د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

یار، ته خپله سوچ وکړه

Anonymous
18.01.2006

کله چې سړی له خپله وطنه لرې دمساپرۍ ژوند ته ورودانګي، نو هسې يې زړه نری او نازک شي، که خپل کوم هیوادوال وویني نو من من غوښې به اخلي ، ګوندې تریوه بریده ورسره دزړه خواله وکړي، او لږ ترلږه ورسره په خپله ژبه وغږیږي.
زه هم له همدا وړ حالت سره مخ شوم. دافریقا په یوهیواد کې دیو پردیس افغان په توګه شپې او ورځې سبا کووم. تیره ورځ په دې لټه کې شوم چې ګوندې کوم هیوادوال ومومم، او لږترلږه ورسره په خپله ژبه خبرې وکړم.
ځکه چې له یوې میاشتې راهیسې مې مخامخ په خپله ژبه له چاسره خبرې نه وې کړې. نور مې فشار بیخي راټیټ شوې وو، دسر درد خو راته ورځنې میلمه وو، خو هیڅوک مې ونه موند. په هر حال اخر په دې فکر کې شوم چې راځه کوم ګاونډي اشنا(ایرانې، پاکستانې) که چیرته ومومم، بس یو پاکستانې یار مې پیدا کړ، هغه هم مساپر و او له ما څخه هغه ډیرزما په لیدو خوښ شو، دهغه هم زړه ډک وو اوزه خوبیخي.......
له پیژندنې وروسته مې دتلیفون نومره ترې واخسته او سبا مازیګر مې دچکر وهلو په نیت ورته زنګ وواهه. هغه په ډیره خوښۍ راسره ومنله. دواړه دیو پارک پرلور وخو ځیدو، اوس نو زما او دهغه ترمنځ بنډار پیل وو، په یوه ګوښه ځای کې کیښناستو. ګاونډی اشنا راڅخه دوطن حال وپوښته، نو ما په خندا کې ورته وویل چې له ما څخه به ته ښه خبریی چې هلته څه تیریږي . خو هغه وویل چې زه نه یم خبر، ما ورته وویل اوس ارامي ده خو هسې ځنې ځایونه لږ تاوتریخوالې کله ناکله پیداکیږي.
+ څوک دا کار کوي؟
- وایی چې مونږطالبان یو
+ همداسې به وي، ترڅو چې افغان حکومت له پاکستان سره دا رنګ چلن کوي، داحالت به اومداسې (همداسې) روان وي.
- یانې په افغانستان کې د ارامۍ او سولې پرضد مبارزه دپاکستان کار دې؟
+ او که نه، (هو کنه) ګوره زه د ارمي فورس ( پوځي ځواک) یو کمانډر (قوماندان) پاتې شوې یم، ماته دا هرڅه معلوم دي.
- لکه څنګه ؟
+ ګوره، دا تاسو اوغانیان (افغانان) همیش دپاکستان په ښو سترګې پټوئ، او بیاهره ورڅ میډیا(رسنئ) ستاسو له خولې همدا وایی چې، پاکستان زمونږ دشمن دې، داوغانستان د بربادۍ عامل پاکستان دې، پاکستان داوغانستان تاریخي دشمن دې، دا او داسې نور...
- خو د افغانستان په اړه پاکستانې حکومت غلطه پالیسي چلوي، له یوې خوا له افغان دولت سره مرسته کوي، او له بلې خوا دطالب په نامه وسله وال افغانستان ته استوي، ترڅو دسولې په وړاندې خنډونه راولاړ کړي.
+ او که نه، داد پاکستان اصل سیاست دې، ګوره، پنځه ویشت کاله مونږ د اوغانیانو مدد وکړ، په خپله خاوره کې ورته ځائ ورکړ، بې پاسپورته، بې ویزې، بې ښې او بې بدې تراوسه په پاکستان کې میشت دي، خو چې کله برسراقتدار شول نو ړومبې کار يې دپاکستان له دشمن سره انډیوالي وه، او تر اوسه پورې داکار چالو دي او دپاکستان پرضد هره ورځ ستاسو وزیران انډیا ته سفرونه کوي. یار ته خپله سوچ وکړه ، که داکار پاکستان له افغانستان سره کړې وې نو اوس به تاسې څه کول؟
- ما په خندا کې ورته وویل، مونږ به هم همداسې کول چې دا تاسو يې کوئ.
درنو لوستونکیوو!
دغه لیکنه مې ستاسو پریکړې ته پریښوده

