نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بې مسلکه يا بې مسوليته څرګندونې
Anonymous
16.01.2006
[quote:d411a71d73]افغانستان د فوايد عامې وزارت د کابل جلال اباد د لويې لارې بيا خرابيدل د لويو درندولاريو د تگ راتگ له امله بولي . دغه لاره تيره اوونۍ پرانيستل شوه.
د فوايد عامې مرستيال وزير ولي محمد رسولي بي بي سي ته وويل چې پر دغه لويه لاره بايد تر ١٠ ټنو درنې لارۍ مزل ونه کړي خو دا خبره په پام کې نه نيوله کيږي [/quote:d411a71d73]
نه انجنير يم او نه دسرک جوړولو متخصص، خوسره له هغې هم ويلی شم چې پورتنی څرګندونې دخندا او يا په بله ژبه د خواشينی وړ دي. په خپل ژوند کې مې ډير څه اوريدلي و خو دامې نه و اوريدلي چې د(لويي لارې)يو پوخ قيرسرک دې دځمکې په مخ ديوې لارۍ دتللو توان ونه لري.دلته په بهر کې داسې لارۍ په سرکونو تګ اوراتګ کوي چې دافغانستان لارۍ يي دبچې غوندې خيټه کې ځاييږي خو سرک باندې يو خاپ هم نه پريدي. که يو پل وای نو دابه بېله خبره وای خو دخدای په دې قوه مځکه څنګه دوی نشي کولای يو قوي اوسم سرک ولري؟. ايا داسرکونه يوازې دګړنديو موټرو له پاره جوړيږي؟ لارۍ په کومه لار؟دهليکوپتر په څير والوزي که څنګه؟ په افغانستان کې خو دريل پټلۍ درک نه لري نو يوازې لارۍ دي چې څه ناڅه داقتصاد بنيادي ترانسپورتي چارې سرته رسوي . نو که دالارې ددې لاريو دوزن وس نه لري نو بيا د کوم هدف له پاره جوړې شوي دي؟
نه خبره داسې نه ده. دکاسې لاندې نيم کاسه ده. پيسي وهل شوي دي او وهل کيږي.. غيرکافي اوبې ستاندرده مواد دسرکونو په ابادۍ کې کارول شوي او کارول کيږي اوپيسې يې دنړيوالو نورمونو په اندازه اخيستل شوي اواخيستل کيږي. اوشک نشته چې په دې زد اوبند کې ځني کورني اړونده مقامات اوبهرني شرکتونه په ګډه پليت لاسونه لري. خدای دې ددې غريب هيواد ثواب وکړي.
شنواری - لندن
Anonymous
16.01.2006
دروغ وايې دا حرا ميان دکسيف زامن ټول رشوت خوري
Anonymous
16.01.2006
ګرانودوستانوسلام ٠
دغه سړک به کومی انجوبينجو جوړکړې وي ٠ دغسې سړکونه به مونږ پخواپه اشرو جوړول اوس خلک هوښيار شوي پخپله به په پاکستان کی ناست وي يوڅومجبوره افغانان به يې مقرر کړيوي چې خواوشاغرونه راوکني او په سړک يې هوار کړي اوبيا پری ګيلماله راکاږي ٠
که کوم صحيح محتسب ورله سړې ورولي په يقين سره وايم چې تر يونيم لک ډالرو
به زياتې پری نه وي لګيدلي خو په ميليونه ډالره به پری ګټل شوي وي ٠
اوتاسودفوايدعامې متخصص ته ګورۍ چې دکاګېل په کښېمنډلو به هم خدای خبر چې پوهيږي کنه خو دافغانانو سترګو ته شګې ورشيندي اووايي چې د رنې لارۍ پری چليږي ځکه ترې د ترکمني اوښ شا جوړه شوې ٠
دغه دې استدلال اوماموريت ٠
خدای مو د لبه سره په کولرا اخته کړه دا غلا خوهم طريقه لري داسې خونه وي لکه تاسو څيرسترګي چې په هيڅ نه شرميږي ٠ لږ انصاف پکاردې د افغانانو بېچاره ګانو سره ، دوی هم د خدای بنده ګان دي او په افغانستان کی حق لري ٠ تاسوچې د افغانانوپه خيراتونو با ندی اسره ونه کړه نونورڅه درته کوم اهميت لري ؟
تبرګې
pattang
17.01.2006
تبرګيه ته هم څه نکوې چې ددې نا اهلو غلو او بيناموسانوپښې غوڅې کړې.
