نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتوچاخواره کړې ؟
Anonymous
16.01.2006
پښتوچاخواره کړې ؟
دګران اوقدرمن خادم کوچي صاحب دليکنې په ځواب کی يوڅوکرښې :
کوچي صاحب چې څه ليکلي په هغه کی څه ويلو ته اړتيا نه وينم ځکه چې په پښتنو کی دغسې ستونځې د بل مليت په پرتله خورا ډېرې اوتاريخي بڼه لري ٠ که د فارسي ادبياتو ، مطبوعاتو اورسمياتو ته په افغانستان کی په بېرته کتنه وکړو نوستر اديب به يې هم پښتون راوخېژي ، ژورناليست به يې هم پښتون وي اوچاچې رسميت اومقام ورکړې وي هغه هم پښتانه پاچاهان ؤ ٠ چې پښتانه پخپله دومره کمزوري ؤ چې دعياشۍ اوشخصي مفاداتولپاره يې خپله ژبه هم ترپښو لاندی کوله نو ګناه دچاده ؟
پښتون سره خپله ژبه ملګرې ده ځکه يې نور قومونه د پښتون په نوم پېژني ٠ متاسفانه له دې اصله پښتانه پاچاهان نه ؤ خبر٠ که له دې واوړو او پښتنو خېلونو ته نظروکړو نو کندهاري له ننګر هاريانو ځان جګ ګڼي اوبرعکس ٠ همدغه راز نورو خېلونو ته ګوره چې څومره لهجې يې رامنځ ته کړي اوهرخېل خپلی لهجې ته اوليت ورکوي ٠ ټول پاچان له کنده هاره ؤ خو پرته له ميرويس نيکه نورو پښتنو پاچاهانو خپلی ژبی ته نه اهميت ورکړې اونه يې په باره کی فکر کړې ٠ دا وخت که هغه اودغه ځای د پښتو اوپښتنو غږ راجګيږي هغه هم له دې کبله چې په سريې وخوړه اوعملا,, يې وليدل چې که پښتون خپله ژبه هم پريږدي ، په خدای که يې څوک وبخښي ٠
په کابل کی پښتو تلوېزوني چينل شته ؟ اوفرض کړه که کوم راپيداهم شي نو هغه به دپښتنو دخپله لاسه وچليږي ؟ نه ، هغه به ضرور په يوه سبوتاژي اله بدليږي ٠ پښتانه خوبيادومره اګاهي هم نه لري چې مالي پېټې يې بيا په اوږو واخلي ٠ ايا پښتنې به پکی دپښتنو له لاسه کاروکولای شي ؟ بياخوپښتونولي خراپيږي کنه ؟
په شمال کی ښوونځۍ او مکتبونه ډېر سوځول کيږي که د پښتنو په سيمو کی ؟
له اسلامه پښتنو څه برداشت کړې ؟
هغه جهالت چې ١٤٠٠ کاله مخکی په عربو کی نه و، نن په پښتنو کی وجود لري ٠ نوڅنګه به داپښتو ، پښتو کيږي ؟ علم ، تهذيب او تمدن خو شرايط لري ٠ يوچوپان به څنګه دغه مقام ته ورسيږي چې مکتب ، تمدن اوترقي ورته کفر ښکاري ؟
په څه او څنګه به د نورو ځواکونو او قومونو سره سيالي وکړي ؟
له يوې خوا د پښتو ښونځيو اومکتبونو چغې وهو او د بلې خوا يې کفر ګڼو اوسوځويې ٠
دپښتنو لپاره هيڅوک کار نه شي کولای ځکه چې کفردې ٠
هسې خپل اعصاب پرې نه خرابوو٠
يوڅوک
Anonymous
18.01.2006
ملا حاکم شو امتحاني شو
له حجري ووت سم ميداني شو
په څو کلدارو پاکستاني شو
په څو ډالرو امريکايي شو
Anonymous
18.01.2006
خبرې دې ټولې سمې دي خو چاره څه ده ګله؟
يوازې په دې خو نه خلاصېږو چې پخپله پښتنو ته بد ووايو. بايد د حل لاره يې ولټوو. هيله ده چې د حل لارې په اړه يې دوستان نظر وركړي!
Anonymous
22.01.2006
٢٠٠ ښوونځۍد هېوادپه جنوب کې تړل شوي دي.