په ټوله پښتنه مینه
مساپر


Anonymous
18.01.2006

مسافر خانه وروره سلامونه !
دافريقا په کوم هيواد کې د يو پرديس افغان په توګه شپې ورځې سبا کوې ؟ عربي ژبی هيواد هم نه دی ،چې د نوم اخيستو وړ هم درته نه ښکاري ؟ لکه چې مخه دې د سوچه توريانو سره ده که څنکه ؟ تا نه دي ويلي چې پاکستانی ملګری دې پښتون دی که نه ؟ که پښتون وي، نو بيا خو پاکستانی ورته مه وايه ، ستا خپل وطندار ، په خټه افغان او ستا خپل پښتون ورور دی او د پاکٌستاني په دې منحوس نوم يې مه يادوه . اوس پوه شوې چې افغانان لرې پښتونخواته مهاجر شوي ؤ او کوم پردي وطن ته نه ؤ تللي!
د کارتر د سياسي صلاکار برېژنسکي په وينا امريکا غوښتل چې شوروي پر افغانستان باندې تيري ته اړباسي ،پښتانه يې پر ضد وجنګوي ، لره پښتونخوا د مهاجرت په سيمه واړوي ځکه امريکا او پاکستان په دې کې خپل بيلا بيل هدفونه سره ګډ کړل : په جګړه کې د شوروي ښکيلول ، په ګونډه کول او د ويتنام غچ ترې اخيستل د امريکا هدف او د ا فغانستان ، په تيره بيا د پښتنو ضعيفول، په ګونډه کول او غلامول ترې دپاکُستان هدف و. طالب غورځنګ هم دغه هدف ته د رسيدو له پاره د پاکستان دسياسي ﻻرې يو ترميم او بشپړا و ی و او بس، چې امريکا ورسره و پخوانۍ هوکړې له مخې نه يواځې موافقه درلوده ، بلکې د ايران د شيعه مذهبه انقلاب پر ضد يې دطالبانو په پاکستاني شکل د يو سني مرکزه غورځنګ سره ملاتړ غوښته .
نومسافر خانه دا هرڅه پر مونږ پاکستان کړي او کوي يي ، دا يوه سياسي ننګونه ده ، نو تر څو پورې چې پښتانه په سياسي مبارزه نه پوهيږي ، تر هغه پورې به جنګونو ته دغسې د خپل ځان ، خپل هيواد او خپل تاريخ پرضد ټيل وهل کيږي ، د پاکستان له خوابه په سياسي لوبو کې د طالبانو په څير راښکل کيږي ، ځپل کيږي او بي پته کيږي ! والسلام .


Anonymous
18.01.2006

خدای مووبخه په خېر
زه خو نه پوهيږم چه دډورنډ په کرښه بمونه ولی تبادله کيږي ؟ مثال يې باجوړ اوسپين بولدک ٠ څوک دا کارکۍ او څوک وژني ؟

عزيز


Anonymous
18.01.2006

ګرانه مسافر ه وروره،
هیله من يم په دغه افریقاي هیواد کې هوسا ژوند ولرﺉ .
خدای دې وکړې چې دا ستاسو نوی دوست په خټه پښتون وي ، که پښتون نوی او پنجابی یا سیندی وی نو خورا غلطه دوستي مو پیل کړې ده . زما مشوره دا ده د پنجابیانو او سیندیانو څخه ځان لرې وساتئ . د هغوي ددوستۍ څخه پرهېز کول ستاسو په ګټه ده . که داسې ونکړﺉ نو مونږ به ډېرژر واورو چې ددغه سړي پر لاس د پیسو په بدل خرڅ شوي یاست . دغه مشوره ما یو بل دوست هم ورکړې وه ، خو زمایې ونمنله نو اوس سخت پیښیمان دی . زمونږ اولس واي : آزمویل شوی بیا آزمویل ګناه ده .
په درنښت
سباوون - هالنډ