وروره ! په غر بي ، نړۍ، هند، پا کستان او چين کې ولې سرکونه نه خرابيږي ??
سرکونه خرابيږي خو تر ډيرو کلونو روسته هغه هم خال، خال او ځای ، ځای.
1. دقندهار او دکابل سرک جوړ شونو سمدستي خراب ، دري واره په مل مخ
واوښت او بيا به جوړ شه اوس بيا دځلورم وار لپاره بيا خرابه دی٠
2. د پکتيا او دکابل سرک جوړ شونو سمدستي خراب دري واره په مل مخ واوښت
او بيا به جوړ شه اوس بيا دځلورم وار لپاره بيا خرابه دی
3.. د جلال اباد او دکابل سرک جوړ شونو سمدستي خراب دري واره په مل مخ واوښت او بيا به جوړ شه اوس بيا خرابه دی.
د سرکونو دجړولو مسئول وزير وايې ، سرکونه څکه خرابيږې چې بار داره
موټر او لارۍ پرې ځې .
ته نو اوس دي دليل ته ګوره چې ايا په غربي نړۍ ، چين، هند او پاکستان کي
بارداره موټرونه په قير شويو سرکونو نه ځي ?? ولي هغه نه خرابيږي ?
وروره دا د سرکونو وزير مخ کې قاچاقبر وو او اوس وزير دي ٠
وروره دريمه سقاوي منځ ته راغلې ده له خيره خبره تيره ده هغه قرضه چې نړۍ
يې افغانستان ته د کومکي پور په ډول ورکوي ټول په شخصي جيبونو کې
لويږي او زمونږ او تا سو راتلونکي نسلونه پرې قرضداره کيږي ٠
پيسې خو نلري خو طبعي منابع به په قرضو کې ورکوي ٠
ددرېمې سقاوي د ړنګيدو په هيله
په پښتني مينه پتنګ
Anonymous
17.01.2006
پتنګ صاحبه ! دغه نازک بدنه سړکونه خو د سياسي رومانتيک فيلم لپاره جوړشوي ؤ خو مونږ په څه نپوهېږو ٠ زه خووايم چې دچۀ ووټوخيرن هم پی ونه ګرځي ځکه چې رنګ يې خراپيږي ٠
خدای دی غله اورشووتخوران په دايمي کولرا اخته کړي چې هر ځای ته ځي اوريخه يې ورپسې وي ٠ نور نو څه کولای شو ؟
تبرګې
له پرديو ګمارل شوو څخه د اصلاح طمعه عبث خیال دی
Anonymous
19.01.2006
یو هېواد چې د دولت مشر يې د خارجیانو په زور او دستور مقرر شوی او د خارجی ډالرو په زور ورته د نا چارو ، ناپوهو او ناتوانو افغانانو رایی اخیستل شوی او یا د رایو اخیستلو ساختګی ډرامې پواسطه یې د ناروا حاکمیت دوره اوږده شوی وی، ورور یې د قاچاقبرانو سرکرده او د بین المللی مافیایی ګروپ رهبری وکړی، وزیران یې اکثره خارجی جاسوسان او د چور له پاره افغانستان ته استول شوی پست فطرتان وی، د افغان او افغانستان په جوړښت کې خپلې ګټی نه وینی خو په چور او چپاول کی له نورو سره په شراکت کې يې شخصی او فامیلی ګټې وی، په پارلمان کې يې هم د ولس دښمنان د ولس د استازو په نامه پردیو ورته کشینولی وی، زه فکر کړم چې حال به یې له دې هم بد تر وی. باید افغانان د خپل ځان او خپل ملک د اساسی چارې په فکر کې شی!
په ګیلو او ګذارو وخت تیر نه کړی او له اوسنیو واکمنانو څخه د وضعیت د اصلاح طمعه ونه کړی!
