوندې ويوۀ غريب ته مخ وراړولی ، چې تۀ هم د فيصلې وال سوې !؟ کنځاوې او ستغې سپورې يي ورته کړې وې !
دا سړي ورته ويلي وو ، چې زۀ خو څۀ نه درته وايم ، ځکه چې غريب سړی يم پۀ وس کې مې نسته درسره ، خو د ومره پرې پوهېږم ، داخلک دې ............غ ..................ي .............. ي ، که داسې ورسره وکړې :oops: :oops: :oops:
نو زۀ هم ( دهغه سړي پۀ دود) ، نور څۀ نه درته وايم ، ځکه چې يو دوه شپې به مې وي ، او يا نه ! ؟ خو داسې پې پوهېږم ، چې پۀ دا خلکو ځان .................... ، :oops: :oops: :oops: :oops: [color=white:dda60a1dee] ( هيله لرم چې دا به هم زما پۀ بې عقلي تعبير کړې ) [/color:dda60a1dee]


عنوان

خيرن
24.01.2006

سلامونه او مينه
خوالګره ! ته هم لکه چې داخله کي باد وهلی يې نو په رنا ورز پنڅه در ته شپږ ښکاری
په توره شپه کې کي به دريو ته څو وايې نو ته پاس وګوره ما تاته ليکلي او که او
که کټوازی تهْ ؟ او دوسته ګرانه ډيره مننه ستا له بلنی څخه
په درنښت
خيرن


Re: ظريفې ټوکې او واقعيتونه: لومړۍبرخه

Abid
25.01.2006

[quote="Abid"]بازمحمد عابد

ښاغلي عبدالهادي حيران د بهير په پاڼه کې ادبي ظرافتونو ته ورته يو څو ټوکې ليکلې وې چې زه يې هم وهڅولم چې په تيرو دولس کلونو کې مې کومې ظريفې ټوکې اوريدلې وې او يا مې مخ په مخ له اديبانو اوريدلې وې دلته له تاسې سره شريکې کړم. د حيران صاحب نه په مننه چې زما يې هم دې خبرې ته پام راوګرځوو.

ښاغلي مصطفی سالک به په پيښور کې يوې دوه مياشتينۍ مجلې ته وخت پر وخت په شاعرانه تعالي باندې مقالې د حنيف خليل په لاس ليږلې. يوه ورځ يې په خيبر بازار کې د هغې مجلې مسوول مدير سره په داسې حال کې وليدل چې حنيف خليل هم و. سالک پوښتنه وکړه چې . . . . صاحبه تاسې په پښتو شعر کې شاعرانه تعالي څنګه ارزوئ؟
د مجلې مدير ورته وويل:کم عقله ته مطالعه نه کوي که نه په دې اړه د افغانستان لوی نقاد پروفيسر مصطفی سالک زما په ميګزين کې په همدې موضوع بلا مقالې ليکلي دي .

غالباً د ١٩٩٤ ع کال خبره ده چې موږ د پيښور په(( اردو ساينس بورد)) کې د بهير غونډې کولې. د هاغه وخت مرحوم امان الله ساهو د بهير درځوال و. د مشاعرې په دوران کې ښاغلی (( اسماعيل اړم)) هم راغلی او د يو ښاغلي او منلي استاد اديب او نقاد شاه ته په څوکۍ ناست و.داړم صاحب نوبت رارسيدلی و ساهو مرحوم وويل چې اوس به ښاغلی اسماعيل اړم د شعر ويلو لپاره تشريف راوړي. د بلنې پر وخت کې د ساهومرحـوم د ليد لوری د نوموړي استاد په لور و. استاد اول ښۍ اړخ ته، بيا يې کيڼ اړخ ته وکتل . اړم صاحب يې په نظر را نه غلو. خو اړم صاحب چې خدای ورته دوه نيم متره قد ورکړی و، د استاد له شاه د اوږد لرګي غوندې را ولاړ شو نو استاد په ډېرې خاکسارۍ سره وويلي : څنګه دا اړم مو لکه چې ماته لګولی و ؟

يو وخت پسرلي صاحب په پيښور کې د سپيدې په نوم ادبي او کلتوري مجله چلوله. په خيبر پلازه کې يې دفتر نيولی و. په دفتر کې هر وخت د شنو چايو پريماني وه. دفتر ته به په افغان ليکوالو او شاعران سربيره پيښوري ياران هم راتلل. يوه ورځ چې مرحوم ساهو ميلمنو ته د چايو پيالې ډکولې، نو د پيښور د سيمې يوه مشهور محقق او شاعر هم تشريف درلود. رفيع صاحب غږ کړ چې ...... صاحب ته بوره واچوئ. هغه په ځواب کې وويل چې بوره خو موږ غواګانو ته اچوو. ساهو مرحوم له واره ورغبرګه کړه چې موږ يې هم خپله نه خورو .