موضوع پاتې شوه

Anonymous
19.01.2006

درنو یارانو!
ما دخپلې لیکنې په پاې کې لیکلي وو، چې دغه لیکنه مې ستاسو قضاوت ته پریښوده، خو تاسوپه بل ډول لیکنه پریښې اوماته مو داسې نصیحت کړې زه هماغه سړې یم. خو خیر، یو ورور وایی که هغه پښتون وي، نو بیا ورته د پاکستانې منحوس نوم مه اخله،وایی زه دې پوزه پرې کووم،ته وایی ماته چارګل راوړه، ته ورشه له یوپاکستاني پښتون نه پوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره یوځاې کیدل دې خوښ دي، په سلو کې به له ۳ تنو څخه دهوځواب واورې،هغه به هم دستا دملګرتیا له امله دا خبره کوي، پاتې شو هغه نشنل ګوندونه چې په پاکستان کې دتش په نامه پښتونستان چیغې وهي، او دیو افغان په نامه هم دا کوي هم هاغه، نو یارانو ګورۍ که شپه تیاره ده نو مڼې په شمار دي. هغه بل راته لیکلي، چې په غلطه روان یی، دپاکستاني سره دې اشنایی اچولې، وروره مونږ ټول پوهیږو چې غوا توره او شیدې یی سپینې دي، دپاکستان پرټولو کړنو زمونږ دوطن بچې بچې پوهیږي مه خفه کیږه کله کله کرزې هم له مشرف سره بنډارزونه کوي، ماغوښتل تاسو به سمې منطقي لیکنې پرې وکړۍ خو تاسو دمړې ګیډې فارسی شروع کړه.
بیا هم خفه نشئ، که څو مو په زړه کې وي، نو دټول افغان ویبپاڼه ستاسو خپله ویبپاڼه ده.


Anonymous
20.01.2006

مساپر ګرانه، سلام

خداى دې وکړي چې په افريقا کې دې يو، دوه نور ملګري هم پيدا شي او ساعت دې ورسره په خوښئ تېر شي.

زه تر ډېره حده د لومړني ځواب پرېښودونکي خبرې تائيدوم. هغه ښه ليکلي دي. زه دا نه منم چې په ټول پاکستان کې به دوه يا درې تنه پښتانه داسې وي چې په پاکستان باندې افغانستان غوره وګڼي. دا نظر نيمګړى دى. دلته ډېر داسې خلک شته چې په افغان او افغانستان باندې له سر او ځان څخه تېرشوي او تېرېږي.

څه چې د اوس خبره ده؛ اوس خو زياتره برافغانان هم د افغانيت پرځاى امريکايي تابعيت غوره ګڼي، انګلېسي تابعيت غوره ګڼي، فرانسوي تابعيت غوره ګڼي. په کابل کې خپل د نيکه د وخت کور خرڅوي خو چې د يوه غربي هېواد تابعيت تر لاسه کړي. البته دا ټول له بدې ورځې، په خپله رضا يې نه کوي.

زه وايم که چېرې ته خپلې ليکنې همداسې روانې وساتې د حضرت باچاخان (رح) اروا به در نه خپه شي، د خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي اروا به درنه خپه شي.

هڅه مه کوه چې د دوه، درې کوڅه ډبو پاړسيوانانو لپاره خپل ١٥ ميليونه لر پښتانه خپه کړې. نه مو پنجابيان په کارېږي او نه هم کوڅه ډب.

خداى دې خوشاله لره.
زمرى


Anonymous
20.01.2006

ايا له پاکستان سره د پښتونخوا څه اقتصادي (؟)، کولتوري (؟)، سياسي ، ملي يا بين المللي ګټې تړلي دي بې له زيان او تاوان څخه ؟ زيانونه يې په هره برخه کې په ډاګه او تر لمر روښانه دي. له افغانستان سره يې خپلې اقتصادي ګټې خوندي پاتې کيږي او پراختيا هم موندلی شي. د پاکستان بودجه د ابادۍ يعنې نفوس په شمير ويشل کيږي، چې د پنجابيانو د جوج ماجو له شمير څخه اصلأ نورو ايالتونو په تير بيا پښتنو کم شميره پښتونخوا ته هيڅ نه پاتې کيږي ، خو عايدات ترې ډير اخلي . کولتوري ، ملي، سياسي او ژبني زيانونه خو يې د لمر غوندې عيان دي چې
بيان ته اړتيا هم نه لري. والسلام