Anonymous
20.01.2006
سلامونه ورونو ! يو خبره بايد ومنو چې موږ اوس هر څه ته په شک ګورو او هرڅه راته سرچپه ښکاري ، خو يوخ خبره له ياده مه وباسی او هغه داده چې زياته منفي ګرايي به موږ په داسې ناروغۍ اخته کړي چې په لاره ځو ټول خلک به راته غله ښکاري . د انجنيری له پلوه دا خبره باالکل په ځای ده کې د سټنډرډ نه پوره ووزن سرک ډير ژر خرابوي ، له همدې امله د پاکستان په نوي جوړ شوي سرک ( موټر وای ) هغه لاری چې وزن يې د ٢٥ ټنو څخه پورته وي اجازه نه لري چې لاړ شي . خو موږ ګورو چې د کابل جلال اباد په سرک تر ٨٠ ټنو پورې لاری تګ راتګ کوي خو دا چې دغه شرايط ولې له پخوا نه په نظر کې نه دي نيول شوي دا بيله خبره ده او داچې ځنې دوستان وايي چې د زيات وزن لرونکې لرې سرک نه خرابوي د انجنرۍ له پلوه په ځای خبره نه ده .ښه به وي چې علمي مسايلو سره ساده چلند ونه کړو .په څه چې نه پوهيږو هغه په ناسم شکل نورو ته ونه ليږدوو.
Anonymous
20.01.2006
ګر انو لوستونکو !
دانجينيري اصطلاح هغه چاته هم کارول کيږي چې په سياسي امورو کی مهارت ولري ٠ همدغه راز د جوړونې ، ډيزاين ، پلان ، مهندسي اواداروي توکو ماهر اومتخصص ته هم ٠
دانو بياددې معنا هم نه لري چې سړې هر چاته انجينير ويلای شي ٠
زياتره افغانان د جګړو او جګړه مارو له لاسه نه دي پرېښودل شوي چې د يومتخصص مسلکي پېژندنه او ارزوونه وکړي ٠ هغوی هغه چاته هم انجينير وايي چې محض له خارجيانو سره کارکوي اوپه کليو کی خو هغه چاته ډاکټر هم وايي چې له اروپا ياامريکاڅخه ورشي ٠ نور پری خبر نه دي چې دتېلو په پمپ کی يې کار کاوه که د وريتوچرګانو په رستوران کی ٠
ديومعلم په قدر اواهميت نپوهيږي ٠ يوچرسي موټروان ته هم استاد وايي ٠
په هرصورت ، دلته خبره په يومشخص مسلکي مهارت ده چې د انجينرۍ ټولې برخې پکې نه راځي ٠ نوځکه بايدپه موضوع پوری تړلی مسلکي اړخونه وڅېړل شي ٠ خو د دې لپاره چې د اړونده مسلک ځانګړ تيا مو پيدا کړيوي بايد د انجينرۍ څانګو ته ګوته ونيسو٠ دامسلک هم لکه نور ساينسي علوم ډېرې څانګې لري او په ماهيت کی يوله بله بېلې وي ٠ دمثال په توګه مېکېنيکل انجينيري ، برق ، کيميا، فيزيک ، طبي ، مهندسي اوداسې نور٠
يوميکېنيکل انجينير د(ارکيتيکچر) په کار نه پوهيږي اوهمدغه راز يوارکيتيکچر ديوميکېنيکل انجينير په کار نپوهيږي ٠ دSoftware انجنير نشي کولای د civil engineer وظيفه اجرا کړي ٠
په افغانستان کی له تخصص ، مهارت ، قابيليت اواهليت څخه زيات سياست ، پيسو او اقربا پرستۍ ته اهميت ورکوول کيږي ٠ داسې خلک همدا اوس په غلطو او نا منا سبو پوستونو کارکوي ٠ داسې به هم وي چې په څوپوستونو کاروکړي ٠ په يوه کی به ماهروي خوپه بل کی نه وي ٠ بل علت بې کفايتي ده او په دې کی ، دولتي چارواکي ، کمک کوونکي ، متخصصين او ماهرين هم راځي ٠
دا سببونه دي چې نه وخت په نظر کی نيول کيږي ، نه پلان ، نه بودجه ، نه کيفيت اونه کميت ٠
په دې صورت کی به خامخا هرڅه بې کنتروله وي او نتيجې به يې سمی نه وي ٠