چاپي بڼه
د افغانستان په جنوب کې سږ کال د بدامنيو له امله څه ناڅه ٢٠٠ ښوونځۍ د زده کونکو پر مخ تړل شوي دي . يوازې په قندهار کې د ټول ټال ٣٣٥ ښوونځيو څخه ٥٣ ښوونځۍ تړل شوي دي . همداشان د هلمند او زابل په ولايتونو کې هم په لسګونو ښوونځۍ تړل شوې دي . په روان کال کې په دغو ولايتونو کې په يو شمير ښوونځيو وسله وال بريدونه شوې او يو شميرنورو ته اور اچول شوى دىاو دښونځيو ښونکي وژل شوي. دهمدې ويرې له کبله په کليوالي سيمو کې زده کونکي له زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي اود هېوادوالو اندېښنې يې راپارولې دي.
[color=red:226d1aa6ab][/color:226d1aa6ab]
چېرې مو اورېدلي چې تاجک ، ترکمن ، هزاره اوازبک ښوونځۍ سوې وي او استاذان يې ورته قتل کړيوي ؟ ما خو نه دي اورېدلي ٠ که کوم مثال وي هغه هم دپښتنو په نسبت ډېر کم ٠
دطالب تر نوم او پردې لاندی وحشي مزدورانو د پښتنو په بچو تعليم او تربيه نه پيرزوکيږي ٠ د پښتنو سره له دې نه لويه دوښمني نوره څه کيدای شي ؟
له دې نه لويه بې غيرتي نوره چيرې ده چې د لويانو زور له کوچنيانو باسي ٠ له دغه وحشي ، غير انساني ، غير اخلاقي او جاهلې عقيدې څخه ښکاره کفر ي عمل بل شته چې د علم پرضد راپورته کيږي اود يولوی قوم د نسل سره جفاکوي ؟
دکوم دين په کتاب کی ليکلي چې د تعليم اوتربيې مقامونه دی وسوځول شي ؟
عام المنفعه تاسيسات نه ددولت مال دې ، نه د خارجيانو او نه د ورانکارو ، قاچاقبرانواوټوپکوالو بلکه د افغان اولس مال دې ، دافغانستان دخلکو مال دې ٠
مونږ به داسې بې غېرته ، کفري او خائنانه اعمال هيڅ چاته معاف نه کړو
دسبا قاضيان
منتظرمسید
24.01.2006
ګران ورورلاروی صیب!
ترټولودمخه زماسلامونه اوښې هیلې ومني ؟
دې ګران میلمه (یوڅوک ) هم بدې خبرې ندي کړې اوزه پوهیږم چې زړه يي پړسیدلې دی اودپښتواوپښتنوپرحال یی خوابدیږي ،خوکه دتاسوپوښتنې ته راشوچې وايي چاره څه ده ،نوبایدووایم چې په نړۍ کې داسې هیڅ ستونزه نشته چې حل دې ونه لري ،اړه په دې پورې لري چې موږپه رښتیاغواړودستونزې حل ومومو که هسې ددې لپاره چې بله موضوع نه وي ،نودځان دمشغولا لپاره یوه خبره راپورته کوو.
داچې پښتون به څنګه پښتون شي ،یابه پښتوڅنګه پښتوشي ،زما په اند یوه ډیره پیچلې خوپه عین حال کې اسانه اوشونې خبره هم ده .هم پښتون پښتون کیدای شي اوهم پښتوکیدای شي چې پښتوشی،خوڅنګه ؟؟؟
داپه ګوته کوم چې دازماانددی چې که موږغواړوچې پښتانه شونوترټولو دمخه موږ بایدخپل ځان وپیژنو،په نړۍ کې اودنړۍ په ولسونوکې خپل ځای او خپل موقف وپیژنو،تاسووګوری نن ورځ موږپه نړۍ کې تربل هرولس شاته پاتې یوحال داچې تربل هرولس موږډیراستعدادلرو،موږمیړانه لرو،همت لرواوزیارکښ هم یو.
تاسوکه په ځیروګوری نوداشیادرې هیوادونه :هندوستان ،پاکستان اوافغانستان په پښتنوښکلي دي .که هنددی نودلیپ کمار،سلمان خان ،امرخان او.... دي ،که پاکستان دی نوقادیرخان ،شاهداپریدی ،ایوب خان ،او... دي ،افغانستان خوپه هرصورت هغه خوموخپل ټاټوبۍ دی.خوله بده مرغه په دې درېواړوهیوادوکې ترټولوزیات، پښتانه په خپل پلارني کورافغانستان کې ډیرتوهین کیږي ،رټل کیږي اوحقوق یی ترپښولاندې دي .زموږیوولسمشریاټولواک په ډاګه اوویاړسره دانه شي ویلای چې پښتون دی ،زموږهیوادمل صیب ته تاسووګوری چې له ویرې چرت اوسوچ هم په پښتونه شي وهلای .ځکه چې ویریږی چې ګنی څوک به ورنه خپه شي .