لکه چې بل خوا لاړو

Anonymous
22.01.2006

درنو یارانو!
بیا درسره یم، ولا خفه مو کړم، تاسو یوځل زما لیکنه ولولئ چې ما څه لیکلي، بیا راته بد بد راګورئ، زه د ګران افغانستان په غیږ کې رالوۍ شوې یم،او ملیونهاوو ځله به دنورو هیوادونو په پرتله خپل ټاټوبي ته ارزښت ورکړم، چې په کې واوسم، او یواځې له اوبو او هوا څخه یی خوند واخلم. وطن وطن وي، خو زه نه پوهیږم چې تاسو خپل قلمونه تازه کوئ او که هسې داحساساتوپرپولو ولاړ یاستئ، ورونو کله کله داسې کیږي، چې هرڅه سرسري تیریږي، او ژورتیا ته یی څوک پام نه کوي، ما په خپله لیکنه کې دیوپښتون پاکستاني سره یوشیبه دزړه خواله کړې، چې هماغه ببولالې یی راته وویشتلې چې ماپه یو کتاب کې لیکلي او ډیر ژر به خپور شي، تاسو په دې پوه شئ چې پنجاب زمونږ ریشې له منځه وړي، او زمونږ د تباهئ او یا لږترلږه دیو محتاج توکم په توګه دساتنې اوږد مهاله پروګرامونه لري، چې مونږ یی په خپلو خبرو کې هسې په بابیز ډول په احساساتو کې راڅرګندوو او نور ترې خبر نه وو، په هر حال زه غواړم چې دې موضوع ته دپاۍ ټکې کیږدم، او نور پرې هسې خپل سر مو خوږوئ،
په ټوله کلیواله مینه.
مرګ پر امریکا او مرګ د امریکاپرتالي څټو او پر هغو چې زمونږ دخوږ هیواد له سرنوشت سره لوبې کوي،


Anonymous
22.01.2006

مسافر افغانه سلامونه !
داخبره به مو رښتنې وي چې ليکې :
[quote:11b35c941c]تاسو په دې پوه شئ چې پنجاب زمونږ ریشې له منځه وړي، او زمونږ د تباهئ او یا لږترلږه دیو محتاج توکم په توګه دساتنې اوږد مهاله پروګرامونه لري، چې مونږ یی په خپلو خبرو کې هسې په بابیز ډول په احساساتو کې راڅرګندوو او نور ترې خبر نه وو، [/quote:11b35c941c] ، هو د پاکستان په هکله زمونږ احساساتي انعکاس هم رښتينی دی او تاسې ښه وا ياست چې پاکستان زمونږ د تباهۍ اوږود مهاله پروګرامونه لري، نو په لرې پښتونخوا خو يې د هغوی د ملي ، کلتوري ،سياسي اوا قتصادي تباهۍ لنډ ـ او اوږود مهاله پروګرامونه وخته پلي کړي دي اولکه څنګه چې وينو کوز پښتانه يې د افغانيت له هرملي او کلتوري ځانګړنې څخه لکه بوتلان لوڅ او بي برخې کړي دي . که دنوموړو پروګرامونو په اړه چې تا ورته ګوته نيولې ده دلته لوستونګو ته څه وليکې ،نو خپل مسوليت به دې د هغوی په وړاندې رفع کړی وي . په دې مو د کتاب ارزښت نه کميږي بلکې هغه خلکو ته معرفي کيږي او ښايي لوستلو ته يې ﻻليواله شي . خدَی دې همت او دومره قتصادي وسه هم درکړي چې کتاب دې د پيسو له پاره نه، بلکې د قام د خبرولو او ويښولو له پاره نشر ته وسپارې او يوه لنډه معرفي يې په ټول فغان کې هم لوستونکوته وړاندې کړې . په مينه مينه او سلامونو !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more