سروې ، براورد ، پلان ، ډيزاين او مسلکي مهارت او تجربې بايدد انجينرۍ اصول وي ٠ که چا دااصول پرځای کړي وي هيڅ بل علت اهميت نه لري ٠
مخکی له دې چه براورد وکړي بايد سروې يې کړيوي اوکله چې د فني پرسونل لخوا دسروې نتايج معلوم شي نونورو پړاوونو ته يې لاره هواره شي ٠
دلته که مشخص سړکونه په نظر کی ونيسو نو د کابل جلال اباد لويه لاره نه يواځې ملي ارزښت لري بلکه بين المللي تجارتي ارزښت هم لري ٠ نو يوه داسې له اهميته ډکه لاره څنګه بايد جوړه شي ؟ کوم ملي اوبين المللي ستندرد بايد ولري ؟ څومره capacity اوکوم Future بايد ولري ؟
که دا شيان په انجينري پوری اړه نه لري نوبيا انجينيري څه ته وايي ؟
و، م
دشت ارچي
Anonymous
20.01.2006
که داسې وي نو په افريقاصعودي اوپاکستان کی بايد قير په ويالو کی وبهيږي ځکه چه هلته د لمر حرارت ډېر زيات دې ٠
يوڅوک بايد داشيان وسنجوي
Anonymous
20.01.2006
ملاکله فتوه صادره کړې چه چا د دغه سړک له بودجې څخه غلا کړيوي کافردې ؟
کله يې چه سړک جوړاوه اعلان يې کړې و چه له پنځه ويشتو ټنو څخه زياتی درنې لارۍ اجازه نه لري ؟
له دغه اندازې څخه زيات فکر ولی نه دې شوې ؟
٢٥ ټنه وزن خو د داؤد خان د وخت معياردې اوس خو 2006 کال دې او تکنالوژي اوس نوې ستندرد لري داورته معلوم و ؟
نو ترافيک پوليس هم ملامته دي چه د زيات بار وړونکو لاريو مخه ونيسي ٠
نظامي نقليه وسايل خو ترټولو زيات وزن لري ددې سره به څه کيږي ؟
Anonymous
25.01.2006
او داپلې لارې ولي کنډوکپر دي؟ ځکه چې دسرکونودواړو غاړو ته پلې لارې دڅربو وطنوالو وزن نه شي زغملي اوبايد يوازي هغه څوک پرې تګ او راتګ وکړي چې وزن يې تر ٧٥ کيلو ګرامو زيات نه وي. که دچا وزن ددې معيار نه پورته وي بايد په ګاډيو کې لاړشي.
Anonymous
04.02.2006
عجيبه خلك يئ يو نيوكه كوئ او بل له ځانه د مدافع وكيل جوړوئ او بې ځايه دفاع كوئ.
په دې خو هر څوك پوهېږي چې هر شى خپل ظرفيت لري او كه له اندازې زيات كار ترې واخيستل شي نو له منځه ځي.
دا خو د سړك جوړونې وزير كار دى چې سنجولې يې واى او په همغه اندازه يې مضبوط سړك جوړ كړى وى.
آيا دغه وزير په دې نه پوهيدو چې په افغانستان كې اوسمهال هيڅ نيشته او ټوله له بهرنيو هيوادونو څخه راځئ؟
زما په نظر ده لكه چې يوازې د ننګرهار سبزي او نارنجانو ته دغه سړك جوړ كړى؟
او بله دا چې كه ده سټنډرډ سړك جوړ كړى وي او دروند بار وړونكو لاريو ډريوران له سټنډرډ نه سرغړونه كوي خو بيا هم د همدغه وزير صيب كار دى چې نيوكه پرې وكړي او سړ ك وژغوري.
خبره دا ده چې په دې سړك يو ځل حاجي صيب دين محمدخان پيسې وخوړې او له خپلې اندازې يې راكم او كمزورى كړ.
بل ځل د سړك جوړونې وزير پرې پيسې وخوړې او همدا كمزورى سړك يې ورسره ومانه.
خو اوس دې له خدايه او دې بې وزلي ملته وشرمېږي او ترافيك دې له رشوت خوړلو منعې كړي چې درندې لارۍ پرې نه راپرېږدي.
خو يوه خبره بله هغه دا چې په تورخم كې دوى يوه غټه تله درولې چې له باروړونكو موټرو د وزن پر سر پيسې اخلي كه درنې لارۍ بندې كړي خو بيا به لږې پيسې لاس ته ورشي نو دوى غريبان څه وكړي؟