امازموږنوروروڼه ملیتونه اودهغوی مشران په ډاګه پرخپل ملیت ویاړي اوله دې نه نه ویریږي چې کیدای شي زه اوته به خپه شو... زموږدملت بابازموږپه ژبه نه پوهیږي خوزه اوته په ډیرویاړسره ورته باباوایو...!!!
لنډه داچې پښتوپخپله پښتنوخراپه کړې ده .
دویم داچې که تاسووګوری نوموږدتاریخ په اوږدوکې دخپل دوداوکلچرهغه توکي چې له نورې نړۍ نه زموږدوروسته پاتیکیدولامل ګرځي ،ټینګ ساتلي دي ،خوترټولوستراومهم توکی چې دهغه له مخې دیوه ملت یاولس پیژندنه کیږي ،هغه ته پاملرنه نه کوولکه ژبه .پښتنونژدې ۲۵۰ کاله پرهندټولواکي کړې ده ،که ددوی سره دخپلې ژبې احساس اومینه وای اوهغې ته یی خدمت کړی وای نونن ورځ به پښتوکه په هندکې رسمی ژبه نه وای لږترلږه دومره خوبه وای چې دهغه ځای پښتنو خوبه زده وای .
بله داچې ترڅوچې موږپه دې پوه نه شوچې پښتون چې دهر ځای وي،دهرې نظریی څښتن وي،خوهغه زموږ وروراوزموږتن دی ترهغې پښتون نشي پښتون کیدای اوپښتونشي پښتوکیدای .
ګرانه وروره لاروی صیب خبرې مې ډیرې وکړې خدای دې وکړي چې بې حوصیلې شوې نه وې اوپه پای کې د(اوکا) په نوم دخپل کتاب څخه یوشعردرته ډالی کوم چې په موضوع پورې اړه لري اوهیله ده چې ستاسواودنورووروڼوبه خوښ شي
په درناوی
تکــــــــــل
کړی مې تکل دی چې پیالې نورې نسکورې کــــــــړم
پریږدم درندانوبنډار،ځـــان ترینـــــه رادورې کــــــــړم
والوزم ،پورتـــــــــه شــــــــمه ،باددپســـــرلي شــــــــــمه
غرونـــــــه اورغونــه ،دوطن شاړې سمسورې کـــــــړم
جــــــــوړچې چغــــــــــهارپرې دبلبـــــــــلواوتوتیانووي
راولم کاروان دګلــــو،خـوریی دورې هــــورې کـــــــړم
زیری شم ،پیغام شم ،خپلې مېنې لورتـــه ورشـــــــمه
خوښ،خوشــاله زړونـــه دیتیم ،کونډې اوبورې کړم
روح داحمدخان شم،دمیرویس پګړۍ په ســرکـــړمه
بیرته دپښتون دننګ ،غیرت ریښې سمسورې کــړم
ځان کړمـــه ترې ځار،ترینــــه ایسارترینـه وېړه شــــمه
ټول ســره راغونډدیوه ملت لاندې ترسیورې کــــــــړم
ویښ یی کــــړم لــــه خوبــــه ویده شوي ضمیرونــه بیا
لاس کې ورله ورداکبرخان ،ایوب خان تورې کـــــــړم
ډول وي داتڼ دشــــاڅلــــمیانولښکر جـــ-وړکړمـــــــه
ســـرې لمبې اورونــــــه دغلیم پـــــــه مېنه پورې کــــړم
غـــــــچ ترینـــــه دخپل ولس دوینې اوکـــــړاوواخـــــلم
ماتې ککری یی،غـــــاړې غــــوڅې یی مغرورې کــړم
بیابـــــه شـــــم راستون لار بــــــــه دعلم ،پوهې ونیسم
سیال بـــــه خپل ولس دلراوبر،پورې راپورې کـــــــړم
لوکړم زه (مســـــیدمنتظـــــــر) هلـــه بـــه نیکمرغه شم
نورلــه خدایــــه هیله دجنت کړم ،ندې حـــورې کــــــړم