وايي چې حمزه بابا چې په پيښور يونيورسټۍ کې درس ويلو نو هغه وخت يې اردو شعرونه ډېر ليکل او په اردو ادب کې يې هم خپل مقام ساتلی و. په لاهور کې کومې درنې مشاعرې ته بلل شوی.( دلته دا يوه خبره بايد سپينه شي چې پنجابيان په ټولو پښتنو دا تور لګوي چې پښتانه د اردو ژبې محاوره په سمه توګه نه شي ادا کولی ) په مشاعره کې حمزه بابا ته نوبت رسيدلی او شعر وايي.
(( مجنون نظر اتي هی، ليلا نظر اتا هی))
اردو شاعرانو پرې سخت طنزيه داد وکړی او ورته يې ويلي چې ( واه واه خان پهر سناوو. حمزه بابا بيا پورتنۍ مسره تکرار کړې وه. چې بيا ټولو اردو ژبې شاعرانو داد وکړی او د يو ځل بيا غږ يې پرې کړی دی.حمزه بابا بيا مسره تکرار کړې او يو ځل بيا د ويلو نه ويل شوي وو خو دا ځل ورته حمزه بابا ويلي وو چې ((اګهې کې راسته دو)) اردوو ژبې شاعران چې غلي شوي نو حمزه بابا ورته دوهمه مسره ويلې وه چې
(( هر چيز محبت مې الټا نظر اتا هی ))
ويل کيږي چې د حمزه بابا په دې مطلع ټول اردو ژبې شاعران ګوته په غاښ شوي وو.

يو وخت چې موږ لا افغان ادبي بهير نه و جوړ کړی نو په ډېر شوق به په پيښور کې د ((ساهوليکوونکو مرکې)) ته تلو چې مرحوم قلندر مومند يې سرپرستي کوله. قلندر مومند به ځان د حمزه بابا حريف باله او په ښکاره به يې د هغه مخالفت کاوه. يوه ورځ چې کوم شاعر کره کتنې ته خپل غزل وړاندې کولو نو نه و راغلی. د خان بهادر باتور په نوم چې د حمزه بابا او قلندر دواړو مريد وو هغه وويل چې زه به يې په ځای خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړم . هغه خپل غزل وړاندې کړ او چې له مطلع نه واخله تر مقطع پورې پرې ټولو شاعرانو د قلندر مرحوم په شمول د زړه له اخلاصه داد وکړ نو د کره کتنې په پای کې باتور صاحب وويل چې زه يوه خبره په ريکارډ راوړل غواړم او هغه دا چې دا غزل زما نه و دا د حمزه بابا دی او ماته پوره څلويښت کاله پس پته ولګيده چې تاسې د حمزه د هنر نه بلکې د ذات دښمان ياست. له دې خبرې سره يې څادر ګډ وډ په اوږه واچوو او په داسې حال کې له (( اردو ساينس بورد)) نه ووتو چې د څادر پيڅکي يې د نيمايي هال خاورو له ځان سره وړې وې .

يوه ورځ په پيښور کې يو پيښوري اديب يون صاحب ته ويلې چې (( يه هلکه ته د لغمان يې هلته خو زما يو خوږ يار دی چې ته به يې پيژنې او که نه؟ يون صاحب ورته ويلي وو چې د لغمان د کوم ځای دی؟
پيښوري يار ورته ويلي وو چې د لغمان دی کنه يار. يون صاحب ورته په ځواب کې ويلي وو چې ((لغمان خو لوی براعظم دی يار!))

وايي چې الفت صاحب د کومې غونډې لپاره يوې کوټې ته ننوتی و چې له وړاندې نه په کې اديبان راټول وو او د ناستی ځای په کې نه و نوالفت صاحب د کړکۍ په ژۍ باندی کيناست . له يارانو نه يې پرې يوه غږ کړی چې (( الفت صاحب څنګه د پيشو په څير د کړکۍ په ژۍ کيناستې؟ الفت صاحب يې په ځواب کې ويلي وو چې (( ځکه چې په ځمکه سپي ناست وو))

وايي چې الفت صاحب له دوه نورو همسيالو اديبانو سره په کلي کې چکرته وتي وو. هلته دوه خرو په خپلو کې سره غاړې ورکړې وې. يوه ورته ويلي وو چې الفت صاحب خره هم په خپلو منځو کې الفت لري. الفت صاحب يې په ځواب کې ويلي وو چې ”هو لکه زه چې ستاسې دواړو تر منځ يم“ .

کله چې د پښتو مشهوره سندرغاړې په کابل کې وه نو په عسکري کلوب کې يې کنسرت ورکاوه. د داسې يوه شاعر شعر يې ويلی و چې شاعر يې هم هلته موجود و. کله چې نغمې غزل بې مقطع پای ته رسولی و، نو ښاغلی شاعر په لوی محفل کې راپاڅيدلی مايک اخيستی او په ټول محفل يې غږ کړی چې زما دا شعر خو دومره ښکلی نه و لکه څومره چې نغمې جانې ښکلی وويلو.

يوه شپه له صـميم صاحب په ملګرتيا څو تنه د يوه ځوان شاعر ملګري سره په ميلمستيا ولاړو. کله چې د ډوډۍ خوړلو وخت شو نو تقريباً په ټولو قتغونو کې غوړي زيات وو. صميم صاحب ورته وويل چې تا خو ډېر زيات غوړي استعمال کړي، نه پوهيږم چې سهار ته به په پراټو کې څه اچوې؟[/quote]


Stoman
25.01.2006

قربان خيرنه !
تر مثال دې جارسم !
پروا يي نسته ، کله ،کله له ړاندۀ هم لکړه لوېږي ،که دې هرچا ته ويلي وي ،ښۀ دې ويلي ،راځه د هجرې ملګری موسه ، نور ډېر پرشا مه ورګوره ،خدای به خير پېښ کړي ،خوپام دې وي [color=cyan:ab53fd4e7d]خوالګر[/color:ab53fd4e7d] د کټوازي د تخلص [color=white:ab53fd4e7d](صميم ) [/color:ab53fd4e7d]پښتو نوم دی :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
پۀ مينه ، خوالګر ورور دې !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more